• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګوادر برید ته د شهباز شریف غبرګون: د پاکستان خلاف ټولې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې به ختمې کړو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر د بلوچستان په ګوادر بندر کې پروني برید ته په غبرګون کې وايي، چې د خپل هېواد د امنیت خلاف ټولې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې به له منځه یوسي. شهباز شریف زیاتوي چې دا ډول بریدونه د پاکستان اقتصادي پرمختګ زیانموي او ولس له ستونزو سره مخ کوي.

د پاکستان پوځ وايي، دغه برید یې د ټولو اتو وسلوالو په وژلو سره شنډ کړی او په مقابل کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، شهباز شریف هم دې برید ته په ځواب کې د پوځ هڅې ستايي.

خو بلوځ ازادیپال پوځ چې د پروني برید مسوولیت منلی وايي، د پاکستان د مختلفو امنیتي ادارو ۲۶ کسان یې وژلي دي.

دا ډله دا هم مني چې په مقابل کې د دوی اته وسلوال وژل شوي دي.

د پاکستان پر امنیتي ځواکونو نن د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې هم برید شوی او ځايي رسنۍ د دوو سرتېرو د وژل کېدو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ډېره اسمعیل خان کې د پاکستان پوځ په کاروان ځانمرګي برید ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پاکستاني پوځ په کاروان ځانمرګي برید دوه پاکستاني پوځيان وژلي او ۲۲ نور ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې دغه ځانمرګی برید نن سهار د ډېره اسمعیل خان په هتاله سیمه کې د پوځ په کاروان شوی.

پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د (وري دویمه) نېټه خبر ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د پاکستاني پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی چې لږ تر لږ دوه پوځیان پکې وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

خو سیمه ییزې سرچینې وايي، په برید کې د وژل شویو پوځيانو شمېر زیات دی.

سرچینې وايي، د پاکستاني پوځ دغه کاروان د خیبرپښتونخوا له ټانګ ولسوالۍ څخه د ډېره اسمعیل خان په لور روان و چې له کوڅو څخه پرې لومړی ډزې شوې او بیا ځانمرګی برید پرې شوی.

د بریدونو مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی خو په دغه سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو فعالیت زیات دی.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۳۵۴ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۸۶ کډوال له ایرانه او ۱۶۸ کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې ورځ د (وري دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه له پاکستانه ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د وري په لومړۍ نېټه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر ۶۰ تنه کیږي، په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم ۱۸۶ افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې اووه تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ټي‌ټي‌پي: د شهباز شریف خبرې بې بنسټه دي، موږ د پاکستان له خاورې خپل جهاد ته دوام ورکوو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو تحریک د دغه هېواد د لومړي وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، موږ د خپلې مبارزې لپاره د بل چا خاوره نه ده کارولې، زموږ جهاد د پاکستان په خاوره کې دوام لري.

د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې لیکلي، زموږ جګړه د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پر خلاف د پاکستان په خاوره کې د خپلو خلکو او ولس په ننګه او ملاتړ روانه ده او موږ هیڅکله هم د نورو ګاونډیانو خاوره د خپلې مبارزې لپاره نه ده کارولې.

100%


په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي چې دوی د هیڅ سیاسي ګوند او د پاکستان د سیاستوالو پر خلاف عمل نه کوي، دوی یوازې او یوازې د پاکستان پوځي او امنیتي اهداف په نښه کوي او دا کار د دوی لپاره لومړیتوب لري.
خبرپاڼې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په ناحقه دې پر ګاونډیو هېوادونو تورونه نه پورې کوي او نه دې د خپلو ناکامو سیاستونو پړه پر نورو اچوي.
دغه خبرپانه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څرګندونو یوه ورځ وروسته خپرېږي، چې نوموړي د کابینې غونډې ته ویلي و، د دغه هېواد جغرافیايي امنیت ورته سرې کرښې دي او نور به له بهره هیڅ ډول ترهګري ونه زغمي.
که څه هم چې ښاغلي شریف په ځانګړې توګه د کوم هېواد نوم نه و اخیستی؛ خو په ښکاره یې طالبانو ته ګوته ونیوله، چې ګواکې له ټي‌ټي‌پي څخه د ملاتړ تر څنګ هغوی پر وسلو سمبالوي او په پاکستان کې د ټولو وسله‌والو بریدونو پلانونه هم په هغې خاوره کې جوړېږي.

امریکا په افغانستان کې خپلو پخوانیو همکارانو ته د کډوالۍ نورې ځانګړې وېزې ورکوي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په کانګرس کې له جمهوري غوښتونکو سره د جوبايډن د حکومت د موافقې له مخې به هغو افغانانو ته چې له امريکا سره یې همکاري کړې ويزې ورکوي. تمه ده، چې د اګست تر میاشتې پورې افغانانو ته ۳۸۵۰۰ ځانګړې ویزې ورکړل شي او د دغه نوي تړون له مخې به لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ نورې ویزې ورکړل شي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي، چې نوی تړون د ۱۲۰۰۰ نورو ویزو د ورکولو اجازه ورکوي؛ خو د جوبایډن ادارې او په سنا کې د جمهوري غوښتونکو استازو د ۲۰ زره نویو ویزو د صادرولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې پای ته رسېږي.

ویل کېږي، چې د اضافي ویزو شمېر د امریکا د پخوانیو افغان شریکانو له غوښتنې سره سم شوی دی.

یو شمېر امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د هغو افغانانو شمېر چې ویزو ته انتظار باسي له ۸۰ زرو څخه زیات وو، چې یو پر څلورمه برخه یې وروستۍ مرکې ته بلل شوي دي.

افغانانو ته د لا زیاتو ویزو ورکولو هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې داسې اسناد خپاره شوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت سلګونه امنیتي چارواکي او سرتېري نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

د ګوادر بندر برید؛ جان اڅکزي د ګودار په برید کې د هند استخباراتي اداره ښکېله وبلله

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی د دغې صوبې په ګوادر بندر کې پر حکومتي اداره د برید پړه د هند پر استخباراتي اداره "را" واچوله. جان اڅکزی خپل اېکس کې وايي؛ امنیتي ځواکونو په ګوادر کې د "را" اړوند د بلوڅ ازاديپال پوځ برید شنډ کړی.

نوموړی د پولیسو له قوله وايي، چې د ګوادر حکومتي ادارو سره نږدې په دغه برید کې ټول ښکېل اته وسلوال یې وژلي دي.

د ګوادر بندر حکومتي اداره یا جي پي اې کې د ټاکنو کمېسیون او پاسپورټ ریاست په ګډون مختلفې ادارې فعالې دي.

بلوڅ ازادیپال پوځ د اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې دې سیمه کې یې د ای اېس ای ودانۍ په نښه کړې دي.

دوی وایي؛ د مجید لېوا دوو فدایانو دا برید کړی او د پاکستان د استخباراتي ادارې غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم د پاکستان رسنۍ وايي، چې دا برید شنډ شوی او اته وسلوال یې وژلي دی؛ خو جان اڅکزي په اېکس داسې انځور خپور کړی چې یوازې د درې وسلوالو مړي پکې لیدل کېږي.

بلوڅ بېلتونپالو د تېرې جنورۍ پر وروستۍ نېټه د بلوچستان په مچ کې هم د پاکستان پر امنیتي ادارو ډله ییز برید کړی و، چې نږدې درې ورځې روان و.

د بلوځ ازاديپال پوځ په ګډون څو وسلوالې ډلې په بلوچستان کې د پاکستان پرضد له کلونو راهیسې نښتې کوي.

دوی د ګوادر بندر پر پراختیا پروژه چې پاکستان یې د چین په همکارۍ پرمخ بیايي په تېرو کلونو کې ورته بریدونه کړي دی.

دا ډلې اسلام اباد د بلوچستان د ځايي خلکو د سرچینو پر لوټلو تورنوي او پر پاکستان سربېره چین ته هم خبرداری ورکوي چې له دې پروژې تېر شي.

د پاکستان حکومت د ګوادر بندر پراختیا پر بلوچستان او دغه هېواد سربېره د سیمې د پرمختګ لپاره اړین بولي.