اذربایجان او ارمنستان په سرحدي سیمه کې پر یو بل د ډزو خبر ور کړ

د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، چې د اذربایجان ځواکونو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په پوله کې د ارمنستان پر پوستو ډزې کړې. له دې سره، د اذربایجان دفاع وزارت ویلي، چې د ارمنستان وسله والو ځواکونو په نخجوان سیمه کې د اذربایجان د پوځ پر دوو پوستو هم ډزې کړې دي.