• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه؛ خدایګوټي څنګه رانړیږي؟

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

په اسطوره پوهنه کې خدایګوټي (ارباب الانوع) په لوی سرکې دوه ډوله دي، ځېنې یې له انساني نړۍ بهر تخیل شوي، خو ځينې یې له انساني نړۍ څخه د خدایګوټو نړۍ ته د ورهسکېدلو هڅه کوي.

د بېلګې په توګه، په اساطیري افسانو کې ګېلګمېش او راروسته الکساندر (سکندر) هغه انسانان وو، چې خدایي ته د رسېدو هڅه یې کوله. عجیبه دا وه، چې دواړه د تلپاتې ژوند موندلو په هڅه کې وو. ګېلګمېش د بلې دونیا سفر وکړ، چې له خپل نیکه (اوته نه پیش تم) څخه د خدای‌کېدو چل زده کړي او بلخوا سکندر له مقدونیې راوخوځېد، چې د نړۍ په پای (د هیند سمندرغاړه) کې زېئوس بیامومي او ترې وپوښتي چې ایا الکساندر د خپل پلار فیلیپس زوی دی، که د ده؟ په ختیزو روایاتو کې د الکساندر دې سفر ته د ژوند د چینې د لټون سفر وايي.

ګېلګمېش او الکساندر دواړه زورور واکمن، انسانوژونکي، بېرحمه، خونړي او لوی لوی جګړه ماران وو. دواړو د دین پردې په ځان راخورې کړې وې. دواړه د خدايي درجې ته د رسېدو په تلوسه کې له عقلانیت څخه لرې شول او داسې یې ګڼله، چې د دوی «رعیت» هېڅکله د خپل عقلانیت په مرسته دوی پېژندلای نه شي. خو په پایله کې څرګنده شوې ده، چې: ټول خدایګوټي عقلانیت رانړولي دي.

د پانګې، سیاست او له دین څخه د وسیلې په توګه ګټه اخیستونکي خدایګوټي هم د خپل دویم یا درېیم نسل په عقلانیت راپریوځي.

په افغانستان کې څه تنظیمي لیډران کټ مټ له همدې برخلیک سره مخامخ شول. دوی پیسې، وسلې، سیاسي – استخباراتي ملاتړ درلود او د پانګوالې نړۍ او سیمه‌ییزو استخباراتو تبلیغاتي ډنډورو ورڅخه مقدس موجودات جوړ کړي وو.د دوی په اړه هم خوبونه ډېر لیدل کېدل. ډېرو خلکو ته یو تک‌سپین نوراني سړی پر سپین اس سپور په خوب ورغلی او ورته ویلي وو، چې د پلاني اطاعت پر تاسو فرض دی. د پاکیستان و ایران په کمپونو کې به د مازیګر مجلسونه او پیتاوي یا سیوري په همدې کیسو ډک وو، چې پلانی لیډر کرامات لري او په لښکر کې ملایکې ورسره ملاتړې روانې وي. دوی خپل هر مخالف، چې د دوی تقدس ته یې په شک کتل، وژل. روښانفکران، لوستي او په حقایقو پوه انسانان یې تکفیر او له مخې لرې کول. د دې لپاره چې د خپلې زمانې په خدایګوټو بدل شي، عقلانیت یې د کرکې په ډبرو سنګساراوه.

وايي: «هر فرعون ته په کور کې موسی پیدا کیږي.»

زموږ د زمانې خدایګوټو ته په خپلو کورونو او کورنیو کې د عقل و عاطفې موسایان وزېږېدل،یو ډېر مشهور تنظیمي – روحاني مشر، چې یو شمېر کلیوال او ولسي سندرغاړي یې د کفر او لهو و لعب په تور وژلي و، خپل زوی یې راپاڅېد او له یوې خورا مشهورې مېړوښې سندرغاړې سره یې واده وکړ. او په دې بڼه یې خپل روحاني تسلسل د مینې په دوزخ کې وسیزه. د کوم بل یوه لمسۍ د نړۍ په کچ د ښکلې لمبا په سیالیو کې لومړۍ شوې وه، له ده یې مریدانو روایت کړی و، چې: «جوانمرګي ره لباس شنا نمود مېته».

د بل تر ټولو مهم لیډر سکه زوی د پلار له ظلمونو، وژنو، درواغو، استخباراتي روابطو او بېرحمیو دومره ستومانه او بېزاره شو، چې لویدیځ ته وتښتېده او له ډېره غمه یې ځان د شرابو نشو ته وسپاره. ډېر ځله یې د نشو په څپو کې ویډيوګانې ثبت و خپرې کړې او ویې ویل: د خپل پلار له لاسه دې ورځې ته رارسېدلی دی. ویې ویل: پلار یې د کورنیو جګړو اصلي لامل و او زرګونه افغانان یې د ځانبللې ولسمشرۍ د دوام لپاره ووژل او کابل یې کنډواله کړ.

قوماندانان و د دویم کتارجهادي مشران خو مه شمېره، چې چا د الوتکو له سټیورډس سره د څلورم ځل لپاره واده وکړ، چا په هلکانو نکاح وتړله او د چا د خپلې کورنۍ پاتې‌شونو د هغې زړې کلا فیلمونه خپاره کړل چې بابا یې په کې لارویان قصابي کول او چې څوک یې په مرګ محکومول، نو خپلو خروړیو سپیو ته به یې ویل:

«زړې کلا ته یې بوځئ!»

څوک یې روسته تر دې چې په لندن کې زندان وراسته کړل، په شهامت یې اعتراف وکړ، چې د پاټک په عوایدو کې دی یوازې نه و، بلکې له مشر نه رانیولې تر نورو زورورو قوماندانانو ورڅخه حق غوښت، ځکه خو یې لارویان په دوپایه سپیو داړل.

یو بل یې د خپلو پرېمانه ماڼیو او د عیاشیو په مرکزونو کې د خپل ژوند په اړه په سپین سترګې وویل: «ما سلیقه داشتیم که همینطور زندګی کنیم.»

یو بل یې چې د جهادراوړیو شتمنیو په اړه وپوښتل شو، نو ویې ویل:

« با خداداده ګان ستېزه مکن

که خدا داده را خدا دادست»

دا روستی یې چې د کابل قصاب په لقب نازول شوی و، خو لا یې هم په خپلو خطبو کې ځان د نړۍ یوازینۍ دینپوه ګاڼه دا ورځې د خپل عقلمن لمسي په خوله د باد بڼکه شو او لمسي یې وویل: ماته مې عقل و ضمیر حکم کوي، چې خلک د خپل نیکه له پرښتنې راوګرځوم. ده وویل: زما له نیکه بُت مه جوړوئ. هغه یو جنایتکار او انسانوژونکی دی....

100%

او دا کیسه روانه ده...

همدا اوس چې پر کابل څوک واکمن دي، د دوی بچیان او لمسیان هم په همداسې عقلانیت محکوم دي. دا لیکنه به مو اوس غوسه کړي، خو همدا لیکنه په یاد ولرئ، چې راتلونکي نسلونه به د عقلانیت په حکم د نننیو جهادیانو په اړه ریښتینی قضاوت کوي. دا عقلاني او حقیقي قضاوت به د دوی ډېر جنایتونه راوسپړي او تاسو به وګورئ، چې د بشریت د تاریخ له کومو خونړیو خدایګوټو سره مخامخ وئ.

د ملا هبت الله په ګډون پر کابل اوسني واکمنان
100%
د ملا هبت الله په ګډون پر کابل اوسني واکمنان

له دې لیکنې یوه مهمه پایله اخلو.

موږ افغانان ډېر ناوخته خپل هغه قاتلان پېژنو چې په خپل وخت مو له ډېراخلاص څخه د خدایګوټۍ مرتبې ته لوړ کړي وو.

موږ افغانانو خپل قاتلان خپل اتلان ګڼل، خو چې ومو پېژندل، ډېره ناوخته وه او له موږ یې هرڅه تروړلي وو.

موږ افغانان د دین په نامه ډېر اسانه غولیږو او د دین په نامه د خدایي دعوی‌دار تر هرڅه لومړی زموږ عقل راځپي او همدا چې له عقل څخه یې خلاص کړو، نو د دوی ربوبیت منو او د خپلو اتلانو په توګه یې پر خپلو اوږو ګرځو.

عقل هغه وخت راستنیږي، چې ناوخته وي او موږ یو عمر د خپلو قصابانو بندګی کړې وي. ښايي دا متل یې هم تر دې ویلای، چې: «عقل افغان پسان میاید.»

ای کاش د دویم او درېیم نسل عقل و عقلانیت همدا اوس راویښېدلای.

روستیه عقله! کاشکې ړومبی وای.

له تاریخي پلوه که د افغانانو عقلانیت له تکفیر څخه وژغورل شو، د دوی د ملې ژغورنې رڼا او سباوون له همدې ځایه رابریږي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي یو ځل بيا د نجونو پر مخ د تعليمي مرکزونو د پرانيستو غوښتنه وکړه

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۰

پخواني ولسمشر د نوي کال د رارسېدو په يوه پيغام کې له طالبانو په تکراري ډول غوښتي، چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي. حامد کرزي وایي؛ نېږدې درې کاله کېږي، چې افغانې نجوني له خپل اساسي حق څخه بې برخې دي.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې په ورځ د نوي (۱۴۰۳) کال د رارسېدو په يوه پيغام کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د نورو له اړتيا د خلاصېدو یوه لار د نجونو پر مخ د تعليمي بنسټونو خلاصېدل دي.

هغه له طالبانو څخه په تکراري ډول غوښتنه کړې او ليکلي يې دي: « پر سرپرست اسلامي حکومت غږ کوم او به تکرار ترې دا غوښتنه کوم، چې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې دې د افغانستان د لوڼو پر مخ پرانيزي او د تعليم زمينه دې ورته برابره کړي.»

کرزي وايي؛ د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون د دروازو پرانيستل به افغان نجونو ته تر بل هر څه لوی جشن او خوښي وي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ پر ۱۵ طالبانو په واکمنېدو پسې د نجونو له شپږم ټولګې پر پورته زدکړو بندیز ولګاوه او تېر کال یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

که څه هم دا ډله وايي، چې د نجونو د زدکړو او تعلیمي نصاب لپاره طرحه جوړوي؛ خو له دوه نیمو کلونو تېرېدو سره هم د دې طرحې څرک نه شته.

په افغانستان کې ښوونیز کال پسرلی یا د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ پیلېږي؛ خو لا هم داسې نښې نه شته، چې وښيي طالبان به نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

ایرانی چارواکی: تېرو پنځو کلو کې مو له افغانستانه را اړول شوي ۴۴۵۰ ټنه نشه يي توکي نیولي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د ایران له نشه یي توکو سره د مبارزې سرمنشي وایي، چې د دې هېواد ځواکونو په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستانه را اړول شوي څلور زره او ۴۵۰ ټنه نشه یي توکي نیولي دي. اسکندر مومني وایي، چې په دغه موده د ایران له نشه یي توکو سره د مبارزې ۵۰ تنه عسکر هم وژل شوي دي.

د صدا و سیما خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي له نشه یي توکو سره د مبارزې د کمیسیون په ۶۷مه ناسته کې چې په ویانا کې د ملګرو ملتو په مرکز کې جوړه شوې وه وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه عملي اقدام چې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او تولید د مخنیوي لامل کیږي، هر کلی کوي.»

ښاغلي مومني زیاته کړه، چې تر دې دمه له افغانستان د نشه يي توکو لېږد نه دی کم شوی، د نوموړي په وینا، یوازې په تېرو پنځلسو ورځو کې په دوو عملیاتو کې ۴۸۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي چې یوه مشخص اروپايي هېواد ته وړل کېدل، د ایراني پولیسو له خوا ونیول شول.

یاد ایراني چارواکي څرګنده کړه: «په تېر یوه کال کې د تېرو کلونو په شان په افغانستان کې د متامفیتامین د نیولو شاهدان و.»

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د نشه یي توکو کښت، پېر او پلور منع شوی دی، خو کله نا کله طالبان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه یي توکو د ترلاسه کولو خبر ورکوي.

اسکندر مومني په ویانا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون په ٦٧مه غونډه کې پر ټولو هېوادونو ټينګار وکړ چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د درې اړخيزو نړيوالو کنوانسيونونو باثباته او په اغېزمنه توګه پلي کېدو ته غاړه کېږدي.

نوموړي صنعتي شوي نشه یي توکي د هېوادونو په وړاندې له مهمو ننګونو څخه بللي دي او وایي، چې دا د «بشریت پر وړاندې خاموشه جګړهده.»

پخوانی افغان سفیر: د اسلامي همکاریو سازمان دې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۵۹ GMT+۰

سریلانکا کې د افغانستان سفیر د اسلامي همکاریو له سازمان څخه وغوښتل، چې د خپلو نړېوالو ژمنو پر بنسټ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په ختمولو کې مرسته وکړي. محمد اشرف حیدري وویل، د اسلامي همکاریو سازمان له دې لارې کولی شي له اسلام څخه د غلط تصویر وړاندې کولو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو په کلتور او دودونو کې ځای نه لري.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه د پاسه دوه نیمو کلو کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او په ټولنه کې پر شتون پراخ بندیزونه لګولي دي.

ډېر شمېر اسلامي هېوادونو او همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو کړنې په ځانګړې توګه د ښځو پر زده کړو بندیزونه غندلي دي.

یو شمیر سازمانونه، کارپوهان او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې د «جنسیتي توپیر» یوه بیلګه ده او دوی یې د رسمیت پیژندلو په موخه مبارزه کوي.

د پاکستان ځانګړی استازی: ټي ټي پي د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، اسلام اباد داسې اسناد لري چې پاکستاني طالبان د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي. اصف درانی اټکل کوي چې له پنځو تر شپږو زرو پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

هغه زياته کړه، که د تحريک طالبان پاکستان د غړو د کورنيو شمېر وڅېړل شي، نو ټولټال شمېر يې اويا زرو تنو ته رسېږي.

دغه جګپوړی پاکستانی ډیپلوماټ وايي، «ظاهراً نور خلک د دوی د اوسېدو لګښت ورکوي. ځکه چې طالبان د دې لوی شمېر ورځني لګښتونه نه شي پوره کولای.»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د شنبې په ورځ د (کب۲۶ مه ) د پاکستان د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال دا مشخصه نه کړه چې د هغه له «افغان استازو» هدف څوک دي چې له هند څخه پیسې اخلي او پاکستاني طالبانو ته ورکوي.

اصف درانی وايي، له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې چې دغه ډله نه تسلیمېدو ته چمتو وه او نه هم د پاکستان اساسي قانون ته وفاداره.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې پاکستان کابل کې طالبانو ته ویلي چې «ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده» او طالبان باید د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او دغه ډله بې وسلې کړي.

د پاکستان پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان د ناامنۍ ریښه په افغانستان کې ده. افغان طالبانو دا ادعا رد کړه او ویلي یې دي چې «اسلام اباد خپله واوره د کابل پر بام غورځوي.»

په وروستۍ پیښه کې، پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ، د کب۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د څو ځانمرګو بریدګرو په تنظیمولو سره د پاکستاني پوځ په یوه مرکز موټربم او ځانمرګي بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه اووه پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول او تر شلو زیات ټپیان شول.

ذبیح الله مجاهد: افغان خبریالان دې په رسنیو کې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان کې ټول خبریالان دې په رسنیو کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره فعاليت وکړي. تر ډیره پورې پر طالبانو نیوکې کیږي چې دغه ډله د رسنیو قانون او اصولو ته پام نه کوي او په خبریالانو د خپلې خوښې اصول مني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یک شنبه د (کب ۲۷مه) د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی او ويلي یې دي چې خبریالان دې د خپلو فعالیتونو پر مهال اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته پام وکړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته څه باندې دوه نیم کاله کیږي چې د نورو اصطلاح ګانو تر څنګ دغې ډلې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو د اصطلاح ګانو په کارولو او پلمې سره یو شمېر خبریالان نیولي، بندیان کړي او ځورولي دي.

خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ سازمانونه وايي چې له تېر یو کال راهیسې دغې ډلې د افغانستان د رسنیو قانون په دې نوم ځنډولی چې ګنې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله ته یې د توشیح لپاره لیږلی.

دغې ډلې له تیرو څه باندې دوه نیمو کلو راهیسې د بېلابېلو فرمانونو له لارې پر رسنیو بېلابېل بندیزونه لګولي چې یو شمېر هغه یې په ځانګړي ډول پر ښځينه خبریالانو دي.

د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خبریالانو او د رسنیز ډګر د وضعیت په اړه د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې په رسنیزو چارو بوخته نه ده.

راپور کې راغلي، دا واقعیت د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د ښځو غږ چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، ټپ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د ټولو ۲۴۸ټلویزیونونو څخه اوس‌مهال ۶۸ټلویزیوني شبکې، له ۴۳۸ راډیوګانو څخه ۲۱۱ راډیوګانې، له ۹۱ ورځپاڼو څخه ۱۱ چاپي ورځپاڼې پاتې دي او شاوخوا ۶۰۰ښځینه خبريالانې اوس‌مهال پر دندو بوختې دي.

بې پولې خبریالان هم تېره اوونۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې، طالبانو د نویو فرمانونو له لارې په افغان رسنیو کې پر ښځو بندیزونه ډیر کړي او دغې برخې ته یې ډیر ځانګړی پام اړولی دی.

دغه سازمان د طالبانو له مشر ملا هبت الله غوښتي، چې د رسنیو پر وړاندې له زورزیاتیو لاس واخلي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د فبرورۍ په میاشت کې پر رسنیو په ځانګړې توګه په خوست او کندهار کې د طالبانو بندیزونه زیات شوي او ښايي دا لړۍ د افغانستان نورو برخو ته هم وغځیږي.

بې پولې خبريالانو په يوه اعلاميه کې ليکلي، چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د طالبانو کړنې او فرمانونه په افغانستان کې پر رسنيو د زور او ناوړه چلند څرګندويي کوي.

دغه سازمان وايي، رسنیو ته د خبریالانو، اورېدونکو یا لیدونکو په توګه د ښځو لاسرسی محدودول او همداراز په کندهار کې د طالبانو له خوا پر ويډیو او انځور اخیستنې د بندیز حکم د اندېښنې وړ دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راپور له مخې، ډېری ښځینه خبریالانې یا له کاره ګوښه شوي او یا هم دې ته اړ اېستل شوې چې دنده پرېږي.

راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۹۵ سلنه رسنیو خپلو ښځینه کارکوونکو ته ځواب ورکړی دی.

د بې پولې خبریالانو په راپور کې دا هم ويل شوي چې، که څه هم په ګاونډیو هېوادونو کې د جلاوطنه افغانان خبریالانو کره شمېر نه دی معلوم؛ خو د دغې ټولنې د راپور له مخې، دا مهال یوازې په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰ خبریالان درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو په تمه دي.