په اسراییل کې د دولت ضد زرګونو اعتراض کوونکو د بنیامین نتانیاهو د استعفا غوښتنه وکړه

د تل ابیب په ګډون د اسراییل په ډېرو ښارونو کې زرګونو کسانو د شنبې په ورځ د دولت ضد لاریونونو کې برخه واخیسته. د راپورونو له مخې، په تل ابیب کې پولیسو له لاریون کوونکو سره نښته کړې او یو شمېر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي.