• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د یوې ورځې په ځنډ په کندهار کې ځانمرګی برید وغانده

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

کندهار کې پر نوي کابل بانک له ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې. د ا وزارت نن په خپله اعلامیه کې وايي، «ترهګري مشترکه اندېښنه ده او د له منځه وړلو لپاره د پاکستان او افغانستان ګډو هڅو ته اړتیا لري.»

د کندهار ښار څلورمه ناحیه کې پرون سهار ځانمرګي د کابل بانک د دروازې مخ ته د مراجعانو منځ کې چاودنه وکړه.

داعش د دې برید مسوولیت منلی او وايي، د دغې ډلې یو غړي معاویه پنجشیري په دې برید سره لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د میرویس روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته نن وویل چې دې برید کې ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۴۵ ټپیان دي.

نوی کابل بانک د تېر افغان جمهوریت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې امنیتی ځواکونو ته تنخا اجرا کوي او مرګ ژوبله هم تر ډېره طالبانو ته اوښتې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شازدافیرې او ځانګړي استازي او یوناما دا برید غندلی دی.

د پاکستان دا په څنډ غندنه په داسې حال ده چې له طالبانو سره یې تر بل هر وخت اړیکي ترینګلي ښکاري.

اسلام اباد طالبان د ټي ټي پي په ساتلو تورنوي او تېره دوشنبه یې پکتیکا او خوست کې په بمبار سره د پاکستاني طالبانو د په نښه کولو ادعا وکړه.

طالبان وايي، دې بریدونو کې ولسي وګړي وژل شوي او په مقابل کې یې د پکتیا په ډنډپټان کې له ډیورنډ کرښې سره د پاکستان پر سرحدي پوستو برید وکړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له بریدونو ۴ ورځې وروسته د طالبانو سفیر له اصف دوراني سره وکتل

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

په پکتيکا او خوست کې د پاکستان له هوايي او په ډنډپټان کې د طالبانو له ځوابي بریدونو څلور ورځې وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو سفير سردار احمد شکېب د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دوراني سره وکتل.

سرچینې وایي، د طالبانو سفیر تر اوسه نه دی توانیدلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره وګوري.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې سردار احمد شکېب او اصف دوراني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ستونزو، د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر بیا رغولو خبرې وکړې.

دغه سفارت د خبرو نور جزییات نه دي خپاره کړي.

د دوشنبې په سهار(د کب ۲۸مه) د پاکستان هوايي ځواکونو په پکتیکا او خوست بریدونه وکړل.

له هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې افغان طالبان له تحریک طالبان پاکستان څخه د وسیلې په توګه په کار اخیستو تورن کړل او ویې ویل چې په افغانستان کې هوايي بریدونه د ترهګرۍ ضد عملیات وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني احضار کړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په پکتيکا کې د پاکستان په هوايي بريد کې درې ښځې او درې ماشومان او په خوست کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

طالبانو د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره د پاکستان سرحدي پوستې په نښه کړې.

شهباز شریف: ریکوډک پروژه به بلوچستان او سیمه بدل کړي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر وایي، د دغه هېواد بلوچستان کې ریکوډک پروژه به د دې صوبې او سیمې د پرمختګ په برخه کې لوبه بدله کړي. ریکوډک پروژه د بلوچستان په چاغي ضلعه کې د سرو او مسو د اېستلو پروژه ده او د بیرک ګولډ په نوم یو بهرنی شرکت یې پلي کول غواړی.

شهباز شریف د جمعې په ورځ د دې شرکت له مشر مارک برسټو په مشرۍ پلاوي سره لیدنه کې دا پروژه د صوبې د پرمختګ او د خلکو د خوشالۍ نوی پړاو وباله.

ښاغلي شریف دا هم وویل چې د بلوچستان له کانونو د پوره ګټې اخیستو لپاره د ټرانسپورټ په تېره د پټلیو جوړول هم اړین دي.

په دې کتنه کې د بیرک ګولډ شرکت مشرانو ویلي چې د دې پروژې د پلي کولو لومړنۍ چارې به د دې کار تر پایه بشپړې شي.

دوی دا هم ویلي چې پروژه کې ځايي خلکو ته لومړیتوب ور کوي او په دې برخه کې یې تر اوسه سل کسان په تخنیکي برخه کې روزلي دي.

ریکوډک له ایران او افغانستان سره پر پوله د بلوچستان چاغي کې د مسو او سرو د اېستلو لویه پروژه ده.

له ریکوډک سره نږدې سینک پروژه ده چې له مخې یې چینايي کمپنۍ له ډېرې مودې راهیسې مس او سره باسي.

پر مس او سرو سربېره نور کانونه هم لري، خو په دغه صوبه کې د بلوڅ ازادیپالو تاوتریخوالی یې د پلي کېدو خنډ دي.

سرچینې: د کندهار د پروني ځانمرګي برید د مړو شمېر ۴۳ او د ټپیانو ۴۵ ته ورسېد

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۰

د کندهار میرویس روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې پروني ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۵ ټپيان دي. کندهار کې د نوي کابل بانګ یوې سرچینې هم وویل، چې د برید پر مهال د طالبانو د امنیتي ادارو کسان د تنخا اخیستو لپاره د دوی نمایندګي ته ورغلي وو.

نوي کابل بانک د تېر افغان جمهوریت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې امنیتی ځواکونو ته تنخا اجرا کوي.

په کندهار کې د میرویس روغتون کې سرچینو نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د تېرې ورځې د برید یو شمیر ټپیان د تداوي لپاره کابل ته انتقال شوي دي.

د کندهار میرویس روغتون کې سرچینې وايي دغه روغتون په یو وخت کې د څلوېښتو مړو د ساتلو ځای لري، چې له پيښې وروسته یو ځل دغه یخچالونه له مړو ډک شول او یو شمیر نور د دغه روغتون سرچېګل واټ کې کېښودل شول.

یو عیني شاهد له نوم پرته وایي: له پېښې وروسته ټپیان روغتون ته راوړل شول، مرګ ژوبله زیاته وه، د طالبانو مړي له یخچالونو بیرون په سرچېګل واټ کې کېښودل شول.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت دې برید کې د مرګ ژوبلې له کره شمېر خپرولو ډډه کړې او په کندهار کې امنیه قومنداني ویلي چې دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.

د روغتون یو بلې سرچینې وویل، چې له پيښې وروسته طالبانو له ټولو ډاکترانو ټلیفونونه واخېستل او یوازې هغه ډاکټران پر جسدونو او ټپیانو د څار لپاره وګمارل شوي، چې د طالبانو په دوران کې په دندو ګمارل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د روغتون او همدرانګه د طالبانو د یو شمیر مسوولینو غږونه ترلاسه کړي دي، چې د میرویس روغتون له مسوولینو او ډاکترانو غوښتل شوي دي، چې د مرګ ژوبلې شمیرو په اړه له څه ویلو ډډه وکړي.

همدارنګه د طالبانو مسولینو له ټولو دولتي ادارو غوښتي، چې رسنیو ته د کندهار پېښې په اړه څه ونه وايي.

په کندهار کې د نوي کابل بانګ نمایندګۍ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې ځانمرګی د بانګ مخې ته پر اوږد کتار شوی او د بانګ کارکوونکي پر ماتو شو شېشو ټپیان شوي دي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې له پيښې وروسته د امنیتي کامرو وېډیو ارشیف د طالبان استخباراتو وړی دی.

د کندهار په لومړی حوزه کې د نوی کابل بانګ نمایندګي د کوڅې یو او بل سر کې امنیتي پوستې دي او هغه کسان چې په دغه کوڅه کې داخلیږي د طالبانو لخوا تلاشي کیږي، خو بیا هم دا برید پرې وشو.

د کندهار ځايي اوسیدوونکي وايي له دې ځانمرګي برید وروسته په کندهار امنیتي چیګ پواینټونه څو برابره زیات شوي دي او په ښار کې بېړنۍ حالت لیدل کیږي.

تر دې برید نږدې درې ورځې مخکې هم د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین ځايي چارواکو ته د امنیتي تدابیرو د زیاتولو امر کړی و.

داعش د دې برید مسوولیت منلی او وايي، د دغې ډلې یو غړي معاویه پنجشیري په دې برید سره لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پخواني افغان ولسمشر، د امریکا شازدافیرې، یوناما او ایران دا برید غندلی دی.

د افغان کډوالو یوه بله ډله جرمني ته ورسېده

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۵۷ GMT+۰

جرمن رسنۍ وايي، دافغان کډوالو یوه بله ډله پرون ناوخته د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد د جرمني برلېن ښار ته ورسېده. د جرمني د کډوالو ادارې نن ویلي، چې دا کسان د هغه پروګرام له مخې دغه هېواد ته لېږدول شوي چې په افغانستان کې یې د طالبانو له امله ژوند له خطر سره مخ و.

د دې ادارې چارواکو له جرمن خبري اژانس سره مرکه کې د دې افغانانو کره شمېر نه دی ښودلی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت وايي، دا کسان د هغه پروګرام له مخې منل شوي چې په افغانستان کې د ځانګړو زیانګالو کسانو د خوندیتوب لپاره پیل شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نږدې ۳۳ زره افغانان جرمني ته لېږدول شوي دي.

نامعلومو کسانو په غور کې یو طالب قاضي او لور یې وژلي دي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

په غور کې ځايي سرچينې وايي، چې ناپېژاندو کسانو د طالبانو يو مفتي او لور يې وژلي دي. په غور کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند مولوي عبدالرحمن هم د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې دغه کس محمد جمعه اميني نومېده او د غور ولايت د استيناف محکمې قاضي و.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې محمد جمعه امیني د طالبانو له مشهورو مفتیانو څخه و.

سرچینه وايي، د قاضي لور له لسو کلونو کمه وه.

د غور اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستیو کې نامعلومو کسانو د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو دوه نور غړي په تبر او تېشې سره وژلي دي.