سید علي خامنه یي: زموږ زړور ولس به اسراییل ته سزا ور کړي

په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ له برید یوه ورځ وروسته د اسلامي جمهوریت مذهبي مشر وویل، چې اسراییل به د دوی د «زړور ولس»له خوا مجازات شي. سید علي خامنه یي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د سپاه د غړو وژل کېدل د ایران لپاره سخت دي.