• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی افغان سفیر: د اسلامي همکاریو سازمان دې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۵۹ GMT+۰

سریلانکا کې د افغانستان سفیر د اسلامي همکاریو له سازمان څخه وغوښتل، چې د خپلو نړېوالو ژمنو پر بنسټ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په ختمولو کې مرسته وکړي. محمد اشرف حیدري وویل، د اسلامي همکاریو سازمان له دې لارې کولی شي له اسلام څخه د غلط تصویر وړاندې کولو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو په کلتور او دودونو کې ځای نه لري.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه د پاسه دوه نیمو کلو کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او په ټولنه کې پر شتون پراخ بندیزونه لګولي دي.

ډېر شمېر اسلامي هېوادونو او همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو کړنې په ځانګړې توګه د ښځو پر زده کړو بندیزونه غندلي دي.

یو شمیر سازمانونه، کارپوهان او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې د «جنسیتي توپیر» یوه بیلګه ده او دوی یې د رسمیت پیژندلو په موخه مبارزه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان ځانګړی استازی: ټي ټي پي د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، اسلام اباد داسې اسناد لري چې پاکستاني طالبان د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي. اصف درانی اټکل کوي چې له پنځو تر شپږو زرو پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

هغه زياته کړه، که د تحريک طالبان پاکستان د غړو د کورنيو شمېر وڅېړل شي، نو ټولټال شمېر يې اويا زرو تنو ته رسېږي.

دغه جګپوړی پاکستانی ډیپلوماټ وايي، «ظاهراً نور خلک د دوی د اوسېدو لګښت ورکوي. ځکه چې طالبان د دې لوی شمېر ورځني لګښتونه نه شي پوره کولای.»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د شنبې په ورځ د (کب۲۶ مه ) د پاکستان د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال دا مشخصه نه کړه چې د هغه له «افغان استازو» هدف څوک دي چې له هند څخه پیسې اخلي او پاکستاني طالبانو ته ورکوي.

اصف درانی وايي، له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې چې دغه ډله نه تسلیمېدو ته چمتو وه او نه هم د پاکستان اساسي قانون ته وفاداره.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې پاکستان کابل کې طالبانو ته ویلي چې «ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده» او طالبان باید د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او دغه ډله بې وسلې کړي.

د پاکستان پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان د ناامنۍ ریښه په افغانستان کې ده. افغان طالبانو دا ادعا رد کړه او ویلي یې دي چې «اسلام اباد خپله واوره د کابل پر بام غورځوي.»

په وروستۍ پیښه کې، پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ، د کب۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د څو ځانمرګو بریدګرو په تنظیمولو سره د پاکستاني پوځ په یوه مرکز موټربم او ځانمرګي بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه اووه پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول او تر شلو زیات ټپیان شول.

ذبیح الله مجاهد: افغان خبریالان دې په رسنیو کې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان کې ټول خبریالان دې په رسنیو کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره فعاليت وکړي. تر ډیره پورې پر طالبانو نیوکې کیږي چې دغه ډله د رسنیو قانون او اصولو ته پام نه کوي او په خبریالانو د خپلې خوښې اصول مني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یک شنبه د (کب ۲۷مه) د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی او ويلي یې دي چې خبریالان دې د خپلو فعالیتونو پر مهال اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته پام وکړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته څه باندې دوه نیم کاله کیږي چې د نورو اصطلاح ګانو تر څنګ دغې ډلې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو د اصطلاح ګانو په کارولو او پلمې سره یو شمېر خبریالان نیولي، بندیان کړي او ځورولي دي.

خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ سازمانونه وايي چې له تېر یو کال راهیسې دغې ډلې د افغانستان د رسنیو قانون په دې نوم ځنډولی چې ګنې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله ته یې د توشیح لپاره لیږلی.

دغې ډلې له تیرو څه باندې دوه نیمو کلو راهیسې د بېلابېلو فرمانونو له لارې پر رسنیو بېلابېل بندیزونه لګولي چې یو شمېر هغه یې په ځانګړي ډول پر ښځينه خبریالانو دي.

د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خبریالانو او د رسنیز ډګر د وضعیت په اړه د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې په رسنیزو چارو بوخته نه ده.

راپور کې راغلي، دا واقعیت د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د ښځو غږ چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، ټپ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د ټولو ۲۴۸ټلویزیونونو څخه اوس‌مهال ۶۸ټلویزیوني شبکې، له ۴۳۸ راډیوګانو څخه ۲۱۱ راډیوګانې، له ۹۱ ورځپاڼو څخه ۱۱ چاپي ورځپاڼې پاتې دي او شاوخوا ۶۰۰ښځینه خبريالانې اوس‌مهال پر دندو بوختې دي.

بې پولې خبریالان هم تېره اوونۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې، طالبانو د نویو فرمانونو له لارې په افغان رسنیو کې پر ښځو بندیزونه ډیر کړي او دغې برخې ته یې ډیر ځانګړی پام اړولی دی.

دغه سازمان د طالبانو له مشر ملا هبت الله غوښتي، چې د رسنیو پر وړاندې له زورزیاتیو لاس واخلي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د فبرورۍ په میاشت کې پر رسنیو په ځانګړې توګه په خوست او کندهار کې د طالبانو بندیزونه زیات شوي او ښايي دا لړۍ د افغانستان نورو برخو ته هم وغځیږي.

بې پولې خبريالانو په يوه اعلاميه کې ليکلي، چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د طالبانو کړنې او فرمانونه په افغانستان کې پر رسنيو د زور او ناوړه چلند څرګندويي کوي.

دغه سازمان وايي، رسنیو ته د خبریالانو، اورېدونکو یا لیدونکو په توګه د ښځو لاسرسی محدودول او همداراز په کندهار کې د طالبانو له خوا پر ويډیو او انځور اخیستنې د بندیز حکم د اندېښنې وړ دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راپور له مخې، ډېری ښځینه خبریالانې یا له کاره ګوښه شوي او یا هم دې ته اړ اېستل شوې چې دنده پرېږي.

راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۹۵ سلنه رسنیو خپلو ښځینه کارکوونکو ته ځواب ورکړی دی.

د بې پولې خبریالانو په راپور کې دا هم ويل شوي چې، که څه هم په ګاونډیو هېوادونو کې د جلاوطنه افغانان خبریالانو کره شمېر نه دی معلوم؛ خو د دغې ټولنې د راپور له مخې، دا مهال یوازې په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰ خبریالان درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو په تمه دي.

سمیع سادات: طالبانو د القاعدې ډلې ۸۰۰ قوماندانانو ته پناه ورکړې ده

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان سمیع سادات د کمبریج اتحادیې په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې طالبانو په افغانستان کې د القاعدې ډلې د ۸۰۰ قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې څه باندې ۱۶ زره غړو ته پناه ورکړې ده.

ښاغلی سادات وایي، د طالبانو رژیم د نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

سمیع سادات د شنبې په ورځ (د کب ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کمبریج پوهنتون د زده‌کړیانو د اتحادیې د مشر نیک ډیویس په کوربتوب یې په یوه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي سادات زیاته کړې، چې طالبانو د ښوونځیو پر ځای د اوو زرو دیني مدرسو په جوړولو سره د منځنۍ اسیا جنګیالي هم خدمت ته نیولي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان به په داسې کړنو سره نړۍ ته ډېر ناورینونه رامنځته کړي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ناسته کې څرګنده کړه، چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلې دي او په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې القاعدې ډلې اته نوي روزنیز کمپونه هم جوړ کړي دي. د ملګرو ملتونو ددغه راپور پر بنسټ، د القاعدې ډلې لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې موجود دي او دغه ډله د افغانستان او سیمي لپاره جدي ګواښ دی.

له دې سره، سیګار هم د روان کال په سلواغې میاشت کې د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې د افغانستان په خاوره کې د القاعدې ډلې د بیا راپورته کېدو او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمد ضیاء سراج هم په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې اوسمهال څه باندې یو میلیون طالبان په دیني مدرسو کې په زده‌کړو بوخت دي او ټاکل شوې چې په راتلونکو دریو کلونو کې نیم میلیون کسان له دغو مدرسو فارغ شي.

ښاغلي سادات لیکلي: «مونږ افغانان د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوو، یوازیني څه ته چې اړتیا لرو د نړۍ د ملتونو له خوا د سیاسي فضا جوړېدل او درک کول دي.»

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، روان لمریز کال افغانستان ته یونیم میلیون کډوال راستانه شوي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال له ګانډیو هیوادونو په زور او خپله خوښه راستانه شوي.

خو د کډوالو وزارت چارواکو دا نه دي ويلي چې دغه یونیم میلیون افغانان له کومو هيوادونو افغانستان ته راستانه شوي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني نن یک شنبه د (کب ۲۷مه) د طالبانو تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي چې له دغو شمېر کډوالو سره تر ثبتېدو وروسته مرستې شوې او بیا خپلو سیمو ته استول شوي.

یاد وزارت وايي، د ټولو ولایتونو د کډوالو ریاستونو ته یې د دغو کډوالو د سمې لارښوونې سپارښتنې کړې دي چې له یادو کډوالو سره همکاري وکړي.

د کډوالو وزارت وايي، چې دا مهال اووه میلیونه افغان کډوال په ګاونډیو او نورو لوېدیځو هيوادونو کې کډوال دي چې له دغه شمېر څخه درې میلیونه په پاکستان، درې ميلیونه په ایران او یو میلیون یې په اروپايي هیوادونو کې ژوند کوي، خو دغه شمېرې د کډوالو نړېوال سازمان له لوري نه دي کره شوې.

همدارنګه د دغه وزارت ویاند وايي، چې په کور دننه هم درې میلیونه کډوال ورسره ثبت شوي چې ۱۱ زره یې بېرته خپلو سیمو ته لیږدول شوي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د دې تر څنګ د راپورونو له مخې له ایران څخه هم په منځنۍ کچه د ورځې ۱۵۰۰ افغان کډوال په زور او خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي.

د کب ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ؛ خبریالان وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې یې نمانځل کمرنګه شوي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۰

د کب ۲۷مه په ۱۳۹۲ کال کې د افغانستان د خبریالانو د مرکز په مشرۍ د یو شمېر خبریالانو له خوا د خبریالانو د ملي ورځې په نوم ونومول شوه. د خبریالانو ملي ورځ چې هر کال د خصوصي او دولتي ادارو له خوا په پراخه توګه نمانځل کېده، له دریو کلونو راهیسې یې نمانځل کمرنګه شوې.

افغان خبریالان وايي، سره له دې چې هر کال له دې ورځې نمانځنه کېده، خو په ۱۳۹۷ کال کې د مخکني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د حکومت کابینې له دغې ورځې سره موافقت وکړ او د هېواد د ملي مناسبت په توګه ومنل شوه.

که څه هم د مې درېیمه نیټه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه هر کال د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کیږي، خو د کب ۲۷مه بیا په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم نومول شوې ده.

د طالبانو حکومت هم د کب ۲۷مه د خبریالانو د ملي ورځې په توګه مني خود پخوا غوندې نه نمانخل کیږي.

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، په تېرو کلونو کې په بیلابیلو دولتي او نادولتي ادارو کې د دې ورځې د لمانځنې ترڅنګ د هغوی ستونزې او کاري محدودیتونه هم ارزول کېدل، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سره له دې چې د خبریالانو د ستونزو د اورېدو کومه اداره نشته د دوی پروړاندې ناوړه او له تاوتریخوالي ډک چلند هم زیات شوی دی.

له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې لسګونه خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او ځینې خبریالان تراوسه پورې هم د طالبانو په بندخونو کې دي.

سره له دې چې د جمهوریت په څه باندې شل کلنه دوره کې هم د خبریالانو پروړاندې جدي امنیتي ګواښونه ول چې سلګونو خبریالانو ته د جګړو او د ځانمرګو بریدونو له امله مرګژوبله اوښتې وه، خو خبریالان وايي، په هغه وخت کې له ټولو ناخوالو سره سره دولت او د خبریالانو ملاتړو سازمانونو په پراخه توګه د خبریالانو له حقونو دفاع کوله.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په ټول هېواد کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي ورځپاڼو فعالیتونه درلودل، چې له دغه شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ چاپي ورځپاڼې وې.

د جمهوریت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست پر مهال په ټولییزه توګه ۱۱۸۵۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وو، چې ۵۲۴۰ تنه یې ښځینه خبریالانې وې؛ خو اوس په ټوله کې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه کمې ښځینه خبریالانې کار کوي.

د دغه سازمان په خبره، اوسمهال د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې کار نه کوي.

د خبریالانو له ملي ورځې څخه په داسې حال کې نمانځنه کیږي، چې د خبریالانو پروړاندې کاري محدودیتونه زیات شوي، د دې ترڅنګ وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت او په درېیمو هېوادونو کې د خبریالانو اوږدمهاله پاتې کېدل له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي، چې افغان خبریالان ورسره لاس او ګرېوان دي.