د غور له ولایته سرچېنو د پنجشنبې په ورځ د (وري نهمه) خبر ورکړ، چې د پساوند د ولسوالۍ سیمهییزو چارواکو یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په زوره د پلار له کوره بیايي او په زوره یې د خپل کس لپاره نکاح کوي.
د مجاهد د هغه غږیز پیغام له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دغه پېښه تاییدوي؛ خو ویلي یې دي چې جبري نکاح نه ده شوې، بلکې دا د دوو کورنیو تر منځ د مهر پر سر لانجه وه چې راپورته شوې.
هغه وايي، زوم ټول مهر نه و پر ې کړی؛ نو ځکه نجلۍ د پلار په کور کې اوسېده.
مجاهد وویل:« له څلور میاشتو وروسته کله چې نجلۍ غوښتل د خپل پلار کره تللې وه او د بېرته تګ پر مهال یې ورور هغه نه ده پرېښې، چې د خپل خاوند کور ته ستنه شي. په دې ترڅ کې د سیمې مشرانو درې ځلې پرېکړه کړې وه، چې نجلۍ باید د خپل خاوند کره ستنه شي؛ خو هغه ستنه شوې نه وه.»
د طالبانو ویاند په دې غږیز پیغام کې ویلي:« د مجاهدینو[طالبانو] دغه کار سم نه و، په کار دا وه چې محکمه یې خبره کړې وای او له زوره کار نه وای اخیستل شوی. [نو]، هغه وسلهوال کسان چې هلته لیدل کېږي، پوځي محکمې ته سپارل شوي او موضوع تر څېړنو لاندې ده.»
له دې وړاندې څلورو سرچېنو په غور ولایت کې تایید کړې وه، چې سیمهییزو طالبانو د غور په پسابند ولسوالۍ د نورک په کلي کې یوه نجلۍ په زوره له خپله کوره بېولې ده.
سرچینو د یوې ویډیو په استولو سره افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ولسوال خیرالله خیرخواه، د پولیسو قوماندان عبدالحمید خالد، د استخباراتو مرستیال محمد مشفق او د استخباراتو امر توحیدي په پساوند ولسوالۍ کې د دغې نجلۍ پر کور یرغل کړی.
په ویدیو کې لیدل کېږي، چې یوه ډله وسلهوال یوه نجلۍ له ځانه سره بیايي.
سرچېنو ویلي چې سیمه ایزو طالب چارواکو دغه پیغله په زوره یو کس ته چې د دوی غړی دی او شاه ولی نومیږي په نکاح کوي.
یوې سرچېنې وویل، چې د دغې نجلۍ د بېولو پر مهال نجلۍ د طالبانو سره خپړې ولګولې او په دغه اخ و ډب کې د پساوند ولسوال خیرالله خیرخواه په سر ټپي شوی دی.
د سرچینو په وینا، له دغې پېښې وروسته طالبانو د دغې کورنۍ غړي وهلي ډبولي هم دي.