د ریښتر په کچه ۴.۴ درجې زلزلې د نورستان ځینې سیمې ولړزولې

دغې زلزلې نن جمعه د کب په لسمه نېټه د سهار څلور بجې د نورستان ځینې سیمې لړزولې دي. د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د راپور له مخې د دغې زلزلې لوړوالی ۴.۴ درجې و او مرکز یې د پارون ښار ښودل شوی دی.

تر اوسه د دغې زلزلې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.