د روغتیا نړۍوال سازمان: د افغانستان نیمايي خلک له رواني ستونزو رنځېږي

د روغتیا نړۍوال سازمان یوه چارواکې وايي، چې په افغانانو کې په رواني ستونزو د ۵۰ سلنه خلکو اخته کېدل د اندېښنې وړ خبره ده. ډاکټرې حنان بلخي وویل، دغه ناروغي خلک اړ باسي چې نشه‌یي توکو ته مخه کړي او د هغوی پر ژوندانه نورې بدې اغېزې هم پرې باسي.