افغان خبریالان وايي، سره له دې چې هر کال له دې ورځې نمانځنه کېده، خو په ۱۳۹۷ کال کې د مخکني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د حکومت کابینې له دغې ورځې سره موافقت وکړ او د هېواد د ملي مناسبت په توګه ومنل شوه.
که څه هم د مې درېیمه نیټه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کیږي، خو د کب ۲۷مه بیا په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم نومول شوې ده.
د طالبانو حکومت هم د کب ۲۷مه د خبریالانو د ملي ورځې په توګه مني خود پخوا غوندې نه نمانخل کیږي.
په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، په تېرو کلونو کې په بیلابیلو دولتي او نادولتي ادارو کې د دې ورځې د لمانځنې ترڅنګ د هغوی ستونزې او کاري محدودیتونه هم ارزول کېدل، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سره له دې چې د خبریالانو د ستونزو د اورېدو کومه اداره نشته د دوی پروړاندې ناوړه او له تاوتریخوالي ډک چلند هم زیات شوی دی.
له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې لسګونه خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې خبریالان تراوسه پورې هم د طالبانو په بندخونو کې دي.
سره له دې چې د جمهوریت په څه باندې شل کلنه دوره کې هم د خبریالانو پروړاندې جدي امنیتي ګواښونه ول چې سلګونو خبریالانو ته د جګړو او د ځانمرګو بریدونو له امله مرګژوبله اوښتې وه، خو خبریالان وايي، په هغه وخت کې له ټولو ناخوالو سره سره دولت او د خبریالانو ملاتړو سازمانونو په پراخه توګه د خبریالانو له حقونو دفاع کوله.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په ټول هېواد کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي ورځپاڼو فعالیتونه درلودل، چې له دغه شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ چاپي ورځپاڼې وې.
د جمهوریت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست پر مهال په ټولییزه توګه ۱۱۸۵۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وو، چې ۵۲۴۰ تنه یې ښځینه خبریالانې وې؛ خو اوس په ټوله کې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه کمې ښځینه خبریالانې کار کوي.
د دغه سازمان په خبره، اوسمهال د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې کار نه کوي.
د خبریالانو له ملي ورځې څخه په داسې حال کې نمانځنه کیږي، چې د خبریالانو پروړاندې کاري محدودیتونه زیات شوي، د دې ترڅنګ وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت او په درېیمو هېوادونو کې د خبریالانو اوږدمهاله پاتې کېدل له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي، چې افغان خبریالان ورسره لاس او ګرېوان دي.