• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مټیو مېلر: په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز دغه هېواد ته ستر اقتصادي زیانونه اړولي دي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ملګرو ملتونو د سر منشي له هغو نیوکو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر کړنو کړې دي.

هغه وویل، افغانستان یواځینی هېواد دی چې هلته ښځې د کار حق نه لري او اقتصاد ته یې له دې اړخه «ستر مالي زیانونه اوښتي دي.»

مټیو مېلر د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته د ملګرو ملتونو د سر منشي د وروستیو څرګندونو په اړه وویل، چې د ښځو ځپل او پر هغوی لګېدلي بندیزونه «هېښوونکي او د زغملو» نه دي.

هغه وویل، چې امریکا د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا سیسټماټیک توپیري چلند او ناروا کړنې په کلکه غندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ د (کب ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت معلومولو کمیسیون په ناسته کې د طالبانو هغو ۵۰ فرمانونو ته ګوته ونیوله، چې له څېرمه د افغان مېرمنو او نجونو د ځپلو لپاره صادر شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، هر هغه ګام چې د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې اخیستل کېږي هغه به د ټولو افغانانو د حقونو د مراعتولو سره تړلی وي.

هغه وویل:« په نړۍ کې بل هیڅ داسې هېواد نه شته چې هلته دې مېرمنې له ښوونځیو راګرځول شوې او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره دې د هغوی د کار کولو مخه نیوله شوې وي.»

مېلر وویل، د طالبانو سیاستونو د افغانستان اقتصاد ته چې له بې‌وزلۍ او کړکېچ سره مخامخ دی سخت زیان اړولی دی.

هغه وویل:« د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ودې لپاره زده‌کړې خورا مهمې دي او په افغانستان کې د ښځو پر کار لګېدلو بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.»

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال غني برادر په همدې اوونۍ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي و، چې د طالبانو بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی او له تاشکنده یې وغوښتل چې له طالبانو سره دې دوه اړخیزې او درې اړخیزې سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړي.

خو له دې سره هم‌مهاله، طالبانو په افغانستان کې د کاري ځواک غوښنه برخه پر کور کېنولې او د هغوی د زده‌کړو او کار کولو مخه یې نیولې.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اټکل له مخې، د ښځو پر کار د لګول شويو بندیزونو له امله هر کال یو مېلیارډ ډالره د افغانستان اقتصاد ته زیان اوړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان له لارې د یوې هندۍ مېرمنې سفر او په افغانستان کې د ښځو محرومیت

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۰

یوې هندۍ مېرمنې افغانستان ته د بس پر مټ خپل سفر په ویډیويي بڼه مستند کړی، چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د ژوند په اړه یو ځانګړی لیدلوری وړاندې کوي. دغه ویډیو د انلاین لیدونکو ترمنځ د افغانستان په اړه لیوالتیا راپارولې ده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک بیا ترلاسه کولو وروسته د ښځو د حقونو په اړه په دغې ډلې نړۍوال فشارونه ډېر شوي، پر ټولنیزو رسنیو داسې یوه ویډیو خپره شوې، چې د هند د بهار ایالت څخه د یوه ښځه انځوروي چې د افغانستان په سړکونو کې د بس پر مټ سفر کوي.

دا ویډیو په یوه داسې هېواد کې چې د جګړې او بې ثباتۍ له امله ځپل شوی، د افغانانو ورځنی ژوند او سرګرداني ښيي.

دغه ویډيو چې پر ټولنیزو رسنیو د نړۍ خلکو خوښه کړې، د نړۍ په کچه د بشري حقونو ته د لاسرسۍ په اړه یې هم یو خورا مهم بحث ته لاره هواره کړې ده.

یو ویرونکی حقیقت؛ د بس ټکټ د اخیستو لپاره هلې ځلې:

د کریتي په نوم پېژندل شوې مېرمن چې عصري کوچۍ ده، په افغانستان کې د مېړه یا نارینه “محرم” پرته د بس ټکټ ترلاسه کولو لپاره خپله تجربه شریکوي.

هغه د ښځو لپاره د ټولنیزو ننګونو د یوې برخې په توګه هغه ستونزې په ګوته کوي چې مېرمنې په افغانستان کې په خپلواکه توګه ترانسپورټي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مخامخ دي.

ښايي له افغانستانه بهر کله هم دا پوښتنه مطرح نشي چې ایا مېرمنې په خپلواکه توګه ترانسپورټي خدماتو ته لاسرسۍ لري که نه؟ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، مېرمنو ته ډېره سخته او کله هم ناشونې ته چې پرته له خاوند یا د کورنۍ نږدې غړي په یوازې سر سفر وکړي.

د ویډیو په جریان کې کریتي د بس تمځای کې د چارواکو سره خپلې خبرې بیانوي او د طالبانو له خوا پر ښځو په یوازې سر د سفر له امله د لګیدلو بندیزونو سربېره، د ټکټ د ترلاسه کولو پر مهال د خلکو درناوي او مرستې یادونه کوي.

د هغې دغه ویډيو په افغانستان کې په عامه ځایونو د ګرځېدو پر مهال د مېرمنو پر تجربو رڼا اچوي.

کریتي په دغه ویډیو کې د خپل ۱۸ساعته بس سفر په اړه معلومات ورکوي او وايي،‌ چې د دې لپاره چې د طالبانو له خوا احتمالي ستونزو سره مخامخ نه شي؛ د ټول سفر پر مهال یې خوب کړی او یا یې داسې ښودلي چې ویده ده.‌

د کریتي تجربه هغه پیچلي واقعیتونه ښيي چې مسافر او په ځانګړې توګه مېرمنې د افغانستان په څېر جنګ ځپلي او بې ثباته هېواد کې ورسره مخامخ دي.

په افغانستان کې په یوازې سر د یوې مېرمنې سفر او احتمالي خطرونه:

د کریتي ویډیو د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو بیلابیل غبرګونونه راوپارولي دي. ځینو د هغې د سفر ترشا د انګیزو په اړه پوښتنې کوي او د هغې د خوندیتوب په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې.

بل لور ته ځینو د هغې زړورتیا ستایلې؛ خو نورو بیا په ناامنه سیمو کې یوازې سفر کول د هغې شخصي پرېکړه بللې.

کریتي وايي،‌ چې افغانستان ته به یې سفر په هغې اوږدمهال اغیز ولري، چې په افغانستان د ښځو د ژوند د واقعیتونو په اړه یې ډېر څه لیدلي او پوهېدل به پرې ښايي ډېر وخت ته اړتیا ولري.

د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د کابل سرینا هوټل ته څېرمه یې اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۰

د کابل په ښار کې له چاودنې وروسته د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د کابل سرینا هوټل ته څېرمه یې د طالبانو پر یوې پوستې یې برید کړی، چې پکې پنځه تنه طالبان وژل شوي او د دغې ډلې دوه تنه نور غړي ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې سیمه ییزو سرچینو د کابل ښار په مرکز کې د یوې نسبتاً زورورې چاودنې د رامنځته کېدو خبر ورکړی و. یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو په هغه سیمه کې لاره د ترافیکو پر مخ تړلې، چې چاودنه شوې ده.

د ملي مقاومت جبهې د دغه برید د نوعیت په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د مقاومت جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې دا برید د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) په ځايي وخت د ماښام په اوو بجو وشو.

د دغې جبهې د معلوماتو له مخې؛ په دې بريد کې د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

طالب چارواکو د دغه برید او خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

سرینا هوټل د پلازمینې یو له مصروفو سیمو څخه ده او د طالبانو تر سختو تدابیرو لاندې دی.

د ملي مقاومت جبهې چې په وروستیو ورځو کې یې د طالبانو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی، وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د کابل ښار په ۱۵مه، ۱۷مه، پنځمه او دویمه امنیتي حوزو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانۍ د موقتي ثبات هڅې؛ د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات لپاره ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې راتلونکې شنبه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

طالبان د افغانۍ ارزښت لوړېدل خپله بریا بولي؛ خو اقتصادپوهان د دې ډلې له خوا څو اونیو کې د میلیونونو ډالرو لیلام د افغانۍ د ارزښت زیاتېدو اصلي لامل ګڼي.

د طالبانو په واکمنېدو او د نړۍوالو مرستو بندېدو سره یو ډالر له ۱۱۳ افغانیو سره برابر شو؛ خو افغانستان ته د امریکا د نغدو پیسو د بستو پیلېدو سره د افغانۍ ارزښت بېرته اوچت شو.

که څه هم طالبان اوس افغانستان ته د دې مرستو د لېږد خبر نه نشروي؛ خو پخوا به د دې کومکي بستو تر رسېدو څو ورځې وروسته دې ډلې بیا میلیونونه ډالر د افغانۍ په مقابل کې لیلام کړل.

امیر خان متقي: د پاکستان له نوي حکومت څخه د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د رغند ګامونو هیله لرو

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې هیله کړې، چې د اسلام اباد نوی حکومت دې «د یوې مثبتې پالیسۍ له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغند ګامونه واخلي.»

طالبان د پاکستاني سفیر په حواله وايي، چې نوی حکومت له طالبانو سره د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د ګډ کار هڅه کوي.

د طالبانو له واکمنېدو سره په پاکستان کې د بریدونو زیاتېدو پسې د دې ډلې او د پاکستان د حکومت ترمنځ اړیکي ترینګلي ښکاري.

پاکستان کې د بریدونو په ډېرېدو سره دغه هېواد له افغانستان سره خپلې پولې هم وخت ناوخت ان د ناروغانو لپاره هم بندې کړې دي.

تېره اونۍ هم د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په خوست کې نښته شوې وه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د امیرخان متقي او عبیدالرحمان نظاني کتنه کې هم پر نورو مسالو سربېره دواړه لوریو پر ډیورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د پاکستان چارواکي وخت ناوخت په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت پر اسلام اباد سربېره د سیمې لپاره هم ګواښ بولي؛ خو له پاکستاني سفیر سره د امیر خان متقي اړوند اعلامیه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي چې د سيمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي.

د نوموړي په خبره؛ سیمې دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان نوی منتخب حکومت له دوی سره د اړیکو په پیاوړتیا کې رغند ګامونه واخلي.

طالبان په خپله اعلامیه کې د ښاغلي نظاماني له قوله د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډېرې ارزښتناکې بولي او زیاتوي: «نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.»

د پاکستان سفیر تېره دوشنبه په کندهار کې د دې ولایت لپاره د طالبانو له والي ملا شیرین سره هم لیدنه درلوده، چې ملا هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس بلل کېږي.

طالبانو ویل، چې نظاماني له ملا شیرین سره لیدنه کې د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې؛ خو سرچینو هغه مهال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي پر ډیورنډ کرښه د پاسپورټ جبري کولو لپاره د طالبانو د همکارۍ جلبولو لپاره کندهار ته تللی و.

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د اروپا د پارلمان له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌، چې د اروپايي پارلمان غړي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت اندېښمن دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان قضايي سیسټم ړنګ کړی، قاضیانو ته یې امر کړی چې په بشپړه توګه شرعي قوانین پلي کړي او په حقیقت کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړي.

د اروپايي پارلمان د غړو په وینا؛ د طالبانو دغه پرېکړې د جنسیتي توپیر په اساس دي.

د پارلمان دغو غړو په طالبانو غږ کړی، چې په ټولنیز ژوند کې او په ځانکړې توګه د زده کړو او کار ته د لاسرسۍ په برخه کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون ته اجازه ورکړي.

دغه پرېکړه لیک په ۵۱۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۴ ممتنع رایو تصویب شوی دی.

اروپايي پارلمان د افغانستان له حاکمانو غوښتي، چې د اعدام سزا لغوه کړي او سمدستي د عامه اعدامونو او وحشیانه د تعذیب او تبعیض کړنلارې د ښځو، د نورو جنسیتونو، توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په وړاندې پای ته ورسوي.

د اروپايي پارلمان غړي ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې هر ډول اړیکې یوازې د اروپايي کمېسیون له خوا د ټاکل شویو شرایطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندیزونو په اساس مخ ته وړل کېدی شي.

اروپايي پارلمان د افغانستان د مدني ټولنې د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې طالبان باید د خپلو جرمونو حساب ورکړي او دغه کار باید د نړۍوالې جنایي محکمې د څېړنو له لارې او د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په جوړولو له لارې ترسره شي.

په دغه پرېکړه لیک کې پر طالبانو د اروپایي ټولنې د محدودیتونو پر پراخولو هم ټینګار شوی.