په پښتونخوا کې د ځانمرګي برید له امله ۵ چینایي انجنیران ووژل شول

د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۵ چینایي انجنیران ووژل او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان امنیتي مسوولان وایي، په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.