• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر: افغان طالبان د پاکستان ملي امنیت ته پر ګواښ بدل شوي دي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۵۶ GMT+۰

په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر وايي، د طالبانو حکومت د پاکستان ملي امنیت ته پر ګواښ بدل شوی دی. حسین حقاني په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه لنډه لیکنه کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د طالبانو په وړاندې د پاکستان د تګلارې د بدلون یادونه کړې ده.

دغه پخواني پاکستاني دیپلومات په ۲۰۰۱ کال کې په اسلام اباد کې وویل: «موږ د طالبانو ملاتړ نه کوو. بیا پاکستاني سیاستوالو وویل چې موږ د "ښو طالبانو" په ملاتړ د هند د نفوذ سره مقابله کوو.

حسین حقاني زیاته کړه. چې د طالبانو له بریا وروسته پاکستاني چارواکو وویل، چې طالبانو له افغانستانه د امریکا په ایستلو سره د غلامۍ زنځیرونه مات کړل.

ښاغلی حقاني د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وینا ته اشاره کوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۶مه کابل ته د طالبانو له ننوتلو یوه ورځ وروسته یې وویل، چې افغانانو "د غلامۍ زنځیرونه مات کړي دي."

ښاغلي حقاني وویل، چې اوس په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان فکر کوي ،چې طالبان یې د هېواد امنیت ته ګواښ ګرځېدلی دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د کپ په ۲۸مه په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو او اسلام اباد اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې دي.

طالبانو په ځواب کې د پکتیا ولایت په ډنډپټان کې له ډیورنډ کرښې سره له پاکستاني پوله ساتو سره نښته وکړه.

په سمبولیک عکس العمل کې د طالبانو د دفاع وزارت په پوځي یونیفورم کې د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب عکس خپور کړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د نوي حکومت ستونزې

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

پاکستان ته د تیرو څو کلونو نه د ورپ یښ بحران بیل بیل اړخونه د بحث موضوع ګرځیدلي دي.

د دې کال فرورۍ میاشت کې په دغه هیواد کې د ټول ټاکنو په نتیجه کې د جوړ حکومت پر ستونزو غږیدل ځکه اړین دي چې د پاکستان ولسونه او د پاکستان بین المللي دوستان په دې طمع وو چې ټول ټاکنې به څه نه څه سیاسي ثبات منځ ته راولي چې له مخې یې د دغه مملکت اقتصادي بحران ته د پاي ټکي کیښودو اساسي شرط و.

په ۲۰۲۱ میلادي کال د پخواني لومړی وزیر عمران خان حکومت په پارلمان کې د رایو په اکثریت د باور د سلبیدو له امله له منځه لاړ او د پارلمان پاتې موده کې د پاکستان د حکومت چارې د اساسی قانون د موادو سره سم د اپوزیسیون ګوندونو په لاس کې واخستې.

عمران خان دغه بدلون قبول نه کړ او په امریکا او په خپل پخواني مربي یعنې د پاکستان د پوځ په لوی درستیز جنرال قمر باجوه یې د هغه د حکومت په ضد د دسیسو تورونه پورې کړل.

دې سره پاکستان د یوه بې ساري ژور سیاسي انقطاب یا تقابل سره مخامخ شو، په ټولنه کې د سیاسي ګوندونو تر منځ د ښکاره وجود درلودلو سره سره یې په دولتی دستګاه کې هم نفوذ وکړ، تر دې چې دا په عالي قضا او حتا په پوځ هم بې اغیزې نه و.

عمران خان پرله پسې د ټول ټاکنو غوښتنه کوله، خو د پاکستان د پوځ له مشرتابه سره دشدیدو اختلافاتو په وجه عمران خان خپله او د هغه د ګوند تحریک انصاف ډیر غړي د فساد او بغاوت په تور بندیان شول او بلآخره د فرورۍ میاشتې په اتمه ټول ټاکنې وشوې.

له ټولو قیوداتو او دولتي خنډونو سره سره د عمران خان ګوند د پښتونخوا په اسمبلۍ «ولسی جرګه» کې قاطع اکثریت تر لاسه کړ، په پنجاب کې د نواز شریف مسلم لیګ اکثریت تر لاسه کړ، په سند او بلوچستان کې د اصف علي زرداري ګوند یعنی پیپلز پارټي(د خلکو ګوند) چوکۍ زیاتې وې، نو هغلته د پیپلز پارټۍ حکومتونه جوړ شول.

په مرکزی اسمبلۍ کې د عمران خان تر ټولو زیاتې چوکۍ تر لاسه کړې، خو بیا هم شمیره یې دومره نه وه، چې دوی په یوازې ځان حکومت جوړ کړي.

عمران خان له کوم بل ګوند سره د ایتلاف جوړولو ته اماده نه وو، نو د پیپلز ګوند او ځینې نورو وړو ګوندونو په مرسته د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف دپاکستان لومړی وزیر او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري جمهور رییس انتخاب شو.

دا خبره ټولو ته جوته ده چې د اوسني حکومت په جوړولو کې د پاکستان د پوځ مشرتابه مهم نقش لوبولی دی او د مالیې او د داخله چارو وزیران د واکمنو ګوندونو پر ځای د جنرالانو له خوا ټاکل شوي دي او له هغوی نه هدایت اخلي.

د حکومت مشروعیت

د عمران خان ملاتړي او نورو ګوندونه پوځ په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي
100%
د عمران خان ملاتړي او نورو ګوندونه پوځ په ټاکنو کې په لاسوهنه تورنوي

د پاکستان نوي حکومت ته ورپیښو عمده ستونځو کې وړومبۍ ستونځه د مشروعیت ده، ځکه چې د عمران خان ګوند، د مولانا فضل الرحمان ګوند او د پښتنو او بلوڅو ملتپالو ګوندونه په ټول ټاکنو کې د پوځ په استخباراتي موسسو په لویه کچه د درغلۍ او تقلب تورونه پورې کوي.

په دې تورونو کې وزن شته ځکه چې د اتم فرورۍ په ماښام چې کله د رایو شمیره پیل شوه او دا څرګنده شوه چې د عمران خان د ګوند رایې د نورو ګوندونو نه زیاتې دي، نو د پوځي استخباراتو په مداخله شمیره بنده شوه او بیا دغې شمیرې دیوې اونۍ نه زیات وخت ونیو.

اوس د اپوزیسیون ګوندونه وايي، چې په درغلۍ جوړ ایتلافي حکومت مشروعیت نه لري. په ولس کې هم دغه حکومت ته د جنرالانولاس پوڅی حکومت ویلی شي.

د مسلم لیګ او پیپلز اختلاف

بله غټه ستونځه په ایتلاف کې د ننه موجودې شخړې دي. سره له دې چې پیپلز ګوند په مرکزي اسمبلۍ کې حکومت ته رایې ور کوي، خو د دغه ګوند غړي په مرکزي کابینه کې غړیتوب نه اخلي.

پیپلز ګوند په دې پوهیږي چې دغه کابینه به داسې تصمیمونه نیسي چې د هغو په نتیجه کې به د ژوند د بنیادي اړتیاوو د شیانو قیمتونه لوړیږي او په عوامو به اقتصادي بار او مشکل زیاتیږي، نو پیپلز ګوند نه غواړي چې د دغسې جنجالي تصمیمونو مسولیت په غاړه ولري.

نو په دې شرایطو کې د مسلم لیګ او د پیپلز ګوند دغه ایتلافي حکومت به څومره مضبوط او څومره پیاوړی وي؟

اقتصاد

خو یوه بله ډیره غټه ستونځه اقتصادي ده. د پاکستان اقتصاد د دیوالیه توب د کمر په غاړه ولاړ دی. انفلاسیون د ۲۳

فیصدي نه ښکته نه راځي. مزدور کاره خلک خپلو اولادونو ته د دوه وخته ډوډۍ برابرولو جوګه نه دي. د بریښنا او ګاز بیې د عامو خلکو د اقتصادي توان نه لوړې دي.

پاکستان باندې خارجي پور دومره زیات شوی دی چې د خزانې وزیر یې د پور د پرې کولو کلنیو قسطونو د برابرولو په چل نه پوهیږي.

پاکستان ته لوی پور ورکونکی چین ، سعودي عرب او متحده عرب امارات دي، خو دغه پور ورکوونکي دا شرط لري چې پاکستان دې وړومبی د بین المللي مالیاتي صندوق نه نوی کومک او اقتصادي راهنمايي واخلي، نو له هغه نه پس به دوی پاکستان ته د نورو پورونو ور کولو په وړاندیز فکر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حتا خپلو دولتي مامورینو ته معاش هم د خارجي پورونو نه ورکوي، دا یې په خارجي پورونو د اتکا حال دې .

ډېرېدونکی تاوتریخوالی

د پاکستان پر پوځ پښتونخوا او بلوچستان کې دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي
100%
د پاکستان پر پوځ پښتونخوا او بلوچستان کې دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي

د پورته ذکر شویو ستونځو تر څنګ یوه بله ډیره غټه او د خطر نه ډکه ستونځه پاکستان کې د مخ په زیاتیدونکې ترهګرۍ او د خشونت مسله ده.

تر ډیره حده د دغې ستونځې ریښې د پاکستاني جنرالانو په هغه سیاست کې دي، چې دوی له تیرو ۴۴ کلونو راهیسې د افغانستان په باره کې غوره کړی او پلی کړی دی.

پاکستان د خپل تاسیس نه سملاسي پس د غربي نړۍ په پوځي لوظنامو کې غړیتوب درلودلی دی او په دې ډول په افغانستان کې د جنګونو لپاره د خیز په تخته بدل شوی و.

د ۱۹۸۰ کلونو نه چې د جهاد په نوم کوم جنګ په افغانستان کې پیل شوی و. د هغه لپاره له افغان مهاجرینو استخدام شویو جنګیالو د مازغو د پریمینځلو او د پوځي تربیت پراخ مرکزونه پاکستان کې جوړ شوي چې تر اوسه وجود لري او جنګیالي تولیدوي.

افغان مجاهدین یې وړومبی تولید و، وروسته یې طالبان جوړ کړل. پاکستان کې پوځ د لشکر طیبه، جیش محمد او په نورو نومونو خپلې جنګي ډلې هم جوړې کړې، البته چې دا کار د پاکستان حکومتونو او په خصوصي توګه د پاکستان جنرالانو په مفته نه کولو، له دې سره یو غټ جنګي اقتصاد هم منځ ته راغلی و چې ډیر پاکستاني جنرالان پکې ډالري میلیاردران شوي دي.

له طالبانو سره جنجال

د ټي ټي پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف ډېرېږي
100%
د ټي ټي پر سر د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف ډېرېږي

سره له دې چې طالبان پاکستان کې روزل شوي او ساتل شوي وو او په افغانستان د هغوی په بریالیتوب په وړومبي سر کې پاکستاني واکمنانو خوښي هم ښکاره کړی وه، خو اوس ورسره د ټي ټي پي په سر ستونځې لري.

پښتونخوا اوس د یوه نوي جنګ میدان دی، په بلوچستان کې بیلتونپال بلوڅان د پاکستان له پوځ سره په جګړه دي، نو د دومره جنګ او خشونت سره پاکستان کې څنګه ثبات او اقتصادي پرمختګ کیدای شي؟

په دې خبره خو هر څوک پوهیږي، خو مشکل دا دی چې د پورته ذکر شویو مسایلو او ستونځو د حل لپاره چې کوم بدلونونه پکار دي، د هغو په را وستلو کې تر ټولو لوی خنډ دا دی چې سیاسي زعامت دومره واک او اختیار نه لري چې دغه بدلونونه او ریفورمونه راولي

ځکه چې د سیاسي او دولتي قدرت انحصار د پاکستاني جنرالانو په لاس کې دی او هغوی د بدلون خلاف دي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

جان ساپکو: د امریکا پیسې په افغانستان کې د یو 'څو ترهګرو' جېبونو ته ځي

۳ وری ۱۴۰۳ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۳:۲۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې مشر د دغه هېواد سره د مرسته شویو مالي پېسو په لېږد کې د طالبانو د ګټې اخیستنې په تړاو په ملګرو ملتونو کې نیوکه وکړه.

هغه د پروپبلیکا ویب‌پاڼې ته وویل: «ملګرو ملتونو سره د مرستو زیاته برخه د امریکايي مالیه ورکوونکو له جېبونو ورکول کېږي. دغه مرستې په افغانستان کې د یوې ترهګرې ډلې لاس ته رسېږي.»

جان ساپکو د دغه خبري بنسټ سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ د وري په لومړۍ نېټه خپره شوه طالبان یې د «ترهګرو یوه ډلګۍ» یاده کړه.

له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څار ادارې په یوه راپور کې لیکلي، چې ملګرو ملتونو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ٢.٩ مېلیارډ ډالره افغانستان ته استولي، چې د دغو پېسو یوه برخه د افغانیو په بڼه د سیمه‌ییزو مرستندویه ادارو لاس ته ورغلي.

سیګار ویلي، طالبان د امریکا د مرسته شویو ډالرو څخه چې د افغانستان بانک له لارې لېږدول کېږي ګټه پورته کوي.

د پروپبلیکا له قوله ملګرو ملتونو دغه تورونه رد کړي، چې ګواکې نغدې پېسې دې د افغانستان بانک ته ورسېږي چې د طالبانو تر واک لاندې دی؛ خو دغه سازمان دا هم ویلي، چې د افغانستان بانک څخه لرې هم نه شي پاتې کېدای.

طالبانو په افغانستان کې د پېسو معاملې او د تنخواوو ورکړه په بهرنیو اسعارو منعه کړې ده. د افغانستان په بانکي نظام او بازارونو کې د امریکايي ډالرو زیاتوالي د پېسو د ټیکاو او د پېسو د پړسوب یا تورم په کابو کولو کې مرسته کړې؛ خو طالبان دغه څه د خپلې حکومتولۍ لاس ته راوړنې بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېواد یې لا هم د افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او ټول هغه ګامونه یې اخیستي چې «طالبان په مستقیمه توګه د امریکا له مرستو ګټه پورته نه کړي او د هغو د خطر کچه راټیټه کړي.»

شننه؛ پاکستانی ګواښ او تر ګونډو لاندې ملت

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

د جنوبي اسیا د ستراتېژیکو مطالعاتو يوه متخصص ویلي و: « پاکستان پیاوړی پوځ، منظم دولتي جوړښت او لوی اقتصاد لري، خو ملت نه لري.

افغانستان بیا نه پاېیدونکي دولتونه لري، نه پیاوړی پوځ او نه هم ښه اقتصاد، خو دغه هېواد یو پیاوړی ملت لري، ځکه خو پاکستان ترې ویریږي او تل یې د بې ثباتۍ په لټه کې دی.»

ښايي پاکستان د زېږېدو له لومړۍ ورځې راپه دېخوا په دغه راز پوهېده او – د انګریز په لارښوونه – یې د افغانستان د بې‌ٍثباتۍ لپاره پيچلي پلانونه طرحه کړل، مدرسې یې تاسیس او اسلامي بنسټپالې ملیشې یې جوړې کړې، دوی ته انګریز په غوږ کې ورڅڅولي وو، چې د افغانستان د بې‌ثباتي کیلي هلته د مذهبي او عقدتي شخړو راپیلول دي. پاکستان تر ټولو پیاوړی او تاریخي روایت Narrative راوپنځاوه : «اسلام په خطر کې دی!»دغه روایت کار وکړ او افغانان یې یو د بل وژلو ته راوپارول.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته، څو ځلې دغه جعلي پوځي چوڼی له راړنګېدو سره مخامخ شوه، خو هرځل په افغانستان کې داسې واکمن و، چې یا یې نه غوښتل او یا پرې نه پوهېدل، چې څنګه خپله تاریخي خاوره راخپله او پاکستان د تاریخ دوزخ ته ورټېل وهي.

یوه له داسې تاریخي دورو همدا اوس راپېښه ده.پاکستان د خپل تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی. اقتصادي کړکېچ، په کور دننه سیاسي دوښمنۍ او ویش، د پوځ د مصنوعي پرستیژ ماتېدل، امنیتي بې‌ثباتي او نړۍواله انزوا یې لوی شاخصونه دي، له بلې خوا ښايي د هغې نړۍوالې اړتیا لپاره چې پاکستان د دویمې نړۍوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته او د ښکېلاکي زمانې په پای کې جوړ کړل شوی و، هم مخ په پوره کېدو ده او دا شونې ده، چې نور نو د پانګوالو ستراتيژيستانو لپاره پاکستان په دغه بڼه پکار نه وي.

خو په خواشینۍ سره چې په همدې کړکېچن حالت کې هم پاکستان پر افغانستان رابلوسي او پکتیکا، خوست او کونړ بمباروي.

پر افغانستان واکمنو د پاکستاني مدرسو فارغانو هم د داخلي مصرف لپاره څه لوڅې پوڅې وکړې، خو مه دې شه، ځکه په دې ټوله لوبه کې د افغانستان ملت ـ هغه څه چې پاکستان ورڅخه تر بل هر څه زیات ډاریږي – بې مشره، بې برخلیکه، بې مدیریته او په فکري تشه کې پاتې دی. د پاکستان بخت ستوری ځکه ځلیږي، چې پر افغانستان د رابلوسېدو پرمهال یې یوازې د خپلو مدرسو او د احسانونو پوروړي واکمن په وړاندې درېدلي، هغوی چې د افغانستان ملت دوی ته او دوی ملت ته شا ورګرځولې ده.

هېچا دغه ملي شعور راویښ نه کړلای شو، چې پاکستان څه غواړي او د دغو بمباریو تبعات څومره ګواښمن دي؟

ولس له مستبدو واکمنو د خپلو لوڼو د تعلیمي محرومیت، ولږې، سختګیرۍ او تعصب، وزګارۍ او د نفی و انحصار سیاستونو په خاطر غوسه او خواشینی دی. بلخوا عامه افکارو په کلکه دا منلې، چې پاکستان او د پاکستاني مدرسو فارغ واکمن هېڅکله یو د بل دوښمن کېدلای نه شي او دا ډز و ډوز یو زرګري او مدیریت شوی جنګ دی، چې لوی هدف یې د افغانستان لاندې کول او په مجموع کې پښتانه له پښو غورځول دي.

پاکستان ټولو پښتنو ته د خپلو ستراتيژيکو دوښمنانو په سترګه ګوري او بس هرچېرته چې د پښتانه ترمنځ شخړې و جګړې وي، نو دی یې پخپله ګټه بولي.

د پښتنو په جنګولو کې د پاکستان شعار دا دی، چې : « زه هرطرف که شود کشته، خیر پاکستان است!»

سپین بیرغ د تور بیرغ په ضد، شمالي وزیرستان د جنوبي، داوړ د وزیر، وزیر د مسید، پښتون پولیس و خاصه دار د پښتون طالب او پښتون طالب د پښتون فوجي، ملا فضل رحمن د نشنلیانو، نشنلیان د محمود خان، محمود خان د عمران خان، جیش د سپاه او سپاه د جمعیت په ضد جنګوي او دا ټول بیا د ریښتینو مبارزینو ( د پښتون ژغورنې غورځنګ) په وړاندې لمسوي، چې تکفیر یې کړي. بس لوبه یې ګرمه کړې او پښتون په پښتون وژني. په پنجاب و سېند کې کراره کراري ده، بربنډې ښځې په جوماتونو کې ناڅي او پوځي جنرالان په غلا کړیو ډالرو ځانونو ته ماڼۍ او ټاپوګان اخلي.

100%

پر افغانستان د پاکستان تر روستیو بمباریو روسته دا خبره راپورته شوه، چې افغانستان څه باید وکړی؟ څنګه یې باید وکړي؟

بله خبره دا وه، چې واکمنو وویل: زموږ وس همدومره دی، نور څه مو له واکه پوره نه دي.

له پاکستان سره مخامختیا او تقابل ملي تقابل دی. ملي جنګ ملتونه کوي، ډلې او حتی حکومتونه یې کړلای نه شي.د پاکستان پلندر (انګریز) په افغانستان کې د افغان ملت له خوا په ګونډو شوی دی، نه کومې اورپکې ډلې او نه هم تر اماني هغې وړاندې ورستو واکمنیو دا کار کړی دی.

د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل چې ملت و واکمني په یوه فکر او واحد دریځ له انګریز سره مخامخ شول د اعلیحضرت امان الله شاه غازي زمانه وه، چې هم استقلال وګټل شو او هم د هېواد نړۍوال پرستیژ اسمان ته وخوت.

اوس که د انګریز خلف (پاکستان) په ګونډو کول غواړو، نو دا ولاړېدنه به ملت کوي، خو له بده مرغه چې ملت تر ګونډو لاندې دی. ملت د پاکستاني مدرسو شاګردانو تر ګونډو لاندې کړی، ښوونځي و پوهنځي یې ورتړلي، واک یې له ولس څخه اخیستی، جوړ او منظم حکومت یې له پښو غورځولی، پیاوړې اردو یې ورړنګه کړې او د ملي پوځ لویه برخه حساس تجهیزات ترې پاکستان لوټلي دي.

پاکستان د خپلې محاسبې له مخې افغانستان ته د ننوتلو لپاره تر دې بل مناسب وخت موندلای نه‌شي. داسې ټک و ټوک یې راننوتلو ته لاره هواروي. د افغانستان ملت هسې هم تر ګونډو لاندې دی او واکمن خو ورسره له پخوا یرغمل دي.

هرڅوک که ریښتیا غواړي د پاکستان ګواښ دړې وړې کړي او د ننګرهار د تاریخي حماسې په شان یې یرغلګرې فرقې له خاورو سره خاورې کړي، باید ملت په پښو ودروي.

ملت باید د استبداد او د دین په نامه د ظلم له ګونډې لاندې وژغورل شي. هرڅوک چې پاکستان ګواښ ګڼي، باید د ملت پښو ته وغورځیږي او بښنه ترې وغواړي. د نجونو تعلیمي حق یې ورکړي، د ملت سیاسي اراده په رسمیت وپېژني او په ریښتینې مانا ولسواکي راستنه کړي.

که دا ملت سره یو شو، راپاڅېد او شعوري د پاکستان په وړاندې ودرېد، نو دا ځل به پاکستان د تل لپاره هغه ګړنګ ته وغورځيږي، چې اوس یې پرغاړه ولاړ دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د ډان ورځپاڼه: د پاکستان د پوځ بې پروا چلند 'ښه طالبان' په بدو طالبانو بدل کړل

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د افغان طالبانو له بیا واکمنۍ سره، د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر ځواکونه نور هم زړور او فعال شوي دي.

دې ورځپاڼې لیکلي: "حافظ ګل بهادر چې یو وخت د 'ښه طالب' په نوم پېژندل کېده، په بد طالب بدل شوی دی.»

په دغه شننه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري په دويمه ورځ خپره شوې راغلي: "د حافظ ګل بهادر د خپلوانو پر وژلو سربېره د پاکستان د پوځ تاکتيکونو د پاکستان له حکومت سره د هغه د دښمنۍ په زياتېدو کې مرسته کړې ده."

د دې شننې ليکوال ضياء الرحمن د يوې سرچينې په حواله ليکلي: "حافظ ګل بهادر له پاکستان سره د خپلې ډلې د پخوانيو همکاريو له امله د عملياتو پر مهال د دغه هېواد له پوځ څخه د نرم چلند تمه درلوده؛ خو دا تمه بې ځايه وه.په پوځي عملياتو کې يې کورونه ويجاړ او کورنۍ يې بې ځايه شوې.»

دغې سرچینې ډان ورځپاڼې ته ویلي: "د پاکستان بې پروا چلند د دې لامل شوې چې حافظ ګل بهادر د پاکستان ضد دریځ خپل کړي."

د دې شننې لیکوال د افغانستان او پاکستان پر پوله وروستیو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي دي، چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد څو لوی بریدونه ترسره کړي دي.

په دې شننه کې د حافظ ګل بهادر د ژوند یوه لنډه برخه هم راخیستل شوې او په ۲۰۰۶کال کې د پاکستان له حکومت سره د هغه د سولې تړون ته هم اشاره شوې ده.

د دې شننې لیکوال وايي؛ دا تړون په ۲۰۱۴کال کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان له لویو عملیاتو وروسته پای ته ورسېد.

په دې شننه کې د سرچینو په حواله ویل شوي، چې د ګل بهادر ځواکونو د حقاني شبکې د مشرانو ملاتړ هم تر لاسه کړی دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي: «د راپورونو له مخې په دې ملاتړ کې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه، اضافي ځواکونه، مالي سرچینې او حتا له امریکايي ځواکونو څخه پاتې شوې پرمختللې وسلې شاملې دي.»

په دې وروستیو کې پاکستان په خوست او پکتیکا کې د حافظ ګل بهادر پر ځواکونو هوايي بریدونه وکړل. افغان طالبان وايي، چې په دې عملیاتو کې یې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

حافظ ګل بهادر د تحریک طالبان پاکستان یو له مهمو قوماندانانو څخه دی، چې د پاکستان په وینا په افغانستان کې اوسیږي.

المرصاد: پاکستان د خپلو نیابتي جنګیالیو په کارولو سره کندهار کې ځانمرګی برید کړی

۲ وری ۱۴۰۳ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۳ GMT+۰

طالبانو ته نېږدې المرصاد وېبپاڼه په یو مطلب کې وايي، چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي برید په اړه د هغوی د ادعاو له ناکامېدو وروسته، دغه هېواد د خپلو نیابتي جنګیالیو پر مټ په کندهار کې ځانمرګی برید کړی.

المرصاد “د پاکستاني جنرالانو ترهګریز روش” تر عنوان لاندې یو مطلب کې لیکلي‌، چې د دوی د کره معلوماتو له مخې؛ په کندهار کې د پنجشنبې ورځې ځانمرګی برید د پاکستان د پوځ د کوټې په ګارنیزون کې د ای ایس ای د افسرانو له خوا پلان شوی او په دغه برید کې د داعش ډلې یو ځانمرګی کارول شوی و.

دغې وېبپاڼې لیکلي: “د پاکستان د خراب امنیتي وضعیت او د ناامنيو په کنټرولولو کې له ناکامۍ وروسته پاکستاني اسټیبلشمنټ (پوځ)‌ هڅه وکړه، چې پر ګاونډي افغانستان د هوايي بریدونو په کولو خپله مایوسي لري کړي.”

د طالبانو پلوي دغه وېبپاڼه ادعا کوي،‌ چې په کندهار کې د داعش له خوا د برید موخه دا وه، چې پاکستان طالبانو ته دا پیغام ورکړي، چې دوی د افغانستان د ناامنۍ توان لري.

دغه وېبپاڼه وايي، چې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه د دغه هېواد د ادعاو له ناکامېدو وروسته، پاکستان د خپلو نیابټي جنګیالو په کارولو سره په کندهار کې ځانمرګی برید کړی.‌

د المرصاد په خبره؛ د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهونکي پاکستان او جنرالانو یې تل د نورو په تاوان کې خپلې ګټې لټولې او د خپلې ناکامۍ پړه یې پر نورو واچولې ده.

د المرصاد په خبره؛ پاکستان هڅه کوي چې له ټولو شونو لارو په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي او د دغې وېبپاڼې په خبره ښايي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې بریدونه نور هم ډېر شي.

تر دې وړاندې په یو بل مطلب کې طالبانو ته نږدې دغې وېبپاڼې د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند له خولې لیکلي وو، چې داعش د پاکستاني استخباراتو له خوا په دولتي مېلمستونونو کې ساتل کیږي.

په دغه مطلب کې د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي وو، چې داعش ته دنده ورکړې شوې چې تحریک طالبان پاکستان مات کړي او جګړه د پاکستان پر ځای افغانستان ته یوسي.

دغې ویبپاڼې په یو مطلب کې لیکلي وو،‌ چې د داعش خراسان څانګې رهبري او مسوولان د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي.

د ویبپاڼې په وینا؛ د مفتي ابو عثمان، ابو احمد ترڅنک د خان په نوم د داعش مهم کسان په پاکستان کې اوسیږي او هلته داعش د پلانونو په عملي کولو کې فعاله ونډه لري او په ځانګړي توکه د وسلو برابرولو په برخه کې مرسته کوي.