• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو یوه بله ډله جرمني ته ورسېده

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۵۷ GMT+۰

جرمن رسنۍ وايي، دافغان کډوالو یوه بله ډله پرون ناوخته د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد د جرمني برلېن ښار ته ورسېده. د جرمني د کډوالو ادارې نن ویلي، چې دا کسان د هغه پروګرام له مخې دغه هېواد ته لېږدول شوي چې په افغانستان کې یې د طالبانو له امله ژوند له خطر سره مخ و.

د دې ادارې چارواکو له جرمن خبري اژانس سره مرکه کې د دې افغانانو کره شمېر نه دی ښودلی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت وايي، دا کسان د هغه پروګرام له مخې منل شوي چې په افغانستان کې د ځانګړو زیانګالو کسانو د خوندیتوب لپاره پیل شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې نږدې ۳۳ زره افغانان جرمني ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

نامعلومو کسانو په غور کې یو طالب قاضي او لور یې وژلي دي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

په غور کې ځايي سرچينې وايي، چې ناپېژاندو کسانو د طالبانو يو مفتي او لور يې وژلي دي. په غور کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند مولوي عبدالرحمن هم د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې دغه کس محمد جمعه اميني نومېده او د غور ولايت د استيناف محکمې قاضي و.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې محمد جمعه امیني د طالبانو له مشهورو مفتیانو څخه و.

سرچینه وايي، د قاضي لور له لسو کلونو کمه وه.

د غور اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستیو کې نامعلومو کسانو د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو دوه نور غړي په تبر او تېشې سره وژلي دي.

تاس خبري اژانس: د افغانستان د اسماعیلیانو مشر پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ کړی دی

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۰

تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ملي یووالي ګوند او د افغانستان د اسماعیلیانو مشر منصور نادري پر اوکراین د روسیې د برید ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې روسیه به دغه جګړه وګټي. تاس د ښاغلي نادري له قوله لیکلي، چې ډېری اسماعیلیان د روسیې ملاتړ کوي.

د تاس په حواله ښاغلي نادري وویل: له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل هم د اوکراین په جګړه پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه: "امریکایانو موږ پرېښودو، هغوی موږه په ډېر ظلم سره دوکه کړو. په حقیقت کې امریکا اوکراین ته مخه کړه، چې له روسیې سره جګړه وکړي، خو زه پوهېږم چې روسیه به ماته نه شي."

تاس خبري اژانس چې د جمعې په ورځ یې مرکه خپره کړې، لیکلي چې د افغانستان د اسماعیلیانو مشر د بلګراد ښار (د روسیې سرحدي سیمې) ته هم سفر کړی - هغه سیمه چې په منظمه توګه د اوکراین د ځواکونو لخوا پرې د مرمیو باران کیږي.

منصور نادري وویل: "که څه هم د اوکرایین لخوا توغندي ویشتل کیږي، د روسیې امنیتي خدمتونه او د دې هیواد پوځ د بریدونو مخه نیسي او هر څه په هر ځای کې کار کوي."

د ملي یووالي ګوند مشر په دې مرکه کې زیاته کړې، چې دی غواړي د مې په نهمه په سور چوک کې د روسیې د بریا پریډ وګوري.

هر کال د حمل په نهمه نېټه روسيه په دويمه نړيواله جګړه کې د بريا ورځ لمانځي او په سور چوک کې خپل پرمختللي پوځي تجهيزات او وسلې نندارې ته وړاندې کوي.

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر: افغان طالبان د پاکستان ملي امنیت ته پر ګواښ بدل شوي دي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۰

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي، د طالبانو حکومت د پاکستان ملي امنیت ته پر ګواښ بدل شوی دی. حسین حقاني په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه لنډه لیکنه کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د طالبانو په وړاندې د پاکستان د تګلارې د بدلون یادونه کړې ده.

دغه پخواني پاکستاني دیپلومات په ۲۰۰۱ کال کې په اسلام اباد کې وویل: «موږ د طالبانو ملاتړ نه کوو. بیا پاکستاني سیاستوالو وویل چې موږ د "ښو طالبانو" په ملاتړ د هند د نفوذ سره مقابله کوو.

حسین حقاني زیاته کړه. چې د طالبانو له بریا وروسته پاکستاني چارواکو وویل، چې طالبانو له افغانستانه د امریکا په ایستلو سره د غلامۍ زنځیرونه مات کړل.

ښاغلی حقاني د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وینا ته اشاره کوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۶مه کابل ته د طالبانو له ننوتلو یوه ورځ وروسته یې وویل، چې افغانانو "د غلامۍ زنځیرونه مات کړي دي."

ښاغلي حقاني وویل، چې اوس په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان فکر کوي ،چې طالبان یې د هېواد امنیت ته ګواښ ګرځېدلی دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د کپ په ۲۸مه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو او اسلام اباد اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې دي.

طالبانو په ځواب کې د پکتیا ولایت په ډنډپټان کې له ډیورنډ کرښې سره له پاکستاني پوله ساتو سره نښته وکړه.

په سمبولیک عکس العمل کې د طالبانو د دفاع وزارت په پوځي یونیفورم کې د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب عکس خپور کړ.

جان ساپکو: د امریکا پیسې په افغانستان کې د یو 'څو ترهګرو' جېبونو ته ځي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۲۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې مشر د دغه هېواد سره د مرسته شویو مالي پېسو په لېږد کې د طالبانو د ګټې اخیستنې په تړاو په ملګرو ملتونو کې نیوکه وکړه.

هغه د پروپبلیکا ویب‌پاڼې ته وویل: «ملګرو ملتونو سره د مرستو زیاته برخه د امریکايي مالیه ورکوونکو له جېبونو ورکول کېږي. دغه مرستې په افغانستان کې د یوې ترهګرې ډلې لاس ته رسېږي.»

جان ساپکو د دغه خبري بنسټ سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ د وري په لومړۍ نېټه خپره شوه طالبان یې د «ترهګرو یوه ډلګۍ» یاده کړه.

له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څار ادارې په یوه راپور کې لیکلي، چې ملګرو ملتونو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ٢.٩ مېلیارډ ډالره افغانستان ته استولي، چې د دغو پېسو یوه برخه د افغانیو په بڼه د سیمه‌ییزو مرستندویه ادارو لاس ته ورغلي.

سیګار ویلي، طالبان د امریکا د مرسته شویو ډالرو څخه چې د افغانستان بانک له لارې لېږدول کېږي ګټه پورته کوي.

د پروپبلیکا له قوله ملګرو ملتونو دغه تورونه رد کړي، چې ګواکې نغدې پېسې دې د افغانستان بانک ته ورسېږي چې د طالبانو تر واک لاندې دی؛ خو دغه سازمان دا هم ویلي، چې د افغانستان بانک څخه لرې هم نه شي پاتې کېدای.

طالبانو په افغانستان کې د پېسو معاملې او د تنخواوو ورکړه په بهرنیو اسعارو منعه کړې ده. د افغانستان په بانکي نظام او بازارونو کې د امریکايي ډالرو زیاتوالي د پېسو د ټیکاو او د پېسو د پړسوب یا تورم په کابو کولو کې مرسته کړې؛ خو طالبان دغه څه د خپلې حکومتولۍ لاس ته راوړنې بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېواد یې لا هم د افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او ټول هغه ګامونه یې اخیستي چې «طالبان په مستقیمه توګه د امریکا له مرستو ګټه پورته نه کړي او د هغو د خطر کچه راټیټه کړي.»

شننه؛ پاکستانی ګواښ او تر ګونډو لاندې ملت

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

د جنوبي اسیا د ستراتېژیکو مطالعاتو يوه متخصص ویلي و: « پاکستان پیاوړی پوځ، منظم دولتي جوړښت او لوی اقتصاد لري، خو ملت نه لري.

افغانستان بیا نه پاېیدونکي دولتونه لري، نه پیاوړی پوځ او نه هم ښه اقتصاد، خو دغه هېواد یو پیاوړی ملت لري، ځکه خو پاکستان ترې ویریږي او تل یې د بې ثباتۍ په لټه کې دی.»

ښايي پاکستان د زېږېدو له لومړۍ ورځې راپه دېخوا په دغه راز پوهېده او – د انګریز په لارښوونه – یې د افغانستان د بې‌ٍثباتۍ لپاره پيچلي پلانونه طرحه کړل، مدرسې یې تاسیس او اسلامي بنسټپالې ملیشې یې جوړې کړې، دوی ته انګریز په غوږ کې ورڅڅولي وو، چې د افغانستان د بې‌ثباتي کیلي هلته د مذهبي او عقدتي شخړو راپیلول دي. پاکستان تر ټولو پیاوړی او تاریخي روایت Narrative راوپنځاوه : «اسلام په خطر کې دی!»دغه روایت کار وکړ او افغانان یې یو د بل وژلو ته راوپارول.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته، څو ځلې دغه جعلي پوځي چوڼی له راړنګېدو سره مخامخ شوه، خو هرځل په افغانستان کې داسې واکمن و، چې یا یې نه غوښتل او یا پرې نه پوهېدل، چې څنګه خپله تاریخي خاوره راخپله او پاکستان د تاریخ دوزخ ته ورټېل وهي.

یوه له داسې تاریخي دورو همدا اوس راپېښه ده.پاکستان د خپل تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی. اقتصادي کړکېچ، په کور دننه سیاسي دوښمنۍ او ویش، د پوځ د مصنوعي پرستیژ ماتېدل، امنیتي بې‌ثباتي او نړۍواله انزوا یې لوی شاخصونه دي، له بلې خوا ښايي د هغې نړۍوالې اړتیا لپاره چې پاکستان د دویمې نړۍوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته او د ښکېلاکي زمانې په پای کې جوړ کړل شوی و، هم مخ په پوره کېدو ده او دا شونې ده، چې نور نو د پانګوالو ستراتيژيستانو لپاره پاکستان په دغه بڼه پکار نه وي.

خو په خواشینۍ سره چې په همدې کړکېچن حالت کې هم پاکستان پر افغانستان رابلوسي او پکتیکا، خوست او کونړ بمباروي.

پر افغانستان واکمنو د پاکستاني مدرسو فارغانو هم د داخلي مصرف لپاره څه لوڅې پوڅې وکړې، خو مه دې شه، ځکه په دې ټوله لوبه کې د افغانستان ملت ـ هغه څه چې پاکستان ورڅخه تر بل هر څه زیات ډاریږي – بې مشره، بې برخلیکه، بې مدیریته او په فکري تشه کې پاتې دی. د پاکستان بخت ستوری ځکه ځلیږي، چې پر افغانستان د رابلوسېدو پرمهال یې یوازې د خپلو مدرسو او د احسانونو پوروړي واکمن په وړاندې درېدلي، هغوی چې د افغانستان ملت دوی ته او دوی ملت ته شا ورګرځولې ده.

هېچا دغه ملي شعور راویښ نه کړلای شو، چې پاکستان څه غواړي او د دغو بمباریو تبعات څومره ګواښمن دي؟

ولس له مستبدو واکمنو د خپلو لوڼو د تعلیمي محرومیت، ولږې، سختګیرۍ او تعصب، وزګارۍ او د نفی و انحصار سیاستونو په خاطر غوسه او خواشینی دی. بلخوا عامه افکارو په کلکه دا منلې، چې پاکستان او د پاکستاني مدرسو فارغ واکمن هېڅکله یو د بل دوښمن کېدلای نه شي او دا ډز و ډوز یو زرګري او مدیریت شوی جنګ دی، چې لوی هدف یې د افغانستان لاندې کول او په مجموع کې پښتانه له پښو غورځول دي.

پاکستان ټولو پښتنو ته د خپلو ستراتيژيکو دوښمنانو په سترګه ګوري او بس هرچېرته چې د پښتانه ترمنځ شخړې و جګړې وي، نو دی یې پخپله ګټه بولي.

د پښتنو په جنګولو کې د پاکستان شعار دا دی، چې : « زه هرطرف که شود کشته، خیر پاکستان است!»

سپین بیرغ د تور بیرغ په ضد، شمالي وزیرستان د جنوبي، داوړ د وزیر، وزیر د مسید، پښتون پولیس و خاصه دار د پښتون طالب او پښتون طالب د پښتون فوجي، ملا فضل رحمن د نشنلیانو، نشنلیان د محمود خان، محمود خان د عمران خان، جیش د سپاه او سپاه د جمعیت په ضد جنګوي او دا ټول بیا د ریښتینو مبارزینو ( د پښتون ژغورنې غورځنګ) په وړاندې لمسوي، چې تکفیر یې کړي. بس لوبه یې ګرمه کړې او پښتون په پښتون وژني. په پنجاب و سېند کې کراره کراري ده، بربنډې ښځې په جوماتونو کې ناڅي او پوځي جنرالان په غلا کړیو ډالرو ځانونو ته ماڼۍ او ټاپوګان اخلي.

100%

پر افغانستان د پاکستان تر روستیو بمباریو روسته دا خبره راپورته شوه، چې افغانستان څه باید وکړی؟ څنګه یې باید وکړي؟

بله خبره دا وه، چې واکمنو وویل: زموږ وس همدومره دی، نور څه مو له واکه پوره نه دي.

له پاکستان سره مخامختیا او تقابل ملي تقابل دی. ملي جنګ ملتونه کوي، ډلې او حتی حکومتونه یې کړلای نه شي.د پاکستان پلندر (انګریز) په افغانستان کې د افغان ملت له خوا په ګونډو شوی دی، نه کومې اورپکې ډلې او نه هم تر اماني هغې وړاندې ورستو واکمنیو دا کار کړی دی.

د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل چې ملت و واکمني په یوه فکر او واحد دریځ له انګریز سره مخامخ شول د اعلیحضرت امان الله شاه غازي زمانه وه، چې هم استقلال وګټل شو او هم د هېواد نړۍوال پرستیژ اسمان ته وخوت.

اوس که د انګریز خلف (پاکستان) په ګونډو کول غواړو، نو دا ولاړېدنه به ملت کوي، خو له بده مرغه چې ملت تر ګونډو لاندې دی. ملت د پاکستاني مدرسو شاګردانو تر ګونډو لاندې کړی، ښوونځي و پوهنځي یې ورتړلي، واک یې له ولس څخه اخیستی، جوړ او منظم حکومت یې له پښو غورځولی، پیاوړې اردو یې ورړنګه کړې او د ملي پوځ لویه برخه حساس تجهیزات ترې پاکستان لوټلي دي.

پاکستان د خپلې محاسبې له مخې افغانستان ته د ننوتلو لپاره تر دې بل مناسب وخت موندلای نه‌شي. داسې ټک و ټوک یې راننوتلو ته لاره هواروي. د افغانستان ملت هسې هم تر ګونډو لاندې دی او واکمن خو ورسره له پخوا یرغمل دي.

هرڅوک که ریښتیا غواړي د پاکستان ګواښ دړې وړې کړي او د ننګرهار د تاریخي حماسې په شان یې یرغلګرې فرقې له خاورو سره خاورې کړي، باید ملت په پښو ودروي.

ملت باید د استبداد او د دین په نامه د ظلم له ګونډې لاندې وژغورل شي. هرڅوک چې پاکستان ګواښ ګڼي، باید د ملت پښو ته وغورځیږي او بښنه ترې وغواړي. د نجونو تعلیمي حق یې ورکړي، د ملت سیاسي اراده په رسمیت وپېژني او په ریښتینې مانا ولسواکي راستنه کړي.

که دا ملت سره یو شو، راپاڅېد او شعوري د پاکستان په وړاندې ودرېد، نو دا ځل به پاکستان د تل لپاره هغه ګړنګ ته وغورځيږي، چې اوس یې پرغاړه ولاړ دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.