د روغتیا نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې او اروپايي ټولنې په ګډه ناسته کې چې د «ژور کړکېچ؛ د افغانستان د خلکو رواني روغتیا له منځه وړي او د نشهيي توکو کارونه زیاتوي» تر سرلیک لاندې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شوې وه ۱۴۰ تنو په کې برخه لرله.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا په دغې ناسته کې وویل شول، چې اته مېلیونه افغانان له رواني روغتیا څخه بې برخې دي او دغه رواني ناروغان د خپلې درملنې لپاره له نشهیي توکو څخه کار اخلي.
په روغتیا نړۍوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې مشرې مېرمن بلخي وویل: «د افغانستان۵۰ سلنه خلک چې دا یو هېښوونکی شمېر دی، په رواني خپګانونو اخته دي. دغې ستونزې د هغوی د ژوندانه په بېلابېلو برخو منفي اغېزې پرې اېستې دي.»
د ملګرو ملتونو دغې چارواکې دا رنګه وویل:« دغه وضعیت خلک اړ باسي، چې نشهیي توکو ته مخه کړي. په داسې حال کې چې د دغه هېواد په روغتیایي نظام کې د خلکو لپاره ټولنیزه پاملرنه او د روغتیایي خدمتونه کچه ډېره کمه ده.»
د طالبانو په تېرې دوه نیم کلنې واکمنۍ کې د نجونو او مېرمنو په منځ کې د طالبانو له ربړونو او بندیزونو سره جوخت د رواني ناروغیو کچه لوړه شوې ده.
ملګرو ملتونو د تېرې تلې میاشت په یوه راپور کې ویلي و، چې د وېرې، ګوښهتوب او ژور خپګان ناروغي په ښځو کې پام وړ زیاته شوې ده.
په دغې ناسته کې د نشهیي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې د افغان کروندهګرو سره د کوکنارو د بدیل کښت په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې کېدای شي دغه تګلاره د بزګرانو له پاره اړینه او ضروري وي.
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر شمېرې ښيي، چې د هرو درېیو افغانو کورنیو څخه یوه یې د نشهیي توکو له امله زیانمنه شوې ده.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې مېرمن رافیلا لودیس هم وویل، چې د رواني روغتیا په برخه کې پانګونه او په نړۍواله کچه د نشهیي توکو د زیانونو مهارول په تېره بیا په افغانستان کې باید تر نورو ټولو هغو لومړیتوب ولري.