چا حامد کرزی بهر ته له تلو منع کړی دی؟

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د سترګو حساسو عملیاتو ته اړتیا لري، په کابل کې بند پاتې دی او د ده په څېر د کابل اوسني طالب مشران هم نه پوهېږي، چې څوک او کومه اداره یې جرمني ته د سفر مخه نیسي.
سیاسي شنونکی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د سترګو حساسو عملیاتو ته اړتیا لري، په کابل کې بند پاتې دی او د ده په څېر د کابل اوسني طالب مشران هم نه پوهېږي، چې څوک او کومه اداره یې جرمني ته د سفر مخه نیسي.
پخوانی ولسمشر تېره اوونۍ د کابل په امیري روغتون کې لیدل شوی، چې د عمومي معایناتو او سترګو د درملنې لپاره تللی و.
د افغان ډاکټرانو مشوره دا ده، چې د هغه د سترګو د درملنې تر ټولو مناسبه لار کوچني عملیات دی چې باید له هېواده بهر وشي.
ښاغلی کرزی د مخکېني ولسمشر اشرف غني او لسګونه سیاسي او جهادي مشرانو برعکس د طالبانو په واکمنېدو سره په کابل کې له خپلې کورنۍ سره پاتې شو.
ښاغلي کرزي ته نږدې سرچینې تاییدوي، چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او ان د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په ګډون ګڼو طالب مشرانو د کرزي له سفر سره موافقه کړې.
دوی که څه هم له ښاغلي کرزي د دغه بندیز د لرې کولو هڅې کړې دي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې د کندهار د فرمان پر وړاندې خنډ شي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده يو شافهي حکم صادر کړی،چې له مخې يې حامد کرزى بهر ته نه شي تللى، خو د افغانستان د پخواني حکومت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په اړه داسې کوم حکم نشته.
د مسلې حساسیت په دې کې دی چې د ملا هبت الله اخوندزاده دفتر په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ولې او څنګه د ښاغلي کرزي له سفر سره مخالفت کوي.
تر دې مخکې هم څو څو ځله ښاغلی کرزي له افغانستان بهر سفرونه کړي دي، چې د طالبانو د مشرانو په غوښتنه او د هغوی په منظورۍ ترسره شوی و. خو له څه باندې یوه کال راهیسې «کندهار» له افغانستانه د کرزي د وتلو مخه نیولې ده.
د ملا هیبت الله اخوندزاده په نوم کس په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر شو.
ملا هبت الله اخوندزاده د طالبانو قاضي و او په همدې کال کې له ډېرو داخلي اختلافاتو وروسته د طالبانو د مشر په توګه اعلان شو.
خو مشرۍ ته له رسېدو شاوخوا درې کاله وروسته د پاکستان په بلوچستان کې ځانمرګی برید وشو، چې امنیتي سرچینو د دغې مدرسې په چاودنه کې د طالبانو د مشر او د هغه د ورور د وژل کېدو خبر ورکړ.
له هغه وخت راهیسې د ملا هبت الله اخوندزاده هیڅ عکس، ویډیو، لاسلیک نه لیدل کیږي.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت واکمنۍ دغه شکونه نور هم زیات کړي دي. لویدیځو استخباراتي سرچینو لکه سي ای اې تر اوسه دا نه ده تایید کړې چې ملا هبت الله ژوندی دی که مړ.
له همدې امله د حامد کرزي د بهر ته د سفر د بنديز په ګډون له کندهار څخه ګڼو حکمونو صادرېدلو ډېر شکونه راپارولي دي.
خو له افغانستان د کرزي د مخنيوي موخه څه ده؟
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دیارلس کاله یې پر هېواد واکمني کړې، ډېر منتقدین او پلویان لري، خو د هغه ځینې دریځونه په ښکاره د کندهار د سیاستونو خلاف دي.
تر ټولو لومړی، هغه یو داسې افغانستان غواړي، چې د هېواد د ټول قومونه، مذهبونه، طبقې او ښځې په کې استازیتوب ولري او د پرمختګ لپاره یې هلې ځلې وکړي.
د نجونو د ښوونځیو د دروازو د تړلو مخالفت له لومړۍ ورځې راهیسې د کرزي د پروګرامونو برخه ده. ان د هغه خپلې لوڼه هم ډېر ژر د محرومیت له خطر سره مخ دي او هغه په وار وار ویلي، چې له زدکړو د نجونو بې برخې کول له افغاني کلتور سره سمون نه لري.
نوموړی له ډېرو بهرنیو دیپلوماتانو او افغان سیاسي مشرانو سره هم په تماس کې دی او د عامه افکارو د تحرک کولو واک لري.
د دې تر څنګ کرزي په وار وار د افغانستان په خاوره کې د امریکا او پاکستان پر لاسوهنو نیوکې کړې دي.
کله چې پاکستاني ځواکونو د پاکستاني طالبانو د شتون په تور د افغانستان پر ځینو برخو بریدونه وکړل، ملا هیبت الله اخوندزاده چوپ پاتې شو، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي تر ټولو سختې نیوکې وکړې.
د هغه ملي دریځونه کولی شي د بهرنیو قدرتونو اهداف وننګوي او ممکن د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بې ثباتی لامل شي.
حامد کرزی د جرمني د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دغه هېواد له مشرانو سره ژورې اړیکې لري او تېر ځل کله چې طالبانو هغه بهر ته له سفره منع کړ، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې له کرزي سره ویډیويي ټلیفوني خبرې وکړې.
ښاغلي کرزي ته نږدې سرچینې وايي چې بهر ته د ده سفرونه تل لنډ او لنډمهاله وي او دا ځل هڅه کوي چې د پخوا په څېر ژر افغانستان ته راستون شي.
افغانستان ته د ښاغلي کرزي د راتګ لامل شخصي او سیاسي دی، د ده په څېر سیاسي څېرې کولای شي د داسې بدلون په راوستلو کې پرېکنده رول ولوبوي، چې د افغانانو اندېښنې حل کړي.
داسې ښکاري چې له افغانستانه د کرزي د وتلو په مخنیوي کې بهرنۍ انګیزې ښکاري.
ویل کېږي چې د دوحې له غونډې څو ورځې وړاندې د دغې غونډې تر پایه له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره د هغه ناستې هم لغوه شوې وې.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا بهرنيو پورې تړلې ډلې هڅه کوي چې یو ولسمشر د اوږدې مودې لپاره په کور کې نظربند کړي؟


د ښاغلي ګلبدین حکمتیار د لمسي عبدالله بهیر په اړه مې په افغانستان انټرنشنل - پښتو کې یو راپور ولوست او هم مې د نوموړي یوه مرکه له سعید شینواري سره د هغه د یوټیوب په چینل کې واورېده. په دغه مرکه کې کومه نوې خبره نه شته فقط په تېرو واقعیتونو یو بل د تایید مهر دی.
دا چې زه هم هغه وخت د امریکا غږ راډیو سیمه ییز خبریال وم، د پېښور د قتلونو په هکله مې کلونه د مخه په خپل کتاب کې چې ((د واقعیتونو په بهیر کې)) نومیږي، یادونه کړې وه، چې څنګه جهادي تنظیمونو د پاکستان د ای اس ای په ملاتړ او شراکت قتلونه کول.
په دې لړ کې ما د خپلو دوو وروڼو، ماما زوی او ترورزيي مثالونه هم ورکړي وو.
پر دې سربېره په پاکستان کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو د قتلونو د شالید تر عنوان لاندې مې یوه مقاله هم یوه میاشت مخکې لیکلې وه، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو خپره کړې وه.
شننه؛ پاکستان کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو د قتلونو شالید
د پېښور په قتلونو کې په خاصه توګه د حکمتیار اسلامي ګوند، جمعیت اسلامي، د خالص اسلامي ګوند، د مولوی محمد نبي حرکت انقلاب اسلامي او اتحاد اسلامي ډلو لاس درلود.
د بېلګې په توګه؛ له خاص کونړ څخه عطاءالله چې د وکیل ګل محمد خان زوی و، د بي بي سي د خبریال حامد علمي د یوه خپلوان سره چې مصطفی نومیده، یو ځای د حکمتیار اسلامي ګوند له خوا په پېښور کې نیول شوي و، چې وروسته د حامد علمي دغه خپل د حکمتیار د اسلامي ګوند د شمشتو له بندخونې څخه تښتیدلی و، ژوندی پاتې شو.
عطاءالله تر نن ورځې پورې لا درکه او ووژل شو.
د لېسې په دوره کې عطاءالله له ما دوه کاله مخکې فارغ شوی و او ډیر با استعداده انسان و.
زمونږ د لېسې د دورې استاد نور خان د جمعیت اسلامي له خوا په پېښور کې ونیول شو او د جمعیت اسلامي د دین بهار له حویلۍ څخه لا درکه شو.
د هغه په قتل کې استاد یاسر چې هغه وخت د جمعیت اسلامي د دعوت او ارشاد د کمېټې مشر و او صبار عربي د مالي کمېټې مرستیال و، لاس درلود.
صبار عربي د لغمان و او د ثور د کودتا په وخت کې په خاص کونړ کې قاضي و او له نور خان سره یې اختلاف په حزبي مسایلو کې درلود.
همدا شان ډاکتر نسیم لودین د خالص د اسلامي ګوند له خوا په پېښور کې په شهادت ورسید.
د پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح، شهید عزیز الرحمن الفت او میرویس جلیل قتلونه خو واضح وو، چې د حکمتیار اسلامي ګوند په کې لاس درلود.
دا پورته مې یوازې د یو څو بېلګو یادونه وکړه، داسې نورې ډېرې پېښې شوي، چې ځینې یې ثبت شوي او ځیني یې ثبت شوي نه دي.
د عبدالله بهیر مرکې او راپور راته لاندې موضوعات راپه یاد کړل:
د دغو کورنیو او ایډیالوژیکو اختلافاتو اغېزې د جمهوریت په وخت کې او هم د جمهوریت له سقوط وروسته هم دوام لري.
له بده مرغه د افغانستان په ولس باندې چپ او ښي افراطیونو یو شان ظلمونه کړي دي.
د روسانو له راتګ څخه وروسته پرچمیانو د قتلونو پړه په خلقیانو اچوله او د لسګونو زرو کسانو نوملړ یې خپور کړ، چې په بندخونو کې وژل شوي و.
له دغه نوملړ څخه د ۴۸۷۵ کسانو نومونه د هالنډ له جنایي جرمونو له ادارې سره شته، په دې هکله د خلق د پخواني رژیم دوه غړي محاکمه شوي هم و.
همدا شان د جنرال عبدالرشید دوستم او یو شمېر نورو کسانو په هکله شواهد له افغانستان او نړۍوالو بشري حقونو سره ثبت دي.
ظلم تل پټ نه پاتې کیږي او رسوا کیږي.
د طالبانو له خوا اوس هم ظلم روان دی او هره ورځ بې ګناه افغانان شکنجه او وژل کیږي، تر اوسه د زرګونو کسانو نومونه ثبت شوي دي.
یوه ورځ به د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو زامن هم د عبدالله بهیر غوندې څرګندونې وکړي.
د عبدالله بهیر په مرکه کې یوه خبره چې زما خوښه شوه، هغه دا وه چې هغه وویل؛ پلار یې د ده له نظریاتو سره په ظاهره مخالف ښکاري؛ خو په حقیقت کې موافق دی خو بیا یې هم ده ته یې ویلي وو، چې ته باید مخالفې څرګندونې ونه کړې؛ نو خپل پلار غیرت بهیر ته ویلې وو، چې کله تاسو حزبي کېدلی، ایا د خپل پلار او کورنۍ نه مو اجازه اخېستې وه؟
ځواب "نه" دی.
حل لار:
د دغه مرکې او پورته شواهدو پر بنسټ لاندې څو ټکي د افغانانو لپاره خورا زیات مهم دي چې باید ترې عبرت واخیستل شي.
افغانان باید په ملي فکر سره راټول او د افغانستان د ګټو په پام کې نیولو سره له حزبي، سمتي، ژبني او شخصي ګټو څخه باید تېر شي.
دین د هر چا خپل دی او هېڅوک د دین محافظین نه دي، چې په خلکو په زوره دین ومني، الله تعالی ان خپل پیغمبر ته ویلي، چې ته د دین ساتونکی نه یې او د دین ساتونکی الله تعالی دی. د افغانستان اکثریب مطلق ولس مسلمانان دي او هر نظام چې راځي، باید د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ مخ ته لاړ شي، نو په دې خاطر هیڅ ډله د دین ټیکه داران نه دي چې د دین په نوم تجارت او سیاست وکړي.

جرم انفرادي عمل دی او سیاسي فکر هم د کورنیو په منځ کې سره توپیر لري. د یوه کس په ایډیالوژي، مونږ باید د هغه کس کورنۍ او قوم سپک نه کړو، ځکه هر قوم کې ښه او بد شته او سیاسي مسایلو ته باید قومي، مذهبي، سمتي او ژبني رنګ ورنکړو. هر څوک چې سیاسي مسایلو ته قومي، سمتي، دیني او مذهبي او ژبني رنګ ورکوي، په حقیقت کې دا افراطي نظریات دي او د افغانستان د وحدت لپاره د افیونو په شان ضرر لري.
د افغانستان اکثریت ولس ان د سیاسي ډلو کورنۍ هم د افغانستان د جګړو قرباني دي. عبدالله بهیر اوس ۳۷ کلن دی خو د ثور د کودتا په وخت کې زیږیدلی هم نه و او د افغانستان د جګړو مسوولیت هم په غاړه نه لري.
کله چې زه په ننګرهار کې والي وم او د داعش خراسان د سلګونو غړو کورنۍ، ښځې او ماشومان ونیول شول نو له ښځو څخه مو پوښتنې وکړې تاسې ولې د خپلو مېړونو سره د داعش لیکو ته ولاړی؟
د هغوی ځواب ډېر ساده و او اکثرو وویل، چې کله د دوی مېړونه تلل نو دا د افغانانو کلتور دی، چې ښځې هم د خپلو مېړونو سره یو ځای ځي.
دا چې هغوی هلته تلل نو د دوی لپاره بله لار څه وه؟ په حقیقت کې د داعش د دغه غړو ښځې او ماشومان هم د جګړو قربانيان و.
د افغانستان او وروسته پاتې ټولنو یوه بله مهمه ستونزه دا ده، چې حزبي سیاست میراثي شکل نیسي او د میراثي سیاست او همدا شان حاکمیت پایله تل ذلیله وي.
له بده مرغه ډېری افغانان اوس هم خپل قضاوتونه د تېرو دورو د ناکامو پالیسیو او ایډیالوژیو پر بنسټ کوي، چې د خپلو دورو نیمګړتیاوې او کړنې نه ګوري او په نورو دورو ملامتیا اچوي.
ځینې فکر کوي چې د شوروي اتحاد سوسیالستي نظام به بیا راژوندی کیږي او ځینې بیا د پان اسلامیزم خوبونه ګوري.
نننی سیاست په انډیوالۍ او ایډیالوژیو ولاړ نه دی بلکې د ملکونو تر منځ په متقابله ګټو ولاړې دي. هر هېواد د خپل هېواد د ګټو لپاره له یو بل سره اړیکې لري او دا اړیکې تل تغییر پذیره دي.
د افغانستان د جګړو خبثیه دایره دومره لویه شوې ده، چې که په تېرو مسایلو بحثونه وشي نو تصفیه یې اسانه نه ده.
همدا علت دی چې څه موده وړاندې ما په افغانستان کې د جګړو په صعودي اړخ باندې یوه لیکنه وکړه او د علل او معلول د فلسفې په اساس یوې دورې بلې دورې ته د ظلمونو زمینه برابره کړې ده.
له دې امله به ستونزمنه وي، چې مونږ ټول افغانان محاکمه او مجازات کړو، البته انفرادي جرم جلا مساله ده؛ خو باید له تېرو ناخوالو څخه عبرت واخلو او د راتلونکي لپاره کار وکړو.
تاریخ وښوده، چې د قدرت انحصار د نفي سیاست او په زور حاکمیت پایلې ختمیدونکې دي، نو ښه به دا وي چې ټول افغانان د طالبانو په ګډون له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي او د راتلونکي لپاره د افغانستان د ګټو او تمامیت ارضي په چوکاټ کې په یوه منځګړي تګلاره د بین الافغاني ډیالوګ له لارې هوکړه وکړي، تر څو مشروع، قانونمنده او ولسواکه نظام په افغانستان کې رامنځته شي.
ټول افغانان له فکري اختلافونو سره د اساسي قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند، کار او سیاست وکړي. دا ارماني فکر نه دی بلکې که داسې تګلاره رامنځته نه شي، افغانستان به د سیمه ییزو او نړۍوالو د سیالیو او نیابتي جګړو ډګر وي. په دغه سیالیو او جګړو کې به له ټولو زیات تاوان افغانان پرې کوي. په دې کې شک نه شته چې د افغانستان بې ثباتي به په سیمه او نړۍ هم اغېز ولري، خو بیا به اوبه د ورخه تیروي او هیڅوک به څه نه شي کولی.
اوس لا هم وخت دی چې ټول افغانان له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي او خپلو فکرونو کې مثبت بدلون راولي چې یو بل ومني. که یوه ډله حکومت نیسي او نورو ته وایي چې تاسو په افغانستان کې د ژوند، کار او سیاست حق نه لرئ، دا ډول حاکمیت نه پخوا دوام کړی دی او نه به اوسنې حاکمیت دوام پېدا کړي او نه به راتلونکي حاکمان د نفي او انحصار د قدرت د سیاست له امله بریالي وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان راتلونکې په احساساتي خبرو، کنځلو او د زړه په بړاس ویستلو حل کېدلی نه شي؛ ځینې رسنې چې نه شي کولی د ژورنالیزم په اساس خپلې رسنې وچلوي؛ نو زیاتره وخت د رسنیو څپې په تاویلو ماویلو ډکوي.
په دې لیکنه کې دوه موضوع مطرح شوي دي:لومړی د رسنیو استثمار او نیمګړتیاوې او دویمه مساله د سیاسیونو، پخوانیو چارواکو او تحلیل کوونکو لنډ پاري بحثونو باندې تبصره ده.
د رسنیو زیاتره چلوونکي سیاسي اکټویستان دي او د خبري، تحلیلي او تحقیقي ژورنالیزم فرق نه شي کولی. کله چې یو ژورنالست په موضوع حاکم نه وي نو موضوعات د ګپ شپ بحثونو په شکل مطرح او تسلسل د بحثونو نه شي مراعات کولی.
هره موضوع چې یو ژورنالست مطرح کوي نو د هغې مسالې د بکرونډ یا شالید په هکله باید بشپړه معلومات او څېړنه ترسره کړې وي، د دنیا او وطن په پالیسیو باید خبر وي او همدارنګه د ورځینو مسایلو په هکله کافي معلومات ولري.
له بده مرغه زیاتره افغاني رسنې د غربي رسنیو تقلید کوي؛ خو د نړۍ مهمې رسنې د یو ساعت پروګرام چلولو لپاره یو لوی ټیم تر شا لري، چې هغه ورته ریسرچ او تحقیق کوي. د برنامې چلونکی هم په مسایلو پوه کس وي، چې ټول مسایل مخکې له پروګرامه مطالعه کوي او بیا د خپل میلمه څخه د موضوع په اړه مناسبې پوښتنې کوي. دا چاره ژورنالېستیکه پخته ګي، د مسایلو هضم او پر موضوع بر لاسيرامنځته کوي. یو کس چې یو ساعت پروګرام چلوي نو د خپل ټیم سره ورته اته یا لس ساعته ریسرچ او تحقیق کوي، چې کومه موضوع وټاکي او څنګه پروګرام مخې ته بوځي.
له بده مرغه په اوس وخت کې د افغاني رسنیو د پروګرامونو اکثره چلوونکي لکه د هغه استاذانو په شان دي، چې بې له چمتوالي صنف ته ننوځي، نو اول د زده کوونکو څخه پوښتنه کوي چې د کتاب کوم ځای ته رسیدلي یو؟ بیا یو زده کوونکې ته وایي، چې ښه نو دا بل فصل ته قرائت کړه او هغه بیا وروسته یو څو خبرې د موضوع په اړه وکړي.
زموږ د افغاني رسنیو په پروګرامونو کې ژورنالېستیکه ناپخته ګي، پر موضوع نه پوهېدل او د کم معلوماتۍ نښې پکې له ورایه ښکاري.
کله - کله د پروګرام چلونکي پخپله مبصر شي؛ ځکه پوښتنه یې د میلمه له ځواب څخه اوږده وي او په اخره کې میلمه ته ووایي، چې وخت هم کم دی؛نو په څو ثانیو کې ځواب راکړه خو د کوربه پوښتنه بیا هم له یوې دقیقې څخه زیاته وي.
د رسنیو اوسني وضعیت ته چې ګورم؛ نو هغه وخت راپه یاد شي، چې کله به اخترونو کې کلي ته تللو، نو زمونږ ملا صیب به هماغه یوه خطبه او څو شعرونه همېشه په هر لمانځه کې تکرارول او ټولو مقتدیانو یې هم هغه ښه حفظ یا ضبط کړي وو.
په اخره کې به یې ویل، چې غواړه فضل د رحمان، سرسایه مخکې د لمانځه څخه ورکړئ او سم مسلمانان شئ. کله - کله دا پوښتنې دومره تکراروي وي،چې اخره کې د خپرونو چلونکو ته همدومره باید سړی ووایي،چې بس اوس غواړه فضل د رحمان او ستاسي وخت پوره شو.
په دې توګه د رسنیو بحثونه په دې شپو او ورځو کې د کلي د ملایانو د وعظونو په شان وي. په عینې خطبه کې اول د استنجا موضوع مطرح کوي بیا د استنجا څخه زکات ته او د زکات څخه سرسایې ته منډه کړي. هر ایات او حدیث چې یې حفظ کړي وي، هغه تکراروي او تسلسل د خطبې یا تبلیغ یې معلوم نه وي.
دلته یوازې د ژورنالستانو او پروګرام چلوونکو ملامتیا هم نه ده؛ بلکې د تلویزیونو د مالکینو او هییت مدیره ګناه ده، چې د یو ساعت پروګرام لپاره به یې فنډ د کوم ځای څخه اخستی وي او په هغه فنډ کوښښ کوي، چې ۲۴ ساعته پروګرام وچلوي. یو کس د لسو کسو کار کوي. دې ته د یویشتمې پېړۍ استثمار وایي، ځکه د رسنیو مالکین فقط لنډمهاله ګټه په نظر کې نیسي چې څه پیسې پېدا کړي.
اړینه نه ده، چې هره رسنې دې خامخا څلرویشت ساعته پروګرامونه ولري؛ خو د کمیت څخه کیفیت مهم دی. د رسنیو خبرې هغه وخت نورې هم زړه تنګې شي، چې د فیسبوک لیکنې بیا لولي او یا هغسې کسان پروګرامونو ته راولي، چې په تکراري موضوعاتو بیا - بیا بحثونه کوي.
د رسنیو پروګرامونه چې تعقیبوم، اکثره موضوع ګانې یوه رسنې له بلې څخه او یا هم د ټولنیزو رسنیو څخه کټ او پيست کوي او کله د میلمنو څخه پروګرام چلونکي دا توقع هم لري، چې هر مېلمه باید جامع الکمالات وي. یو وخت مو د امریکا غږ راډیو سره کار کوه. هغه وخت یو ساعت پروګرام د سهار له خوا او یو نیم ساعت پروګرام د ماښام له خوا و.په واشنګټن کې او هم د محلي خبریالانو له خوا ورته پوره تیاري نیول کېده. وروسته چې د امریکا غږ خبرونه څلورویشت ساعته شول نو بیا کیفیت هم خراب شو.
په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا غږ راډیو مرکزي ادارې له خوا راته دنده راکړل شوه، چې د پښتو او دري پروګرامونو د مسوولینو د خبرتیا څخه په غیر د دوی پروګرامونه واورم او خپل نظر پرې ولیکم. کله چې ما پروګرامونه واورېدل نو هلته په افغانستان کې د امریکا عملیات پيل شوي وو؛ خو دوی د نیویارک په سټاک مارکیټ باندې پروګرام درلود.
په سټاک مارکیت باندې ډېری افغانان او په خاصه توګه عام ولس خو له سره نه پوهیږي. همداسې یو څو نور پروګرامونه چې د ورځې موضوعات نه وو؛ دوی غوره کړي و. ما ورته ولیکل چې دا پروګرامونه داسې دي، چې څوک د سلماني دوکان ته د وېښتو جوړولو لپاره لاړ شي؛ نو تر څو چې یې نوبت رارسیږي، هلته زړې مجلې پرتې وي او د وخت تېرولو لپاره د یو مجلې ورقې وهي او یو څه لولي خو هغه مواد ټول زاړه او یا دلچسپه نه وي. د امریکا غږ پروګرامونه همداسې دي.
راځم دویمې مسلې ته؛د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د رسنیو لومړۍ کال په همدې تېر شو، چې جمهوریت ولې سقوط وکړ؟
ځواب یې هم اسانه او هم سخت دی. اسانه په دې دی چې د سقوط عوامل په درېیو برخو وېشل شوي، چې داخلي، سیمه ییز او نړۍوال اړخونه دي. درېیواړو اړخونو کې ستونزې وې؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ، که ستونزې نه وی نو جمهوریت سقوط نه کاوه.
یو اړخ د بل اړخ سره تړلې دی او په کل کې داخلي اړخ یې د نړۍوالو او سیمه ییزو اړخونو څخه خورا مهم و او دی.
دا چې چا بد او یا ښه کړي دي، هغه د رسنیو په بحثونو نه شي حل کېدلی، د ښه او بدو تفکیک به د قانون په چوکاټ کې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند نطام له خوا څېړل کیږي.
پرېکړې به هم سلیقوي نه وي بلکې په ټولو باندې یو قسم تطبیق کیږي. قانون په چوکاټ کې به پاک او ناپاک سره جلا کیږي. که اوس دا ووایو چې فلاني داسې وویل او ما ورته داسې وویل نو دا سمه نه ده؛ ځکه د هر چا سره کافي کیسې شته او هغه به لیکي او تاریخ به یوه ورځ پخپله قضاوت کوي.
دا چې اوس په افغانستان کې حقوقي، قانونمنده او مشروع مرجع نه شته چې هر څه وڅېړي، پاک او ناپاک سره جلا کړي، د واقعیتونو او اتهاماتو توپیر نه شي کېدلې.
په دې توګه د بیځایه څرګندونو په اساس، بې باوري نوره هم د افغانانو تر منځ زیاتیږي. د بې باورۍ په فضا کې به ټول په ماضي کې اوسي. د راتلونکې او حال لپاره به هیڅوک، هیڅ لاره پېدا نه کړی شي.
نو پس رسنۍ باید هڅه ونه کړي، چې ټوله ورځ د اشخاصو او ډلو د بدنامۍ ټېکه واخلي او هره ورځ په خپلو خپرونو کې د نورو د سرکوب او نادرستو معلوماتو په خپراوي عامه اذهان خراب کړي.
د افغانستان مساله له شلو کلو څخه نه ده پیل شوې. زمونږ په یاد دا پنځمه لسیزه ده، چې افغانان د بحران سره مخامخ دي او دا سلسله لا روانه ده.
واړه وو، ځوانان شو او اوس د ځوانې څخه پیرۍ خواته روان یو. د علل او معلول د فرمولې په اساس، هېڅ افغان مجرم نه دی او نه هېڅ افغان ځانته برائت ورکولې شي ځکه حکومتونه د ولس فوتوکاپي دي.
څنګه چې ولس وي، هماغسې یې حکومتونه وي؛ خو د دولت په چوکاټ کې دامنل شوې فرموله په دنیا کې ده، چې د افرادو رول په نظام کې د هغه د مسوولیت او صلاحیت په چوکاټ کې مهم دی اما د پالیسیو جوړول، د ولس ذهنیت برابرول او د پالیسیو د تطبیق لپاره زمینه مساعدول همېشه د دولت د مشرتابه کار وي. لکه چې څنګه د هرې دورې کرېډیټ د دولت مشرتابه ته ورکول کیږي؛ نو همداسې مسوولیت یې هم د مشرتابه پر غاړه دی.
که ووایو چې فلانې وزیر، والي او زوراکی ښه نه و، دا سمه ده خو همدا زوراکی، والي او وزیر چا مقرر کړي و؟ که ووایو چې د دولت مشر ښه نه و؛ نو همدا مشر د ټاکنوپه اساس همدې ولس ټاکلې و، نو د علل او معلول په اساس هم ولس ملامته دی او هم د دولت مشر.
زما په اند، په زړو خبرو بحثونه کول یوازې د دې سبب کیږي، چې د اصلي موضوع څخه چې د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې اولویت لري، لرې شو. په اوس وخت کې دا مهمه ده،چې څنګه کولې شو چې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت رامنځته کیدو لپاره زمنیه مساعده شي؛ تر څو افغانستان له انزوا څخه را ووځي او د راتلونکو نیابتي جګړو مخه ونیول شي.
زما په اند؛ د ټولو افغانانو او رسنیو اخلاقي دنده ده، چې د ورځنیو پېښو د خپرېدلو تر څنګ، ولس ته د راتلونکې لپاره جهت ورکړي نه دا چې په تېرو تکراري بحثونو خپل وخت ضایع او لا نور هم د افغانانو په منځ کې د بې اعتمادې او نفاق تخم وشیندي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظر ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

له عاطفې او اخلاقو سره پردی شوی بشریت؟
کله چې په یوه ورځ او په یوه رسنۍ کې دوه خبرونه ولولې:
۱ـ« د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي: د غزې په شمال کې ماشومان له لوږې مري. په یوه ورځ کې شپاړسم ماشوم په داسې حال کې مړ شو، چې وجود یې د خوړو او اوبو له نشت څخه د کمزورۍ روستي برید ته رسېدلی و...»
یو کوشنی زړه ودرېد، ډوډۍ او اوبه نه وې.
۲ـ« د هیندي میلیاردر موکېش امباني د زوی انانت امباني په واده کې یوازې یوې سندرغاړې ریحانا د یوې شپې سندرو لپاره اووه میلیونه ډالر تر لاسه کړل، په دې واده کې د خوړو د ډولونو مینیو ۵۰۰ ډوله وه، له ټولې نړۍ څخه لوی سرپخوونکي او سینګاروونکي راغوښتل شوي و...»
د ښاغلي امباني واده دې مبارک شي، زموږ پرې د نړۍ ټولې خوښۍ پېرزو دي، خو د غزې، افغانستان، افریقا، یوکراین او ... له لوږې، زخمونو او محرومیت څخه مړه کېدوني ماشومان به څنګه کوو؟

د ریحانا سندرې خو به واورو، مګر چې د ښاغلي تدروس ادهانوم د خبرداري غږ په کې ورک شي، نو بیا؟
د کابل و کندهار و ننګرهارو هرات د هغو کوشنیو نجونو د ژړا غږ په دې سندرو او نڅاګانو کې هیڅوک نهاوري، چې په خپلو ښوونځیو پسې ژاړي.
دا دوه خبرونه په یوه ورځ خپاره شوي او ښيي، چې د یویشتمې پېړۍ انسانان لاهم له عاطفې او اخلاقو پردي پاتې شوي دي.
زما د پورته لیکل شویو جملو په وړاندې به شوني غبرګونونه ښايي داسې وي:
او ښايي داسې ګڼ نور دلایل هم وي، چې زما اندېښنه به بېمانا کوي.
د روم د مرییانو مشر سپارتاګوس، د مرییتوب په وړاندې پاڅون وکړ، ویل یې: ولې مرییان انسانان نه ګڼل کیږي او د ځناورو په شان سره جنګول کیږي؟ تر دې چې ووژل شي یا خپل بل ملګری ووژني؟ (ګلادیاتورانو ته اشاره).
هغه مهال د سپارتاګوس دا پوښتنه بادارانو ته مسخره ښکاره شوه. ان ګڼ مرییان حیران ول، چې سپارتاګوس څه وايي؟ رومي اشرافو روحانیون وهڅول چې د مرییانو پاڅون تکفیر کړي.
د دغه پاڅون منطقي پوښتنو شاوخوا اوولس یا اتلس پېړۍ روسته د امریکې په وچه کې هغه وخت بیا انګازې وکړې، چې تورپوستو د مرییتوب زنځیرونه وشکول.
ایا مرییتوب له منځه ولاړ؟ نه، بلکې بڼې یې بدلې شوې. نننی انسان روان دی، چې د خپل مخلوق (تکنولوژي) په مریي بدل شي.
کټ مټ هغسې، لکه په جزیرةالعرب کې چې د نجونو ژوندي خښول د اسلام له سپيڅلې رڼا سره منع شول، خو په یویشتمه پېړۍ کې له ښوونځي و پوهنځي څخه په محرومولو یې د ژوندي خښېدلو دود دوام وکړ، یوڅه په بدله بڼه.له پوهنې د نجونو محرومول د هغوی د ژوندي خښېدا په مانا ده.
د عاطفې او اخلاقو هېرول هم همداسې کیسه ده. د لویو اېمپراتورانو د عیاشیو، لګښتونو او تجمل له کیسو تاریخونه ډک دي، چې په وړاندې یې میلیونونه انسانان له ولږې و محرومیت څخه مړه کېدل. د دواړو نړیوالو جګړو پرمهال، چې د څو سیاسي ایزمونو په خاطر سلګونه میلیونه انسانان ووژل شول، ټپیان، بېپته، بې کوره، کډوال او لیوني شول دا ټول ښيي، چې بشریت د تاریخ په اوږدو کې له عاطفې و اخلاقو سره ریښتینی چلند کړی نه دی.
خو اوس ولې دا کیسه راپورته کوو؟
موږ د نړیوالتیا Globalization په زمانه کې یو. ویل کیږي، چې نړۍ په یوه کوشني کلي بدله شوې ده. «نړیوال نظم» ، « نړیوال ارزښتونه»، (نړیوال انسانمحور کنوانسیونونه» او بالاخره «بشري حقونه» داسې مفاهیم دي، چې په نړۍ کې تقریباً هروګړي اورېدلي دي.
موږ له دومره بداخلاقه تاریخي دوران څخه تېریږو، چې ان همدغه ښه مفاهیم هم د انسان په ضد کاریږي. د سیاسي ګټو، پانګې، ځواک، امنیتي – استخباراتي برلاسي او نړیوال پرستیژ لپاره له پورتنیو مفاهیمو سره لوبې کیږي او په نړۍ کې مېشت بشریت ښه په دې حقیقت پوهیږي. لوی قدرتونه هم پرې پوهیږي،خو اعتراف نهپرې کوي. یعنې لوی قدرتونه بشریت ته دروغ وايي او دروغ ویل تر ټولو لویه بداخلاقي ده.
افغانستان، غزه، یوکراین، افریقا، سوریه، عراق او ګڼې نورې بېلګې ستاسو په مخ کې دي، وګورئ چې پانګوالو زبرځواکونو په دغو جغرافیو کې له یادو اخلاقي – عاطفي مفاهیمو سره څنګه چلند وکړ؟
د حکومتونو، پانګوالو، پوځیانو او سیاسیونو لپاره عاطفه او اخلاق مانا نه لري، دوی یوازې ګټې او اقتدار پېژني. دا سمه ده، خو زما خبره بل ځای ده.
زه اوس راځم اصلي کیسې ته.
د نړۍ فرهنګي شخصیتونه (نخبهګان) ولې د عاطفې په وچکالۍ، د اخلاقو په نسناستي (اسهال) او د انسانیت په فقر اخته شول؟
انسانپلوي فیلوسوفان څه شول؟
سارتر چیرې دی، چې د نوبل جایزه د دې لپاره رد کړي، چې د بداخلاقه پانګوالۍ نښه یې بلله؟
بیتلي او هیپي تفکر څه شو، چې حاکم اخلاق یې له دې امله مسخره کول، چې د واکمنو له خوا یوازې د لاس لاندې پوړونو د رام کولو احکام یې بلل؟
د بشري عاطفې د غږپورته کوونکیو شاعرانو ستوني پرې شوي دي. جبران له خپل «پيامبر» سره ورک دی او د موسیقۍ د هغو یاغي ډلو د جازونو قهرجن دربهار چېرته دی، چې د مجللو تالارونو پرځای به یې د وږیو تږیود خټیونو کوډلو په منځ کې ترانې ویلې، چې هم د وږیو ماشومانو په شونډو خندا خوره شي او هم یې د کنسرت له عاید څخه د هغوی ګېډو ته ډوډۍ واخلي؟
« د نړۍ په تر ټولو ګرانبیه ودونو کې نڅېدونکیو هنرمندانو» ولېټول هغه وږي، تږي او محروم ماشومان هېر کړل، چې په غزه و افغانستان کې مري؟
دوی خو سیاستوال او پانګوال هم نه وو. دوی خو ارزښتونه پېژندل، دوی خو د عاطفې استازي ګڼل کېدل.
ولې د انسان ابدي ورکې (انساني عاطفې) د راژوندي کولو لپاره ادبیات نه پنځيږي؟
څه باید وشي؟
ایا یو نړیوال فکري، فرهنګي او معنوي نهضت راپېلېدلای شي، چې اخلاق و عاطفه هم نړیوال کړي؟
د بشري حقونو کرښې د لویو قدرتونو له یرغمله راخلاص کړي، مړې کرښې یې له سپینو کاغذونو راوباسي او د ملګرو ملتونو په نامه د سیاسي نڅاګرې د پایزېبونو له ګونګرو څخه د بشري حق ارزښت وژغوري؟
دا غږ باید پورته شي. د یوه فرهنګي نهضت په بڼه.
د پانګې، ګټو، استخباراتو، اقتدار، وسلو او دروغو له مرییتوب څخه د بشریت د ژغورنې یو بل پاڅون بویه!
ښايي دوه زره کاله روسته پایله ولري، خو لږ ترلږه راپیل خو یې کړو.
دا کیسه به اوس ناشونې بریښي، د مرییتوب پای هم یو مهال ناشونی برېښېده او د نجونو د ژوندي خښېدو کیسه هم. هیله و فکر یې چې رامنځته شو، یو مهال بشریت ځان ورورساوه.
وخت یې نه دی، چې د دې انساني هیلې لپاره چیغه پورته کړو، چې:
د نړۍ «انسانانو» سره یو شئ!
او
د دې لیکنې په پیل کې د دوو خبرونو په لوستلو له ځانونو سره فکر وکړئ!
وګورئ، چې دا فکر مو چېرته رسولای شي؟
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېڅ لیکوال د نظر تایید نه کوي.

زما له نظره د افغانستان د ستونزې بنسټ فرهنګي دی. موږ له ټیټ ټولنیز شعور څخه ځوریږو او د ټولیز شعور د لوړولو ځای ملي فرهنګ او فرهنګي شخصیتونه و بنسټونه دي.
اوس چې افغانستان له بده مرغه له خپلو فرهنګي کادرونو مخ په تشېدو دی، یا هغوی چې دننه په افغانستان کې پاتې دي، بیا هم له بده مرغه، چې نه څه ویلا او نه هم څه کولای شي، په داسې حالاتو کې ټوله تمه بهرمېشتو افغانانو په تېره بیا بهرمېشتو فرهنګي افغانانو ته ده، که څه هم زموږ دغه تبعید شوي فرهنګیان هم د کډوالۍ په چاپېریال کې له ګڼو او ډول ډول ستونزو، ربړو، محرومیتونو او اندېښتو سره ژوند تېروي، خو بیا هم د «څه ویلو» توان او فضا لري.
د بهرمېشتو افغانانو په اړه لاندې ځانګړنې شمارلای شو:
۱ـ ګڼ افغانان ،هر چېرې چې دي، افغانستان یې نه دی هېرکړی او غواړي یو څه وکړي ،خو دقیقاً نه پوهېږي، څه وکړي او څنګه یې وکړي؟
۲ـ له نېکه مرغه، چې افغانان هر چیرته په خپل افغاني همت ژوند کوي؛ ځېنې پخواني راکډوال شوي یې ښه اقتصاد لري ځېنې یې منځنی او ځینې یې هم کمزوری، خوټول غواړي افغانستان او افغان انسان ته یې ګټه ورسېږي.
یوه ستونزه به هم په یادساتو، چې له بده مرغه یو شمېر افغانانو بې اتفافي هم له ځانه سره بهرته وړې، سلیقه یې اختلافونه، په ایډیولوژیو سره ویشل کیدل، حزبي دښمنۍ او ... یې لاهم په ماغزو او زړونو کې د پټو وسوسو په څېر ښوري را ښوري خو له دې سره سره د وطنپالنې لپاره ټول یو بختور حسادت لري، چې ښايي قدر یې وشي.
هو! بهر میشتي افغانان ډېر څه کولای شي او باید ویې کړي، دوی د افغانستان او افغان انسان ژغورنې لپاره تر هر چا ډېر کار کولای شي او دلایل یې هم دادي :
۱ـ دوی نسبتاً په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې ژوند کوي او غږ یې تر ډېرو ځایونو پورې رسیدلای شي.
۲ـ اقتصادي حالت یې تر هېواد میشته هېوادوالو ښه دی او هر مثبت بدلون، سیاسي فعالیت او د ملي رهبرۍ د رامنځ ته کولو لپاره هڅه یوه اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
۳ـ له رواني او فکري پلوه دوی پیاوړي دي، ځکه نسبتاً په آرامو شرایطو کې ژوند کوي، دکورنۍ د نفقې غم یې هره شیبه نه سکونډي، او د بهرنیو هېوادونو د سیاستوالو له تجربو څخه یې زده کړه کړې، په دې پوهېږي چې په سړو مغزونو او ګرمو زړونو کار کول غوره دی او ښايي دا یې هم زده کړي وي چې د هغوی کوربانه ( د هغو هېوادونو خلک چې دوی په کې اوسېږي) څنګه له خپلو هېوادونو سره ریښتنې مینه لري.
۴ـ دوی مجرب او بانفوذه خلک دي ،ځکه پخوا یې په افغانستان کې په نسبتاً ښو شرایطو کې زده کړه او کار کړی او اوس اوس د نورو هېوادونو د سیاست کار او مبارزې تجربه هم لري، ځکه یې نو اعتبار هم په افغاني ذهنیتونو کې بد نه دی.
۵ـ دغه شمېر افغانان د هغې پېژندګلوﺉ او اړیکو پر بنسټ چې له نړیوالې ټولنې سره یې لري د یوه ملي لابي ګروپ په توګه د نړیوالو د ذهنیت په چمتو کولو او د یوې ملي رهبرۍ د رامنځ ته کېدو په ګټه د نړیوالو د پام را اړولو ډېر توان درلودلای شي.
د همدغو دلایلو پر بنسټ بهر میشتي افغانان دویښتیا دغورځنګ په بریالیتوب کې، چې د یوې ملي رهبرۍ تر سیوري لاندې د افغانستان د ژغورنې او ودانۍ علمي – عملي پروګرام پرمخ بیايي، بنسټیز رول لوبولی شي.
درېیمه لاره :
اوس به نو د څه کولو او څنګه کولو پر میکانیزمونو رڼا واچوو.
ټول بهر میشتي افغانان چې دافغانستان او افغان انسان لپاره د څه کولو اراده لري ښايي د همکارۍ او همغږۍ یو نړیوال جال جوړ کړي. دوی که په خلیج کې دي که په اروپا یا امریکا او استرالیا کې، که د پخوانۍ شوروي په هېوادونو یا د افغانستان په ګاونډیو، هند او یا بل ځای، د ویښتیا د غورځنګ بهر میشتی زړی ( هسته) جوړولای شي، چې بیا په کور دننه ( افغانستان کې) د ویښتیا د غورځنګ هڅې پیاوړې کړي. په افغانستان کې دننه د ملي رهبرۍ لپاره هڅې او بیا له دې لارې د ژغورنې د علمي او عملي کړنلارې د رامنځ ته کولو او عملي کولو لپاره د بهر میشتو مرسته خورا ضروري ده، د بهر میشتو افغانانو مرسته په لاندینیو مشخصو برخو کې مهمه ده :
۱ـ د ګډونونډې ( حق العضویت)، بسپنې، مالي مرستو او تجهیزاتو په برابرولو کې ونډه.
یادونه : د ویښتیا غورځنګ ښايي په خپله د بهر میشتو افغانانو په مرسته داسې یو شفاف او حساب ورکوونکی سیستم رامنځ ته کړي چې هر مرسته ورکوونکی افغان بشپړ ډاډ ولري چې یوپول یې هم بې ځایه نه ځي. مانا دا چې دا به د هغو NGO ګانو یا فرهنګي ټولنو په څېر کار نه وي چې له بده مرغه د بهر میشتو افغانانو اعتماد ته یې زیان وررسولی او دوی یې له نورو مرستو څخه زړه توري کړي دي.
۲ـ له نړیوالو مثبتو لوریو سره د تماس اود افغانستان د ملي ګټو لپاره د داسې بین المللي اړیکو جوړول چې د یوې ملي رهبرۍ په رامنځ ته کېدوکې لږ تر لږه خنډونه له منځه وړلای شي او نړیوالو ته داسې ذهنیت ورکړای شي، چې د ویښتیا دغورځنګ بریالیتوب یوازې د افغانستان نه ،بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.
۳ـ د پوهې، تجربې او عملي هڅو پر بنسټ د جوړوشویو طرحو او فکرونو رالېږدول، بهر میشتي افغانان ښايي له دې اړخه هم دویښتیا غورځنګ پیاوړی کړي.
۴ـ د سختیو پرمهال له بهره د ملاتړ لاس راغځول :
دویښتیا د غورځنګ هېواد میشتي فعالین خامخا له ګواښ، محدودیتونو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېدای شي.
دا مهال نو بهر میشتي د پراخو اعتراضونو، خبرونو او دنړۍ د دیموکراتو، پر بشري حقونو ولاړو او د آزادۍ سرلارو غورځنګونو، بنسټونو او شخصیتونو مرسته راوننګوي، او په اصطلاح د مظلومو روښانتیاپالو افغانانو چیغه پورته کړای شي. نن سبا د مدني ټولنې نړیوال جال شته او په هر هېواد کې د مدني بنسټونو او شخصیتونو غږنړیوالې څپې رامنځته کولای شي. د افغانستان د مدني غورځنګونو غږ بهر میشتي افغانان ښه ترا او چتولای شي.
د ویښتیا او روښانتیا په دواړو پړاوونو کې بهر میشي افغانان ژوند بښونکې ونډه درلولای شي، موږ فکر کوو: دا د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ لاره ده چې پر یوه ملي اوعلمي محور راټول شو ( پر علمي محور ځکه ټېنګار کوم چې ښايي د افغانستان دخپلو شرایطو پر بنسټ له فکر او غور وروسته جوړ شي).
که بهرمیشتي افغانان له سیاست څخه ستړي وي او وايي: له سیاسته یې تېر، بیا نو راځئ یوه فرهنګي حللاره وڅېړو او وګورو څوک به ورته رامخکې شي؟
ټول کورمیشتي او بهر میشتي افغانان، چې له زدکړو د خپلو بچیو پر پاتېدا ژاړي او هغوی، چې خواخوږي کوي، که لاس سره یو کړو، نو ځایناستې (بدیلې) لارې یې موندلای شو.
راځئ لاس په کارشو او نړۍ راوننګوو، یونیسکو، یونیسیف، ټول ملګري ملتونه، د زدکړو نور نړیوال بنسټونه او مرستندویان له ګریوانه راونیسو او دا دوه طرحې عملي کړو. بشري، مدیریتي او اکاډمیک ظرفیتونه خپل لرو، په مالي او تخنیکي برخه کې به نړیوال مرسته وکړي.
اول:
د افغان نجونو او هلکانو لپاره باید یوه نړیواله برېښنايي پراخه شبکه (انلاین ښوونځي او پوهنځي) جوړه کړو، چې له لومړي ټولګي تر دولسم او بیا په ټولو پوهنتوني څانګو کې افغان پېغلو او زلمیو ته وړیا درس ورکړي. نجونو او هلکانو ته مې ځکه وویل، چې په افغانستان کې نور نو د هیچا لپاره زدکړې نه شته، ځکه هغه بدلونونه چې په نصاب کې راروان دي، یوازې نجونې نه، بلکې هلکان هم له زدکړو شړي.
وړیا د زدکوونکیو او محصلینو لپاره، نه د استادانو او کارکوونکیو لپاره. په دې ورځو کې مې د ځینو کسانو ژمنې ولوستې، چې حاضر دي وړیا انلاین درس ورکړي، د دوی دې کور ودان وي، باید مننه ترې وکړو، خو پوهېږو، چې هریو کورنۍ لري، موږ باید داسې یوه لویه ملي پروژه طرحه کړو، چې په هغه کې په زرګونو استادان درس ورکړي او معاش ولري او میلیونونو زدکوونکیو او محصلینو ته داسې منظم درس ورکړي، چې د فراغت اسناد او دیپلومونه یې معتبر او پر نړیوال کچ د پېژندو وړ وي.
د دې طرحې جزئیات بل ځای غواړي او دلته یې شرحه ناشونې ده. د مدیریت لپاره یې د تېرو لسیزو فساد ته په کتو، که پر خپلو افغانانو باور کړلای نه شو، نو ښايي د یونیسکو، یونیسیف او نورو نړیوالو سازمانونو یوه کومېټه یې روڼتیا وڅاري یا یې حتی مدیریت کړي.
دویم:
موږ له رسنیز سقوط څخه هم کړیږو. افغانان اوس هېڅ ملي - افغاني رسنۍ نه لري، چې د (افغان او افغانستان) غږ پورته کړلای شي. پخوانۍ رسنۍ یا د ترهګرو تر اغېز لاندې راغلې، یا د پردیو په اشارو قومي شخړو ته لمن وهي او یا دومره کمزورې دي، چې شتون یې نه حس کیږي. ( څو سالمې رسنۍ به هم وي، خو اغېزمنتیا یې په هېڅ شمار ده) بهر میشتي افغانان که وکړلای شي یوه ملي - افغاني رسنیزه ټولګه (تلویزیون، راډیو، چاپي او انلاین) جوړه کړي، چې په نړیوال کچ د افغانستان د خلکو غږ پخپله دوی او نړیوالو ته ورسوي، زه باور لرم، چې له اغېزه به یې ملت په شعوري ویښتیا ځان له اوسمهالي ناورین څخه هم وباسي.
د دې لپاره هم عملي جزئیات شته، که افغانانو یې عملي کېدو ته لاسونه بډوهل ورسره شریک به شي.
راځئ!
که ترهګر راپرځولای نه شئ، پر خپل هېڅ افغان خواخوږي باور کولای نه شئ، نو لږ تر لږه د خپلو بچو لپاره د زدکړو او د خپلو غږونو د رسولو لپاره خو پر دغو طرحو عمل وکړئ!
د افغانستان د ملي موسیقۍ، انځورګرۍ، ادبیاتو، سینما، تیاتر او نورو هنرونو د ژوندي ساتلو لپاره په ګډه داسې میکانیزمونه رامنځته کول، چې هم د افغان فرهنګ ارزښتونه کوربنو (بهرنیو هېوادونو) ته ورمعرفي شي او هم د دغو ملي فرهنګي ارزښتونو پالنه او ساتنه وشي، هرکله که افغانستان د یوه ولسواک او ملي حاکمیت خاوند شو او راکډوال شوي افغانان بېرته ورستنېدل، نو کړلای شي، دغه پالل شوي، روزل شوي او پیاوړي شوي هنري او فرهنګي صنفونه او اثار بېرته هېواد ته ستانه کړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو د نظر درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو په بیا راتګ باندې په تېرو دوه نیم کلونو کې ډېرې تبصرې شوي دي. د حکومت ملاتړو او مخالفینو او همدا شان نړۍوال تحلیګران او د پوځي چارو کار پوهان اوس هم لګیا دي خپل تحقیقات او څېړنې کوي.
تېره اونۍ هم د امریکا د RAND په څېړنیز مرکز کې یو شمیر افغاني او امریکایي پوځي او سیاسي پخوانيو چارواکو په دې اړه بحثونه درلودل؛ تر څو د امریکا کانګرس ته د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو د روزنې او ملاتړ په اړه بشپړ معلومات ورکړي.
په دغه څېړنو کې ډېری تمرکز د جمهوریت په شلو کلونو کې د امنیتي او دفاعي قواو په روزنه او ملاتړ کې د تېروتنو په اړه و.
د امریکا کانګرس همدا شان د جګړو یو کمېسیون هم ټاکلی، چې د افغانستان د پرځېدو په اړه پوره څېړنې وکړي.
د اکثرو کارپوهانو نظر دا دی، چې د افغانستان د جمهوري نظام پرځېدل پوځي پرځېدل نه وو او دا یو سیاسي سقوط و، چې کورني، سیمه ییز او نړۍوال ابعاد یې درلودل.
د افغانستان د نظام سقوط د ټولو لپاره شریکه ناکامې وه؛ خو دا به سمه نه وي چې د افغانستان د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو باندې واچول شي، چې هغوی د جګړو انګیزه نه درلوده؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ.
پښتو کې متل دی: جنګ په وسله او ننګ په غله کیږي.
کله چې د امنیتي او دفاعي قواو څخه وسله او غله واخېستل شي؛ نو هغوی به جګړه په څه وکړي؟
هغه کسان چې وایي؛ د امنیتي او دفاعي قواو مورال کمزوری و، نو باید وپوښتل شي چې د دوی مورال ولې کمزوری شو او د جګړو د مورال ورکول د چا کار دی؟
قواو ته د جګړو مورال ورکول تل د رهبرۍ کار وي.
جنګي قطعات یوازې په تاکتیکي لحاظ جګړې مخ ته وړي؛ خو ستراتېژیکې پرېکړې چې په جګړو کې د مورال په لوړلو تاثیر لري، هغه د رهبرۍ له خوا تر سره کیږي.
په دې اړه بشپړه لیکنه د کتاب په شکل تر کار لاندې ده.
دا خپل تاریخي مسوولیت ګڼم چې دقیق معلومات او خپله څېړنه له خپلو هېوادوالو سره شریک کړم.
په دې توګه به مې د خپلو امنیتي او دفاعي قواو د قربانیو حق لږ تر لږه یو څه اداء کړی وي.
د سرتېرو ورځ:
د کب نهمه چې د امنیتي او دفاعي قواو د مېړانې د نمانځنې ورځ ده، غواړم چې یوازې د یوې پېښې یادونه په لنډه توګه دلته وکړم، چې همدا پېښه د دې لامل شوه چې زه د ملي دفاع وزارت پرېږدم.
دغه پېښه یې یوه بیلګه ده، چې ایا د امنیتي قواو مورال کمزوری و او که د نظام په دننه کې د رهبرۍ په کچه ستونزې وې؟
له همدې یوې پېښې څخه یې اټکل کېدلی شي.
د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتلسمه نېټه د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه د وردګو ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د علیپور د ملیشو له خوا ووېشتل شوه.
په دغه پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون د چورلکې څلور خدمه او پنځه د دفاعي قواو منسوبین شهیدان شول.
د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له خوا د علیپور د ملېشو ملاتړ کېده او کله چې مخکې علیپور د امنیتي او دفاعي قواو له خوا بندي شوی و، د مشرانو او د ولسمشر د دویم مرستیال له لیکلي تایید څخه وروسته، په ضمانت خوشې او ژمنه یې وکړه، چې بیا به د حکومت په ضد فعالیت نه کوي.
د ولسمشر د مرستیال د ملاتړ بله بېلګه د کورنیو چارو وزارت د پخواني لوړ پوړي معین جنرال مراد علي مراد و، چې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي او نوموړی د علیپور له ملېشو سره یو ځای جنګېده.
د عبدالغني مشهور په علیپور د ضمانت پاڼه کې لیکل شوي وو: "هر ګاه مقامات دولتی و امنیتی لازم ببیند حاضر هستم در کابل بمانم و جهت تحقیقات مزید و روشن شدن اتهامات خویش روزمره به مراجع دولتی حاضر گردم."
کله چې مجرم تښتي او د حکومت په ضد بیا فعالیت کوي" نو د مجرم ضمانت کوونکي باید د هغه په بدل کې ونیول شي او مجبور شي، چې مجرم راولي.
د علیپور ضمانت کوونکي او د ضمانت کوونکو تایید کوونکی، د ولسمشر دویم مرستیال و، چې باید د هغه په ځای محاکمه شوی وی.

د یادونې وړ ده، چې د علیپور له ملېشو څخه ایران هم ملاتړ کاوه.
د پنجشنبې ورځ وه، له دې مخکې مې هم له ولسمشر څخه د یو په یو لیدنې غوښتنه کړې وه؛ خو په ناڅاپي توګه زما او د ولسمشر لیدنه په همدې ورځ سهار په نهو بجو وشوه.
په لیکلي ډول مې د ملي دفاع وزارت د تحلیل په اساس مفصل راپور له ولسمشر سره شریک کړ.
له ولسمشر څخه مې پوښتنه وکړه، چې همدا راپور ایا تاسو ته مخکې رسېدلی او که نه؟
هغه ووېل؛ نه.
ځکه هماغه راپور ما امنیت شورا ته هم یوه اونۍ مخکې ورکړی و.
د ملي او امنیتي قواو په منځ کې خپلسري دومره زیاته شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت ۳۳۳ قطعه چې د لوګر په شکار کلا کې مېشته وه، د کورنیو چارو د وزیر، د ملي امنیت د عمومي رییس، د لوی درستیز او زما له خبرتیا پرته لیږل شوې وه.
په دې کې شک نه شته، چې دا قطعه د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو درلود؛ خو د کورنیو چارو وزارت د دې جوګه نه و، چې د دفاعي قواو له ملاتړ څخه پرته د میدان وردګو ولایت بهسودو سیمې ته د ځمکې له لارې قوه ولیږي؛ نو باید د ملي دفاع وزارت یې په جریان کې کړی وی.
بله دا چې داسې ستراتیژیکه پرېکړه باید د امنیت شورا په مجلس کې تر سره شوی وی.
د یادونې وړ ده، چې دا قوه د ملي امنیت د سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د کورنیو چارو وزارت د ارشد معین جنرال عبدالصبور قانع په ګډه پرېکړه لېږل شوې وه.
کله چې دا قطعه محاصره شوه؛ نو بیا د قطعې د ملاتړ لپاره د ملي دفاع وزارت څخه د مرستې غوښتنه وشوه او چورلکې ولیږل شوې چې اعاشه او مهمات عسکرو ته ورسوي او د هغوی ملاتړ هم وکړي.
هر څوک چې کومه پرېکړه کوي؛ نو باید مسوولیت یې هم پر غاړه واخلي. داسې نه شي کېدی چې پرېکړه به یو څوک کوي او پړه به په بل چا ور اچوي.
د جمعې په ورځ چې د مارچ شلمه نېټه، ما د شهید داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه شهیدانو غچ به اخېستل کیږي.
که علیپور وي او یا غیر مسوولې نورې وسله والې ډلې، که طالب وي او که نور جنایتکاران ټول یو دي.
مونږ د امنیتي قواو د مدافعینو په توګه له جنایتکارانو سره هېڅ نوع معامله نه کوو او هر څوک چې د نظام په دننه کې وي او که له نظام څخه بهر وي او یا په سیمه کې له دې جنایت کارانو څخه ملاتړ کوي، ټول یو دي او مونږ به د هغوی پر وړاندې ودریږو.

دا راپور ګڼو کورنیو او نړۍوالو رسنیو هم راخیستی و، ولسمشر ته مې ټولې هغه ستونزې په ګوته کړې، چې امنیتي او دفاعي قواوې ورسره مخامخ وې او ورته مې ووېل، چې په داسې حالت کې زه نه شم کولی دندې ته دوام ورکړم.
د ستونزو د حل لپاره مشخص وړاندیزونه هم وو.
ولسمشر ډېر زیات مایوسه شو او ویې ویل، چې هغه ته له جګړې سوله مهمه ده.
سمدستې جمهور ریيس رانه وغوښتل چې که د سولې خبرې ترسره کیږي، هغه به په قطر کې تر سره کیږي او که ته دا قبوله کړې، چې قطر ته د سفیر په حیث لاړ شي نو ښه به وي؛ ځکه د ملګرو ملتونو او د سولې په انستیتوت کې کافي تجربه لرئ، همداشان د ننګرهار ولایت او د ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت کې هم کار کړې نو تاسې به هلته د سولې د خبرو لپاره ګټور ثابت شئ.
ما ورته وویل، چې رئیس صیب! د سولې په خاطر که د سکرتر په حیث مې هم قطر ته لیږې څه فرق نه کوي او د دی خبرې لپاره مصلحت ته حاجت نه شته دی. زه حاضر یم چې قطر ته لاړ د سفیر په حیث لاړ شم.
جمهور رئیس زما د موافقې په اساس ډېر زیات خوشاله شو او علت یې دا و، چې مخکې ما د هند او چین سفارتونه هم نه وو قبول کړي او غیږه یې راکړه.
ما ورته وویل چې جناب رئیس صیب! وخت کم دی او که تاسې سوله راولئ؛ نو دا به مو ډېر څه د افغانستان لپاره کړي وي.
زما له کتنې څخه وروسته، د ملي امنیت ریيس ضیا سراج منتظر و، چې له جمهور ریيس سره وګوري. له بده مرغه د بهسودو پړه د کورنیو چارو په وزیر ښاغلی اندرابي باندې واچول شوه حال دا چې هغه د دغه پرېکړې نه خبر نه و.
د جمهوري ریاست څخه چې راووتم او خپل دفتر ته ورسېدم؛ نو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر راته زنګ ووهه چې کېدې شي رییس صیب تا سره هم مصلحت کړې وي؛ نو د قطر سفارت ډېر مهم سفارت دی که هغه قبول کړې نو ښه ده او خپله سي وي راولیږه، چې پیشنهاد ریاست جمهوري ته ولېږم.
په همدغه ماښام په قطر کې زما د تقرر پیشنهاد جمهور رییس ته ولیږل شو او هغه منظور کړ. د ملي امنیت شورا په عاجله توګه بل پیشنهاد جوړ کړې و، چې جنرال یاسین ضیا د ملي وزارت د سرپرست او ډاکتر نجیب وردګ د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه تعین شول.
د شنبې په ورځ چې د مارچ یویشتمه نېټه شي، د ملي دفاع وزارت نه په داسې حال کې خدای په اماني وکړه، چې د ملي دفاع وزارت سل ګونو منسوبینو په عمومي تالار کې برخه درلوده او د خدای په امانۍ مراسم د ځینو رسنیو له خوا په ژوندې بڼه هم خپره شوله.
دا چې ولې د قطر نه زما اګریمان د جمهوریت د سقوط څخه د مخه رانه غې او معطل شو، هغه جلا بحث دی؛ ځکه زما ټاکل کېدل د ډېرو د توقع خلاف عمل و.
د قطر سفارت ته سیاسي او دولتي لوبغاړو هر یو خپل نوماندان درلودل او قطریانو ته یې ویلې وو، چې زه د جمهور ریيس خاص نفر یم او جمهور رییس په دې خاطر ټاکلې یم، چې د سولې خبرې ناکامه کړم حال دا چې دا د جمهور رییس نیت نه و.
ولسمشر حتا دا هم راته وویل، چې هغه قربانۍ ته هم حاضر دی که د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي؛ نو غواړي چې له قدرت څخه لرې شي.
دا لنډه کیسه مې ځکه نن ولیکله چې د جمهوریت سقوط د امنیتي او دفاعي قواو د مورال د ضعف په اساس نه و؛ بلکې د رهبرې د غلطو پرېکړو پایله وه، چې د امنیتي او دفاعي قواو مورال یې ضعیفه کړ. په شش ونیم او هفت نیم به بل وخت خبرې وکړو.
د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې چې تقریبا اته میاشتې مې هلته کار وکړ او همدا شان کله چې د ننګرهار والي وم او د جبهاتو لومړیو کرښو ته سفرونه کړي و، د امنتیي او دفاعي قواو مېړانه راته معلومه وه، چې په ډېر شهامت سره د نظام او د افغانستان د منافعو نه دفاع کوله او د هغوي قرباني باید هېڅوک هېره نه کړي او نه د نظام د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو څوک واچوي.
هر چا چې په صداقت خپله دنده اجرا کړې، د هغوي مخونه به خپل خدای، خلکو او وطن ته سرلوړي وي. چا چې د خپل وطن، خلکو او امنیتي او دفاعي قواو په سر لوبې کړي وي، د هغوي مخونه به همېشه د تاریخ په رڼا کې خپلو خلکو او خدای ته تور وي.
د ټولو ګمنامو سپاهیانو روح دی ښاد وي
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظر ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.