د دوبۍ واکمن یوه افغان میلیاردر او دریو نورو سوداګرو ته بشرپال دولتي مډال ور کړ

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد المکتوم افغان میلیاردر میرویس عزیزي او دریو نورو سوداګرو ته د بشري مرستو دولتي مډال ورکړ. د دوبۍ حکومت د درې نورو سوداګرو نومونه چې دا جایزه یې ترلاسه کړې د عبدالرحیم زرعوني، نریش بهواني او پوتان مینون بللي دي.