• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سید علي خامنه يي: افغانستان د پارسي یو اصلي مرکز دی او باید هلته دا ژبه اوج ته ورسېږي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د ایران د حکومت مذهبي مشر وايي، افغانستان «د پارسي ژبې یو تر ټولو اصلي مرکز دی او باید انشاالله پارسي ژبه هلته اوج ته ورسېږي.» سید علي خامنه يي له شاعرانو سره په ناسته کې «د پارسي ژبو ملتونو د یووالي موضوع» د دې هېوادونو د شاعرانو لپاره د شاعرۍ تر ټولو مهمه موضوع وبلله.

ښاغلي خامنه يي د شاعرانو د شعر د منځپانګې په ستایلو سره هغوی ته په وینا کې وویل: «د پارسي ژبو ملتونو د یووالی موضوع چې ستاسو په نظر کې ده، د دې هېوادونو په نننیو مسلو کې تر ټولو مهمه مسله ده.»

د تسنیم خبري اژانس د سې شنبې ورځې راپور له مخې، نوموړي دا خبره د نوي لمریز کال په شپږمه له پارسي ژبو شاعرانو او فرهنګیانو سره د شیعیانو د دویم امام حسن بن علي د زوکړې په مناسبت غونډه کې وکړه.

د افغانستان له شاعرانو نجیب بارور، محمد کاظم کاظمي او سیید حکیم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

نجیب بارور چې یو وخت له ایران د اېستلو سره مخ و، په دې غونډه کې یې ښاغلي خامنه يي «د پارسي ژبو ملتونو رهبر» وباله.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جګپوړی امریکايي سناتور: دا یې وخت دی، چې په افغانستان کې داعش ته ګوزار ورکړو

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۴۱ GMT+۰

دغه جګپوړي امریکايي سناتور په سیمه کې د داعش د فعالیتونو په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو په لړ کې په افغانستان کې د دغې ډلې پر مرکزونو د بریدونو غوښتنه وکړه. لینسي ګراهام وویل: «په افغانستان کې د داعش هدفونه باید په نښه کړو، او د هغوی عملیات مخکي له دې چې ډېر ناوخته شي، ګډوډ کړو.»

که څه هم طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي، خو داعش خراسان ډلې پر ملکي وګړو او طالب ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په تازه پېښه کې داعش ډلې په کندهار ښار کې د نوي کابل بانک مخې ته چاودنه کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ټپیان دي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو هم په پرله پسې ډول په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو او د سیمې پر نورو هېوادونو د هغې د اغېز په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په سلواغه میاشت کې ارزونه کړې چې داعش ډله لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ دی.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د داعش ډلې هدفونه تر ټولو لومړی شیعه‌ګان دي، ورپسې طالبان او بیا ولسي وګړي دي.

امنیت شورا لیکلي چې د طالبانو د مشرتابه تر منځ د داعش او د هغوی له همفکرو «سلفیانو» سره د چلند په اړه د نظر اختلاف موجود دی.

وروسته له هغې چې داعش خراسان ډلې په مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار د وروستي برید مسوولیت ومانه، په سیمه کې د دغې ډلې د فعالیت د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

د دغه برید په غبرګون کې د طالبانو ځینو سیاسي مخالفینو ویلي چې د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان د سیمې لپاره ګواښ او د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شوی.

زده‌کړې او طالبان؛ د کابل پولې تخنیک پوهنتون مشر وايي، زده‌کړیالانو ته د څښاک اوبه نشته

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۹ GMT+۰

د کابل پولې تخنیک پوهنتون مشر وايي، چې په دغه پوهنتون کې اوسېدونکو زده‌کړیالانو ته د څښلو اوبه نشته. انجنیر عبدالرشید وايي، د کابل پولې تخنیک پوهنتون په دریو لیلیو کې ۱۳۰۰ زده‌کړیالان اوسيږي چې په ۲۴ ساعتونو کې ایله ۲ ساعته اوبه ورته رسیږي.

شنوونکي وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو زده‌کوونکو او استادانو په ځلونو شکایت کړی چې د زده‌‌کړو بهیر او امکانات یې پڅ او یا په نشت حساب دي. خو طالب چارواکي ورځ تر بلې د مدرسو په ډیرولو او ښوونځي په مدرسو بدلولو بوخت دي.

د کابل پولې تخنیک پوهنتون مشر انجنیر عبدالرشید تېره ورځ دوشنبه د (وري شپږمه) د دغه پوهنتون په انګړ کې د نیالګیو کېنولو په پروګرام کې د خبرو پر مهال ويلي، چې د طالبانو حکومت دې د نمایشي کارونو پر ځای بنسټیزو چارو ته پاملرنه وکړي.

هغه وايي، یوازې په دغه پوهنتون کې لیلیه شویو زده‌کړیالانو ته چې شمېر یې د ۱۳۰۰ په شاوخوا کې دی د ژوند امکانات نه دي برابر شوي.

نوموړي د خبرو پر مهال وویل: «له بده مرغه چې زده‌کړیالانو ته د ژوند مناسب شرایط نه دي برابر، یوازې د سهار، غرمې او ماښام یو وخت څلوېښت دقیقې اوبه راځي چې په ۲۴ ساعتونو کې دوه ساعته کیږي، نو تاسو وواياست چې دوی به څنګه زده‌کړې کوي چې د ژوند لومړني امکانات ونه لري.»

د کابل پولې تخنیک پوهنتون دا مهال شپږ زره محصلان لري او د دغه پوهنتون په چاپیریال کې په جوړو شویو ودانیو کې د استادانو ۱۲۸ کورنۍ ژوند کوي چې د غړو شمېر په منځنۍ کچه د ۶۵۰ شاوخوا کسان کیږي، دغه ټول ۸۰۰۰ کسان د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

واک د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې په زرګونو مدرسې جوړې شوې دي، د طالبانو پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې ، چې تېر ۱۴۰۲ لمريز کال کې يې په ټول ولایتونو کې ۱۲ زره او ۳۰۷ مدرسې جوړې کړې او د دې تر څنګ یې۳۰۰ خصوصي مدرسو ته د فعاليت اجازه ليکونه ورکړي دي.

‏د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې د دوی د حکومت له لوري د ۱۴۰۲ لمريز کال په لړ کې پنځه زره او ۴۲۲ مدرسې په کلیو او بانډو جوړې شوې دي.

‏دا مهال په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونو باندې د طالبانو د مشر له لوري بندیزونه لګېدلي چې له امله یې په میلیونونو نجونې او ښځې له زده‌کړو بې برخې پاتې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د افغانستان نیمايي خلک له رواني ستونزو رنځېږي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان یوه چارواکې وايي، چې په افغانانو کې په رواني ستونزو د ۵۰ سلنه خلکو اخته کېدل د اندېښنې وړ خبره ده. ډاکټرې حنان بلخي وویل، دغه ناروغي خلک اړ باسي چې نشه‌یي توکو ته مخه کړي او د هغوی پر ژوندانه نورې بدې اغېزې هم پرې باسي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې او اروپايي ټولنې په ګډه ناسته کې چې د «ژور کړکېچ؛ د افغانستان د خلکو رواني روغتیا له منځه وړي او د نشه‌يي توکو کارونه زیاتوي» تر سرلیک لاندې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې جوړه شوې وه ۱۴۰ تنو په کې برخه لرله.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا په دغې ناسته کې وویل شول، چې اته مېلیونه افغانان له رواني روغتیا څخه بې برخې دي او دغه رواني ناروغان د خپلې درملنې لپاره له نشه‌یي توکو څخه کار اخلي.

په روغتیا نړۍوال سازمان کې د ختیځې مدیترانې مشرې مېرمن بلخي وویل: «د افغانستان۵۰ سلنه خلک چې دا یو هېښوونکی شمېر دی، په رواني خپګانونو اخته دي. دغې ستونزې د هغوی د ژوندانه په بېلابېلو برخو منفي اغېزې پرې اېستې دي.»

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې دا رنګه وویل:« دغه وضعیت خلک اړ باسي، چې نشه‌یي توکو ته مخه کړي. په داسې حال کې چې د دغه هېواد په روغتیایي نظام کې د خلکو لپاره ټولنیزه پاملرنه او د روغتیایي خدمتونه کچه ډېره کمه ده.»

د طالبانو په تېرې دوه نیم کلنې واکمنۍ کې د نجونو او مېرمنو په منځ کې د طالبانو له ربړونو او بندیزونو سره جوخت د رواني ناروغیو کچه لوړه شوې ده.

ملګرو ملتونو د تېرې تلې میاشت په یوه راپور کې ویلي و، چې د وېرې، ګوښه‌توب او ژور خپګان ناروغي په ښځو کې پام وړ زیاته شوې ده.

په دغې ناسته کې د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې د افغان کرونده‌ګرو سره د کوکنارو د بدیل کښت په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې کېدای شي دغه تګلاره د بزګرانو له پاره اړینه او ضروري وي.
د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر شمېرې ښيي، چې د هرو درېیو افغانو کورنیو څخه یوه یې د نشه‌یي توکو له امله زیانمنه شوې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې مېرمن رافیلا لودیس هم وویل، چې د رواني روغتیا په برخه کې پانګونه او په نړۍواله کچه د نشه‌یي توکو د زیانونو مهارول په تېره بیا په افغانستان کې باید تر نورو ټولو هغو لومړیتوب ولري.

ډان ورځپاڼه: پولیسو ته امر شوی، چې د افغان کارت لرونکو کډوالو اېستلو ته دې چمتوالی ونیسي

۷ وری ۱۴۰۳ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل پروني راپور کې لیکلي، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د دوی د پرېکړې له مخې به د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو هم پیل شي.

ډان ورځپاڼې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، پاکستاني پولیسو ته سپارښتنه شوې چې د کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو ځایونه دې په نښه کړي.

د نړۍوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲.۱۸ مېلیونه افغان کډوال د کډوالۍ کارټونه لري چې له هغې ډلې ۱.۳ مېلیونه خلک (پي او ار) یا د کډوالو د راجسټرېشن کارټونه او ۸۸۰ زره نور کسان په پاکستان کې د لنډمهاله اوسېدنې (اې سي سي) کارټونه لري.

یو پاکستاني چارواکي چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ښايي د اوړي په پیل یا نیمايی کې پیل شي.

دغه چارواکي دا هم ویلي، دوی به د کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې هم کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکوي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه او د بې اسناده کډوالو تر څنګ یې ډېر هغه کډوال هم له خپلې خاورې واېستل، چې د کډوالۍ کارټونه یې لرل.
تر اوسه د ځینو راپورونو له مخې تر پنځو لکو زیات افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي او د ننه په افغانستان کې د وزګارتیا او بې‌کورۍ له امله ستړې ستونزې ګالي، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپریدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په خبرو لګیا دي چې د دغې لړۍ د پیلېدا مخه ونیسي؛ خو داسې ښکاري چې پاکستان د تېر په څېر د نړۍوالې ټولنې پر دغو غوښتنو به هم غوږ و نه ګروي.

د ګلبدین حکمتیار زوی: د طالبانو په اداره کې هر څوک ځان ته امیرالمومنین دی

۶ وری ۱۴۰۳ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۴۴ GMT+۰

حبیب الرحمن حکمتیار له دولتي کور څخه د ګلبدین حکمتیار د ویستلو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت پر خپلسرۍ نیوکه کړې او له دولتي کوره د خپل پلار ویستل یې "بې احترامي او نامناسب عمل" بللی. هغه ویلي: "د طالبانو په حکومت کې نږدې هرڅوک ځان ته امیرالمؤمنین دی."

د حکمتیار زوی د دوشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکي، چې طالبان ځان د حزب اسلامي له مشر سره د پخواني حکومت د هوکړې پابند نه بولي او له طالبانو سره له میاشتو خبرو وروسته یې خپل د اوسیدو ځای بدل کړی دی.

د اشرف غني حکومت د ۱۳۹۵ کال په تلې میاشت کې له حزب اسلامي سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې دغه ګوند د امتیازاتو او قضايي مصونیت په بدل کې له افغان حکومت سره خپله جګړه پای ته ورسوله.

حبیب الرحمن حکمتیار پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «دوی په خپل منځ کې پر لویو او وړو مسایلو کې په شورا او رای ورکولو باور نه لري» او په خپله اداره کې د وګړو وړتیا او پوهې ته پام نه کوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې یې شاوخوا دوه میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه بیرته نیولې ده. طالبانو ویلي، چې د حکمتیار کور د افغانستان د دفاع وزارت په ځمکه کې جوړ شوی دی.

د حزب اسلامي د مشر زوی وویل، چې د دوی ګوند نه دغه ځمکه په زور اخیستی او نه یې کوم غیر قانوني کار کړی دی. هغه له طالبانو څخه پوښتنه کړې، چې ولې د هغو کورنو په اړه ځواب نه وايي،‌ چې خپلو ټولو چارواکو ته یې ورکړي دي؟

هغه وویل چې د طالبانو حکومت شفاف نه دی او په کې خپلسري روانه ده. حبيب الرحمن ليکلي: "تقريباً هر څوک په خپل ځای کې اميرالمومنين دى، نه وزير په خپل وزارت کنټرول لري، نه د رییس الوزرا تر لاس لاندې کابینه خپل کارونه پر مخ وړي او نه هم لکه دفاع او داخلې مهم وزارتونه د وزیرانو تر کنټرول لاندې خپلې چارې پر مخ وړي. دوی حتا په ولایتونو او نورو ریاستونو کې د کسانو له ګمارلو عاجز او بې خبره دي."