• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره نوی پوځي اتشه وټاکه

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مسکو کې د افغان سفارت لپاره د دې ډلې د نوې پوځي اتشې د ټاکلو خبر ور کړ. عبدالقهار بلخي دغه مقام ته د احمد یاسر د ټاکل کېدو د خبر په خپرولو د روسیې په ګډون «له ټولې نړۍ سره» د طالبانو د ښو او مثبتو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو غړو په اېکس شبکه کې لیکلي، چې احمد یاسر د دې ډلې د یوه پخواني چارواکي "استاد یاسر" زوی دی، چې یو وخت د طالبانو د کولتوري کمېټې مشر و.

طالبانو داسې عکسونه هم خپاره کړي چې اخمد ياسر په پوځي يونيفورم کې په دولتي دفتر کې ښکاري.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په لسمه په مسکو کې افغان سفارت د طالبانو ډیپلوماټ ته وسپاره، خو لا یې هم د دې ډلې سفیر نه دی منلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه: افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې تر لاسه کړې

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه وايي، چې په یوه پوځي کمپ کې افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې ترلاسه کړې دي. دغې ټولنې د دې ښار له خلکو د مننې ترڅنګ ویلي، چې مرستې کافي دي او د جامو، لوبتوکو او د روغتیاي محصولاتو برخه کې نورې مرستې ته اړتیا نشته.

د (dorsetecho) ورځپاڼې د راپور له مخې، دغو افغان کډوالو بریتانیا ته له رسېدو وروسته د خپلو ماشومانو لپاره کافي جامې او وسایل نه لرل، خو د اړتیا وړ توکي ورته د چکرل ښار د ټولنې او سیمه ییزو ډلو په همکارۍ چمتو او ورکړل شول.

دغه افغان کډوال په موقتي کمپت کې اوسېږي او ویل شوي چې دایمي استوګنځیو ته به انتقال شي.

دغو افغان کډوالو پخوا په افغانستان کې د بریتانیا له وسله والو ځواکونو او د دغه هېواد له نورو دولتي څانګو سره همکاري کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغان شپانه او کرنګر د څارویو مړینه پسې د خوراک لپاره څه نه لري

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د افغانستان په بلخ ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام استازی وايي، وروستۍ واورې ډېرې رمې له منځه یووړې. نجیب الله رحماني زیاتوي، د څارویو مړینې سره شپانه او کرنګر د خپلې کورنۍ د مړولو وسیله له لاسه ور کړه.

ښاغلی رحماني یوه ویډیو کې وايي، پخوا بلخ د افغانستان د ډوډۍ زېرمتون بلل کېده، خو اوس یې خلک له اقلیمي بدلون اغېزمن دي.

نوموړی زیاتوي چې دې خلکو ته تر ټولو مهمهد داسې اوږدمهالې حل لارې موندل دي چې له مخې یې له اقلیمي بدلون سره جوړ شي.

د طالبانو د پېښو ته د رسېدو وزارت درې ورځې مخکې وویل، چې د واورې او باران له امله ۶۰ کسان مړه او ۲۳ ټپي شوي دی.

دا وزارت زیاتوي چې په دې موده کې شپږ سوه کورونه هم ټول یا سرسري وران او یو لک ۷۷ زره، ۹۱۱ څاروي له منځه تللي دی.

ایران: افغانستان کې د نشه يي توکو تولید کم خو د شیشې صادرات شل سلنه ډېر شوي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۱۲ GMT+۰

د ایران د نشه يي توکو ضد ادارې مشر وايي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او کښت د کمېدو هرکلی کوي، خو له دغه هېواد د صنعتي شویو نشه يي توکو په تېره د د شیشې یا میتامفتامین صادرات ډېر شوي دی. سکندر مومني په وینا کې د نشه يي توکو ضد کمېسون په ۶۷ غونډه کې دا خبره کړې ده.

د ایراني رسنیو د جمعې ورځې د راپور له مخې نوموړي دې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او کښت کمېدو سره بهر ته د دې توکو صادرات کم شوي نه دي: «د ایران اسلامي جمهوریت د نشه يي توکو د موندنو شمېرې ښيي چې نه یوازې له افغانستان نه یوازې د دې توکو د حجم کمېدو کې څرګند بدلون نه دی راغلی، بلکې سږ کال د میتامفتامین اندازه شل سره ډېره شوې ده.»

ملګرو ملتونو هم د ۲۰۲۳ کال سپټمبر کې وویل، د طالبانو له خوا پر نشيه یي توکو له بندیز وروسته د هیرویینو قاچاق کم خو په افغانستان او سیمه کې د شیشې یا میتامفتامین قاچاق او تجارت ډېر شوی دی.

د طالبانو په واکمنېدو سره دې ډلې په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او کر بندیز ولګاوه.

تېر ډیسمبر کې ملګرو ملتونو وویل، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت کمېدو سره دغه هېواد په نړیواله کچه دویمې درجې ته غورځېدلی او ځای یې میانمار نیولی دی.

د طالبانو له بندیز سره بیا هم مختلفو سیمو کې د کوکنارو د کر هڅه کېږي او دا ډله په مختلفو ولایتونو کې د دې کروندو د ځپلو ویډیووې له رسنیو سره شریکوي.

د طالبانو یوه چارواکي له هنده غوښتي، چې د تابعیت قانون دې پر ټولو لږکیو یو شان پلې کړي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۲۴ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په هند کې د تابعیت د جنجالي قانون په اړه غبرګون وښود. ښاغلي شاهین د وایر هندي رسنۍ ته ویلي، چې د هند نوی قانون باید په ټولو لږکیو چې د ځور او کړاو سره مخامخ دي یو شان پلې شي.

د هند د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي، د مذهبی لږکیو کډوالو د منلو لپاره چې د ځورونې سره مخامخ دي او تر ډېره د افغانستان، بنګله دېش او پاکستان اوسېدونکی دي دغه قانون پلې کړي؛ خو مسلمانان په کې نه راځي.

دغه قانون چې د «مسلمانانو ضد» یاد شوی، په ۲۰۱۹ کال کې تصویب شوی و چې ګڼ غبرګونونه یې له ځانه سره لرل. خو اوس هند د سرتاسري ټاکنو په درشل کې ویلي، چې هغه به پلې کوي او له وړو کسانو یې غوښتي چې خپل غوښتنلیکونه په ان لاین بڼه وړاندې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د وایر رسنۍ ته د دغه لانجمن قانون په اړه ویلي، چې دغه قانون باید پر ټولو مسلمانانو، هندوانو او سېکانو یو شان پلې شي، هغه غبرګون چې د دغې ډلې د لومړي غبرګون په توګه مخې ته راغلی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هند له ۳۰۰۰ زیات افغان سېکان او هندوان هغه هېواد ته ولېږدول، چې د وایر هندي رسنۍ د راپور له مخې له دغې ډلې ډېرو یې په لویدیځو هېوادونو کې پناه واخیسته.

دغه راز ښاغلي شاهین ویلي، چې په افغانستان کې هندوان او سېکان د هیڅ ډول ځورونې سره نه دي مخامخ شوي، هغوی خپل دیني او مذهبي رواجونه نمانځلی شي او د نورو اوسېدونکو سره برابر حقونه لري.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په هند کې هم باید د مسلمانانو سره ورته چلند وشي او دغه مذهبي ډله باید د هیڅ ډول ځورولو او کړولو سره مخامخ نه شي.

هند دا مهال له طالبانو سره د تعامل له سیاسته کار اخلي او د ډیپلوماټانو یوه ډله یې کابل ته استولې او په دوامداره توګه د طالبانو له حکومت سره په اړیکه کې دي.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت هم د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ او تعامل کې دی.

طالبان د کورنیو او بهرنیو ادارو پر قراردادونو د څار لپاره 'استازی' ټاکي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د طالبانو اقتصاد وزارت په کورنیو او بهرنیو ادارو کې «د لوژیستیکي او ودانیزو قراردادونو» د بهیر د څارنې په موخه د دغه وزارت د څارونکو سپارښتنه کړې.

طالبانو په یو مکتوب کې چې زموږ لاس ته هم رسېدلی، لیکلي يو شمېر نا دولتي ادارو د دوی سپارښتنې له پامه غورځولې او خپل تدارکاتي بهیر «په خپلسرې» توګه پر مخ بیایي.

په دغه مکتبوب کې ټینګار شوی، چې کورنۍ او بهرنۍ نادولتي ادارې «اړې» دي چې د خپلو تدارکاتي پړاوونو پر مهال د اقتصاد وزارت استازو ته هم د څارونکي په توګه بلنه ورکړي.

دغه سند د کب په ۲۱مه صادر شوی او د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال لاسلیک کړی هم دی.

100%

د طالبانو حکومت تورن دی چې د نادولتي ادارو په چارو کې لاسوهنه کوي او په دې کار سره د مرسته رسونکو ادارو چارې هم ټکنۍ شوې دي.

د لېندۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر رامش راجاسنګام ویلي و، چې طالبانو د مرسته رسوونکو ادارو په چارو کې لاسوهنه ډېره کړې ده. دغه لاسوهنې تر ډېره د کارکوونکو د ګومارنې او د طالبانو په ګټه د مرستو د وېش په برخو کې کېږي.

وال‌ سټریټ ژورنال تېر کال د وري په میاشت کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د مرستو د وېش او د موسساتو د کارکوونکو په ګومارلو کې لاسوهنه کړې وه او له ادارو یې غوښتي و چې خپلې پروژې د هغوی په خوښه وکاروي.

په نادولتي ادارو کې د طالبانو د لاسوهنې بله بڼه په دغو ادارو کې د ښځو په کار کولو د بندیزونو لګول دي، چې په ډېرو برخو کې د دغو ادارو د تړلو لامل هم شوي.