طالبان د کورنیو او بهرنیو ادارو پر قراردادونو د څار لپاره 'استازی' ټاکي

د طالبانو اقتصاد وزارت په کورنیو او بهرنیو ادارو کې «د لوژیستیکي او ودانیزو قراردادونو» د بهیر د څارنې په موخه د دغه وزارت د څارونکو سپارښتنه کړې.

د طالبانو اقتصاد وزارت په کورنیو او بهرنیو ادارو کې «د لوژیستیکي او ودانیزو قراردادونو» د بهیر د څارنې په موخه د دغه وزارت د څارونکو سپارښتنه کړې.
طالبانو په یو مکتوب کې چې زموږ لاس ته هم رسېدلی، لیکلي يو شمېر نا دولتي ادارو د دوی سپارښتنې له پامه غورځولې او خپل تدارکاتي بهیر «په خپلسرې» توګه پر مخ بیایي.
په دغه مکتبوب کې ټینګار شوی، چې کورنۍ او بهرنۍ نادولتي ادارې «اړې» دي چې د خپلو تدارکاتي پړاوونو پر مهال د اقتصاد وزارت استازو ته هم د څارونکي په توګه بلنه ورکړي.
دغه سند د کب په ۲۱مه صادر شوی او د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال لاسلیک کړی هم دی.

د طالبانو حکومت تورن دی چې د نادولتي ادارو په چارو کې لاسوهنه کوي او په دې کار سره د مرسته رسونکو ادارو چارې هم ټکنۍ شوې دي.
د لېندۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر رامش راجاسنګام ویلي و، چې طالبانو د مرسته رسوونکو ادارو په چارو کې لاسوهنه ډېره کړې ده. دغه لاسوهنې تر ډېره د کارکوونکو د ګومارنې او د طالبانو په ګټه د مرستو د وېش په برخو کې کېږي.
وال سټریټ ژورنال تېر کال د وري په میاشت کې راپور ورکړی و، چې طالبانو د مرستو د وېش او د موسساتو د کارکوونکو په ګومارلو کې لاسوهنه کړې وه او له ادارو یې غوښتي و چې خپلې پروژې د هغوی په خوښه وکاروي.
په نادولتي ادارو کې د طالبانو د لاسوهنې بله بڼه په دغو ادارو کې د ښځو په کار کولو د بندیزونو لګول دي، چې په ډېرو برخو کې د دغو ادارو د تړلو لامل هم شوي.


د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي شاه پور حسنزي پر طالبانو تور پورې کړی چې بې ګناه یې بندي کړی، ځورولی او د هغه سپکاوی یې کړی. هغه ویلي، د دغسې چلند د زغملو وس نه لري او ښایي چې یو ځلې بیا له هېواده ووځي.
هغه چې د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله پاکستان ته تللی و، بېرته افغانستان ته ستون شوی؛ خو اوس په خپلې ستنېدا سخت پښېمانه دی.
نوموړي په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې ده پر خپلو پوروړو عریضې کړې وې؛ خو طالبانو هغوی بېرته خوشې کړي او پر ځای یې هغه بندي کړی او رټلی دی.
شاه پور حسنزی چې یوه ناندرهییزه څېره ده، د تېر نظام پر مهال یې هم د حکومت پر کړنو نیوکې کولې.
هغه مهال پر هغه تور و، چې د ځمکو په غصب کې لاس لري؛ خو هغه دغه تورونه رد کړي وو.
ښاغلی حسنزی چې څو میاشتې وړاندې افغانستان ته ستون شو، په ګڼو ټلویزیوني خپرونو او بحثونو کې یې برخه اخیسته او له طالبانو او د هغوی له کړنو یې ننګه او ملاتړ کاوه.
تر دې مهاله طالبانو د شاه پور حسنزي دغه شکایت ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
خو نن سبا په افغانستان کې د وکیلانو او پخوانیو چارواکو او زورواکو سره د طالبانو چلند د ځمکو د غصب پر سر بدل شوی دی.
تر ده وړاندې د طالبانو د عدلیې وزیر په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی حیدر جان نعیمزوی هم نیولی او بندي کړی و، د هغه د نیولو لامل هم د ځمکو غصب ښودل شوی.
افغانستان انټرنشنل چې کله د عدلیې وزیر له شخصي زندانه پرده پورته کړه؛ نو وار د مخه دغه وزارت غبرګون وښود او ویې ویل، چې دوی د خپلې ډلې د مشر په غوښتنه هغه کسان تر لسو ورځو په بند کې ساتي چې ځمکې یې غصب کړې او د طالبانو اوامر له پامه غورځوي.

د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو سناټورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو وِغوښتل، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی و.
دغو سناتورانو وویل، چې د سږني مالي کال تر پایه هغوی ته ۲۰ زره نورې ویزې په کار دي.
د اسوشیټېد پرېس له قوله چې دغه لیک یې تر لاسه کړی، سناتورانو کانګرس ته ویلي چې «دغه پروګرام د هغو زرګونو افغانانو ژوند ژغورلی، چې په مېړانه یې په افغانستان کې د امریکایي ډیپلوماټانو او ځواکونو سره کار کړی.»
دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د (اېس ای وي) ویزې ښایي د روان کال تر پایه بندې شي.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت هم له کانګرسه غوښتي، چې په کارونو کې چټکتیا راولي.
د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:« که څه هم چې په افغانستان کې زموږ جګړه پای ته ورسېده؛ خو له هغو خلکو سره زموږ ژمنې پای ته نه دي رسېدلي چې په دغه جګړه کې یې زموږ سره مرسته کړې.»
د کډوالۍ (اېس ای وي) ویزې په شرایطو برابرو افغانانو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو کورنیو سره په امریکا کې د مېشتېدو لپاره غوښتنه وکړي.
دغه افغانان هغه کسان دي، چې پخوا د پوځي ځواکونو سره یې د ژباړنو او یا هم د امریکا په سفارت کې کار کړی وي.
که څه هم چې دغه پروګرام له ۲۰۰۹ کال راهیسې روان دی؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د غوښتونکو په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راغلی.
د ډیموکراټ ګوند یو سناتور کرېس کونز اسوشیټېد پرېس ته وویل:« د هرې ورځې په تېرېدو سره موږ د خپلو همکارانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوو، په داسې حال کې چې هغوی د مهربانۍ وړ دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې وویل، چې د دغه پروګرام له پیله له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه د زرګونو افغانانو لپاره ویزې ورکړل شوې او د غوښتنلیکونو ۳۰ سلنه ارزول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم پخوا ویلي و، چې ۸۰۰۰ د اېس ای وي ویزې پاتې دي او د بهرنیو چارو وزارت له کانګرسه غوښتي چې په دغه شمېر کې نور زیاتوالی هم راولي.
خو یو شمېر نیوکه کوونکي وایي، چې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د ارزولو بهیر ډېر مټه روان دی او غوښتونکي یې د سختو ستونزو او له خطرناک حالت سره مخامخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ملګرو ملتونو د سر منشي له هغو نیوکو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر کړنو کړې دي.
هغه وویل، افغانستان یواځینی هېواد دی چې هلته ښځې د کار حق نه لري او اقتصاد ته یې له دې اړخه «ستر مالي زیانونه اوښتي دي.»
مټیو مېلر د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته د ملګرو ملتونو د سر منشي د وروستیو څرګندونو په اړه وویل، چې د ښځو ځپل او پر هغوی لګېدلي بندیزونه «هېښوونکي او د زغملو» نه دي.
هغه وویل، چې امریکا د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو لهخوا سیسټماټیک توپیري چلند او ناروا کړنې په کلکه غندي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ د (کب ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت معلومولو کمیسیون په ناسته کې د طالبانو هغو ۵۰ فرمانونو ته ګوته ونیوله، چې له څېرمه د افغان مېرمنو او نجونو د ځپلو لپاره صادر شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، هر هغه ګام چې د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې اخیستل کېږي هغه به د ټولو افغانانو د حقونو د مراعتولو سره تړلی وي.
هغه وویل:« په نړۍ کې بل هیڅ داسې هېواد نه شته چې هلته دې مېرمنې له ښوونځیو راګرځول شوې او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره دې د هغوی د کار کولو مخه نیوله شوې وي.»
مېلر وویل، د طالبانو سیاستونو د افغانستان اقتصاد ته چې له بېوزلۍ او کړکېچ سره مخامخ دی سخت زیان اړولی دی.
هغه وویل:« د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ودې لپاره زدهکړې خورا مهمې دي او په افغانستان کې د ښځو پر کار لګېدلو بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.»
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال غني برادر په همدې اوونۍ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي و، چې د طالبانو بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی او له تاشکنده یې وغوښتل چې له طالبانو سره دې دوه اړخیزې او درې اړخیزې سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړي.
خو له دې سره هممهاله، طالبانو په افغانستان کې د کاري ځواک غوښنه برخه پر کور کېنولې او د هغوی د زدهکړو او کار کولو مخه یې نیولې.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اټکل له مخې، د ښځو پر کار د لګول شويو بندیزونو له امله هر کال یو مېلیارډ ډالره د افغانستان اقتصاد ته زیان اوړي.

یوې هندۍ مېرمنې افغانستان ته د بس پر مټ خپل سفر په ویډیويي بڼه مستند کړی، چې په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د ژوند په اړه یو ځانګړی لیدلوری وړاندې کوي. دغه ویډیو د انلاین لیدونکو ترمنځ د افغانستان په اړه لیوالتیا راپارولې ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک بیا ترلاسه کولو وروسته د ښځو د حقونو په اړه په دغې ډلې نړۍوال فشارونه ډېر شوي، پر ټولنیزو رسنیو داسې یوه ویډیو خپره شوې، چې د هند د بهار ایالت څخه د یوه ښځه انځوروي چې د افغانستان په سړکونو کې د بس پر مټ سفر کوي.
دا ویډیو په یوه داسې هېواد کې چې د جګړې او بې ثباتۍ له امله ځپل شوی، د افغانانو ورځنی ژوند او سرګرداني ښيي.
دغه ویډيو چې پر ټولنیزو رسنیو د نړۍ خلکو خوښه کړې، د نړۍ په کچه د بشري حقونو ته د لاسرسۍ په اړه یې هم یو خورا مهم بحث ته لاره هواره کړې ده.
یو ویرونکی حقیقت؛ د بس ټکټ د اخیستو لپاره هلې ځلې:
د کریتي په نوم پېژندل شوې مېرمن چې عصري کوچۍ ده، په افغانستان کې د مېړه یا نارینه “محرم” پرته د بس ټکټ ترلاسه کولو لپاره خپله تجربه شریکوي.
هغه د ښځو لپاره د ټولنیزو ننګونو د یوې برخې په توګه هغه ستونزې په ګوته کوي چې مېرمنې په افغانستان کې په خپلواکه توګه ترانسپورټي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مخامخ دي.
ښايي له افغانستانه بهر کله هم دا پوښتنه مطرح نشي چې ایا مېرمنې په خپلواکه توګه ترانسپورټي خدماتو ته لاسرسۍ لري که نه؟ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، مېرمنو ته ډېره سخته او کله هم ناشونې ته چې پرته له خاوند یا د کورنۍ نږدې غړي په یوازې سر سفر وکړي.
د ویډیو په جریان کې کریتي د بس تمځای کې د چارواکو سره خپلې خبرې بیانوي او د طالبانو له خوا پر ښځو په یوازې سر د سفر له امله د لګیدلو بندیزونو سربېره، د ټکټ د ترلاسه کولو پر مهال د خلکو درناوي او مرستې یادونه کوي.
د هغې دغه ویډيو په افغانستان کې په عامه ځایونو د ګرځېدو پر مهال د مېرمنو پر تجربو رڼا اچوي.
کریتي په دغه ویډیو کې د خپل ۱۸ساعته بس سفر په اړه معلومات ورکوي او وايي، چې د دې لپاره چې د طالبانو له خوا احتمالي ستونزو سره مخامخ نه شي؛ د ټول سفر پر مهال یې خوب کړی او یا یې داسې ښودلي چې ویده ده.
د کریتي تجربه هغه پیچلي واقعیتونه ښيي چې مسافر او په ځانګړې توګه مېرمنې د افغانستان په څېر جنګ ځپلي او بې ثباته هېواد کې ورسره مخامخ دي.
په افغانستان کې په یوازې سر د یوې مېرمنې سفر او احتمالي خطرونه:
د کریتي ویډیو د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو بیلابیل غبرګونونه راوپارولي دي. ځینو د هغې د سفر ترشا د انګیزو په اړه پوښتنې کوي او د هغې د خوندیتوب په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې.
بل لور ته ځینو د هغې زړورتیا ستایلې؛ خو نورو بیا په ناامنه سیمو کې یوازې سفر کول د هغې شخصي پرېکړه بللې.
کریتي وايي، چې افغانستان ته به یې سفر په هغې اوږدمهال اغیز ولري، چې په افغانستان د ښځو د ژوند د واقعیتونو په اړه یې ډېر څه لیدلي او پوهېدل به پرې ښايي ډېر وخت ته اړتیا ولري.

د کابل په ښار کې له چاودنې وروسته د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د کابل سرینا هوټل ته څېرمه یې د طالبانو پر یوې پوستې یې برید کړی، چې پکې پنځه تنه طالبان وژل شوي او د دغې ډلې دوه تنه نور غړي ټپيان شوي دي.
تر دې مخکې سیمه ییزو سرچینو د کابل ښار په مرکز کې د یوې نسبتاً زورورې چاودنې د رامنځته کېدو خبر ورکړی و. یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو په هغه سیمه کې لاره د ترافیکو پر مخ تړلې، چې چاودنه شوې ده.
د ملي مقاومت جبهې د دغه برید د نوعیت په اړه جزییات نه دي ورکړي.
د مقاومت جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې دا برید د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) په ځايي وخت د ماښام په اوو بجو وشو.
د دغې جبهې د معلوماتو له مخې؛ په دې بريد کې د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
طالب چارواکو د دغه برید او خپلو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
سرینا هوټل د پلازمینې یو له مصروفو سیمو څخه ده او د طالبانو تر سختو تدابیرو لاندې دی.
د ملي مقاومت جبهې چې په وروستیو ورځو کې یې د طالبانو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی، وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د کابل ښار په ۱۵مه، ۱۷مه، پنځمه او دویمه امنیتي حوزو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.