• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د کندهار ځانمرګی برید وغانده

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې پخواني مشر عبدالله عبدالله په کندهار کې ځانمرګی برید وغانده. دا برید د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې نن سهار هغه مهال وشو چې د طالب نظامیانو په ګډون ولسي وګړي هم د پیسو اخیستلو لپاره د بانک د دروازې مخ ته ټول شوي وو.

حامد کرزي خپل اېکس کې دا برید غیر اسلامي او بشري بللی دی او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

عبدالله عبدالله هم خپل اېکس کې لیکلي: «د روژې په مبارکه میاشت کې دغه ډول ترهګریز بریدونه چې ملکي خلک شهیدان او ټپیان کوي، جنایت او د ټولو قوانینو او اصولو خلاف عمل یې بولم.»

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت کندهار کې د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګي برید مسوولیت پر داعش واچاوه، چې دوی یې «خوارج» بولي.

د دغه وزارت وزارت په دې برید کې د مرګ ژوبلې له کره شمېر ښودلو پرته وايي، چې ځینې هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتېده.

خو په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد وايي، په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

نوموړی وایي، دې برید کې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

له بلې خوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ویلي چې دغه ځانمرګي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د طالبانو پرضد ځانمرګي بریدونه داعش کړي دي.

که څه هم طالبان وايي، داعش یې په افغانستان کې له منځه وړی، خو کله کله په مختلفو ولایتونو د دې ډلې د غړو د وژلو او نیولو خبره کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د کندهار برید خوارجو کړی اوعاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت کندهار کې د نوي کابل بانک مخ ته د ځانمرګي برید مسوولیت پر داعش واچاوه، چې دوی یې «خوارج» بولي. برید د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې نن سهار هغه مهال وشو چې د طالب نظامیانو په ګډون ولسي وګړي هم د پیسو اخیستلو لپاره د بانک د دروازې مخ ته ټول شوي وو.

دا وزارت په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د دې برید عاملان چې په هر ځای کې وي پیدا او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په دې برید کې د مرګ ژوبلې له کره شمېر ښودلو پرته وايي، چې ځینې هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په کندهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد وايي، په برید کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

نوموړی وایي، دې برید کې ډېره مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده.

له بلې خوا سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ویلي چې دغه ځانمرګي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي.

لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په تېر کې د طالبانو پرضد ځانمرګي بریدونه داعش کړي دي.

که څه هم طالبان وايي، داعش یې په افغانستان کې له منځه وړی، خو کله کله په مختلفو ولایتونو د دې ډلې د غړو د وژلو او نیولو خبره کوي.

د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۳۵۴ افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ۱۸۶ کډوال له ایرانه او ۱۶۸ کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې ورځ د (وري دویمه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۲۹مه نېټه له پاکستانه ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د وري په لومړۍ نېټه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر ۶۰ تنه کیږي، په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم ۱۸۶ افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د وري میاشتې په لومړۍ نېټه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.

دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې اووه تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

کندهار کې د چاودنې جزیات؛ کابل بانک ته څېرمه په ځانمرګي برید کې پنځه تنه وژل شوي

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن سهار ۹ بجې د کندهار ولايت مرکز لومړۍ حوزې ته مخامخ د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه په ځانمرګي برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. ویل کیږي په دغه برید کې ولسي کسان او د طالبانو نظامي کسان شامل دي.

ځینې نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې په دغه برید کې تر شلو زیات کسان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر ټپیان دي چې د یو شمېر ټپیانو حالت مرګونی دی.

د کندهار لپاره د طالبانو امنیه قومانداني د ځانمرګي برید دغه پېښه مني او وايي چې په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

کندهار کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکي چې دغه برید د «خوارجو» لخوا شوی او وايي د پیښې ډیری قربانیان ولسي وګړي دي.

خو د افغانستان انټرنشنل پښتو سرچینې وايي، چې د دغه برید ډیری وژل شوي او ټپیان د طالبانو نظامي کسان دي.

کندهار کې میرویس روغتون تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دغې پیښې ټپیانو ته د زیاتې وینې اړتیا ده او خلک دې د وینې ورکړې لپاره روغتون ته ورشي.

دغه پېښه د کندهار ښار لومړۍ حوزې ته مخامخ د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه په هغو کسانو شوې چې له دغه بانک څخه یې معاشونه اخيستل.

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې دغه بانک ته په کتارونو ولاړ ډیری د طالبانو نظامي کسان هم د پیسو اخیستلو په تمه وو.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

درې ورځې وړاندې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولايت امنیتي ادارو ته د امنیت د ټینګښت سپارښتنې کړې وې.

د ایران او افغانستان پر پوله ایرانی قوماندان: که دښمن کومه تېروتنه وکړي، سخت ځواب به ورکړو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۱۴ GMT+۰

له افغانستان سره د ایران ختیځو پولو ته د کتنې پر مهال د ایران د پوځ یوه قوماندان د طالبانو د نوم له اخیستو پرته خبرداری ورکړ چې که «دښمن» کومه تېروتنه وکړي، سخت ځواب به ورکړي. هغه د کوم هیواد د نوم له اخیستو پرته وویل چې دښمنان تل د ایران په ختیځو پولو کې د دسیسو په لټه کې دي.

د ایران ځمکني پوځ د شمال ختیځې سیمې یوې اډې قوماندان رضا اذریان وویل، د ایران او افغانستان تر منځ په ګډه پوله ځای پر ځای شوي ځواکونه «په خپل ټول قوت او هوښیارۍ سره د دښمنانو د شومو او شومو پلانونو» څارنه کوي.

د ایرنا اژانس د خبر له مخې اذریان د چهارشنبې په ورځ وویل د ایران ختیځ سرحدونه په برېښنايي تجهیزاتو او امکاناتو سمبال دي او په پام کې ده چې د ایران سرحدی ځواکونو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو تر منځ ډېرې نښتې شوې دي. د دغو نښتو په دوام په یوه قضیه کې یو ایرانی عسکر وژل شوی.

سرچينې: په کندهار ښار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۵۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن سهار د کندهار ولايت په مرکز کې د ښار دننه د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې. ویل کیږي په دغه چاودنه کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېرې نه دي تر لاسه شوې.

کندهار کې میرویس روغتون اعلان کړی چې د دغې پیښې ټپیانو ته د زیاتې وینې اړتیا ده او خلک دې د وینې ورکړې لپاره روغتون ته ورشي.

دغه پېښه د کندهار ښار لومړۍ حوزې ته مخامخ د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه په هغو کسانو شوې چې له دغه بانک څخه یې معاشونه اخيستل.

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې دغه بانک ته په کتارونو ولاړ ډیری د طالبانو نظامي کسان و.

کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي پېښه مني خو په اړه یې ډېر جزیات نه ورکوي.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی معلوم او نه هم کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.

درې ورځې وړاندې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولايت امنیتي ادارو ته د امنیت د ټینګښت سپارښتنې کړې وې.