• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي ډیپلوماټ له پاکستانه غوښتي چې د ټاکنو په اړه پلټنه وکړي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د امریکا یو ډیپلوماټ د چهارشنبې په ورځ له پاکستانه وغوښتل چې د تیرې میاشتې ټاکنو کې د بې نظمیو په اړه پلټنې وکړي او که په ټاکنو کې د لاسوهنې معتبر شواهد وموندل شي نو په اغیزمنو حوزو کې ټاکنې بیا ترسره کړي.

د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي استازي ډونالډ لو، د کانګرس یوې کمیټې ته ویلي، " که د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په ټاکنو کې بې نظمۍ ثابتې کړي، باید په هغو ټاکنیزو حوزو کې چې لاسوهنه شوې،‌ باید ټاکنې له سره ,شي."

د پاکستان ټاکنې د فبرورۍ په لومړیو کې له رای اچونې مخکې د ځینو کسانو له نیولو او تاوتریخوالی سره مل وې.

د ټاکنو په ورځ د انټرنیټ بند شوی او په غیر معمولي ډول د ټاکنو د پایلو اعلان ځڼډيدلی وو، هغه څه چې په ټاکنو کې د درغلیو تورونو لامل شو.

شهباز شریف د مارچ په څلورمه وروسته له هغه د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو، چې ګوند یې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ د کاندیدانو په پرتله لږې څوکۍ وګټلې خو وتوانیده چې د بیلابیلو ګوندونو د ایتلاف مشري ترلاسه کړي.

ښاغلي لو چې د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ته د پاکستان ډیموکراسي او د امریکا سره د دغه هیواد د اړیکو په اړه معلومات ورکول، وویل: "موږ هیڅکله د پاکستان د ټاکنو لپاره د 'آزاد او عادلانه' ټاکنو اصطلاح نه ده کارولې."

هغه وویل: «مونږ د ټاکنو څخه مخکې د حاکمې فضا په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې وې، لکه: د ترهګرۍ له خوا رامنځ‌ ته شوې تاوتریخوالی او سیاسي تاوتریخوالی.»

هغه زیاته کړه: "مونږ د انفرادي نوماندانو او سیاسي ګوندونو د نوم لیکنې د نه ترسره کیدو، د اپوزیسیون د غړو د ډله ییزو نیولو، د انټرنیټ بندول، او په خبریالانو باندې د سانسور او فشار په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه."

بریتانیا او اروپايي ټولنې هم د پاکستان په انتخاباتو کې د بې نظمیو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د تاوتریخوالي او د مخابراتي خدماتو د ځنډولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د استازو پوښتنو په ځواب کې، ښاغلي لو د عمران خان هغه تورونه رد کړل چې په ​​۲۰۲۲ کې له واکه د هغه په لرې کیدو کې ګواکي ده لاس لروده.

ښاغلی لو وویل، "دا تورونه، دا د توطیې تیوري، درواغ دي. دا یو بشپړ دروغ دی."

خان د پاکستان د ځواکمن پوځ سره له لانجو وروسته له واکه ګوښه شو. خو پوځ په سیاست کې مداخله ردوي. عمران خان تور لګولی چې د امریکا او د پاکستان پوځ د پارلمان له خوا د هغه نه د اعتماد رای په اخیستو کې لاس لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د ګوادر برید ته د شهباز شریف غبرګون: د پاکستان خلاف ټولې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې به ختمې کړو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر د بلوچستان په ګوادر بندر کې پروني برید ته په غبرګون کې وايي، چې د خپل هېواد د امنیت خلاف ټولې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې به له منځه یوسي. شهباز شریف زیاتوي چې دا ډول بریدونه د پاکستان اقتصادي پرمختګ زیانموي او ولس له ستونزو سره مخ کوي.

د پاکستان پوځ وايي، دغه برید یې د ټولو اتو وسلوالو په وژلو سره شنډ کړی او په مقابل کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، شهباز شریف هم دې برید ته په ځواب کې د پوځ هڅې ستايي.

خو بلوځ ازادیپال پوځ چې د پروني برید مسوولیت منلی وايي، د پاکستان د مختلفو امنیتي ادارو ۲۶ کسان یې وژلي دي.

دا ډله دا هم مني چې په مقابل کې د دوی اته وسلوال وژل شوي دي.

د پاکستان پر امنیتي ځواکونو نن د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې هم برید شوی او ځايي رسنۍ د دوو سرتېرو د وژل کېدو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

ډېره اسمعیل خان کې د پاکستان پوځ په کاروان ځانمرګي برید ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پاکستاني پوځ په کاروان ځانمرګي برید دوه پاکستاني پوځيان وژلي او ۲۲ نور ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې دغه ځانمرګی برید نن سهار د ډېره اسمعیل خان په هتاله سیمه کې د پوځ په کاروان شوی.

پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د (وري دویمه) نېټه خبر ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پاکستاني پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی چې لږ تر لږ دوه پوځیان پکې وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

خو سیمه ییزې سرچینې وايي، په برید کې د وژل شویو پوځيانو شمېر زیات دی.

سرچینې وايي، د پاکستاني پوځ دغه کاروان د خیبرپښتونخوا له ټانګ ولسوالۍ څخه د ډېره اسمعیل خان په لور روان و چې له کوڅو څخه پرې لومړی ډزې شوې او بیا ځانمرګی برید پرې شوی.

د بریدونو مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی خو په دغه سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو فعالیت زیات دی.

ټي‌ټي‌پي: د شهباز شریف خبرې بې بنسټه دي، موږ د پاکستان له خاورې خپل جهاد ته دوام ورکوو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو تحریک د دغه هېواد د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، موږ د خپلې مبارزې لپاره د بل چا خاوره نه ده کارولې، زموږ جهاد د پاکستان په خاوره کې دوام لري.

د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې لیکلي، زموږ جګړه د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پر خلاف د پاکستان په خاوره کې د خپلو خلکو او ولس په ننګه او ملاتړ روانه ده او موږ هیڅکله هم د نورو ګاونډیانو خاوره د خپلې مبارزې لپاره نه ده کارولې.

100%


په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي چې دوی د هیڅ سیاسي ګوند او د پاکستان د سیاستوالو پر خلاف عمل نه کوي، دوی یوازې او یوازې د پاکستان پوځي او امنیتي اهداف په نښه کوي او دا کار د دوی لپاره لومړیتوب لري.
خبرپاڼې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په ناحقه دې پر ګاونډیو هېوادونو تورونه نه پورې کوي او نه دې د خپلو ناکامو سیاستونو پړه پر نورو اچوي.
دغه خبرپانه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څرګندونو یوه ورځ وروسته خپرېږي، چې نوموړي د کابینې غونډې ته ویلي و، د دغه هېواد جغرافیايي امنیت ورته سرې کرښې دي او نور به له بهره هیڅ ډول ترهګري ونه زغمي.
که څه هم چې ښاغلي شریف په ځانګړې توګه د کوم هېواد نوم نه و اخیستی؛ خو په ښکاره یې طالبانو ته ګوته ونیوله، چې ګواکې له ټي‌ټي‌پي څخه د ملاتړ تر څنګ هغوی پر وسلو سمبالوي او په پاکستان کې د ټولو وسله‌والو بریدونو پلانونه هم په هغې خاوره کې جوړېږي.

امریکا په افغانستان کې خپلو پخوانیو همکارانو ته د کډوالۍ نورې ځانګړې وېزې ورکوي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په کانګرس کې له جمهوري غوښتونکو سره د جوبايډن د حکومت د موافقې له مخې به هغو افغانانو ته چې له امريکا سره یې همکاري کړې ويزې ورکوي. تمه ده، چې د اګست تر میاشتې پورې افغانانو ته ۳۸۵۰۰ ځانګړې ویزې ورکړل شي او د دغه نوي تړون له مخې به لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ نورې ویزې ورکړل شي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي، چې نوی تړون د ۱۲۰۰۰ نورو ویزو د ورکولو اجازه ورکوي؛ خو د جوبایډن ادارې او په سنا کې د جمهوري غوښتونکو استازو د ۲۰ زره نویو ویزو د صادرولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې پای ته رسېږي.

ویل کېږي، چې د اضافي ویزو شمېر د امریکا د پخوانیو افغان شریکانو له غوښتنې سره سم شوی دی.

یو شمېر امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د هغو افغانانو شمېر چې ویزو ته انتظار باسي له ۸۰ زرو څخه زیات وو، چې یو پر څلورمه برخه یې وروستۍ مرکې ته بلل شوي دي.

افغانانو ته د لا زیاتو ویزو ورکولو هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې داسې اسناد خپاره شوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت سلګونه امنیتي چارواکي او سرتېري نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

د ګوادر بندر برید؛ جان اڅکزي د ګودار په برید کې د هند استخباراتي اداره ښکېله وبلله

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی د دغې صوبې په ګوادر بندر کې پر حکومتي اداره د برید پړه د هند پر استخباراتي اداره "را" واچوله. جان اڅکزی خپل اېکس کې وايي؛ امنیتي ځواکونو په ګوادر کې د "را" اړوند د بلوڅ ازاديپال پوځ برید شنډ کړی.

نوموړی د پولیسو له قوله وايي، چې د ګوادر حکومتي ادارو سره نږدې په دغه برید کې ټول ښکېل اته وسلوال یې وژلي دي.

د ګوادر بندر حکومتي اداره یا جي پي اې کې د ټاکنو کمېسیون او پاسپورټ ریاست په ګډون مختلفې ادارې فعالې دي.

بلوڅ ازادیپال پوځ د اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې دې سیمه کې یې د ای اېس ای ودانۍ په نښه کړې دي.

دوی وایي؛ د مجید لېوا دوو فدایانو دا برید کړی او د پاکستان د استخباراتي ادارې غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم د پاکستان رسنۍ وايي، چې دا برید شنډ شوی او اته وسلوال یې وژلي دی؛ خو جان اڅکزي په اېکس داسې انځور خپور کړی چې یوازې د درې وسلوالو مړي پکې لیدل کېږي.

بلوڅ بېلتونپالو د تېرې جنورۍ پر وروستۍ نېټه د بلوچستان په مچ کې هم د پاکستان پر امنیتي ادارو ډله ییز برید کړی و، چې نږدې درې ورځې روان و.

د بلوځ ازاديپال پوځ په ګډون څو وسلوالې ډلې په بلوچستان کې د پاکستان پرضد له کلونو راهیسې نښتې کوي.

دوی د ګوادر بندر پر پراختیا پروژه چې پاکستان یې د چین په همکارۍ پرمخ بیايي په تېرو کلونو کې ورته بریدونه کړي دی.

دا ډلې اسلام اباد د بلوچستان د ځايي خلکو د سرچینو پر لوټلو تورنوي او پر پاکستان سربېره چین ته هم خبرداری ورکوي چې له دې پروژې تېر شي.

د پاکستان حکومت د ګوادر بندر پراختیا پر بلوچستان او دغه هېواد سربېره د سیمې د پرمختګ لپاره اړین بولي.