• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لومړی وزیر د امریکا سفیر سره پر افغانستان او د حکومت پر اقتصادي پلانونو غږیدلی

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړی وزیر شهباز شريف په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې پرمختګونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجزبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځ ته کولو غږیدلی دی.‌

دغه لیدنه چې د جمعې په ورځ ترسره شوې، د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيكو له اوسنۍ کچې د خوشحالۍ په څرګندونو سره، ټینګار کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ باید د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، روغتیا، دفاع، ښوونې او روزنې، کرنې او د اقلیم د بدلون په اړه په منظم ډول خبرې وشې ترڅو په دې برخو کې همکاري پیل شي.

ښاغلي شریف، په پاکستان کې د پانګونې د اسنانولو لپاره د رامنځ ته شوې شورا په اړه د امریکا سفیر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه شورا به هغه پانګونو ته لومړیتوب ورکړي چې پاکستان ورته اړتیا لري.

په دغه غوڼډه کې د غزې د وضعیت او په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه هم خبرې شوي دي.

ډونلډ بلوم د پاکستان لومړي وزیر ته د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي ورکړې او دغه هیواد یې د امریکا یو مهم متحد بللی. هغه هیله ښودلې چې د پاکستان حکومت سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخو اړیکو جوړولو لپاره کار وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره نوی پوځي اتشه وټاکه

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مسکو کې د افغان سفارت لپاره د دې ډلې د نوې پوځي اتشې د ټاکلو خبر ور کړ. عبدالقهار بلخي دغه مقام ته د احمد یاسر د ټاکل کېدو د خبر په خپرولو د روسیې په ګډون «له ټولې نړۍ سره» د طالبانو د ښو او مثبتو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو غړو په اېکس شبکه کې لیکلي، چې احمد یاسر د دې ډلې د یوه پخواني چارواکي "استاد یاسر" زوی دی، چې یو وخت د طالبانو د کولتوري کمېټې مشر و.

طالبانو داسې عکسونه هم خپاره کړي چې اخمد ياسر په پوځي يونيفورم کې په دولتي دفتر کې ښکاري.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په لسمه په مسکو کې افغان سفارت د طالبانو ډیپلوماټ ته وسپاره، خو لا یې هم د دې ډلې سفیر نه دی منلی.

د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه: افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې تر لاسه کړې

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه وايي، چې په یوه پوځي کمپ کې افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې ترلاسه کړې دي. دغې ټولنې د دې ښار له خلکو د مننې ترڅنګ ویلي، چې مرستې کافي دي او د جامو، لوبتوکو او د روغتیاي محصولاتو برخه کې نورې مرستې ته اړتیا نشته.

د (dorsetecho) ورځپاڼې د راپور له مخې، دغو افغان کډوالو بریتانیا ته له رسېدو وروسته د خپلو ماشومانو لپاره کافي جامې او وسایل نه لرل، خو د اړتیا وړ توکي ورته د چکرل ښار د ټولنې او سیمه ییزو ډلو په همکارۍ چمتو او ورکړل شول.

دغه افغان کډوال په موقتي کمپت کې اوسېږي او ویل شوي چې دایمي استوګنځیو ته به انتقال شي.

دغو افغان کډوالو پخوا په افغانستان کې د بریتانیا له وسله والو ځواکونو او د دغه هېواد له نورو دولتي څانګو سره همکاري کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغان شپانه او کرنګر د څارویو مړینه پسې د خوراک لپاره څه نه لري

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د افغانستان په بلخ ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام استازی وايي، وروستۍ واورې ډېرې رمې له منځه یووړې. نجیب الله رحماني زیاتوي، د څارویو مړینې سره شپانه او کرنګر د خپلې کورنۍ د مړولو وسیله له لاسه ور کړه.

ښاغلی رحماني یوه ویډیو کې وايي، پخوا بلخ د افغانستان د ډوډۍ زېرمتون بلل کېده، خو اوس یې خلک له اقلیمي بدلون اغېزمن دي.

نوموړی زیاتوي چې دې خلکو ته تر ټولو مهمهد داسې اوږدمهالې حل لارې موندل دي چې له مخې یې له اقلیمي بدلون سره جوړ شي.

د طالبانو د پېښو ته د رسېدو وزارت درې ورځې مخکې وویل، چې د واورې او باران له امله ۶۰ کسان مړه او ۲۳ ټپي شوي دی.

دا وزارت زیاتوي چې په دې موده کې شپږ سوه کورونه هم ټول یا سرسري وران او یو لک ۷۷ زره، ۹۱۱ څاروي له منځه تللي دی.

د پښتونخوا په باجوړ کې یو ورځنی کلتوري سمپوزیم جوړ شو

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د پښتونخوا په باجوړ ضلع کې د باجوړ رنګونه په نوم د پښتو ژبې، دود دستور او کلتور د خوندیتوب لپاره نن یو ورځنی سمپوزیم جوړ شو. په دې سمپوزیم کې د سیمې پر وتلو پښتنو شاعرانو. لیکوالو او سندرغاړو سربېره د سیمې مخورو او ځايي خلکو ګډون کړی.

پښتنو سندرغاړو هم په خپلو سندرو سره دې سمپوزیم د ولسي سندرو په ویلو او د رباب په څېر د ځايي موسیقي په غږولو سره ګډون کړی دی.

دا سمپوزیم چې د پاکستان د پوځ په نوښت جوړ شوی، پکې انځورګرانو هم خپلې هستونې نندارې ته وړاندې کړې او هم د پښتنو د جامو په ګډون مختلف توکي نندارې ته اېښي دي.

د پاکستان پوځ تر دې مخکې د پښتونخوا په چارسده کې هم درې ورځنی کلتوري جشن جوړ کړی و.

د پاکستان پټلۍ د تر ټولو اوږد او ډېر بار د وړلو ریکارډ جوړ کړ

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د پاکستان پټلۍ په خپل تاریخ کې په یو ځل د خورا ډېر بار وړلو لپاره د تر ټولو اوږده اورګاډي د چلښت ریکارډ جوړ کړ. د پټلۍ اداره وايي، د دې ریکارډ لپاره یې له ۵۰ ډېرې ډبې سره تړلې وې چې دوه نیم زره فوټه یا له یو کیلومتر ډېر اوږدوالی یې درلود او تر ۳ زرو ټنو ډېر بار یې ولېږداوه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دې اورګاډي له کراچۍ تر کوټري پورې ۱۲۷ کیلومتره لار ووهله.

دې اورګاډي چټکتیا هم په ګړۍ یا یوه ساعت کې ۶۰ کیلومتره لار وهلې ده.

د دې اورګاډي د چلښت لپاره تر ټولو ځواکمن انجن یا جي اې یو- ۴۰ کارول شوی چې ۴۵۶۳ اس ځواک یا هرس پاور په اندازه قوت لري.

پخپله د دې اورګاډي وزن هم ۴۱۳۲ ټنه ښودل شوی دی.

د پاکستان دولتي رادیو داسې ویډیو هم خپره کړې چې پکې دا اورګاډی ښکاري او داسې اېسي چې کوله یا د ډبرو سکاره لېږدوي.

د پاکستان پټلۍ اداره وايي، دا یې د تر ټولو اوږده اورګاډي ازمایښتي سفر و او له مخې یې غواړي چې پر سړک بیروبار کم او د چاپېریالي ککړتیا په کمولو کې مرسته وکړي.