پر چینايي انجینرانو له برید وروسته، پاکستان کې د توربېلې پراختیایي پروژه ودرول شوه

د پښتونخوا په شانګله کې په یوه ځانمرګي برید کې د پنځو چینايي انجینرانو له وژل کېدو وروسته چینايي کمپنۍ د توربېلې د پراختیايي پروژې کار وځنډاوه. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې چینايي شرکت د دغه هېواد د اتباعو له وژل کېدو وروسته تر ۲۰۰۰ډېر کار کوونکي کور ته لیږلي.





