• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: عبدالباقي حقاني کابینه کې نیوکه کړې چې ندیم په خپل سر له ملایانو ازموینه اخیستې

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۰:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د ازموینو ملي اداره کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د لوړو زدکړو وزیر په خپل سر له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو ارزولو ازموینه اخیستې او د دې ادارې ختمول غواړي. دوی وايي د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني په دې اړه د طالبانو کابینه کې شکایت کړی.

د ازموینو ملي اداره چې د جمهوریت له وخت فعالیت کوي، د کانکور په ګډون په مختلفو برخو کې د اسنادو د ثبت، تخصص او نورو ازموینو مسوولیت لري

د طالبانو د ازموینې ملي اداره کې سرچینو وویل، چې د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم اوس د دې ادارې چارې هم د وزارت له لارې کوي.

د دوی په خبره، نوموړي د ازموینې ملي ادارې هغو مکتوبونو ته توجو نه ده کړې، چې ترې غوښتي یې وو، له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو یا عالمیه مرحلې د ارزولو ازموینه د ازموینې ملي ادارې کار دی.

دې اداره کې سرچینې وايي، چې له ۵۱ ملایانو بایومټریک نه دی شوی او نه هم د دوی د مدرسو اسناد څېړل شوي، چې په ازموینه کې د کډون وړتیا لري او کنه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زدکړو وزارت د ( کپ ۱۸) د کابل په شمول د هیواد په اووه زونونو کې یې له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو یا عالمیه مرحلې د ارزولو لپاره ازموینه واخېسته او دغو کسانو ته په ازموینه کې تر بریا وروسته د ماسټرۍ معادل اسناد ورکول کیږي.

ددې وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي وو، چې پر لوړو زده کړو وزارت سربېره د مرکزي ادارو رئیس صاحبانو، په زونونو کې د علماء کرامو شورا غړو، د جهادي مدرسو شیوخ کرامو، د ولایتي ادارو استازو او د استخباراتو مسؤلینو د دې ازموینو څارنه کوله.

په دغه خبرپاڼه کې د ازموینې ملي ادارې کومه یادونه نه وه شوې.

د ازموینو ملي ادارې «د له منځه وړلو هڅه»

له دې وړاندې د طالبانو په حاکمیت کې د دیني عالمانو او ملایانو د مدرسو اسناد او بېلابیلې ازموینې د ازموینې ملي ادارې لخوا اخېستل شوې دي.

دغه سرچینې زیاتوي د طالبانو د ازموینو ملي ادارې عبدالباقي حقاني ددې ډلې له لوړو زدکړو وزیر سره اختلافات رامنځته شوي دي.

دوی وايي، ندا محمد ندیم چې ملا هبت الله ته نژدې کس دی او د هغه د ملاتړ ترلاسه کولو سره غواړي د ازموینو ملي اداره له منځه ویسي.

د طالبانو ازموینو ملي ادارې مشر شېخ عبدالباقي حقاني چې د طالبانو واک ته رسېدو سره په لومړیو کې د لوړو زدکړو وزیر وو.

د نجونو پر پوهنتوني زدکړو اختلاف

له لوړو زدکړو وزارت د عبدالباقي حقاني تر لرې کېدو وروسته د نجونو پوهنتوني زدکړې هم بندې شوې
100%
له لوړو زدکړو وزارت د عبدالباقي حقاني تر لرې کېدو وروسته د نجونو پوهنتوني زدکړې هم بندې شوې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو وزارت د مقام پرمهال ملا هبت الله اخونزده سره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو مخالفت کړی و.

د معلوماتو له مخې حقاني د نجونو پرمخ د پوهنتوني زدکړو د دوام ملاتړی و او په دې اړه ملا هبت الله ته یې یوه طرحه هم سپارلې وه، چې له هغه وروسته له دندې ګوښه او د ازموینو ملي ادارې مشر وټاکل شوو.

د ملا هبت الله لخوا د لوړو زدکړو وزارت ته د ندا محمد ندیم تر ټاکل کېدو څو میاشتې وروسته په افغانستان کې د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول.

شېخ عبدالباقي حقاني د ننګرهار شنیوارو اوسیدونکی دی او د لوړو زدکړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم د کندهار اوسیدونکی دی.

د ندا محمد ندیم په کندهار ښار ۹مه ناحیه لویه ویاله کې د حکیمیه په نامه دیني مدرسه لري او ملا هبت الله هم لوموړی ځل د ده مدرسه کې راڅرګند شو.

تر اوسه د طالبانو د ازموینو ملي ادارې او د لوړو زدکړو وزارت ددغو روانو ننداریو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جاپان: پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه مخ پر زیاتېدو دي

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۸ GMT+۰

جاپان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب هرکلی کړی. د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له طالبانو سره د یوناما تعامل او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټیکاو په رامنځته کولو کې یې رول خورا مهم دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبان د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه لا زیات کړي او د بشري حقونو ناوړه وضعیت دوام لري.
خبرپاڼې همدارنګه ویلي، چې جاپان به د یوناما د فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې جاپان به په دوامداره توګه د امنیت شورا او په نورو نړۍوالو فورمونو کې د هغو ننګونو په اړه چې افغانستان ورسره مخ دی د همغږۍ کړنلارې د رامنځته کولو لپاره خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.
دغه وزارت ټینکار کړی، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي په موخه، جاپان د نړۍوالې ټولنې په همکارۍ له افغانانو سره د بشري او لومړنیو اړتیاوو مرستو ته دوام ورکوي.
خبرپاڼې کې راغلي، چې جاپان به د طالبانو سره په مستقیمه توګه د تعامل له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکړي؛ ترڅو د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوي او د ښځو او نجونو حقونو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو کې ډاډ ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د جمعې په ورځ د (کب ۲۵مه) د پرېکړه لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

جاپان په امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د دغه پرېکړه لیک مسوده جوړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۰۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د جمعې په ورځ د (کب ۲۵مه) د پرېکړه لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

جاپان، په امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د دغه پرېکړه لیک مسوده جوړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازي وویل، چې هېواد یې د افغانستان د خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د یوناما له برخې اخیستنې ننګه او ملاتړ کوي.

امب یامازاکي وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او مېرمنو حقونو او دا رنګه بشري ناورین ته په کتو د یوناما ماموریت تر بل هر وخت زیات اړین او ارزښتناک دی.

هغه زیاته کړه، چې د دوحې د هوکړې له مخې د نړۍوالې ټولنې او طالبانو په منځ کې د ښه تعامل او له دغې ډلې سره د باور جوړولو لپاره په افغانستان کې د یوناما ماموریت ډېر زیات اړین او ضروري دی.

ښاغلي یامازاکي وویل، چې د یوناما د ماموریت غځول د افغانستان خلکو ته قوي پیغام ورکوي چې ملګري ملتونه د امنیت شورا په ملاتړ د هغو افغانانو لپاره چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي په نه ستړي کېدونکي توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د یوناما مسوولیت

د یونما دفتر د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ۱۴۰۱ پرېکړه لیک له مخې جوړ شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازی دفتر د ماموریت موخه، د دغه هېواد له خلکو سره مرسته ښودل شوې.

د دغه بنسټ چارې هر کال د امنیت شورا په ناستو کې ارزول کېږي او د افغانستان د اړتیاوو سره سم یې کاري موده د یو کال لپاره تمدیدېږي.
ملګري ملتونه له ۱۹۴۶ کال را په دې خوا چې افغانستان په رسمی بڼه له دغه سازمان سره یو ځای شوی د افغانستان په مسلو کې ښکېل دی. یو شمېر بنسټونه له هغې ډلې یونیسېف له ۱۹۴۹ کال راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

د یوناما مرکزي دفتر په کابل کې دی، په ټول افغانستان او دارنګه په ایران او پاکستان کې هم څانګې لري.

یوناما شاوخوا ۱۱۸۷ کارکوونکي لري، چې ۷۹۹ تنه یې افغانان او ۲۹۳ تنه نور یې له نورو هېوادونو دي.

په افغانستان کې د طالبان له واکمنېدو او د ښځو پر کارونو د بندیزونو د لګېدو سره هم‌مهاله د یوناما ښځینه کارکوونکې هم له کارونو منعه کړل شوې دي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره رزا اتونبایوا دا مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده او د یوناما مشري په غاړه لري.

په ننګرهار ولایت کې د ځمکې پر سر شخړې کې درې کسان وژل شوي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د ننګرهار ولایت څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جمعې په ماښام په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ‌ د ځمکې پر سر خپلمنځي نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، په وژل شوو کې دوه ورونه او یو یې وراره شامل دي. یو ورور او یو د کورنۍ بل غړی ټپي شوی دی.

د ځمکې پر سر دغه خپلمنځي نښته د تره ځامنو ترمنځ رامنځ ته شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

اسپانیاوي چارواکی: که افغانستان کوکنار ونه کري، په اروپا کې به زرګونه کسان مړه شي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د اسپانیا د یوي ورځپاڼې "ال پایس" په یو راپور کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت بندیز په اروپا کې د افیونو او هیرویینو د نړیوال پلور د کمیدو په اړه نښې نښانې راڅرګندې کړي دی.

دغې ورځپاڼې د یو اسپانوي چارواکي له خولې لیکلي، چې که په افغانستان کې کوکنار ونه کرل شي، په اروپا کې به د دغو موادو زرګونه مصرف کوونکي مړه شي.

یادې ورځپاڼې د جمعې په ورځ یو راپور کې ليکلي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بنديز وروسته د کوکنارو کښت له ٦٧٦زره جريبو څخه شاوخوا ٢٦زره جريبو ته راټيټ شوى دى. ورځپاڼې دا نه دي ویلي، چې دغه ارقام یې څنګه ترلاسه کړې ده.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالي ته په پام سره، د اروپا د مخدره توکو د څارنې مرکز خبرداری ورکړی چې نړۍ به د افیون او هیروینو د نړیوال پلور له کمښت سره مخامخ شي او په دې توګه به یې مصرف کوونکي د لا زیاتو زیانمنونکو نشه‌يي توکو ته مخه کړي.

د بارسلونا د څیړنو لوی کمیشنر رامون چاکون وايي، که چیرې د اروپا بازارونه د هیروینو له کمښت سره مخامخ شي، نو مصرف کونکي به ډیر خطرناکه بدیلونو ته مخه کړي. هغه وويل: "که په کابل کې کوکنار ونه کرل شي، په اروپا کې به زرګونه کسان مړه شي."

خو هغه ټینګار وکړ چې رسمي شمیرې ښیي چې دا وضعيت به په سمدستي توګه په اروپا کې پیښ نشي.

په همدې حال کې د نشه يي توکو د ملي پلان لپاره د اسپانيا د حکومت استازي، خوان ويلبي وايي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې د مصنوعي هيروينو د شتون نښې نه لیدل. هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کوکنارو څخه ترلاسه شوي هيرويين او افیون له ډېر وخت وروسته او په سختۍ سره اروپا ته رسېږي. هغه وويل، چې اوسمهال ميانمار د کوکنارو په توليد کې له افغانستان څخه مخکې دى

د پاکستان لومړی وزیر د امریکا سفیر سره پر افغانستان او د حکومت پر اقتصادي پلانونو غږیدلی

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړی وزیر شهباز شريف په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې پرمختګونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجزبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځ ته کولو غږیدلی دی.‌

دغه لیدنه چې د جمعې په ورځ ترسره شوې، د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيكو له اوسنۍ کچې د خوشحالۍ په څرګندونو سره، ټینګار کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ باید د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، روغتیا، دفاع، ښوونې او روزنې، کرنې او د اقلیم د بدلون په اړه په منظم ډول خبرې وشې ترڅو په دې برخو کې همکاري پیل شي.

ښاغلي شریف، په پاکستان کې د پانګونې د اسنانولو لپاره د رامنځ ته شوې شورا په اړه د امریکا سفیر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه شورا به هغه پانګونو ته لومړیتوب ورکړي چې پاکستان ورته اړتیا لري.

په دغه غوڼډه کې د غزې د وضعیت او په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه هم خبرې شوي دي.

ډونلډ بلوم د پاکستان لومړي وزیر ته د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي ورکړې او دغه هیواد یې د امریکا یو مهم متحد بللی. هغه هیله ښودلې چې د پاکستان حکومت سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخو اړیکو جوړولو لپاره کار وکړي.