• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزني او نورستان ولایتونو کې په دوه جلا پېښو کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله د پنځو ښځو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي او په نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د غزني لپاره د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ په ځدراڼو کلي کې هغه وخت وشوه، چې د روسانو د یرغل له وخت یو پاتې ناچاودي ماین چاودنه وکړه.
همدا راز د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې پېښه د یادې ولسوالۍ په چټکچو سیمه کې تر هغه وروسته وشوه، چې یو ډاټسن موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
د راپور له مخې؛ په نورستان کې ډېری ټرافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو رییس الوزراء د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت له خوا د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید کړې او له اړونده ادارو یې د پلې کېدو غوښتنه وکړه.

تر اوسه د دې طرحې جزییات نه دي خپاره شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت: ځینې خلک د تاريخي اثارو او شتمنيو د لوټولو هڅه کوي

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د طالبان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستیال وايي، چې په افغانستان کې يو شمېر کسان په يو او بل نوم هڅه کوي، چې تاريخي اثار او شتمنۍ قاچاق او یا تخريب کړي. عتیق الله عزيزي د تاريخي ارزښتونو ساتنه د ټولو (ديني) دنده وبلله.

د طالبانو یو شمېر مسولانو د کابل په ملي ارشیف کې د قران کريم د خطي نسخو په پنځه ورځني نندارتون کې وويل، چې د تاريخي اثارو او سيمو ساتنې او پالنې ته يې پاملرنه زياته ده.

د قران کريم د خطي نسخو دغه پنځه ورځنی نندارتون پرون پيل شو.

100%

د طالبانو د هنر او کلتور مرستيال عتيق الله عزيزي وويل، چې د دوی د مشر هبت الله اخونزاده د ځانګړي فرمان له مخي د تاريخي اثارو او سيمو د تخريب او قاچاق مخنيوی يې کړی او د ځينو سيمو د ترمیم په برخه کې يې ستونزې حل شوې دي.

عزيزي وايي، له ډېرې مودې راهیسې يو شمېر کسان د تاريخي اثارو او شتمنيو د قاچاق، تخريب او لوټولو هڅې کوي، چې دوی یې مخنیوی کړی.

نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه يې هم د کوم چا نوم اخیستی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو د کابل په ملي ارشيف کې د قرانکریم د خطي نسخو د پنځه ورځني نندارتون د پرانیستې په پروګرام کې دا ارشيف په سيمه کې بې سارې بللی دی.

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ملي ارشيف کې دا مهال ۲ سوه زره کتابونه، مجلې، فرمانونه او ګڼ شمېر نور ليکلي تاريخي اثار شته او ودانۍ يې ۱۵۰ کاله تاریخي ارزښت لري.

د ملا هبت الله امر: کارمنانو ته پوره معاش ور کړئ د تقاعد لپاره یې ترې مه کموئ

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۳۰ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یو حکم کې د دې ډلې له مالیې وزارت څخه غوښتي، چې د ټولو ملکي او نظامي ادارو د کارکوونکو له معاش څخه د تقاعد وضع کېدل بند کړي. د حکم یوه کاپي، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ترلاسه کړې- په کې لیکل شوي، چې د ۱۴۰۳ کال له حمل میاشتې څخه دې دا حکم عملي شي.

د ملا هبت الله اخوندزاده لخوا لاسلیک شوی دا مکتوب د نوموړي له دفتره د حمل یا وري په لومړی نېټه صادر شوی دی.

په دغه مکتوب کې د طالبانو مشر ددې ډلې له مالیې وزارت څخه غوښتي دي، چې د ټولو اداراتو په همکارۍ د امارت په کچه د ټولو شته ( برحاله ) نظامي او ملکي کارکوونکو د تقرر نېټه، د خدمت موده او د تقاعد ترنامه لاندې وضع شوی مبلغ معلوم کړی او دوی ته معلومات ور کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ادارو ته امرونه د مکتوبونو او حکمونو په ډول له کندهار څخه د ملا هبت الله په نامه دفتر څخه راځي.

نیوکې دا دي، چې د طالبانو واک ته رسېدو سره دا دریم کال دی، چې د پخوانیو حکومتونو تقاعد شوو مامورینو ته د تقاعد پیسې نه دي ورکړي.

100%

پاکستان وايي، په خېبرپښتونخوا کې پر چینايي انجینرانو برید یوه افغان کړی

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز ویلي، چې د پاکستان په خېبرپښتونخوا ایالت کې پر چینايي وګړو د شوې چاودنې بریدګر افغان و. دغه مرکز ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه برید په تړاو ۱۰ کسان نیولي، چې ټول د تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لري.

پر چینايي وګړو برید د پاکستاني چارواکو غوسه راپارولې او د دغه هېواد چارواکو ګواښ کړی چې د دغه برید له مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ کوونکو به غچ واخلي.

د وري میاشتې په اتمه نېټه د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینايي انجینران له خپل پاکستاني موټر چلوونکي سره ووژل شول.

له دغه برید وروسته چینايي شرکتونو د دیامیر او داسو بندونو کار د لنډ وخت لپاره بند کړ. د دغو بندونو د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې شاوخوا زرو چینايي انجنیرانو په دغو بندونو کار کاوه.

چين تر اوسه پورې د پاکستان په بنسټيزو تاسيساتو کې د يو سړک او يو کمربند د يوې لويې پروژې په توګه له ۶۵ میليارډو ډالرو څخه زياته پانګونه کړې ده.

تر دې مخکې هم د داسو بند پر چینايي انجینرانو د ترهګرو لخوا برید شوی و.

په ۲۰۲۱ کال کې، د نهو چینایي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان په داسو بند کې د «ترهګریز برید»په پایله کې ووژل شول.

طالبانو په خوست کې شپږ کسان د «چل او فریب» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۳۶ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۲مه) یې شپږ تنه د «فریب کارۍ» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلي. خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تورنو کسانو ته دغه سزا د خوست د لومړۍ محکمې له خوا صادره شوې او د پلي کېدو پر مهال طالب چارواکي هم حاضر وو.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د قتل، غلا، اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو او نورو برخو په تورونو په عام محضر کې خلکو ته د جسمي سزاګانو لړۍ پیل کړې او وايي چې دا لړۍ به روانه وي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د جسمي مجازاتو چې د انساني کرامت خلاف او ظالمانه عمل دی مخه ونیسي.

خو د طالبانو ډلې ویلي چې اسلامي شریعت پلي کوي او دا هېوادونه او سازمانونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې د شریعت د پلي کولو لپاره د لوېديځ فشارونه نه مني

۱۳ وری ۱۴۰۳ - ۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ويلي، چې په افغانستان کې د شریعت د بشپړ پلي کولو لپاره د لوېديځ فشارونو ته غاړه نه ږدي او شریعت به په ټوله معنا پلی کوي. د سترې محکمې وياند له رسنیو سره په خبرو کې ويلي چې په دې برخه کې د چا غبرګون ته پام نه کوي.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد تېره ورځ یکشنبه د (وري ۱۲مه) له رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي چې نړېواله ټولنه دې په افغانستان کې د شریعت د پلي کېدو په وړاندې «منفي تبلیغات» نه کوي.

هغه وايي، دوی به په افغانستان کې په «بشپړ ډول شریعت» پلی کوي او په دې برخه کې د نورو فشارونو ته پام نه کوي. نوموړی وړاندې وايي: «د اسلامي امارت ستره محکمه د الهي احکامو د پلي کولو په برخه کې د چا غبرګون ته پام نه کوي هغه که نړېوال وي یا نور، ستره محکمه د نورو فشارونو ته غاړه نه ږدي.»

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د قتل، غلا، اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو او نورو برخو په تورونو په عام محضر کې خلکو ته د جسمي سزاګانو لړۍ پیل کړې او وايي چې دا لړۍ به روانه وي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جسمي مجازاتو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د جسمي مجازاتو چې د انساني کرامت خلاف او ظالمانه عمل دی مخه ونیسي.

خو د طالبانو ډلې ویلي چې اسلامي شریعت پلي کوي او دا هېوادونه او سازمانونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.