• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کابل ده کیپک کې تر ۵۵۵ جریبه زیاته ځمکه د هدیرې لپاره ځانګړې کړه

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د هبت الله اخوندزاده په فرمان سره یې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند په ده کپک سیمه کې شاوخوا ۵۵۵ اعشاریه ۶۲۸ جریبه ځمکه عامه هدیرې ته ځانګړې کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا سیمه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ده او خلک له دغه وزارت سره په همغږۍ په دغه سیمه کې خپل مړي ښخولی شي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې "هېڅوک نه شي کولای، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې له درج شوې ځمکې څخه د شخصي موخو یا د شخصي هدیرې په نامه ګټه واخلي."

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د دې ډلې یو اساسي هدف د «امارتي» ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم قبر هم د ده کیپک غونډۍ پر سر پروت دی.

مارشال محمد قسیم فهیم د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال و، چې په ۱۳۹۲ کال کې د ناروغۍ له امله ومړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

کابل ښار کې د چاودنې غږ واورېدل شو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د افغانستان له پلازمېنې کابل راپورونه وايي، چې د دغه ښار د پروان دو او تایمني ترمنځ ساحه کې چاودنه شوې ده. طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي او نه هم د چاودنې د ډول په هکله د خپلواکو سرچینو مالومات شته.

افغانستان انټرنشنل ته د کابل له مختلفو سیمو رسېدلو پیغامونو کې د چاودنې خبر ور کړل شوی دی.

نن د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې هم د نوي کابل بانک دروازې سره ځانمرګی شوی، چې پکې تر ۲۱ کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو طالبانو یې پړه پر داعش اچولې چې دوی یې خوارج بولي.

د کندهار برید ته د جان اڅکزي غبرګون؛ طالبانو ماران ساتلي اوس یې خوري

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی په کندهار کې پر نوي کابل بانک برید ته په اشاره وايي، طالبانو ماران ساتلي اوس یې خوري. د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې نن سهار دا برید هغه مهال وشو چې د طالب نظامیانو په ګډون ولسي وګړي هم د پیسو اخیستلو لپاره د بانک د دروازې مخ ته ټول شوي وو.

جان اڅکزی د دغه برید په یادولو سره خپل اېکس کې زیاتوي: "دا د کندهار په نننۍ چاودنه کې ثابته شوه. ماران په خپلو مالکانو رحم نه کوي. "

پاکستان او افغان طالبان یو بل خپلو مخالفو وسلوالو ته په ځای ور کولو تورنوی.

اسلام اباد وايي، افغان طالبانو تحریک طالبان پاکستان ته پنا ور کړې او د تېر میلادي کال په وروستۍ نېټه د طالبانو دفاع وزیر هم وویل چې په افغانستان کې ډېرې بریدونه پاکستاني او تاجکستاني وګړو کړي دي.

طالبانو ته نږدې رسنۍ هم وايي، چې پاکستان د دوی پرضد داعش ساتي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د کندهار برید مسوولیت هم د داعش پر غاړه اچوي، چې دوی یې خوارج بولي.

په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد وايي، په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

نوموړی وایي، دې برید کې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

له بلې خوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ویلي چې دغه ځانمرګي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د طالبانو پرضد ځانمرګي بریدونه داعش کړي دي.

که څه هم طالبان وايي، داعش یې په افغانستان کې له منځه وړی، خو کله کله په مختلفو ولایتونو د دې ډلې د غړو د وژلو او نیولو خبره کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د کندهار ځانمرګی برید وغانده

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې پخواني مشر عبدالله عبدالله په کندهار کې ځانمرګی برید وغانده. دا برید د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې نن سهار هغه مهال وشو چې د طالب نظامیانو په ګډون ولسي وګړي هم د پیسو اخیستلو لپاره د بانک د دروازې مخ ته ټول شوي وو.

حامد کرزي خپل اېکس کې دا برید غیر اسلامي او بشري بللی دی او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

عبدالله عبدالله هم خپل اېکس کې لیکلي: «د روژې په مبارکه میاشت کې دغه ډول ترهګریز بریدونه چې ملکي خلک شهیدان او ټپیان کوي، جنایت او د ټولو قوانینو او اصولو خلاف عمل یې بولم.»

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت کندهار کې د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګي برید مسوولیت پر داعش واچاوه، چې دوی یې «خوارج» بولي.

د دغه وزارت وزارت په دې برید کې د مرګ ژوبلې له کره شمېر ښودلو پرته وايي، چې ځینې هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتېده.

خو په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد وايي، په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

نوموړی وایي، دې برید کې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

له بلې خوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ویلي چې دغه ځانمرګي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د طالبانو پرضد ځانمرګي بریدونه داعش کړي دي.

که څه هم طالبان وايي، داعش یې په افغانستان کې له منځه وړی، خو کله کله په مختلفو ولایتونو د دې ډلې د غړو د وژلو او نیولو خبره کوي.

طالبان: د کندهار برید خوارجو کړی اوعاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت کندهار کې د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګي برید مسوولیت پر داعش واچاوه، چې دوی یې «خوارج» بولي. برید د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې نن سهار هغه مهال وشو چې د طالب نظامیانو په ګډون ولسي وګړي هم د پیسو اخیستلو لپاره د بانک د دروازې مخ ته ټول شوي وو.

دا وزارت په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د دې برید عاملان چې په هر ځای کې وي پیدا او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په دې برید کې د مرګ ژوبلې له کره شمېر ښودلو پرته وايي، چې ځینې هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد وايي، په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

نوموړی وایي، دې برید کې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

له بلې خوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ویلي چې دغه ځانمرګي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د طالبانو پرضد ځانمرګي بریدونه داعش کړي دي.

که څه هم طالبان وايي، داعش یې په افغانستان کې له منځه وړی، خو کله کله په مختلفو ولایتونو د دې ډلې د غړو د وژلو او نیولو خبره کوي.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۳۵۴ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۸۶ کډوال له ایرانه او ۱۶۸ کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې ورځ د (وري دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه له پاکستانه ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د وري په لومړۍ نېټه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر ۶۰ تنه کیږي، په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم ۱۸۶ افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې اووه تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.