لسګونو کارګرو د پاکستان د سرحدي ځواکونو او طالبانو د ناوړه چلند له امله پرلت وکړ

د تورخم په پوله، لنډي کوتل کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو د ناوړه چلند له امله لسګونو ځايي پاکستاني کارګرانو د پرلت خیمه ودروله. معترضان وايي، سره له دې چې د تګ راتګ قانوني اسناد لري، خو سرحدي ځواکونه ورسره ناسم او سخت چلند کوي.





