• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي یو ځل بيا د نجونو پر مخ د تعليمي مرکزونو د پرانيستو غوښتنه وکړه

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۰

پخواني ولسمشر د نوي کال د رارسېدو په يوه پيغام کې له طالبانو په تکراري ډول غوښتي، چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي. حامد کرزي وایي؛ نېږدې درې کاله کېږي، چې افغانې نجوني له خپل اساسي حق څخه بې برخې دي.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې په ورځ د نوي (۱۴۰۳) کال د رارسېدو په يوه پيغام کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د نورو له اړتيا د خلاصېدو یوه لار د نجونو پر مخ د تعليمي بنسټونو خلاصېدل دي.

هغه له طالبانو څخه په تکراري ډول غوښتنه کړې او ليکلي يې دي: « پر سرپرست اسلامي حکومت غږ کوم او به تکرار ترې دا غوښتنه کوم، چې د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې دې د افغانستان د لوڼو پر مخ پرانيزي او د تعليم زمينه دې ورته برابره کړي.»

کرزي وايي؛ د نجونو پر مخ د ښوونځي او پوهنتون د دروازو پرانيستل به افغان نجونو ته تر بل هر څه لوی جشن او خوښي وي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ پر ۱۵ طالبانو په واکمنېدو پسې د نجونو له شپږم ټولګې پر پورته زدکړو بندیز ولګاوه او تېر کال یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

که څه هم دا ډله وايي، چې د نجونو د زدکړو او تعلیمي نصاب لپاره طرحه جوړوي؛ خو له دوه نیمو کلونو تېرېدو سره هم د دې طرحې څرک نه شته.

په افغانستان کې ښوونیز کال پسرلی یا د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ پیلېږي؛ خو لا هم داسې نښې نه شته، چې وښيي طالبان به نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: تېرو پنځو کلو کې مو له افغانستانه را اړول شوي ۴۴۵۰ ټنه نشه يي توکي نیولي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د ایران له نشه یي توکو سره د مبارزې سرمنشي وایي، چې د دې هېواد ځواکونو په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستانه را اړول شوي څلور زره او ۴۵۰ ټنه نشه یي توکي نیولي دي. اسکندر مومني وایي، چې په دغه موده د ایران له نشه یي توکو سره د مبارزې ۵۰ تنه عسکر هم وژل شوي دي.

د صدا و سیما خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي له نشه یي توکو سره د مبارزې د کمیسیون په ۶۷مه ناسته کې چې په ویانا کې د ملګرو ملتو په مرکز کې جوړه شوې وه وویل: «د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه عملي اقدام چې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او تولید د مخنیوي لامل کیږي، هر کلی کوي.»

ښاغلي مومني زیاته کړه، چې تر دې دمه له افغانستان د نشه يي توکو لېږد نه دی کم شوی، د نوموړي په وینا، یوازې په تېرو پنځلسو ورځو کې په دوو عملیاتو کې ۴۸۰۰ کیلوګرامه نشه یي توکي چې یوه مشخص اروپايي هېواد ته وړل کېدل، د ایراني پولیسو له خوا ونیول شول.

یاد ایراني چارواکي څرګنده کړه: «په تېر یوه کال کې د تېرو کلونو په شان په افغانستان کې د متامفیتامین د نیولو شاهدان و.»

که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د نشه یي توکو کښت، پېر او پلور منع شوی دی، خو کله نا کله طالبان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د نشه یي توکو د ترلاسه کولو خبر ورکوي.

اسکندر مومني په ویانا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمېسيون په ٦٧مه غونډه کې پر ټولو هېوادونو ټينګار وکړ چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د درې اړخيزو نړيوالو کنوانسيونونو باثباته او په اغېزمنه توګه پلي کېدو ته غاړه کېږدي.

نوموړي صنعتي شوي نشه یي توکي د هېوادونو په وړاندې له مهمو ننګونو څخه بللي دي او وایي، چې دا د «بشریت پر وړاندې خاموشه جګړهده.»

پخوانی افغان سفیر: د اسلامي همکاریو سازمان دې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۵۹ GMT+۰

سریلانکا کې د افغانستان سفیر د اسلامي همکاریو له سازمان څخه وغوښتل، چې د خپلو نړېوالو ژمنو پر بنسټ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په ختمولو کې مرسته وکړي. محمد اشرف حیدري وویل، د اسلامي همکاریو سازمان له دې لارې کولی شي له اسلام څخه د غلط تصویر وړاندې کولو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو په کلتور او دودونو کې ځای نه لري.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه د پاسه دوه نیمو کلو کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او په ټولنه کې پر شتون پراخ بندیزونه لګولي دي.

ډېر شمېر اسلامي هېوادونو او همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو کړنې په ځانګړې توګه د ښځو پر زده کړو بندیزونه غندلي دي.

یو شمیر سازمانونه، کارپوهان او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې د «جنسیتي توپیر» یوه بیلګه ده او دوی یې د رسمیت پیژندلو په موخه مبارزه کوي.

د پاکستان ځانګړی استازی: ټي ټي پي د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، اسلام اباد داسې اسناد لري چې پاکستاني طالبان د افغان استازو له لارې له هند څخه پیسې ترلاسه کوي. اصف درانی اټکل کوي چې له پنځو تر شپږو زرو پاکستاني طالبانو په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

هغه زياته کړه، که د تحريک طالبان پاکستان د غړو د کورنيو شمېر وڅېړل شي، نو ټولټال شمېر يې اويا زرو تنو ته رسېږي.

دغه جګپوړی پاکستانی ډیپلوماټ وايي، «ظاهراً نور خلک د دوی د اوسېدو لګښت ورکوي. ځکه چې طالبان د دې لوی شمېر ورځني لګښتونه نه شي پوره کولای.»

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د شنبې په ورځ د (کب۲۶ مه ) د پاکستان د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال دا مشخصه نه کړه چې د هغه له «افغان استازو» هدف څوک دي چې له هند څخه پیسې اخلي او پاکستاني طالبانو ته ورکوي.

اصف درانی وايي، له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د سولې خبرې ځکه ناکامې شوې چې دغه ډله نه تسلیمېدو ته چمتو وه او نه هم د پاکستان اساسي قانون ته وفاداره.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې پاکستان کابل کې طالبانو ته ویلي چې «ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده» او طالبان باید د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او دغه ډله بې وسلې کړي.

د پاکستان پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې د پاکستان د ناامنۍ ریښه په افغانستان کې ده. افغان طالبانو دا ادعا رد کړه او ویلي یې دي چې «اسلام اباد خپله واوره د کابل پر بام غورځوي.»

په وروستۍ پیښه کې، پاکستاني طالبانو د شنبې په ورځ، د کب۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د څو ځانمرګو بریدګرو په تنظیمولو سره د پاکستاني پوځ په یوه مرکز موټربم او ځانمرګي بریدونه وکړل چې له امله یې لږ تر لږه اووه پاکستاني امنیتي عسکر ووژل شول او تر شلو زیات ټپیان شول.

ذبیح الله مجاهد: افغان خبریالان دې په رسنیو کې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان کې ټول خبریالان دې په رسنیو کې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره فعاليت وکړي. تر ډیره پورې پر طالبانو نیوکې کیږي چې دغه ډله د رسنیو قانون او اصولو ته پام نه کوي او په خبریالانو د خپلې خوښې اصول مني.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یک شنبه د (کب ۲۷مه) د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړی او ويلي یې دي چې خبریالان دې د خپلو فعالیتونو پر مهال اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته پام وکړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته څه باندې دوه نیم کاله کیږي چې د نورو اصطلاح ګانو تر څنګ دغې ډلې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو د اصطلاح ګانو په کارولو او پلمې سره یو شمېر خبریالان نیولي، بندیان کړي او ځورولي دي.

خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ سازمانونه وايي چې له تېر یو کال راهیسې دغې ډلې د افغانستان د رسنیو قانون په دې نوم ځنډولی چې ګنې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله ته یې د توشیح لپاره لیږلی.

دغې ډلې له تیرو څه باندې دوه نیمو کلو راهیسې د بېلابېلو فرمانونو له لارې پر رسنیو بېلابېل بندیزونه لګولي چې یو شمېر هغه یې په ځانګړي ډول پر ښځينه خبریالانو دي.

د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خبریالانو او د رسنیز ډګر د وضعیت په اړه د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې په رسنیزو چارو بوخته نه ده.

راپور کې راغلي، دا واقعیت د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د ښځو غږ چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، ټپ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د ټولو ۲۴۸ټلویزیونونو څخه اوس‌مهال ۶۸ټلویزیوني شبکې، له ۴۳۸ راډیوګانو څخه ۲۱۱ راډیوګانې، له ۹۱ ورځپاڼو څخه ۱۱ چاپي ورځپاڼې پاتې دي او شاوخوا ۶۰۰ښځینه خبريالانې اوس‌مهال پر دندو بوختې دي.

بې پولې خبریالان هم تېره اوونۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې، طالبانو د نویو فرمانونو له لارې په افغان رسنیو کې پر ښځو بندیزونه ډیر کړي او دغې برخې ته یې ډیر ځانګړی پام اړولی دی.

دغه سازمان د طالبانو له مشر ملا هبت الله غوښتي، چې د رسنیو پر وړاندې له زورزیاتیو لاس واخلي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د فبرورۍ په میاشت کې پر رسنیو په ځانګړې توګه په خوست او کندهار کې د طالبانو بندیزونه زیات شوي او ښايي دا لړۍ د افغانستان نورو برخو ته هم وغځیږي.

بې پولې خبريالانو په يوه اعلاميه کې ليکلي، چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د طالبانو کړنې او فرمانونه په افغانستان کې پر رسنيو د زور او ناوړه چلند څرګندويي کوي.

دغه سازمان وايي، رسنیو ته د خبریالانو، اورېدونکو یا لیدونکو په توګه د ښځو لاسرسی محدودول او همداراز په کندهار کې د طالبانو له خوا پر ويډیو او انځور اخیستنې د بندیز حکم د اندېښنې وړ دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راپور له مخې، ډېری ښځینه خبریالانې یا له کاره ګوښه شوي او یا هم دې ته اړ اېستل شوې چې دنده پرېږي.

راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۹۵ سلنه رسنیو خپلو ښځینه کارکوونکو ته ځواب ورکړی دی.

د بې پولې خبریالانو په راپور کې دا هم ويل شوي چې، که څه هم په ګاونډیو هېوادونو کې د جلاوطنه افغانان خبریالانو کره شمېر نه دی معلوم؛ خو د دغې ټولنې د راپور له مخې، دا مهال یوازې په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰ خبریالان درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو په تمه دي.

سمیع سادات: طالبانو د القاعدې ډلې ۸۰۰ قوماندانانو ته پناه ورکړې ده

۲۷ کب ۱۴۰۲ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان سمیع سادات د کمبریج اتحادیې په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې طالبانو په افغانستان کې د القاعدې ډلې د ۸۰۰ قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې څه باندې ۱۶ زره غړو ته پناه ورکړې ده.

ښاغلی سادات وایي، د طالبانو رژیم د نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

سمیع سادات د شنبې په ورځ (د کب ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کمبریج پوهنتون د زده‌کړیانو د اتحادیې د مشر نیک ډیویس په کوربتوب یې په یوه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي سادات زیاته کړې، چې طالبانو د ښوونځیو پر ځای د اوو زرو دیني مدرسو په جوړولو سره د منځنۍ اسیا جنګیالي هم خدمت ته نیولي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان به په داسې کړنو سره نړۍ ته ډېر ناورینونه رامنځته کړي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه ناسته کې څرګنده کړه، چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلې دي او په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې القاعدې ډلې اته نوي روزنیز کمپونه هم جوړ کړي دي. د ملګرو ملتونو ددغه راپور پر بنسټ، د القاعدې ډلې لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې موجود دي او دغه ډله د افغانستان او سیمي لپاره جدي ګواښ دی.

له دې سره، سیګار هم د روان کال په سلواغې میاشت کې د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې د افغانستان په خاوره کې د القاعدې ډلې د بیا راپورته کېدو او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمد ضیاء سراج هم په دې وروستیو کې افغانستان انټرنشنل ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې اوسمهال څه باندې یو میلیون طالبان په دیني مدرسو کې په زده‌کړو بوخت دي او ټاکل شوې چې په راتلونکو دریو کلونو کې نیم میلیون کسان له دغو مدرسو فارغ شي.

ښاغلي سادات لیکلي: «مونږ افغانان د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره مبارزه کوو، یوازیني څه ته چې اړتیا لرو د نړۍ د ملتونو له خوا د سیاسي فضا جوړېدل او درک کول دي.»