سرچېنې: طالبانو یوټیوب چلوونکی همایون افغان او د هغه څلور همکاران ونیول

همایون افغان ته نږدې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ د (وري ۹مه) ښاغلی افغان او د هغه څلور همکاران په کابل کې نیولي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د همایون افغان او د هغه د همکارانو د نیولو لامل نه دی روښانه کړی.

زموږ سرچېنې وايي، چې ښاغلی افغان او د هغه همکاران تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل په شېرشاه مېنه (کارته چهار) کې نېول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.