• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پروان کې د طالبانو د پوهنې رييس: زده کوونکې او ښوونکې دې اسلامي حجاب کې ښوونځيو ته لاړې شي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۰

په پروان کې د طالبانو د پوهنې ریاست له ښوونکو او زده کوونکو غوښتي، چې په ښوونځي او د تګ راتګ پر مهال دې «اسلامي حجاب» مراعت کړي. سيد محمد فيضي له ښوونکو غوښتي، چې زده کوونکو ته دې هم د حجاب اغوستلو لارښوونې وکړي.

طالب چارواکو نن د چاريکار په عبدالله اميري دولتي لېسه کې د نوي تعليمي کال د پيل پر مهال له کورنيو، زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د «اسلامي حجاب» په عملي کولو کې ور سره همکاري وکړي.

په پروان کې د طالبانو پوهنې رييس سید محمد فيضي زياتوي، چې ٰ«حجاب د خدای حکم دی» او زده کوونکې او ښوونکې يې بايد عملي کړي.

طالب ولايتي مسولینو د «اسلامي حجاب» په اړه نور معلومات ورنه کړل.

فیضي زياتوي، چې د نوي تعلیمي کال لپاره د ۳۰ زره نويو زده کوونکو لپاره تياری لري او پر مهال به یې له ۹ تر ۱۲ ټولګي ته د زر کسانو «مجاهدينو» نوم ليکنه هم وکړي.

هغه زياتوي: « سږکال د پروان په ښوونځيو کې د شاملېدو ظرفيت له ٣٠زرو څخه زيات دى او له ۹ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې به زر تنه مجاهدين ومنل شي.»

طالبانو د «مجاهدینو» په نوم ښوونځیو ته د خپلو هغو وسلوالو د جذبولو لړۍ پیل کړې چې د دوی په وینا د جګړې له امله ښوونځی ترې نیمګړی پاتې و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د نجونو پر زدکړو له بندیز لرې کولو پرته د نوي تعلیمي کال د پیل زنګ وواهه

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۳ GMT+۰

په داسي حال کې، چې طالبانو د نجونو پر زدکړو بنديز ته دریم کال هم دوام ورکوي، د رييس الوزرا مرستیال د نوي تعليمي کال په پيل کې وويل، چې له تعليم پرته ملت تل نورو ته اړتيا لري. دا دريم تعليمي کال دی، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د نجونو له تګ پرته پیليږي.

طالبانو د کابل په اماني لېسه کې د ښځو له شتون پرته د نوي تعليمي کال د پيل مراسم تر سره کړل.

په دې مراسمو کې یو شمېر طالب چارواکو ویناوې وکړې.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په دې مراسمو کې وویل، چې په ۱۴۰۲ کال کې ۱،۲ میلیونه نوي زدکوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په نوي تعلیمي کال کې به دغه شمېره نوره هم زیاته شي.

په داسې حال کې، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي.

هغه له ښوونکو او زدکوونکو وغوښتل، چې د «اسلامي اصولو او افغاني دودونو» خلاف د جامو له اغوستلو ډډه وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ښوونکي او زدکوونکي باید خپل «صورت او سیرت» د اسلامي اصولو سره سم سينګار کړي.

په ورته وخت کې د پوهنې وزير د «اسلامي او افغاني اصولو خلاف» جامو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې د دیني زدکړو ترڅنګ عصري زدکړو ته هم جدي اړتیا ده.

هغه زیاته کړه د بهرنیانو له انحصاره د خلاصون یوازینۍ لار په ټولنه کې د دیني او عصري زدکړو زمینه برابرول دي.

وروسته له هغه، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځی وتړلې .

دې ډلې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز لګولی او پر ښځو یې له غیردولتي موسسو سره کار کول بند کړي دي.

په تېر حکومت کې نوی تعلیمي کال د وري میاشتې په درېیمه نېټه پیلېده، خو طالبانو د نوروز د لمانځنې په لغوه کولو سره تعلیمي کال د وري مياشتي په لومړۍ ورځ پيل کړ.

بېګا د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې له خبریالانو غوښتي وو، چې د نوي تعلیمي کال د پیل د خبري پوښښ لپاره اماني لېسې ته ورشي.

دغه وزارت له ښځینه خبریالانو وغوښتل، چې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

اشرف غني: افغانستان داسې مشروع او عادل نظام ته اړتیا لري چې ولس له مایوسۍ وژغوري

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د افغانستان مخکېنی ولسمشر د نوي کال پیغام کې وایي، دغه هېواد عادل، مشروع او داسې نظام ته اړتیا لري، چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري. اشرف غني په دغه پیغام کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو د نږدې درې کلونو بندیز ته په اشاره دوی ته د ښوونځیو د دروازو په پرانیستو ټينګار وکړ.

پخوانی ولسمشر خپل اېکس کې د غږیز پیغام خپرولو سره د هلکانو پر زدکړو هم اندېښه ښيي او زیاتوي، که څه هم د هلکانو زدکړې روانې دي خو باید په تعلیمي نصاب کې ښه والی راشي.
نوموړی په داسې حال کې د نجونو د ښوونځيو د دروازو د پرانیستو او د تعلیمي نصاب د ښه کېدو خبره کوي، چې طالبانو د نوروز د جشن پر ځای نوی ښونیز کال د نجونو له حضور پرته پیل کړ.
سره له دې چې طالبانو په ځلونو ویلي د اصلاحاتو په را وستو به له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړې هم پیل شي، خو د دغه بهیر د بیا پیل څرک نه لیدل کیږي.

که څه هم پر افغانانو سربېره، نړیواله ټولنه، اسلامي هېوادونه، د بشري حقونو او د ښځو ملاتړې ادارې له طالبانو بیا بیا غواړي چې د نجونو پر زدکړو بندیز او پر مېرمنو نور بندیزونه ختم کړي، خو د دې ډلې په دریځ کې کوم بدلون نه راځي.

د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیت او له ټولنیز ژوند د دوی محدودول، د اساسي قانون نشتوالی او همدارنګه په حکومت کې نورو ډلو او سیاسي ګوندونو ته ځای نه ور کول هغه څه بلل کېږي چې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي او په ملي او نړیواله کچه نامشروع بلل کېږي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني د نجونو د زدکړو پر پرانیستو له ټینګار سره وايي، چې د افغانستان تر ټولو ډېر عادل او مشروع نظام لرل دي: «چې ولس له مایوسۍ او بې وسۍ وژغوري او د ۲۰۴۰ کال لپاره چې د معاصر افغانستان د جوړېدو ۳۰۰ کاله پوره کېږي او تر هغه وروسته پړاو لپاره د ژوند لار ور وښيي.»
ښاغلی غني هیله څرګندوي، چې په افغانستان کې بې اتفاقي له منځه ولاړه شي او ټول افغانان سره متحد شي او د داسې هېوادونو کتار کې ودرېږي چې د ثبات او پرمختګ پر لار روان دي، نه د هغو هېوادونه په ډله کې چې په وینو ککړ او د نیابتي جګړو ډګرونه دي او له یوه ناورین څخه بل ناورین ته ځي.

طالبانو ته د شهباز شریف خبرداری: پاکستان نور له بهر یو ډول ترهګري هم نشي زغملی

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر وايي، د دغه هېواد جعرافیايي امنیت ورته سرې کرښې دي او نور به له بهر یو ډول ترهګري هم ونه زغمي. شهباز شریف زیاتوي، د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د ودې لپاره له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي، خو دا په دې مانا نه ده چې د ګاونډي هېواد ځمکه «د ترهګرۍ لپاره وکارېږي.»

د ښاغلي شریف دا خبرې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته وې، چې د پاکستان ضد وسلوالو ته یې په پنا ور کولو تورنوي.

نوموړي نن په اسلام اباد کې د کابینې غونډې ته په وینا کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د مخلصانه ستراتیژۍ د جوړېدو وړاندیز هم وکړ.

د هغه په خبره، د ترهګرۍ ضد ټولیزې هڅې به په سیمه کې ټیکاو رامنځ ته کړي او د بې وزلۍ په څېر ستونزې به له منځه یوسي.

نوموړي هیله وښوده چې ګاونډی هېواد- چې منظور یې افغانستان او پر دغه هېواد واکمن طالبان دي- د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د ده وړاندیز مهم وګڼي او د سیمې ټیکاو کې به له پاکستان سره ګډ کار وکړي.

د شهباز شریف دا خبرې د افغانستان د پکتیکا پر برمل او د خوست پر سپېره ولسوالۍ د دغه هېواد له بمبار دوه ورځې وروسته دي.

د پاکستان پوځ وايي، په دغو بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان غړي په نښه کړي دي، خو طالبان دا خبر ردوي او وايي ولسي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت هم د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې د پکتیا په ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

اسلام اباد وايي، په دې بریدونو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه ټپیان دي.

د طالبانو په واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو په ډېرېدو سره اسلام اباد د طالبانو حکومت د دغه هېواد مخالفو طالبانو ته د پټنځیو په ور کولو تورنوي.

افغان طالبان د اسلام اباد دا خبره ردوي او وايي، پاکستاني طالبان په خپل هېواد کې پر ځمکه ولکه لري او افغان خاورې ته اړتیا نه لري.

‌ذبیح الله مجاهد: په ۱۴۰۲ کال کې مو د نورو پرمختګونو تر څنګ له هيوادونو سره ښې اړیکې لرلې

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۵۷ GMT+۰

‌د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په تېر ۱۴۰۲ کال کې یې د نورو پرمختګونو تر څنګ له هيوادونو سره ښې اړیکې لرلې دي. خو شنوونکي وايي، چې طالبانو په دغه کال کې له ګاونډیانو سره څو نښتې کړې او پاکستان د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا څو ځله هوايي او ځمکني بریدونه کړي.

د ‌طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، نن چهار شنبه د (وري لومړۍ) نېټه د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته په استول شوي غږیز پیغام کې ويلي چې د دوی حکومت په تېر ۱۴۰۲ کال کې د نورو پرمختګونو تر څنګ له هيوادونو سره ښې اړیکې لرلې.

خو یو شمېر شنوونکي او سیاسي فعالان وايي، چې طالبانو په همدې کال کې له ایران او پاکستان سره له تاوتریخوالي ډکې اړیکې لرلې او په یوه کال کې له ایران سره پر پوله نښتې وکړې، او د دې تر څنګ له پاکستان سره د ټي تي پي پر سر تر سیاسي ناندریو وروسته پاکستان د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا څو ځله بریدونه کړي او په وروستۍ پېښه کې یې د څلورو ماشومانو په ګډون نهه ولسي وګړي وژلي دي.

طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره داسې مهال د ښو اړیکو خبره کوي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې ګاونډي هيواد پاکستان له طالبانو سره د ټي ټي پي د تودو اړيکو پر سر له اختلافاتو وروسته له پاکستانه څه باندې پنځه لکه افغان کډوال په زور ستانه کړي او د ځینو هغو یې پانګې هم ترې ګنګل او یرغمل کړې وې.

د دې تر څنګ ایران هم نږدې یو میلیون افغان کډوال په دغه کال کې افغانستان په جبري ډول ستانه کړي او دغه لړۍ لا روانه ده.

د افغانستان پر خاوره د پاکستاني الوتکو له وروستیو بریدونو څو ساعته وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کیږي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د تېرې شنبې په ورځ د (کب۲۶ مه ) د پاکستان د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال ویلي و، چې پاکستان کابل کې طالبانو ته ویلي چې «ټي ټي پي د پاکستان سره کرښه ده» او طالبان باید د پاکستاني طالبانو مشر ونیسي او دغه ډله بې وسلې کړي.

خو تر اوسه پورې په افغانستان کې د پاکستان له دعوې سره سم د تحریک طالبان پاکستان ډله په فعالیت بوخته او له هغه ځایه په پاکستان کې چاودنې او بریدونه کوي، هغه دعوه چې په تېرو دوو کلو کې له ناندریو تر هوايي بریدونو ورسېده او پاکستان په دې پلمه چې د ټي ټي پي پټنځایونه په نښه کوي، په مستقیم ډول د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا څرګند تېری وکړ.

د جرمني پولیسو هغه دوه افغانان په دې تور نیولي، چې په سویډن کې یې د برید پلان لاره

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۲:۵۹ GMT+۰

د جرمني پولیسو هغه دوه تنه افغانان د سویډن پارلمان ته څېرمه په دې تور نیولي، چې ګواکې هغوی پر عامو خلکو او پولیسو د برید پلان لاره. پولیس وایي، چې دغو دوو تنو ته د داعش خراسان ډلې سپارښتنه کړې وه چې په سویډن او نورو هېوادونو کې د قرانکریم د سوځولو په غچ هلته بریدونه وکړي.

د جرمني د فډرال برخې جنايي پولیسو د کب په ۲۹مه د سه شنبې په ورځ په اېکس پاڼه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرال څارنوالۍ د افغانستان دوه تنه اوسېدونکي ابراهیم او رامین د ګرا ښار د محکمې په حکم د تورینګن په ایالت کې نیولي دي.

پولیسو ویلي، چې ابراهیم نومی د داعش ډلې څخه «په قوي توګه د غړیتوب او ملاتړ» په تور او رامین بیا د همدغې ترهګرې ډلې په ملاتړ تورن دی.

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه تنه افغانان د ۲۰۲۳ زېږدېز کال را په دې خوا د داعش ډلې د اېډیالوژۍ په ملاتړ تورن وو او ابراهیم نومی بیا د اګسټ په میاشت کې د داعش د خراسان څانګې سره په جرمني کې یوځای شوی و.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې داعش ډلې ابراهیم ته دنده سپارلې وه چې په سویډن کې د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې دې په اروپا کې بریدونه وکړي او «ابراهیم د رامین په همکارۍ پلان لاره، چې پولیس او نور کسان د سویډن په استهکولم کې د پارلمان د انګړ دننه ووژني.»

پولیسو ویلي، چې دغو دوه تنو افغانانو د د اعش د مشرانو په مشوره د دغه برید لپاره چمتوالی نیولی و، هغوی د انټرنېټ پر مټ د برید شاوخوا سیمې څارلې وې او څو ځلې یې د وسلو د اخیستو لپاره ناکامه هڅه هم کړې وه.

د جرمني د فډرال جنایي پولیسو ویلي، چې ابراهیم د رامین په همکارۍ تر دې وړاندې ۲۰۰۰ یورو د داعش ډلې لپاره ټولې کړې وې او هغه یې د سوریې په شمال کې داعش ډلې ته استولې وې.

پولیس به ډېر ژر دغه تورن کسان د فډرال محکمې ته وړاندې کړي.