طالبان: امنیت شورا باید ژر تر ژره په غزه کې اوربند پلې کول یقیني کړي او د ناورین مخه ونیسي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا لهخوا په غزه کې د اوربند د مسودې د تصویب هرکلی کړی. خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیت شورا باید ژر تر ژره په غزه کې اوربند پلې کول یقیني کړي او د روان ناورین مخه ونیسي.