• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د جمعې په ورځ د (کب ۲۵مه) د پرېکړه لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

جاپان، په امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د دغه پرېکړه لیک مسوده جوړه کړې وه.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د جاپان استازي وویل، چې هېواد یې د افغانستان د خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د یوناما له برخې اخیستنې ننګه او ملاتړ کوي.

امب یامازاکي وویل، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او مېرمنو حقونو او دا رنګه بشري ناورین ته په کتو د یوناما ماموریت تر بل هر وخت زیات اړین او ارزښتناک دی.

هغه زیاته کړه، چې د دوحې د هوکړې له مخې د نړۍوالې ټولنې او طالبانو په منځ کې د ښه تعامل او له دغې ډلې سره د باور جوړولو لپاره په افغانستان کې د یوناما ماموریت ډېر زیات اړین او ضروري دی.

ښاغلي یامازاکي وویل، چې د یوناما د ماموریت غځول د افغانستان خلکو ته قوي پیغام ورکوي چې ملګري ملتونه د امنیت شورا په ملاتړ د هغو افغانانو لپاره چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي په نه ستړي کېدونکي توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د یوناما مسوولیت

د یونما دفتر د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د ۱۴۰۱ پرېکړه لیک له مخې جوړ شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازی دفتر د ماموریت موخه، د دغه هېواد له خلکو سره مرسته ښودل شوې.

د دغه بنسټ چارې هر کال د امنیت شورا په ناستو کې ارزول کېږي او د افغانستان د اړتیاوو سره سم یې کاري موده د یو کال لپاره تمدیدېږي.
ملګري ملتونه له ۱۹۴۶ کال را په دې خوا چې افغانستان په رسمی بڼه له دغه سازمان سره یو ځای شوی د افغانستان په مسلو کې ښکېل دی. یو شمېر بنسټونه له هغې ډلې یونیسېف له ۱۹۴۹ کال راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پر مخ وړي.

د یوناما مرکزي دفتر په کابل کې دی، په ټول افغانستان او دارنګه په ایران او پاکستان کې هم څانګې لري.

یوناما شاوخوا ۱۱۸۷ کارکوونکي لري، چې ۷۹۹ تنه یې افغانان او ۲۹۳ تنه نور یې له نورو هېوادونو دي.

په افغانستان کې د طالبان له واکمنېدو او د ښځو پر کارونو د بندیزونو د لګېدو سره هم‌مهاله د یوناما ښځینه کارکوونکې هم له کارونو منعه کړل شوې دي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره رزا اتونبایوا دا مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده او د یوناما مشري په غاړه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار ولایت کې د ځمکې پر سر شخړې کې درې کسان وژل شوي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د ننګرهار ولایت څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جمعې په ماښام په دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ‌ د ځمکې پر سر خپلمنځي نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، په وژل شوو کې دوه ورونه او یو یې وراره شامل دي. یو ورور او یو د کورنۍ بل غړی ټپي شوی دی.

د ځمکې پر سر دغه خپلمنځي نښته د تره ځامنو ترمنځ رامنځ ته شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

اسپانیاوي چارواکی: که افغانستان کوکنار ونه کري، په اروپا کې به زرګونه کسان مړه شي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د اسپانیا د یوي ورځپاڼې "ال پایس" په یو راپور کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت بندیز په اروپا کې د افیونو او هیرویینو د نړیوال پلور د کمیدو په اړه نښې نښانې راڅرګندې کړي دی.

دغې ورځپاڼې د یو اسپانوي چارواکي له خولې لیکلي، چې که په افغانستان کې کوکنار ونه کرل شي، په اروپا کې به د دغو موادو زرګونه مصرف کوونکي مړه شي.

یادې ورځپاڼې د جمعې په ورځ یو راپور کې ليکلي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بنديز وروسته د کوکنارو کښت له ٦٧٦زره جريبو څخه شاوخوا ٢٦زره جريبو ته راټيټ شوى دى. ورځپاڼې دا نه دي ویلي، چې دغه ارقام یې څنګه ترلاسه کړې ده.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالي ته په پام سره، د اروپا د مخدره توکو د څارنې مرکز خبرداری ورکړی چې نړۍ به د افیون او هیروینو د نړیوال پلور له کمښت سره مخامخ شي او په دې توګه به یې مصرف کوونکي د لا زیاتو زیانمنونکو نشه‌يي توکو ته مخه کړي.

د بارسلونا د څیړنو لوی کمیشنر رامون چاکون وايي، که چیرې د اروپا بازارونه د هیروینو له کمښت سره مخامخ شي، نو مصرف کونکي به ډیر خطرناکه بدیلونو ته مخه کړي. هغه وويل: "که په کابل کې کوکنار ونه کرل شي، په اروپا کې به زرګونه کسان مړه شي."

خو هغه ټینګار وکړ چې رسمي شمیرې ښیي چې دا وضعيت به په سمدستي توګه په اروپا کې پیښ نشي.

په همدې حال کې د نشه يي توکو د ملي پلان لپاره د اسپانيا د حکومت استازي، خوان ويلبي وايي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې د مصنوعي هيروينو د شتون نښې نه لیدل. هغه زياته کړه، چې د افغانستان د کوکنارو څخه ترلاسه شوي هيرويين او افیون له ډېر وخت وروسته او په سختۍ سره اروپا ته رسېږي. هغه وويل، چې اوسمهال ميانمار د کوکنارو په توليد کې له افغانستان څخه مخکې دى

د پاکستان لومړی وزیر د امریکا سفیر سره پر افغانستان او د حکومت پر اقتصادي پلانونو غږیدلی

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد لومړی وزیر شهباز شريف په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم سره په لیدنه کې په افغانستان کې پرمختګونو او په پاکستان کې د اقتصادي ثبات او بهرنۍ پانګونې د راجزبولو لپاره د لویو اقتصادي اصلاحاتو پر رامنځ ته کولو غږیدلی دی.‌

دغه لیدنه چې د جمعې په ورځ ترسره شوې، د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيكو له اوسنۍ کچې د خوشحالۍ په څرګندونو سره، ټینګار کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ باید د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، روغتیا، دفاع، ښوونې او روزنې، کرنې او د اقلیم د بدلون په اړه په منظم ډول خبرې وشې ترڅو په دې برخو کې همکاري پیل شي.

ښاغلي شریف، په پاکستان کې د پانګونې د اسنانولو لپاره د رامنځ ته شوې شورا په اړه د امریکا سفیر ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه شورا به هغه پانګونو ته لومړیتوب ورکړي چې پاکستان ورته اړتیا لري.

په دغه غوڼډه کې د غزې د وضعیت او په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه هم خبرې شوي دي.

ډونلډ بلوم د پاکستان لومړي وزیر ته د بیا ټاکل کیدو له امله مبارکي ورکړې او دغه هیواد یې د امریکا یو مهم متحد بللی. هغه هیله ښودلې چې د پاکستان حکومت سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخو اړیکو جوړولو لپاره کار وکړي.

طالبانو په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره نوی پوځي اتشه وټاکه

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مسکو کې د افغان سفارت لپاره د دې ډلې د نوې پوځي اتشې د ټاکلو خبر ور کړ. عبدالقهار بلخي دغه مقام ته د احمد یاسر د ټاکل کېدو د خبر په خپرولو د روسیې په ګډون «له ټولې نړۍ سره» د طالبانو د ښو او مثبتو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د طالبانو غړو په اېکس شبکه کې لیکلي، چې احمد یاسر د دې ډلې د یوه پخواني چارواکي "استاد یاسر" زوی دی، چې یو وخت د طالبانو د کولتوري کمېټې مشر و.

طالبانو داسې عکسونه هم خپاره کړي چې اخمد ياسر په پوځي يونيفورم کې په دولتي دفتر کې ښکاري.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په لسمه په مسکو کې افغان سفارت د طالبانو ډیپلوماټ ته وسپاره، خو لا یې هم د دې ډلې سفیر نه دی منلی.

د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه: افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې تر لاسه کړې

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د بریتانیا د چکرل ښار ټولنه وايي، چې په یوه پوځي کمپ کې افغان کډوالو له اړتیا ډېرې عامه مرستې ترلاسه کړې دي. دغې ټولنې د دې ښار له خلکو د مننې ترڅنګ ویلي، چې مرستې کافي دي او د جامو، لوبتوکو او د روغتیاي محصولاتو برخه کې نورې مرستې ته اړتیا نشته.

د (dorsetecho) ورځپاڼې د راپور له مخې، دغو افغان کډوالو بریتانیا ته له رسېدو وروسته د خپلو ماشومانو لپاره کافي جامې او وسایل نه لرل، خو د اړتیا وړ توکي ورته د چکرل ښار د ټولنې او سیمه ییزو ډلو په همکارۍ چمتو او ورکړل شول.

دغه افغان کډوال په موقتي کمپت کې اوسېږي او ویل شوي چې دایمي استوګنځیو ته به انتقال شي.

دغو افغان کډوالو پخوا په افغانستان کې د بریتانیا له وسله والو ځواکونو او د دغه هېواد له نورو دولتي څانګو سره همکاري کړې ده.