• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي یونیسکو به د بامیان ولایت د غلغلې او ضحاک تاریخي ښارونه ورغوي

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په افغانستان کې د یونیسکو د کلتوري څانګې د مشر له قوله راپور ورکړی چې دغه اداره به په راتلونکي کال کې د بامیان ولایت د غلغلې او ضحاک تاریخي ښارونه بیا ورغوي. ويل کېږي دغه مشر په باميانو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له ریيس سره هم خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) خبر ورکړی چې په افغانستان کې د یونیسکو د کلتوري څانګې مشر برنډون کاسار په بامیان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور له رییس صفي الله سره کتلي.

د دغه راپور له مخې په بامیان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس د یونیسکو سازمان ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

خو د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونیسکو) تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د باميانو د تاريخي ابداتو د ساتنې پروژه چې پخوا د ايټاليې په مالي مرسته ترسره شوې وه، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ٢٤مه د طالبانو له واکمنۍ وروسته ودرول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په دغه تاریخي سیمه کې د ناقانونه کیندنو او د سیمه ییزو طالب چارواکو د لاس لرلو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.

طالبان چې په خپله لومړۍ دوره کې یې د بودا مجسمې ونړولې اوس د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې ادعا کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ پخوانی مرستیال: د داعش د ماتولو لپاره له طالبانو سره استخباراتي همکارۍ ته اړتیا ده

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د امریکا د پخواني ولسمشر ځانګړی مرستیال کریسټوفر کوسټا وايي، امریکا نه پوهېږي چې داعش ته څنګه ماتې ورکړي. هغه په دې باور دی چې امریکا په افغانستان کې داسې ځواک نه لري چې معلومات راټول کړي، نو د داعش د ماتولو لپاره له طالبانو سره استخباراتي همکاري ناخوښه خو اړینه ده.

ښاغلي کوسټا د یکشنبې په ورځ په نیویارک ټایمز کې له کولن کلارک سره په یوه ګډه مقاله کې لیکلي چې طالبان د باور وړ ځواک نه دی چې داعش ته ماتې ورکړي او یا په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې مهار کړي. خو دغه ډله باید وهڅول شي چې د داعش په وړاندې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.

هغه په افغانستان کې د داعش او القاعدې د ګواښ د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې د مقاومت د ډلو ملاتړ کول ډېر ناوخته ګڼي.

د سپینې ماڼۍ دغه پخوانی چارواکی لیکي: «یوازې طالبان د داعش خراسان د ګواښ مخه نه شي نیولی. او اوس د دې وخت هم نه دی چې د القاعدې او طالبانو ضد د افغان مخالفو ډلو لکه د پنجشیریانو متحدې جبهې، و ازمایو چې په پټه طالبان راپرځوي.»

کوستا وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل شوي چې داعش بیا را ژوندی شي او په افغانستان او نورو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

نوموړی ټینګار کوي چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارلو استخبارات نه لري.

د هغه په وينا، له طالبانو سره ډيپلوماسي او استخباراتي همکاري حل لاره ده.

نوموړی لیکي: «طالبان د داعش خراسان ډلې د ماتولو لپاره په نړیواله مبارزه کې د باور وړ شریکان نه دي. خو، له طالبانو سره یو څه همکاري اړینه ده، که څه هم دا چاره به ګرانه وي. خو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له سیمو څخه د معلوماتو راټولول اړین دي.»

کوسټا زیاتوي: «دا څرګنده ده چې متحده ایالات په افغانستان کې هیڅ ځواک نه لري، د تروریزم سره په مبارزه کې زموږ ګټې د هغو معلوماتو په کارولو سره ښې ترلاسه کیدی شي چې طالبانو د داعش په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې راټول کړي دي.»

کوسټا ټنیګار کړی دی چې له طالبانو سره دې اړیکې دې یوازې تر معلوماتو شریکولو محدودې شي.

هغه زیاتوي، چې له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ وخت هم رارسېدلی دی.

دغه پخوانی امریکايي چارواکی استدلال کوي چې «واشنګټن او متحدان یې د قطر او یا سعودي عربستان له لارې باید طالبان وهڅوي چې دغه ډله پر داعش فشار زیات کړي.»

کوسټا په دې باور دی چې په افغانستان کې داعش ډلې د طالبانو له لوري ډیر ګوزارونه ګاللي او تر خپل اغېز لاندې سیمې یې له لاسه ورکړې دي، له همدې امله د داعش پام اوس په بهرنیو هېوادونو لکه روسیه کې پر عملیاتو ور ټول دی.

د ازادو سياليو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز خپل فرانسوي سيال ته ماتې ورکړه

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ګډو رزمي لوبو افغان لوبغاړي باز محمد مبارز له «ایم‌.ایم‌.ای» لوبو څخه د درې کلونو لرې والي وروسته دغه ډګر ته بېرته ځواکمن راستون شو. مبارز نن شپه په تایلینډ کې خپل سیال جوهان وان ډیهل لوبغاړي ته ماتې ورکړه.

مبارز په دې بريا سره د خپل ژوند ۱۲ مه مسلکي بريا هم خپل په نوم کړه.

دا لوبه د تایلینډ په فوکټ ښار کې د سینبي مويتای کمپ کې په درېیو پنځه دقیقې پړاونو کې ترسره شوه.

باز محمد مبارز د خپل فرانسوي سيال سره د درېيو مرحلو له سيالۍ وروسته ګټونکی اعلان شو.

په هلمند کې طالبانو له پاکستان څخه ۱۳ موټره خوراکي توکي د قاچاق پر مهال نيولي دي

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په هلمند کې يې هغه ۱۳ موټره خوراکي توکي نيولي، چې له پاکستان څخه په قاچاقي ډول راوړل شوي وو. دغه وزارت ۱۳ موټر چلوونکي هم نيولي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت نن یکشنبې پر اېکس پاڼې خبر ورکړی، چې په هلمند ولایت کې یې هغه ۱۳ موټره له موټر چلوونکو سره يو ځای نيولي، چې خوراکې او غيري خوراکي توکي يې په ناقانونه توګه له پاکستانه افغانستان ته اړول.

دغه وزارت وایي، چې ډېری وخت دغه توکي بې کيفيته وي او د ډیورنډ کرښې له فرعي لارو څخه له مالیه ورکولو پرته افغانستان ته راوړل کيږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.

یاد وزارت دوه اونۍ وړاندې هم ويلي و، چې په هلمند ولایت کې يې ۱۰ موټره خوراکي او غيرې خوراکي توکي د قاچاق پر مهال له ۱۲ کسانو سره نيولي دي.

بدخشان د رېښتر په کچه ۴.۵ درجې زلزلې ولړزاوه

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د امريکا ځمکپوهنې مرکز د افغانستان په شمال لویدیځ کې په بدخشان ولایت کې پر ځايي وخت د ماښام په ۰۵:۵۵ بجو د رېښتر په کچه د ۴.۵ درجې زلزلې خبر ورکړی.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو پاڼو د دغې زلزلې یادونه کړې ده؛ خو د زیانونو په اړه یې څه نه دي ويلي.

د امریکا د ځمکپوهنې د مرکز د رپوټ له مخې؛ د دغې زلزلې مرکز د اشکاشم ولسوالۍ په ۱۵ کیلومترۍ کې و.

ویل کیږي، چې دغه زلزله ۱۷۶ کیلومتره د ځمکې په عمق کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د زلزلې له امله د رامنځ‌ته شویو احتمالي زیانونو په اړه کوم رپوټ نه دی خپور شوی.

سرچینه: د ملا حسن په ټینګار مجاهد او ملي راډیو د ملا هبت الله وینا له اېکس پاڼو لرې کړې ده

۱۲ وری ۱۴۰۳ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې تر کنټرول لاندې ملي راډیو له خوا د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده وروستۍ خپره شوې وینا بېرته پاکه شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ یوې متعبرې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د ملا هبت الله ته منسوبه غږیزه وینا نېږدې یو نیم کال پخوانۍ وه، چې د دغې ډلې ویاند او ملي راډیو د نوې وینا په نوم خپره کړې وه؛ خو له معلوماتو وروسته دغه وینا بېرته د طالبانو له رسمي ټولنیزو شبکو څخه پاکه شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوبه غږیزه وینا خپره کړه، چې پکې ويل شوي وو:”له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.”

په دې غږیزه وینا کې «لویدیځوالو» ته په اشارې سره ویل شوي وو: “موږ له تاسو سره شل کاله جګړه وکړه، موږ به نوره شل کاله جګړه وکړو، چې په ځمکه کې شرعي قانون پلي کړو.”

دغې وینا په کور دننه او بهر د ګڼو بنسټونو او نړۍوالو ادارو غبرګونونه را وپارول.

100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ سرچینه زیاتوي، چې د یادې وینا په اړه د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره ټیلفوني خبرې هم کړې وې، چې دا وینا پخوانۍ ده او باید نه وی خپره شوی.

سرچینه زیاتوي: “ د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یادې وینا په اړه له ملا محمد حسن اخوند سره خپله نارضایتي او د یوناما په ګډون د نړۍوالو بنسټونو اندېښنې هم شریکې کړې دي”.

د ارګ دغه سرچینه وايي، چې د ملا محمد حسن اخوند په ټینګار دغه وینا بېرته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد او ملي راډیو تلویزون له اېکس پاڼو څخه پاکه شوې ده.

له یادې سرچینې مو وپوښتل، چې د یادې وینا د پاکېدا نور عوامل څه دي؟ سرچینې وویل: “یو خو دا وینا پخوانۍ وه او بله دا چې د بهرنیو چارو وزیر او ارګوال اوس وخت د دغې وینا د خپرېدا لپاره مناسب وخت نه بولي”.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپله غږیزه وینا کې وايي: “موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي، چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسي خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو”.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د ملا هبت الله غږیزه وینا د طالبانو تر کنټرول لاندې له رسمي ټولنیزو پاڼو څخه پاکیږي.