• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

غزې سره مرستې د ویجاړۍ، بې قانونۍ او بېروکراسۍ له امله په داسې حال کې ځڼډيږي چې خلک وږي دي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د مارچ په میاشت کې، د درې کیلومترو په اوږدوالي د لاریو یو قطار غزې سره د اسراییل سرحدي دروازې ته څېرمه په یوې صحرا کې ولاړ و. په همدې ورځ، د لاریو یوه بله کرښه چې شاوخوا یو نیم کیلومتره اوږده وه، د غزې او مصر په سرحدي سیمه کې درېدلی پاتې وه.

دغه لارۍ په جګړه ځپلې غزه کې د ۲ میلیونو څخه د ډېرو فلسطینیانو لپاره د مرستو څخه ډکې وې، چې اولیه برخه یې خوراکي توکي جوړوي.

د مصر د سرې میاشتې د یوه چارواکي په وینا؛ له غزې څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره لېرې د مصر په العریش ښار کې په دې میاشت کې د مرستو نورې لارۍ چې شمېر یې ۲ زره ۴۰۰ ته رسي، هم ولاړې دي.

دغه بې حرکته د خوراکي توکو ډکې لارۍ، چې د غزې د خلکو لپاره د ژوندي پاتې کېدو اصلي هیله ده، په داسې حال کې د دغې تړانګې په دروازو کې ولاړې دي، چې هلته مخ پر زیاتېدونکی بشري بحران روان دی.

د اسراییل او حماس له جګړې د پنځې میاشتو په تېرېدو سره، د خوړو د نه خوندیتوب په اړه د نړۍوالې ادارې یو راپور خبرداری ورکړی، چې د غزې په ځینو برخو کې قحطي نږدې رامنځته شوې ده.

د غزې د نفوس ۷۵٪ د جګړو له امله بې ځایه شوې او نږدې ټوله سیمه په کنډوالو بدله شوې ده.

د لوږې له امله د ځپل شویو ماشومانو په اړه د راپورونو او انځورونو له خپرېدو وروسته، د متحده ایالاتو په مشرۍ نړۍوالې ټولنې په اسراییل فشار راوړی، چې غزې ته د لا زیاتو مرستو د انتقال لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

واشنګټن د هوا له لارې هم غزې ته ځینې مرستې غورځولي دي او په دې وروستیو کې یې اعلان کړی، چې د غزې په سواحلو د مرستو د رسولو لپاره یو سمندریځ دهلیز رامنځ ته کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکو اسراییل تورن کړی، چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیسي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر پر اسراییل تور پورې کړ چې له لوږې څخه د یوې وسلې په توګه کار اخلي. د مرستندویه ادارو چارواکي وايي، چې د اسراییلو محدودیتونو پر خوراکي توکو د بار لاریو حرکت خورا ډېر ځڼډولی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د روسیې امنیتي ناکامي؛ کرملین وايي، هېڅ هېواد له ترهګرۍ خوندي نه دی

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۰

کرملین د دوشنبې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا مسکو ته نږدې د کنسرټ پر تالار د جمعې ورځې خونړی برید د امنیتي خدماتو لویه ناکامي ده؟ وویل، چې هېڅ هېواد د ترهګرۍ څخه خوندي نه دی. دغه برید په روسیه کې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوی برید بلل شوی دی.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.

برید هغه مهال پیل شو، چې څلور کسان د کروکوس ښار د کنسرت تالار ته ننوتل او د ۶ زره ۲۰۰ څوکیو لرونکي دغه تالار کې یې پر خلکو ډزې وکړې او وروسته یې ورته اور واچوه.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ ملت ته په یوې وینا کې ویلي، چې د برید ټول مسوولو کسانو ته به سزا ورکړل شي.

هغه وویل، چې د نیول شوو ۱۱ کسانو له ډلې څلور یې د اوکراین په لور روان وو.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا مناسبه نه ده، چې د داعش له خوا د برید د مسوولیت د منلو د ادعا په اړه تبصره وکړي، ځکه چې څېړنې لا هم روانې دي.

پیسکوف خبریالانو ته وویل: "څېړنې روانې دي او د برید په اړه پوره معلومات نه دی بشپړ شوی."

کله چې هغه نه پوښتنه وشوه، چې د روسیې پلازمینې ته نږدې د داسې خونړي برید ترسره کېدل،‌ د روسیې د استخباراتو ناکامي ښيي؟

هغه وویل، چې د برید په اړه غبرګونونه پراخ دي؛ خو هېڅ هېواد هم خوندي نه دی.

پیسکوف وویل: "له بده مرغه، داسې ښکاري چې هېڅ ښار، هېڅ هېواد د ترهګرۍ له ګواښ څخه په بشپړه توګه خوندي نه دی."

هغه وویل، چې استخباراتو د روسیې د دفاع لپاره نه ستړي کېدونکی کار کړی.

نوموړي زیاته کړړه: "د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوه روانه پروسه ده چې په ټوله کې نړۍوالې همکارۍ ته اړتیا لري؛ خو تاسو لیدلای شئ چې اوس په دې سخته جګړه ییزه دوره کې دا ډول همکاري په هېڅ صورت په بشپړه توګه نه ترسره کېږي."

نتنیاهو له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته د اسرايیلي پلاوي سفر لغوه کړ

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د اسراييل د لومړي وزير دفتر دغه اعلان د امريکا له خوا د امنيت شورا پرېکړه ليک ته د ممتنع رایې په غبرګون کې کړې، چې په غزه کې د سمدستي او دايمي اوربند غوښتنه کوي.

«د امریکا په دریځ کې د بدلون له امله» بنیامین نتنیاهو پرېکړه وکړه، چې سپینې ماڼۍ ته د رفح د عملیاتو په اړه د خبرو لپاره د اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړي.

د امریکا جمهور رییس جوبایډن دوشنبه د (کب ۲۸مه) د اسراییل لومړي وزير بینامین نتنیاهو ته په ټېلیفوني خبرو کې ویلي، چې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې ستر ځمکني عملیات به «سهوه» وي او ترې غوښتي، چې جګپوړي چارواکي د سلا مشورې لپاره واشنګټن ته واستوي.

جمهور رییس بایډن، ملګري ملتونه او د نړۍ څو نورو مشرانو د اسراییل څخه په رفح کې د عملیاتو نه کولو غوښتنه کړې؛ خو اسراییل ټینګار کوي، چې د حماس له منځه وړلو لپاره دا عملیات کوي.

د (کب ۲۸مه) د سپينې ماڼې په خبرپاڼه کې ويل شوي وو، چې نتنیاهو د بايډن غوښتنه منلې چې په رفح کې د نظامي عملیاتو په پلان او «احتمالي متبادلې لارې» په اړه د خبرو لپاره به جګپوړي اسراییلي چارواکي واشنګټن ته ولیږي.

خو نن د اسراییل لومړي وزير واشنګټن ته د اسراييلي پلاوي سفر لغوه کړی.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کې د مرستې لپاره ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په عاجله توګه ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

له ملګرو ملتونو سره تړلې دغه سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې سږ کال د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د وري شپږمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب بحران دوام لري او د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه نفوس، یعنې ۱۵،۸ میلیونه وګړي به د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې له شدید خوراکي نه خوندیتوب سره مخ شي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ښځې او نجونې زیاتې زیانمنې شوي او د طالبانو له خوا پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونو د دوی لپاره اړینو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پېچلی شي او د خوراکي توکو په ګډون حیاتي اړتیاوې د دغه هېواد د خلکو اساسي اړتیاوې ګرځېدلې دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې پورې شاوخوا ۵۰۰ زره کډوال له ایرانه ایستلي او ۸۰۰ زره یې له ایرانه ایستل شوي دي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د اټکل پر بنسټ؛ د دغو مهاجرو اخراج د شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانانو ژوند اغېزمن کړی، چې بشري مرستو ته یې اړتیا زیاته کړې ده.

د سازمان په وینا؛ په ۲۰۲۴ کې اټکل ښیي، چې د راستنېدونکو شمېر به دوام ومومي او اټکل کیږي، چې سږ کال به له پاکستان او ایران څخه میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغه هېواد ته بشري مرستې کمې شوې، چې په میلیونونو خلک یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي، چې پخپله د بې وزلو کورنیو لپاره د خطر زنګ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند لپاره یو بل پرېکړه لیک ته رایه ورکوي

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو لپاره یو بل پرېکړه لیک تصویبوي.

دغه پرېکړه لیک په غزه کې د سمدستي اوربند د غوښتنې سربېره، د ټولو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کېدو او غزې ته د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

فرانس پریس خبري اژانس د ډېپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه پرېکړه لیک مسوده، چې د امنیت شورا د ۱۰ غیر دایمي غړو له خوا وړاندې شوې وه، د دوشنبې په ورځ د حمل په شپږمه رایه اچونه وشي.

د دغه راپور له مخې؛ د امنیت شورا دغو غیر دایمي غړو په وروستیو ورځو کې له امریکا سره خبرې اترې وکړې؛ څو په غزې کې د اوربند د پرېکړه لیکونو په تصویب کې د یوې بلې ناکامۍ مخه ونیول شي.

امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند له وړاندې کولو سره - سره امریکا پخپله هم په دې برخه کې یو شمېر نورې پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي.

په همدې حال کې ډېپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې غیر دایمي غړي هېوادونه خوشبین دي، چې امریکا به نوی پرېکړه لیک ویټو نه کړي.

یوه ډېپلوماټ د یکشنبې په ورځ فرانس پرېس اژانس ته وویل: "موږ تمه لرو چې دا پرېکړه لیک پرته له کوم وروستي بدلون څخه تصویب شي او متحده ایالات به یې په وړاندې رایه ورنه کړي."

د دغه پرېکړه لیک د وروستۍ مسودې له مخې؛ د امنیت شورا غیر دایمي غړو هېوادونو د روژې میاشت کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي، چې دا اوربند باید "یو باثباته او دایمي اوربند لامل شي" او دا چې د حماس له خوا ټول یرغمل شوي بندیان باید "سمدستي او غیر مشروط" خوشې شي.

د پرېکړه لیک نوې مسوده غزې ته د بشري مرستو رسولو په لاره کې د "ټولو خنډونو د لرې کولو" غوښتنه کوي.

د امریکا د وړاندیز شوي پرېکړه لیک له متن سره چې د جمعې په ورځ رد شو، دغه غوښتنې د قطر، امریکا او مصر له ډېپلوماتیکو هڅو سره تړاو نه لري؛ خو په غزه کې د اوربند او د تبادلې په هدف د دغو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

اسراییل یرغمل فلسطیني بندیان په رسمیت وپېژني.

په غزه کې د اوربند لپاره د څو پرېکړه لیکونو ویټو کولو سره - سره امریکا په دې وروستیو کې د غزې د جګړې په اړه د خپل دریځ د بدلولو نښې ښودلې او د غزې په سویل کې د رفح په ښار کې د اسراییل د احتمالي ځمکني پوځي عملیاتو په ګډون یې خپل غږ پیاوړی کړی دی.

روسیې او چین د جمعې په ورځ د امریکا مسوده ویټو کړه.

په غزه کې روانه جګړه د اسراييل په جنوب کې د حماس له خوا په يوه بې ساري او ناڅاپي بريد سره پيل شوه او د پنځو مياشتو په تېرېدو سره لا هم روانه ده.

د امریکا له خوا د دغه پرېکړه لیک ویټو په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په اسراییل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته ویلي وو، چې هېواد یې چمتو دی، چې د حماس پر ضد په خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

نتنیاهو بلېنکن ته وویل، چې هغه د حماس په وړاندې په جګړه کې د امریکا د ملاتړ ستاینه کوي او دا چې اسراییل پوهیږي، چې باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

هغه یو ځل بیا په رفح کې د عملیاتو لپاره پر خپلو پلانونو ټینګار وکړ.

نتنیاهو زیاته کړه، چې دوی د حماس د ماتولو لپاره پرته له دې چې رفح ته لاړ شي او هلته د دې ډلې پاتې کنډکونه له منځه یوسي بله لاره نه لري.

اسراييل وايي؛ رفح د حماس د اورپکو وروستۍ اډه ده او پلان لري چې تر بريد مخکې ملکيان وباسي.

واشنګټن وايي؛ ځمکنی برید به تېروتنه وي او هلته مېشتو کډوالو ته به ډېر زیان ورسوي.

د لبنان حزب الله ډلې د اسراييل پولې ته څېرمه بريد کړی

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د لبنان حزب الله ډلې ويلي چې د دوشنبې په سهار د (وري شپږمه) یې د اسراییل او لبنان تر منځ پولې ته څېرمه پر یوه سیمه برید وکړ. له دې مخکې له لبنان څخه پر اسراییل د ۵۰ توغندیو له ویشتلو وروسته د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په ختیځ بعلبیک کې د حزب الله په مرکزونو بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې تر اوسه پورې د لبنان د حزب الله تر ۱۹۰ ډېر وسله وال او لږ تر لږه ۱۰ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

دا نښتې چې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراییل پر سوېلي سیمو له برید وروسته پیل شوې، په لبنان کې یې لږ تر لږه ۵۰ ولسي وګړي، په اسراییل کې لږ تر لږه پنځه ولسي وګړي وژلي، او د پولې دواړو غاړو ته په لسګونو زره کسان بې کوره کړې دي.

په دې وروستیو اونیو کې د مختلفو لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي لبنان ته تللي دي چې د حزب الله او اسراییل ترمنځ د سرحدي شخړو د پای ته رسولو لپاره یوه ډیپلوماټیکه حل لاره ومومي.