• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او افغانستان پر پوله ایرانی قوماندان: که دښمن کومه تېروتنه وکړي، سخت ځواب به ورکړو

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۱۴ GMT+۰

له افغانستان سره د ایران ختیځو پولو ته د کتنې پر مهال د ایران د پوځ یوه قوماندان د طالبانو د نوم له اخیستو پرته خبرداری ورکړ چې که «دښمن» کومه تېروتنه وکړي، سخت ځواب به ورکړي. هغه د کوم هیواد د نوم له اخیستو پرته وویل چې دښمنان تل د ایران په ختیځو پولو کې د دسیسو په لټه کې دي.

د ایران ځمکني پوځ د شمال ختیځې سیمې یوې اډې قوماندان رضا اذریان وویل، د ایران او افغانستان تر منځ په ګډه پوله ځای پر ځای شوي ځواکونه «په خپل ټول قوت او هوښیارۍ سره د دښمنانو د شومو او شومو پلانونو» څارنه کوي.

د ایرنا اژانس د خبر له مخې اذریان د چهارشنبې په ورځ وویل د ایران ختیځ سرحدونه په برېښنايي تجهیزاتو او امکاناتو سمبال دي او په پام کې ده چې د ایران سرحدی ځواکونو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو تر منځ ډېرې نښتې شوې دي. د دغو نښتو په دوام په یوه قضیه کې یو ایرانی عسکر وژل شوی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سرچينې: په کندهار ښار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۵۹ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن سهار د کندهار ولايت په مرکز کې د ښار دننه د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې. ویل کیږي په دغه چاودنه کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېرې نه دي تر لاسه شوې.

کندهار کې میرویس روغتون اعلان کړی چې د دغې پیښې ټپیانو ته د زیاتې وینې اړتیا ده او خلک دې د وینې ورکړې لپاره روغتون ته ورشي.

دغه پېښه د کندهار ښار لومړۍ حوزې ته مخامخ د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه په هغو کسانو شوې چې له دغه بانک څخه یې معاشونه اخيستل.

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې دغه بانک ته په کتارونو ولاړ ډیری د طالبانو نظامي کسان و.

کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي پېښه مني خو په اړه یې ډېر جزیات نه ورکوي.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی معلوم او نه هم کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی.

درې ورځې وړاندې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولايت امنیتي ادارو ته د امنیت د ټینګښت سپارښتنې کړې وې.

تصویري راپور: د طالبانو تر واک لاندې د کندهار د خلکو ژوند

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۱۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د روژې يوه ورځ په تصويرونو کې تر پوښښ لاندې نيولې ده. د کندهار ډېری اوسېدونکي خپلې عادي ورځنۍ چارې مخ ته وړي؛ خو د سختو اقتصادي ستونزو څخه شکايت کوي.

په دې انځورونو کې د ښار د ګڼې ګوڼې سيمې، د خلکو ورځنۍ چارې او روژه ماتي پکې شامل دي.

د کندهار ښار لسمه حوزه عمومي واټ
100%
د کندهار ښار لسمه حوزه عمومي واټ

د کندهار ښار (چهارسو) څلور لارې،  ځوانان د سړک پر غاړه سړه ډوډۍ پلوري
100%
د کندهار ښار (چهارسو) څلور لارې، ځوانان د سړک پر غاړه سړه ډوډۍ پلوري

کندهار ښار جمهوريت واټ، خلک له ورځنيو کارونو خپلو کورنو ته روان دي
100%
کندهار ښار جمهوريت واټ، خلک له ورځنيو کارونو خپلو کورنو ته روان دي

کندهاریان مازیګر مهال د مېوې او سبزي پر اخیستو بوخت دي
100%
کندهاریان مازیګر مهال د مېوې او سبزي پر اخیستو بوخت دي

کندهار ښار نهمه حوزه (لويه وياله) یو ماشوم د سړک پر غاړه مېوه پلوري
100%
کندهار ښار نهمه حوزه (لويه وياله) یو ماشوم د سړک پر غاړه مېوه پلوري

یو سپين ږیری سړی په ليړۍ(کراچۍ) کې د روژه مات لپاره پکوړې پلوري
100%
یو سپين ږیری سړی په ليړۍ(کراچۍ) کې د روژه مات لپاره پکوړې پلوري

کندهار عينومېنه د حضرت محمد مصطفی (ص) جامع جومات، چې د جمهوريت پر مهال جوړ شوی او څنګ ته يې د کرېکټ نړۍوال لوبغالی دی
100%
کندهار عينومېنه د حضرت محمد مصطفی (ص) جامع جومات، چې د جمهوريت پر مهال جوړ شوی او څنګ ته يې د کرېکټ نړۍوال لوبغالی دی

د روژې مازیګر او یو کس په مسجد کې د قرانکريم د تلاوت پر مهال
100%
د روژې مازیګر او یو کس په مسجد کې د قرانکريم د تلاوت پر مهال

کندهار - عېنو مېنه کې د احمد شاه ابدالي په نوم جامع جومات، چې خلک پکې د مازیګر په لمونځ بوخت دي
100%
کندهار - عېنو مېنه کې د احمد شاه ابدالي په نوم جامع جومات، چې خلک پکې د مازیګر په لمونځ بوخت دي

یو سپين ږیری سړی د سړک پر غاړه د اودس کولو پر مهال
100%
یو سپين ږیری سړی د سړک پر غاړه د اودس کولو پر مهال

د مازیګر لمونځ
100%
د مازیګر لمونځ

د کندهار د عينو مېنې په يوه جامع کې د روژه ماتې دسترخوان
100%
د کندهار د عينو مېنې په يوه جامع کې د روژه ماتې دسترخوان

د کندهار عينو مېنې په يوه جامع کې د روژه ماتي دسترخان
100%
د کندهار عينو مېنې په يوه جامع کې د روژه ماتي دسترخان

په کندهار کې د طالبانو له لوري په دولتي ادارو کې پر عکس او ويډيو بندير پر ټولنه هم منفي تاثیر کړی.

ډېری عام خلک او طالب پلوه کسان خبريالان عکس او ويديو اخيستلو ته هم نه پرېږدي.

د همدې عکسونو د اخيستلو پر مهال ډېرو عامو ښاريانو له اقتصادي ستونزو او د کار د نه شتوالي څخه شکايت کوي.

ښاریانو له طالبانو غوښتل، چې خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي.

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو ځوان ځان وژنه کړې

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړي، چې د بټي کوټ ولسوالۍ په سه پای سیمه کې یو ځوان ځان په ډزو ویشتی او ځان وژنه یې کړې ده.

د طالبانو د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عبدالبصیر زابلی وايي، چې دغه ځوان نن چهارشنبه (د وري لومړۍ نېټه) په ډزو ځان وژلی دی.

زابلی زیاتوي: "نوموړی رفیع الله د واحدالله زوی دی، چې په ټوپک یې ځان په خپله ویشتلی دی".

نوموړي د یادې ځان وژنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې په پېښه کې نور څوک دخیل نه دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خان اغا بیا پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: " د غربت دې رنګ ورک شي".

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په بامیانو، غزني او هرات ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي دي، چې د ځان وژنې علت یې بې کاري او فقر په ګوته شوی و.

امریکا په افغانستان کې خپلو پخوانیو همکارانو ته د کډوالۍ نورې ځانګړې وېزې ورکوي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په کانګرس کې له جمهوري غوښتونکو سره د جوبايډن د حکومت د موافقې له مخې به هغو افغانانو ته چې له امريکا سره یې همکاري کړې ويزې ورکوي. تمه ده، چې د اګست تر میاشتې پورې افغانانو ته ۳۸۵۰۰ ځانګړې ویزې ورکړل شي او د دغه نوي تړون له مخې به لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ نورې ویزې ورکړل شي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي، چې نوی تړون د ۱۲۰۰۰ نورو ویزو د ورکولو اجازه ورکوي؛ خو د جوبایډن ادارې او په سنا کې د جمهوري غوښتونکو استازو د ۲۰ زره نویو ویزو د صادرولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې پای ته رسېږي.

ویل کېږي، چې د اضافي ویزو شمېر د امریکا د پخوانیو افغان شریکانو له غوښتنې سره سم شوی دی.

یو شمېر امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د هغو افغانانو شمېر چې ویزو ته انتظار باسي له ۸۰ زرو څخه زیات وو، چې یو پر څلورمه برخه یې وروستۍ مرکې ته بلل شوي دي.

افغانانو ته د لا زیاتو ویزو ورکولو هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې داسې اسناد خپاره شوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت سلګونه امنیتي چارواکي او سرتېري نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

په بغلان کې د طالبانو امرباالمعروف رياست له خلکو غوښتي، چې نوی کال دې نه نمانځي

۱ وری ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۰

په بغلان کې د طالبانو امر باالمعروف ریاست د يوې ناستې پر مهال له خلکو غوښتي، چې د نوي کال جشن او خوښۍ دې نه نمانځي. دې ادارې د ملا امامانو څخه هم غوښتنه کړې، چې د جامع جوماتونو د منبر له لارې دې هم خلکو ته د دې ورځې د نه نمانځلو خبر ورکړي.

په بغلان کې د طالبانو د امرباالمعروف رياست نن چهار شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د نوي کال جشن نمانځل هېڅ (دیني او مذهبي) اړخ نه لري او خلک يې بايد ونه نمانځي.

دغه څرګندونې د دې ادرې مسولينو د شعيه علماو سره په ناسته کې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بغلان د طالبانو امرباالمعروف مسوولينو د نوي کال جشن نمانځل يو (مردود عمل) بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: " علما دي د منبر له لارې خلکو ته د نوروز د نه نمانځلو په تړاو پوهاوی ورکړي، نوروز په اسلام کې هېڅ ځای نه لري او يو مردود عمل دی."

له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د نوي کال د نمانځلو او خوښيو پروګرامونه يې بند کړي دي.

خو د دې هر څه سره - سره د افغانستان په ډېرو سېمو کې خلک د نوي کال لومړيو ورځو ته خوښ وي او دغه ورځ اوس مهال په خپلو کورنو او مېله ځايونو کې نمانځي.