د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګریفیتس د روغتیايي لاملونو له امله له دندې ګوښه شو

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګرېفیتس چې د غزې تړانګې ته یې د مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی، اعلان کړی چې د ناروغۍ له امله به له دندې ګوښه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارتین ګرېفیتس چې د غزې تړانګې ته یې د مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی، اعلان کړی چې د ناروغۍ له امله به له دندې ګوښه شي.
ګرېفیتس چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) مشري یې هم کړې او د درېیو کلونو لپاره یې د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې، وویل چې هغه سرمنشي انتونیو ګوترېش ته خبر ورکړی چې د جون په میاشت کې به استعفا وکړي.
تېره میاشت ګرېفیتس اسراییل ته خبرداری ورکړی و، چې د سویلي غزې په رفح ښار کې د پلان شوي برید پر وړاندې غوښتنې له پامه ونه غورځوي، چیرې چې ۱.۵ مېلیونه فلسطینیانو پناه اخیستې.
هغه ویلي و:« پر اسراییل د اکټوبر د اوومې نېټې بریدونه وحشتناک دي، ما په وار وار غندلي؛ خو دوی نشي کولای هغه څه توجیه کړي، چې په غزه کې د هر ماشوم، مېرمنې او نارینه سره پېښیږي.»
د غزې ترڅنګ هغه په روانه میاشت کې خبرداری ورکړ، چې په راتلونکو میاشتو کې به په سوډان کې نږدې پنځه مېلیونه خلک له پراخې لوږې سره مخ شي.
ګرېفیتس مخکې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړي او د سوریې په چارو کې یې سلاکار پاتې شوی دی.
هغه د نورو نړۍوالو بشري سازمانونو لپاره هم کار کړی دی.

د کابل پولې تخنیک پوهنتون مشر وايي، چې په دغه پوهنتون کې اوسېدونکو زدهکړیالانو ته د څښلو اوبه نشته. انجنیر عبدالرشید وايي، د کابل پولې تخنیک پوهنتون په دریو لیلیو کې ۱۳۰۰ زدهکړیالان اوسيږي چې په ۲۴ ساعتونو کې ایله ۲ ساعته اوبه ورته رسیږي.
شنوونکي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو زدهکوونکو او استادانو په ځلونو شکایت کړی چې د زدهکړو بهیر او امکانات یې پڅ او یا په نشت حساب دي. خو طالب چارواکي ورځ تر بلې د مدرسو په ډیرولو او ښوونځي په مدرسو بدلولو بوخت دي.
د کابل پولې تخنیک پوهنتون مشر انجنیر عبدالرشید تېره ورځ دوشنبه د (وري شپږمه) د دغه پوهنتون په انګړ کې د نیالګیو کېنولو په پروګرام کې د خبرو پر مهال ويلي، چې د طالبانو حکومت دې د نمایشي کارونو پر ځای بنسټیزو چارو ته پاملرنه وکړي.
هغه وايي، یوازې په دغه پوهنتون کې لیلیه شویو زدهکړیالانو ته چې شمېر یې د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې دی د ژوند امکانات نه دي برابر شوي.
نوموړي د خبرو پر مهال وویل: «له بده مرغه چې زدهکړیالانو ته د ژوند مناسب شرایط نه دي برابر، یوازې د سهار، غرمې او ماښام یو وخت څلوېښت دقیقې اوبه راځي چې په ۲۴ ساعتونو کې دوه ساعته کیږي، نو تاسو وواياست چې دوی به څنګه زدهکړې کوي چې د ژوند لومړني امکانات ونه لري.»
د کابل پولې تخنیک پوهنتون دا مهال شپږ زره محصلان لري او د دغه پوهنتون په چاپیریال کې په جوړو شویو ودانیو کې د استادانو ۱۲۸ کورنۍ ژوند کوي چې د غړو شمېر په منځنۍ کچه د ۶۵۰ شاوخوا کسان کیږي، دغه ټول ۸۰۰۰ کسان د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
واک د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې په زرګونو مدرسې جوړې شوې دي، د طالبانو پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې ، چې تېر ۱۴۰۲ لمريز کال کې يې په ټول ولایتونو کې ۱۲ زره او ۳۰۷ مدرسې جوړې کړې او د دې تر څنګ یې۳۰۰ خصوصي مدرسو ته د فعاليت اجازه ليکونه ورکړي دي.
د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې د دوی د حکومت له لوري د ۱۴۰۲ لمريز کال په لړ کې پنځه زره او ۴۲۲ مدرسې په کلیو او بانډو جوړې شوې دي.
دا مهال په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونو باندې د طالبانو د مشر له لوري بندیزونه لګېدلي چې له امله یې په میلیونونو نجونې او ښځې له زدهکړو بې برخې پاتې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د پاکستان د حکومت لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي.
د دې ترڅنګ دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت باید ډلهییزه اېستنه ودروي او د بشري حقونو نړۍوال قانون سره سم دې د کډوالو حقونه خوندي کړي.
د کډوالو د اېستنې دویمه لړۍ د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.
له بل پلوه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپل یوه خپور شوي راپور کې لیکلي، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو هم پیل شي.
ډان ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، پاکستاني پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو ځایونه دې په نښه کړي.
تر دې وړاندې وړمه اونۍ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده وو.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې د ستنېدونکو یوې بلې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.
تر دې وړاندې بیا پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان یوه چارواکې وايي، چې په افغانانو کې په رواني ستونزو د ۵۰ سلنه خلکو اخته کېدل د اندېښنې وړ خبره ده. ډاکټرې حنان بلخي وویل، دغه ناروغي خلک اړ باسي چې نشهیي توکو ته مخه کړي او د هغوی پر ژوندانه نورې بدې اغېزې هم پرې باسي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې او اروپايي ټولنې په ګډه ناسته کې چې د «ژور کړکېچ؛ د افغانستان د خلکو رواني روغتیا له منځه وړي او د نشهيي توکو کارونه زیاتوي» تر سرلیک لاندې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شوې وه ۱۴۰ تنو په کې برخه لرله.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا په دغې ناسته کې وویل شول، چې اته مېلیونه افغانان له رواني روغتیا څخه بې برخې دي او دغه رواني ناروغان د خپلې درملنې لپاره له نشهیي توکو څخه کار اخلي.
په روغتیا نړۍوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې مشرې مېرمن بلخي وویل: «د افغانستان۵۰ سلنه خلک چې دا یو هېښوونکی شمېر دی، په رواني خپګانونو اخته دي. دغې ستونزې د هغوی د ژوندانه په بېلابېلو برخو منفي اغېزې پرې اېستې دي.»
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې دا رنګه وویل:« دغه وضعیت خلک اړ باسي، چې نشهیي توکو ته مخه کړي. په داسې حال کې چې د دغه هېواد په روغتیایي نظام کې د خلکو لپاره ټولنیزه پاملرنه او د روغتیایي خدمتونه کچه ډېره کمه ده.»
د طالبانو په تېرې دوه نیم کلنې واکمنۍ کې د نجونو او مېرمنو په منځ کې د طالبانو له ربړونو او بندیزونو سره جوخت د رواني ناروغیو کچه لوړه شوې ده.
ملګرو ملتونو د تېرې تلې میاشت په یوه راپور کې ویلي و، چې د وېرې، ګوښهتوب او ژور خپګان ناروغي په ښځو کې پام وړ زیاته شوې ده.
په دغې ناسته کې د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې د افغان کروندهګرو سره د کوکنارو د بدیل کښت په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې کېدای شي دغه تګلاره د بزګرانو له پاره اړینه او ضروري وي.
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر شمېرې ښيي، چې د هرو درېیو افغانو کورنیو څخه یوه یې د نشهیي توکو له امله زیانمنه شوې ده.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې مېرمن رافیلا لودیس هم وویل، چې د رواني روغتیا په برخه کې پانګونه او په نړۍواله کچه د نشهیي توکو د زیانونو مهارول په تېره بیا په افغانستان کې باید تر نورو ټولو هغو لومړیتوب ولري.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په ډېره اسمعیل خان کې د دغه هيواد د پوځ په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي. رسنیو د پوځ د خبرپاڼې له مخې ویلي چې، دغه وسله وال یې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال په جګړه کې وژلي دي.
د پاکستاني پوځ د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې یې د مصطفی، قسیم الله او اسلام الدین په نومونو او یو بل وسله وال تېره ورځ دوشنبه د (وري شپږمه) د پاکستان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي.
ویل کیږي د چاڼیزو عملیاتو پر مهال سخته جګړه شوې چې د پوځ لوري ته د مرک ژوبلې په اړه معلومات لا نه دي ورکړل شوي.
پاکستاني رسنیو د پوځ د خبرپاڼې له مخې ویلي، چې په دغو عملیاتو کې یې له یادو وسله والو څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.
تر اوسه پورې د دغو عملیاتو او زیانونو په اړه پاکستاني طالبانو لا څه نه دي ويلي.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځ، د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې په وسله والو پسې چاڼیز عملیات پیل کړي چې وخت پر وخت یې وسله والو ته د درانه زیان د اوښتو خبرونو ورکړي دي.
خو وسله والو ډلو په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان بیا پوځ ته د مرګ ژوبلې د اړولو دعوې کړې دي.
په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو او چاودنو یو ځل بیا زور اخیستی او وخت نا وخت پر پاکستاني پوځ او پولیسو وسله وال بریدونه او چاودنې کیږي.
همدا تېره شپه د بلوچستان په تربت کې د بلوڅ بېلتون پالې ډلې جنګیالي د پاکستان د هوايي سمندري ځواکونو پر مرکز بریدونه کړي وو چې پاکستاني پوځ او سمندري ځواکونو ته د اوښتو زیانونو په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي، خو پاکستانی پوځ وايي چې په دغو بریدونو کې څلور تنه بریدګر وژل شوي؛ خو د دوی ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وايي، چې په ټول افغانستان کې د نري رنځ (تبرکلوز) ناروغۍ کچه د تېر پرتله پنځه سلنه کمه شوې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هیواد کې د زونونو او ولایتونو په کچه د نري رنځ د تشخیص ۹۰ مرکزونه فعال دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن سه شنبه د (وري اوومه) د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د مسوولانو له قوله یو راپور خپور کړی او پکې ويلي یې دي چې د ۲۰۲۳ میلادي کال پرتله په ټول افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ په کچه کې پنځه سلنه کموالی راغلی.
دا هغه ادعا ده چې د روغتیا په برخه کې په سیمه ییزه او نړېواله کچه روغتیايي سازمانونو نه ده تاييد کړې.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان له یاد ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې تېر ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې ۴۹ زره او ۵۳۳ د نري رنځ مثبتې پیښې ثبتې شوې چې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۵،۵ سلنه دغه پیښې کمې شوې دي.
زمان زیاتوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دا مهال ۸۷۳ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې د دوی په وینا خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
روغتیاپالان وايي، نری رنځ هغه تنفسي ناروغي ده چې په اخته کېدو سره یې ناروغ مړه تبه، ځان درد، دوامدار ټوخی او وزن له لاسه ورکوي چې له یو څخه بل ته د ساه اېستلو او ګډ لوښي کارولو له لارې لیږدي.
د ۱۴۰۲ کال په سلواغې میاشت کې د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام چارواکو ژمنه ورسره کړې چې د روغتیا په برخې کې مرسته ورسره کوي چې د ساري ناروغیو لکه تبرکلوز، ملاریا او اېچ ای وي مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې چې د روغتیا نړېوال سازمان ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې د نري رنځ ناروغۍ د خپروېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی و چې که مخنیوی یې ونه شي، ښايي ډېر خلک پرې اخته شي.
