نوموړي نن په خپل پیغام کې که څه هم د نجونو پر زدکړو د بندیزو نه ختمېدو ته اشاره نه ده کړې؛ خو زیاته کړې یې ده: «د نجونو او هلکانو په ګډون پر ګرانو ځوانانو غږ کوم چې د تعلیم په برخه کې او لوړو تحصیلي درجو تر لاسه کولو کې له هېڅ ډول هڅو لاس وا نه خلی؛ تر څو زموږ هېواد د خپلو بچیانو په لاس ځان بساینې، پرمختګ او لوړتیا ته ورسېږي.»
حامد کرزي د طالبانو له خوا د نوي کال نه نمانځلو ته له اشارې پرته د خپل پیغام اخر کې لیکلي، چې کوم ملتونه خپل لرغوني او تاریخي دودونه ساتي؛ نو د پرمختګ پر لار هم ځواکمن او هدفمن روان دي.
کله - کله په خپلو لیکنو کې یادونه کوم، چې ولسونه اصل او حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي وي؛ خو ځینې کسان د دې خبرې سره موافق نه دي او وایي، چې ولس مسوولیت نه لري بلکې حکومتي چارواکي همېشه مسوول وي؛ خو دا سمه نه ده ځکه د حدیث شریف روایت دی چې وایي: اعمالکم عمالکم.
څنګه چې دې عمل وي، هماغسې دې چارواکي وي.
دا خبره په هر لحاظ سمه ده؛ ځکه انسانان په ټولنه کې حقوق او وجایب دواړه لري.
څومره چې وجایب په ښه توګه ادا شي هماغومره حقوق هم په ښه توګه تر لاسه کوي، د وجایبو د ادا کولو او حقوقو د لاسته راوستلو لپاره علم او پوهه، سیاسي او ټولنیز جوړښتونه او ښه حکومتولي رول لري.
که د حکومتولۍ په بحث کې یو ساده مثال راوړو هغه به دا وي؛ که د پارلمان د ټاکلو لپاره ولس خپله رایه په ښه توګه استعمال کړي؛ نو یو ملک به ښه پارلمان ولري، ښه پارلمان به ښې کابینې ته رایه ورکوي، ښه کابینه به ښې پالیسي او پروګرامونه جوړ او پلي کوي.
که ولس یو کس ته د قوم، سمت، ژبې او یا شخصي ګټو په خاطر رایه ورکړي؛ نو ولس به خراب پارلمان ولري. بېکاره پارلمان به بېکاره کابینې ته رایه ورکوي. بېکاره کابینه به خرابې پالیسي او پروګرامونه جوړ او تطبیقوي.
داسې نه شي کېدلي چې ولس رایه ابوجهل ته ورکړي او عدالت عمري وغواړي. په دې خاطر حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي دي.
د تعلیمي نظام لوړې ژورې:
راځو اصلي موضوع ته؛ په تېرو پنځو لسیزو کې سربېره پر دې، چې د افغانستان فزیکي پرمختګ ټکنی او افغانستان د اسیا په کچه له ټولو څخه وروسته هېواد پاتې شو. د کورنیو او نیابتي جګړو له امله د افغانستان فکري رغونه هم شاته پاتې شوه.
په ملي روحیه تعلیمي نصاب چې د داود خان د حکومت په وخت کې پیل شوې و؛ ودرول شو. د جنګونو له امله د فزیکي جوړښتونو سره د افغانستان تعلیمي نظام، فرهنګي، کلتوري او ټولنیز بڼسټونه هم خراب شول.
د پان اسلامیزم او پان سوسیالیزم مفکورو په اساس د افغانستان د تعلیمي ادارو نصابونه بدل او رابدل شول.
کله چې د طالبانو حاکمه ډله په ۲۰۰۱زکال کې سقوط کاوه، تعلیمي نظام د کیفیت او کمیت په لحاظ د افغانستان لپاره د نشت سره حساب و. تعلیمي سیستم دومره ټیتې کچې ته نزول کړې و، چې د دېرش څلوېښتو کلونو پخواني نوټونه او چپترونه به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې استادانو تدریسول او اکثره د پوهنتونونو استادان به د لېسانس په کچه وو.
د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د ټولو نیمګړتیاو سره په تعلیمي او فکري لحاظ ډېر کار وشو او د پوهنتونونو اکثره استادان او حتا ټول د ماسترې او دوکتورا کچې ته ورسېدل.
البته هغه هم کافي نه وو او زیات نور کار ته یې اړتیا درلوده؛ خو د نیابتي جګړې او هم د دولت په منځ کې کشمکشونه د دې باعث شول چې د طالبانو د دویم ځل راتګ سره د هغه پرمختګ مخه بیا ډب شوه او افغانستان بیا د فکري او تشکیلاتي انحطاط او زوال سره مخامخ شو.
د فکري او تشکیلاتي انحطاط رغونه زیاتې سرمایې ته اړتیا لري او د افغانستان غوندې فقیر هېواد ته به دا ګرانه وي چې ډېر ژر دې بېرته صعودي مزل پیل کړي.
د نجونو پر ښوونځیو له بندیز سره نوی پیل شوی تعلمي کال
دا په داسې حال کې ده، چې لا تر اوسه د طالبانو د حاکمې ډلې او هم د طالبانو د فکري او سیاسي مخالفینو ترمنځ د افغانستان د بیا جوړولو لپاره هېڅ ډول فکري یووالې او تګلاره شتون نه لري.
که فکري یووالی او تګلاره رامنځته هم شي، دا به څو لسیزې ونیسي، چې افغانستان بېرته د ۲۰۲۱ز کال د اګست څخه مخکې حالت ته ورسیږي؛ ځکه د افغانستان د علمي موسساتو، اداراتو او سیستمونو د له منځه وړلو او یا فلج کیدلو سره د افغانستان څخه لویه بشري سرمایه ووتله او دا بشري سرمایه په اسانې سره بېرته افغانستان ته ګرځیدلی نه شي.
د هرې ادارې بیا فعاله کېدل پانګونې او وخت ته اړتیا لري. که څه هم د ډېری افغانانو په زړه کې به دا وي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ خو د اکثرو کورنیو د ماشومانو زده کړې او هم کورني شرایط به د دې جوګه نه وي، چې بېرته ټول خپل هېواد ته د دایمې اوسېدلو لپاره ستانه شي؛ خو د یوټوبرانو او سیلانیانو تګ جلا خبره ده.
کله چې د ولسونو علمي او فکري وده رشد کوي، هماغومره د یو هېواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي ادارو او موسساتو تهدابونه هم قوي کیږي.
د قوي موسساتو په درلودلو سره یو هېواد د پرمختګ او ثبات خواته ځي. کله چې په یو هېواد کې د تعلیم مخه نیول کیږي هغه هېواد هیڅکله پرمختګ نه شي کولی.
هغه هېواد به د فکري فقر سره مخامخ کیږي. تعلیمي او فکري رشد همېشه تدریجي وي او زیات وخت او پانګونې ته اړتیا لري؛ خو د تعلیمي نظام له منځه وړل بیا د ناشکن لوښي غوندې ډېر ژر د نظامونو په تغیر سره ماتېدلی شي؛ لکه څنګه چې افغانانو ولیدل چې په تېرو څو لسیزو کې حکومتونو او نظامونو سقوط وکړ او دې اړ و دوړ کې افغانانو ته په تعلیمي برخه کې زیاته ضربه ورسېدله.
د تعلمي ادارو نزول:
د طالبانو د بیا راتګ سره د افغانستان تعلیمي سیستمونو نزول او انحطاط په ډېر سرعت سره روان دی. دا درېیم کال دی، چې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې تړل شوي، کاري فرصت او حقوق ترې اخستل شوي او افغانستان ورځ تر بلې د فقر او فکري انحطاط خواته روان دی.
د هلکانو او ځوانانو پر وړاندې د تعلیمي ادارو کیفیت او کمیت دواړه په تېرو درېیو کلونو کې له نیمایې څخه زیات خراب شوی دی.
په پروان کې د طالبانو د پوهنې ریاست له ښوونکو او زده کوونکو غوښتي، چې په ښوونځي او د تګ راتګ پر مهال دې «اسلامي حجاب» مراعت کړي.
سيد محمد فيضي له ښوونکو غوښتي، چې زده کوونکو ته دې هم د حجاب اغوستلو لارښوونې وکړي.
طالب چارواکو نن د چاريکار په عبدالله اميري دولتي لېسه کې د نوي تعليمي کال د پيل پر مهال له کورنيو، زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د «اسلامي حجاب» په عملي کولو کې ور سره همکاري وکړي.
په پروان کې د طالبانو پوهنې رييس سید محمد فيضي زياتوي، چې ٰ«حجاب د خدای حکم دی» او زده کوونکې او ښوونکې يې بايد عملي کړي.
طالب ولايتي مسولینو د «اسلامي حجاب» په اړه نور معلومات ورنه کړل.
فیضي زياتوي، چې د نوي تعلیمي کال لپاره د ۳۰ زره نويو زده کوونکو لپاره تياری لري او پر مهال به یې له ۹ تر ۱۲ ټولګي ته د زر کسانو «مجاهدينو» نوم ليکنه هم وکړي.
هغه زياتوي: « سږکال د پروان په ښوونځيو کې د شاملېدو ظرفيت له ٣٠زرو څخه زيات دى او له ۹ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې به زر تنه مجاهدين ومنل شي.»
د افغانستان مخکېنی ولسمشر د نوي کال پیغام کې وایي، دغه هېواد عادل، مشروع او داسې نظام ته اړتیا لري، چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري.
اشرف غني په دغه پیغام کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د نږدې درې کلونو بندیز ته په اشاره دوی ته د ښوونځیو د دروازو په پرانیستو ټينګار وکړ.
پخوانی ولسمشر خپل اېکس کې د غږیز پیغام خپرولو سره د هلکانو پر زدکړو هم اندېښه ښيي او زیاتوي، که څه هم د هلکانو زدکړې روانې دي خو باید په تعلیمي نصاب کې ښه والی راشي. نوموړی په داسې حال کې د نجونو د ښوونځيو د دروازو د پرانیستو او د تعلیمي نصاب د ښه کېدو خبره کوي، چې طالبانو د نوروز د جشن پر ځای نوی ښونیز کال د نجونو له حضور پرته پیل کړ. سره له دې چې طالبانو په ځلونو ویلي د اصلاحاتو په را وستو به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړې هم پیل شي، خو د دغه بهیر د بیا پیل څرک نه لیدل کیږي.
که څه هم پر افغانانو سربېره، نړیواله ټولنه، اسلامي هېوادونه، د بشري حقونو او د ښځو ملاتړې ادارې له طالبانو بیا بیا غواړي چې د نجونو پر زدکړو بندیز او پر مېرمنو نور بندیزونه ختم کړي، خو د دې ډلې په دریځ کې کوم بدلون نه راځي.
د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیت او له ټولنیز ژوند د دوی محدودول، د اساسي قانون نشتوالی او همدارنګه په حکومت کې نورو ډلو او سیاسي ګوندونو ته ځای نه ور کول هغه څه بلل کېږي چې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي او په ملي او نړیواله کچه نامشروع بلل کېږي.
پخوانی ولسمشر اشرف غني د نجونو د زدکړو پر پرانیستو له ټینګار سره وايي، چې د افغانستان تر ټولو ډېر عادل او مشروع نظام لرل دي: «چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري او د ۲۰۴۰ کال لپاره چې د معاصر افغانستان د جوړېدو ۳۰۰ کاله پوره کېږي او تر هغه وروسته پړاو لپاره د ژوند لار ور وښيي.» ښاغلی غني هیله څرګندوي، چې په افغانستان کې بې اتفاقي له منځه ولاړه شي او ټول افغانان سره متحد شي او د داسې هېوادونو کتار کې ودرېږي چې د ثبات او پرمختګ پر لار روان دي، نه د هغو هېوادونه په ډله کې چې په وینو ککړ او د نیابتي جګړو ډګرونه دي او له یوه ناورین څخه بل ناورین ته ځي.
د پاکستان لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد جعرافیايي امنیت ورته سرې کرښې دي او نور به له بهر یو ډول ترهګري هم ونه زغمي.
شهباز شریف زیاتوي، د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د ودې لپاره له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي، خو دا په دې مانا نه ده چې د ګاونډي هېواد ځمکه «د ترهګرۍ لپاره وکارېږي.»
د ښاغلي شریف دا خبرې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته وې، چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې په پنا ور کولو تورنوي.
نوموړي نن په اسلام اباد کې د کابینې غونډې ته په وینا کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د مخلصانه ستراتیژۍ د جوړېدو وړاندیز هم وکړ.
د هغه په خبره، د ترهګرۍ ضد ټولیزې هڅې به په سیمه کې ټیکاو رامنځ ته کړي او د بې وزلۍ په څېر ستونزې به له منځه یوسي.
نوموړي هیله وښوده چې ګاونډی هېواد- چې منظور یې افغانستان او پر دغه هېواد واکمن طالبان دي- د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د ده وړاندیز مهم وګڼي او د سیمې ټیکاو کې به له پاکستان سره ګډ کار وکړي.
د شهباز شریف دا خبرې د افغانستان د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ د دغه هېواد له بمبار دوه ورځې وروسته دي.
د پاکستان پوځ وايي، په دغو بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه کړي دي، خو طالبان دا خبر ردوي او وايي ولسي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت هم د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د پکتیا په ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
اسلام اباد وايي، په دې بریدونو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه ټپیان دي.
د طالبانو په واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره اسلام اباد د طالبانو حکومت د دغه هېواد مخالفو طالبانو ته د پټنځیو په ور کولو تورنوي.
افغان طالبان د اسلام اباد دا خبره ردوي او وايي، پاکستاني طالبان په خپل هېواد کې پر ځمکه ولکه لري او افغان خاورې ته اړتیا نه لري.