• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډان ورځپاڼه: د پاکستان د پوځ بې پروا چلند 'ښه طالبان' په بدو طالبانو بدل کړل

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د افغان طالبانو له بیا واکمنۍ سره، د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر ځواکونه نور هم زړور او فعال شوي دي.

دې ورځپاڼې لیکلي: "حافظ ګل بهادر چې یو وخت د 'ښه طالب' په نوم پېژندل کېده، په بد طالب بدل شوی دی.»

په دغه شننه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري په دويمه ورځ خپره شوې راغلي: "د حافظ ګل بهادر د خپلوانو پر وژلو سربېره د پاکستان د پوځ تاکتيکونو د پاکستان له حکومت سره د هغه د دښمنۍ په زياتېدو کې مرسته کړې ده."

د دې شننې ليکوال ضياء الرحمن د يوې سرچينې په حواله ليکلي: "حافظ ګل بهادر له پاکستان سره د خپلې ډلې د پخوانيو همکاريو له امله د عملياتو پر مهال د دغه هېواد له پوځ څخه د نرم چلند تمه درلوده؛ خو دا تمه بې ځايه وه.په پوځي عملياتو کې يې کورونه ويجاړ او کورنۍ يې بې ځايه شوې.»

دغې سرچینې ډان ورځپاڼې ته ویلي: "د پاکستان بې پروا چلند د دې لامل شوې چې حافظ ګل بهادر د پاکستان ضد دریځ خپل کړي."

د دې شننې لیکوال د افغانستان او پاکستان پر پوله وروستیو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي دي، چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد څو لوی بریدونه ترسره کړي دي.

په دې شننه کې د حافظ ګل بهادر د ژوند یوه لنډه برخه هم راخیستل شوې او په ۲۰۰۶کال کې د پاکستان له حکومت سره د هغه د سولې تړون ته هم اشاره شوې ده.

د دې شننې لیکوال وايي؛ دا تړون په ۲۰۱۴کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان له لویو عملیاتو وروسته پای ته ورسېد.

په دې شننه کې د سرچینو په حواله ویل شوي، چې د ګل بهادر ځواکونو د حقاني شبکې د مشرانو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي: «د راپورونو له مخې په دې ملاتړ کې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه، اضافي ځواکونه، مالي سرچینې او حتا له امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوې پرمختللې وسلې شاملې دي.»

په دې وروستیو کې پاکستان په خوست او پکتیکا کې د حافظ ګل بهادر پر ځواکونو هوايي بریدونه وکړل. افغان طالبان وايي، چې په دې عملیاتو کې یې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

حافظ ګل بهادر د تحریک طالبان پاکستان یو له مهمو قوماندانانو څخه دی، چې د پاکستان په وینا په افغانستان کې اوسیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

المرصاد: پاکستان د خپلو نیابتي جنګیالیو په کارولو سره کندهار کې ځانمرګی برید کړی

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۰

طالبانو ته نېږدې المرصاد وېبپاڼه په یو مطلب کې وايي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي برید په اړه د هغوی د ادعاو له ناکامېدو وروسته، دغه هېواد د خپلو نیابتي جنګیالیو پر مټ په کندهار کې ځانمرګی برید کړی.

المرصاد “د پاکستاني جنرالانو ترهګریز روش” تر عنوان لاندې یو مطلب کې لیکلي‌، چې د دوی د کره معلوماتو له مخې؛ په کندهار کې د پنجشنبې ورځې ځانمرګی برید د پاکستان د پوځ د کوټې په ګارنیزون کې د ای ایس ای د افسرانو له خوا پلان شوی او په دغه برید کې د داعش ډلې یو ځانمرګی کارول شوی و.

دغې وېبپاڼې لیکلي: “د پاکستان د خراب امنیتي وضعیت او د ناامنيو په کنټرولولو کې له ناکامۍ وروسته پاکستاني اسټیبلشمنټ (پوځ)‌ هڅه وکړه، چې پر ګاونډي افغانستان د هوايي بریدونو په کولو خپله مایوسي لري کړي.”

د طالبانو پلوي دغه وېبپاڼه ادعا کوي،‌ چې په کندهار کې د داعش له خوا د برید موخه دا وه، چې پاکستان طالبانو ته دا پیغام ورکړي، چې دوی د افغانستان د ناامنۍ توان لري.

دغه وېبپاڼه وايي، چې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه د دغه هېواد د ادعاو له ناکامېدو وروسته، پاکستان د خپلو نیابټي جنګیالو په کارولو سره په کندهار کې ځانمرګی برید کړی.‌

د المرصاد په خبره؛ د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهونکي پاکستان او جنرالانو یې تل د نورو په تاوان کې خپلې ګټې لټولې او د خپلې ناکامۍ پړه یې پر نورو واچولې ده.

د المرصاد په خبره؛ پاکستان هڅه کوي چې له ټولو شونو لارو په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي او د دغې وېبپاڼې په خبره ښايي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې بریدونه نور هم ډېر شي.

تر دې وړاندې په یو بل مطلب کې طالبانو ته نږدې دغې وېبپاڼې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند له خولې لیکلي وو، چې داعش د پاکستاني استخباراتو له خوا په دولتي مېلمستونونو کې ساتل کیږي.

په دغه مطلب کې د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي وو، چې داعش ته دنده ورکړې شوې چې تحریک طالبان پاکستان مات کړي او جګړه د پاکستان پر ځای افغانستان ته یوسي.

دغې ویبپاڼې په یو مطلب کې لیکلي وو،‌ چې د داعش خراسان څانګې رهبري او مسوولان د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي.

د ویبپاڼې په وینا؛ د مفتي ابو عثمان، ابو احمد ترڅنک د خان په نوم د داعش مهم کسان په پاکستان کې اوسیږي او هلته داعش د پلانونو په عملي کولو کې فعاله ونډه لري او په ځانګړي توکه د وسلو برابرولو په برخه کې مرسته کوي.

اکثریت: طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو ۲۵۰ زره استادانې له ښوونیز ډګره محرومې کړي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د اکثریت ډلې کارپوهان وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ سره سم دغې ډلې څه له پاسه ۲۵۰ زره ښځینه ښوونکې او د پوهنتونونو استادانې له ښوونیز ډګره نیمه او بشپړې محرومې کړي دي.

په جلا وطنۍ کې د افغان متخصصینو او سیاستوالو د دغې ډلې کارپوهانو په خپلې تازه ارزونې کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدا را وروسته نېږدې څلور میلیونه د پوهنتونونو، دارالمعلیمونو، مسلکي او عمومي ښوونځیو ښځینه زده کوونکې له زده کړو محرومې کړې دي.

دغه ډله په خپل راپور کې زیاتوي، چې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پيلېږي، چې په افغانستان کې د پوهنې وضعیت د ۲۱ مې پېړۍ تر ټولو سترې فاجعې سره مخ دی.

په راپور کې راغلي، چې یوازې سږ کال به ۳۳۰ زره نورې نجونې ښوونځي ته د ثانوي زدکړو لپاره نه شي کولای لاړې شي.

د اکثریت په راپور کې راغلي: "د هلکانو ښوونځي او پوهنتونونه، چې په نوم پرانیستي هم دي، د امکاناتو له نه شتون او د نصاب د افراطي او طالباني کېدو له ستر ګواښ سره مخ دي."

د اکثریت د کارپوهانو دغه ډله وايي، چې طالبان هڅه کوي خپله ایډيالوژي چې سرچینه یې د پاکستان حقانيه مدرسه ده، هر ډول چې وي په زوره په شته نارینه شاګردانو ومني.

یونسکو هم اعلان کړی، چې په افغانستان کې یو نیم میلیون نجونې له زده کړو بې برخې دي
100%
یونسکو هم اعلان کړی، چې په افغانستان کې یو نیم میلیون نجونې له زده کړو بې برخې دي

دا ډله د حل لارې په توګه د افغانستان پر روڼ اندو، ملي او مترقي عناصرو غږ کوي، چې په ګروپي بڼه د ښوونې او روزنې په شمول د ټولو ملي روایاتو او مباحثو په هکله خپل دریځونه څرګند کړي.

دغې ډلې پر ملي مسالو د ډیالوګ افغاني ډیالوګ غوښتنه کړې ده.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې پخوانی جمهوري دولت وپرځېد او طالبان واک ته ورسېدل، دغې ډلې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو، کار، سیاست او ټولنیز فعالیت بندیز لګولی دی.

دغې چارې په نړۍوال کچ ځانګړي غبرګونه راپورته کړي؛ خو طالبان بیا د نجونو او مېرمنو مساله خپله داخلي مساله بولي او وايي، چې هېڅوک پکې د مداخلې حق نه لري.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو شارژدافیرې کندهار کې ځانمرګی برید وغانده

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کندهار کې د نوي کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید بزدلانه عمل بللی او غندلی یې دی.

کرن ډکر په خپله اېکس پانه کې لیکلي: «موږ ټولې ترهګریزې کړنې، هغه که د کابل په دشت برچي سیمه او یا هم په کندهار کې د نوي کابل بانک مخې ته ترسره کیږې د یوه بزدلانه عمل په توګه غندو افغانان باید د روژې میاشت په سوله ییزه توګه او له وېرې پرته ولمانځي.»

اغلې ډکر خپله خواخوږي د قربانیانو له کورنیو سره هم شریکه کړې ده.

د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې د پنجشنبې په سهار هغه مهال د نوي کابل بانک مخ ته ځانمرګی وشو چې د طالب نظامیانو په ګډون ولسي وګړي هم د پیسو اخېستلو لپاره د بانک د دروازې مخ ته ټول شوي وو.

د کندهار ښار میرویس روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان دي.

طالبانو د کابل ده کیپک کې تر ۵۵۵ جریبه زیاته ځمکه د هدیرې لپاره ځانګړې کړه

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د هبت الله اخوندزاده په فرمان سره یې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند په ده کپک سیمه کې شاوخوا ۵۵۵ اعشاریه ۶۲۸ جریبه ځمکه عامه هدیرې ته ځانګړې کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا سیمه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ده او خلک له دغه وزارت سره په همغږۍ په دغه سیمه کې خپل مړي ښخولی شي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې "هېڅوک نه شي کولای، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې له درج شوې ځمکې څخه د شخصي موخو یا د شخصي هدیرې په نامه ګټه واخلي."

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د دې ډلې یو اساسي هدف د «امارتي» ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم قبر هم د ده کیپک غونډۍ پر سر پروت دی.

مارشال محمد قسیم فهیم د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال و، چې په ۱۳۹۲ کال کې د ناروغۍ له امله ومړ.

کابل ښار کې د چاودنې غږ واورېدل شو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د افغانستان له پلازمېنې کابل راپورونه وايي، چې د دغه ښار د پروان دو او تایمني ترمنځ ساحه کې چاودنه شوې ده. طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي او نه هم د چاودنې د ډول په هکله د خپلواکو سرچینو مالومات شته.

افغانستان انټرنشنل ته د کابل له مختلفو سیمو رسېدلو پیغامونو کې د چاودنې خبر ور کړل شوی دی.

نن د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې هم د نوي کابل بانک دروازې سره ځانمرګی شوی، چې پکې تر ۲۱ کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو طالبانو یې پړه پر داعش اچولې چې دوی یې خوارج بولي.