امریکا پر افغان طالبانو غږ کړی، چې د ترهګریزو ګواښونو مخه ونیسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نړۍوالې ټولنې ته د امریکا د هغې دوامدارې ژمنې په اړه ډاډ ورکړ، چې افغانستان به هیڅکله د ترهګرۍ پر اډې بدل نشي.