دغه مرکز وایي، د طالبانو دغه ادعا چې د داعش پر وړاندې جنګېږي او له القاعدې سره یې پرېکون کړی «پوچه او بې مانا» ده.
دغه انسټیتوت د پنجشبنې په ورځ (د وري نهمه) په یوه راپور کې لیکلي، چې دغه ډلې د ګډې ایډیولوژۍ له مخې هڅه کوي چې ټول مسلمان هېوادونه یو موټی او د یوې واکمنۍ تر سیوري لاندې راولي.
د دغه انسټیتوت په باور، طالبان د واشنګټن «د خوشالولو او حسن نیت» لپاره د داعش سره د مبارزې خبره کوي.
دغه اسټرالیایي څېړنیز بنسټ وایي، د داعش سره د مبارزې د دې ادعا سره، سره چې طالبان یې کوي دغه ډله لا هم پیاوړې ده او په کندهار او د مسکو د کنسرټ په یوه تالار کې په وروستیو پېښو کې دغې ډلې خپل واک او ځواک نړۍوالو ته ښکاره کړ.
دغه بنسټ ټینګار کوي، چې طالبان او القاعده د پخوانۍ ملګرتیا له امله لا هم یو بل ته وفاداره دي او القاعده توانېدلې چې په ټول افغانستان کې خپلو هڅو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د دغه بنسټ د رپوټ په یوې برخې کې راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو سره هم مهاله د سیمې لیدلوری د ترهګریزو ډلو په ګټه د پام وړ بدل شوی دی.
د دغه راپور له مخې، ۲۱ نورو ترهکرو ډلو په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمهییز عملیاتي مرکزونه پرانیستي دي.
د اسټرالیا د سټراتیژیکو مطالعاتو انسټیتوت دا رنګه ویلي، چې طالبانو د پاکستان د طالبانو له تحریک سره اړیکې ټینګې کړې او د دغې ډلې پر سر چې یوه ترهکره ډله ده، د خپل اصلي ملاتړي پاکستان سره هم په لانجه کې اوښتي دي.
دغه اسټرالیایي بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ترهګرۍ ګواښ هم په افغانستان او هم په سیمه کې د زیاتېدو په حال کې دی.
د اسټرالیا د سټراتیژیکو مطالعاتو بنسټ ویلي، چې په کندهار او مسکو کې د داعش وروستي بریدونه باید سیمې او نړۍوالو قدرتونو ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره لازمه انګیزه وروبخښي.
دغه بنسټ وایي، ژیوپولیټیکي سیالۍ د دې لامل شوي چې داعش، القاعده او طالبان د روښانه راتلونکې لپاره ښه فرصتونه تر لاسه کړي.