ښاغلي کوسټا د یکشنبې په ورځ په نیویارک ټایمز کې له کولن کلارک سره په یوه ګډه مقاله کې لیکلي چې طالبان د باور وړ ځواک نه دی چې داعش ته ماتې ورکړي او یا په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې مهار کړي. خو دغه ډله باید وهڅول شي چې د داعش په وړاندې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.
هغه په افغانستان کې د داعش او القاعدې د ګواښ د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې د مقاومت د ډلو ملاتړ کول ډېر ناوخته ګڼي.
د سپینې ماڼۍ دغه پخوانی چارواکی لیکي: «یوازې طالبان د داعش خراسان د ګواښ مخه نه شي نیولی. او اوس د دې وخت هم نه دی چې د القاعدې او طالبانو ضد د افغان مخالفو ډلو لکه د پنجشیریانو متحدې جبهې، و ازمایو چې په پټه طالبان راپرځوي.»
کوستا وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل شوي چې داعش بیا را ژوندی شي او په افغانستان او نورو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارلو استخبارات نه لري.
د هغه په وينا، له طالبانو سره ډيپلوماسي او استخباراتي همکاري حل لاره ده.
نوموړی لیکي: «طالبان د داعش خراسان ډلې د ماتولو لپاره په نړیواله مبارزه کې د باور وړ شریکان نه دي. خو، له طالبانو سره یو څه همکاري اړینه ده، که څه هم دا چاره به ګرانه وي. خو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له سیمو څخه د معلوماتو راټولول اړین دي.»
کوسټا زیاتوي: «دا څرګنده ده چې متحده ایالات په افغانستان کې هیڅ ځواک نه لري، د تروریزم سره په مبارزه کې زموږ ګټې د هغو معلوماتو په کارولو سره ښې ترلاسه کیدی شي چې طالبانو د داعش په وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې راټول کړي دي.»
کوسټا ټنیګار کړی دی چې له طالبانو سره دې اړیکې دې یوازې تر معلوماتو شریکولو محدودې شي.
هغه زیاتوي، چې له طالبانو سره د ډيپلوماسۍ وخت هم رارسېدلی دی.
دغه پخوانی امریکايي چارواکی استدلال کوي چې «واشنګټن او متحدان یې د قطر او یا سعودي عربستان له لارې باید طالبان وهڅوي چې دغه ډله پر داعش فشار زیات کړي.»
کوسټا په دې باور دی چې په افغانستان کې داعش ډلې د طالبانو له لوري ډیر ګوزارونه ګاللي او تر خپل اغېز لاندې سیمې یې له لاسه ورکړې دي، له همدې امله د داعش پام اوس په بهرنیو هېوادونو لکه روسیه کې پر عملیاتو ور ټول دی.