• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي په خپل اختریز پیغام کې د پاکستان پوځ عسکرو ته ویلي چې وسلې په ځمکه کېږدي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان ډلې له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د دغې ډلې د مشر نور ولي محسود په اختریز پیغام کې د پاکستان پوځ عسکرو ته ويل شوي چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي او له دوی سره دې یو ځای شي. د ټي ټي پي وسله واله ډله دا مهال د پاکستان پوځ او حکومت په وړاندې جنګیږي.

تحریک طالبان پاکستان تېره ورځ شنبه ناوخته د (وري ۱۸مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان پوځ عسکرو ته سپارښتنه کړې چې د دوی په وړاندې له جګړې لاس واخلي او وسلې په ځمکه کیږدي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې «د څو فاسدو جنرالانو په مخکې د څو زرو روپیو لپاره مه جنګیږئ، هغوی به ټولې شوې پیسې له ځان سره بهر ته یوسي او تاسو به په میدان پریږدي.»

د ټي ټي پي په دغې اعلامیه کې د پاکستان پوځ د کرایې پوځ بلل شوی او لیکلي یې دي چې په پښتنو سیمو کې وژنې کوي او په کلیو کې ناکرارۍ جوړوي.

تر دې وړاندې هم تحریک طالبان پاکستان په ورته خبرپانو کې د پاکستان پوځ او نورو حکومتي ادارو کارکونکو ته ګواښونه کړي چې د پوځ له لیکو او حکومتي ادارو څخه ووځي کنه دوی به یې ووژني.

تېر دوه کلونه په پاکستان کې امنیتي حالت تر بل وخت ترینګلی شوی او د دغه هیواد پر پوځ، پولیسو، پوله ساتو ځواکونو، حکومتي کارکونکو، قومي مشرانو او فعالانو باندې د وسله والو ډلو له لوري ځانمرګي او وسله وال بریدونه، سړک غاړې ماین چاودنې او هدفي وژنې تر پخوا ډیرې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.

د پاکستان لوړپوړي چارواکي په دغه هیواد کې د ناامنۍ ټولو پېښو د پړې ګوته په کابل کې د طالبانو حکومت ته نیسي او ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې ټي ټي پي وسله والې ډلې پناه ځایونه ورکړي او دغه ډله له هغه ځايه په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان څخه باندې دوه سوه افغان کډوال راستانه کړل شوي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۲۳۱ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي. دغه کډوال د ډیورنډ کرښې سپین بولدک او تورخم په لارو له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د یکشنبې ورځ د (وري ۱۹مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۸مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

دغه وزارت وايي، په همدې نېټه بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک له پاکستان څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې د وري میاشتې په ۱۸مه نیټه له پاکستانه هغه ۳۳ تنه زنداني افغان کډوال چې تازه راخوشې شوي وو هیواد ته رستانه کړل شوي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ترکيې یو ځل بیا ۴۸ کسان له داعش سره د اړېکو په تور نیولي دي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د ترکیې امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۸ کسان له داعش سره د اړېکو او د استانبول په یوه کلیسا کې د ډزو په تور ونیول. د تېر کال سلواغې په میاشت کې مخ پټو کسانو د استانبول په ساریار بویوک‌دره سیمه کې پر یوې کلیسا برید وکړ چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو.

په سیمه کې د داعش د ګواښونو له زیاتیدو وروسته ترکیې د داعش د شکمنو کسانو د پېژندلو او نیولو عملیات پیل کړي او په دې وروستیو کې یې په سلګونو کسان د داعش ډلې د غړیتوب او یا له دغې ډلې سره د همکارۍ په شک نیولي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي. د هغه په ​​وينا، له جنورۍ څخه تر مارچ مياشتې پورې یې له ١٣٠٠ څخه زيات عمليات کړي چې په لړ کې یې د داعش دوه زره او ٧٣٠ غړي نيول شوي دي.

تېره اوونۍ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ۵۱ کسان له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور ونیول. پر دې سربیره د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د وري میاشتې په اوومه نیټه په ساکریا ښار کې د داعش ډلې پر وړاندې په ۱۷ عملیاتو کې د دغې ډلې ۱۴۷ غړي ونیول.

د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي دي چې امنیتي ځواکونه به یې د ملي استخباراتو ریاست په همکارۍ د هیواد په بېلا بېلو ښارونو کې یو لړ عملیات ترسره او دوام ورکړي.

تاجکستان د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکې اوکراین یې وګړي پوځ ته ګماري

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۴۶ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۱۸مه) د روسیې د یو جګپوړي امنیتي چارواکي هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې د تاجکستان په پلازمېنه کې د اوکراین سفارت د روسیې پر ضد د جګړې لپاره اجیر عسکر ګماري.

روسي خبري اژانسونو د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شوخین صمدي له قوله ویلي، "موږ یادونه کوو چې د روسیې د چارواکو دغه ادعا بې بنسټه ده.»

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي، چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال نیکولای پاتروشیف، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ښه ملګری دی، د چهارشنبې په ورځ، پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، وویل، چې د «اوکراین استخباراتو" مسکو کې د کنسرت پر تالار په خونړی برید کې لاس درلود او په تاجکستان کې د اوکراین سفارت د جنګیالیو ګمارنه کوي.

اوکراین په دې برید کې چې لږ تر لږه ۱۴۴کسان په کې ووژل شول، لاس لرل رد کړي او امریکا ویلي، چې د داعش ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

پاکستان د هند د دفاع وزیر څرګندونې وغندلې

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ننپه یوه اعلامیه کې، په پاکستان کې د هند د پټو عملیاتو د افشا کولو په اړه د ګارډین ورځپاڼې د یو راپور په غبرګون کې د هند د دفاع وزیر څرګندونې وغندلې. د هند دفاع وزیر سي اېن اېن ته ویلي، «پاکستان ته به ننوځو او هلته به ترهګر په نښه کړو.»

رجنت سینگ ټلویزیون سره په مرکه کې زیاتوي، نوی ډېلی به «په هر هغه ترهګر پسې د پاکستان خاورې ته ننوځي چې په دغه هېواد کې له ترهګریزو چارو وروسته له پولې ور واوړي.»

د رجنت سینګ له خبرو مخکې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې هند له ۲۰۲۰ کال راهیسې په پاکستان کې شل کسان وژلي دي.

دې ورځپاڼې خپل راپور کې ویلي، چې نوي ډېلي دا کسان په بهر کې د دغه هېواد ضد ترهګرو د له منځه وړلو د پلان له مخې په نښه کړي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هند د دغه هېواد په خاوره کې د بې ګنا خلکو په وژلو تورنوي او په اعلامیه کې رغلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۵ مه، د هندوستان له خوا د پاکستان په خاوره کې د غیر قانوني او د هند له سرحدونو باندې وژنو په اړه شواهد وړاندې کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند له خوا په دغو بریدونو کې ملکیان وژل شوي او بیا د ترهګرو په توګه ښودل شوي، چې په دې اړه د هند اعتراف په خپله د یو جرم پر کولو اعتراف دی.‌

اعلامیه کاږي، چې نړیواله ټولنه باید هند د خپلو ناوړه او غیرقانوني کړنو حساب ورکولو ته مجبور کړي.

د پاکستانبهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هیواد د خپل حاکمیت پر وړاندې د هر ډول تیري د دفاع لپاره په کلکه ولاړ دی او خپله وړتیا یې د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د هند برید ته په قوي ځواب ویلو سره ښودلې ده.

پاکستان وايي،‌ چې د هند د ځواکمن پوځ په اړه د هغه هیواد ادعاوې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې تشې ثابتې کړې.

دغه وزارت وايي، چې د هند چارواکي، د عادت له مخې د کرکې ډکې څرګندونې کوي، تر څو د خپلو خلکو احساسات وپاروي او په ټاکنو کې ترې ګټه پورته کړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "دا ډول ناسم او غیر مسولانه چلند نه یوازې سیمه ییزه سوله زیانمنوي بلکې په راتلونکې کې د خبرو اترو امکانات هم له خنډ سره مخامخ کوي.”

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې پاکستان تل په سیمه کې سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده او دا چې د سولې لپاره د دوی له ارادې باید غلط برداشت ونشي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې تاریخ دا ثابته کړې چې پاکستان د ځان نه د دفاع لپاره قوي هوډ او وړتیا لري.

هند چې د پاکستان حکومت د دوی ضد وسلوالو ته د پټنځیو په ور کولو تورنوي، دفاع وزیر یې د ګارډین د راپور په هکله له سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي: «که دوی پاکستان ته وتښتي، موږ به یې د وژلو لپاره پاکستان ته ننوځو.»

رجنت سینګ زیاتوي« «هند له خپلو ګاونډیانو سره تل ښه اړیکي غواړی... خو که څوک بیا بیا هند ته په بدو سترګو ګوري، هند ته راځي او ترهګریزو چارو ملاتړ کوي، موږ یې هم نه پرېږدو.»

د هند او پاکستان اړیکي پر ۲۰۱۹ کال له هغه وروسته خراب شول چې په کشمیر کې پر هندي پوځیانو ځانمرګی برید وشو او نوي ډېلي یې په مقابل کې په پاکستان کې د وسلوالو مرکز په نښه کړ.

پاکستان د روان کال لومړیو کې وویل، چې د نوي ډېلي سره تړاو لرونکي جاسوسان په دغه هېواد کې د دوو پاکستاني وګړو په وژلو کې لاس لري، خو هند دا تور پروپاګنډ وباله.

د ګارډین راپور له هغه څو میاشتې وروسته دی چې کاناډا او امریکا په دغو هېوادونو کې هند د خپلو مخالفانو د وژلو په هڅه تورن کړ.

د پاکستان پوځ وايي په دوو جلا عملیاتو کې یې لس وسلوال وژلي دي

۱۸ وری ۱۴۰۳ - ۶ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونو یې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې اته وسلوال وژلي دي. د پاکستان پوځ په یو بله خبرپاڼه کې هم د شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پرمهال د ۲ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د جیو ځايي ټلویزیون د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په حواله لیکلي، چې ددغو عملیاتو پر مهال له وسلوالو وسلې او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

په دې دواړو خبرپاڼو کې د پاکستان پوځ ټینکار کړی دی، چې د وسلوالو تر ختمېدو پورې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی.

په اعلامیه کې د وسلوالو د وژل کېدو شناخت نه دی په ډاکه شوی، چې وژل شوي وسلوال د کومې ډلې دي.

تر اوسه په سیمه کې وسلوالې ډلې ټي ټي پي کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ډېره اسماعیل کې یو شمیر ځايي اوسیدونکي بیا وايي، چې د شپې لخوا درنه جګړه وه او د چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه د شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې پاکستاني طالبانو د پاکستان د پوځ اړوند پر یو مرکز راکیټي بریدونه کړي دي.

په برید کې شوي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

میرعلي د پاکستاني طالبانو اړوند حافظ ګل بهادر ګروپ مشر پلرنی ټاټوبی ګڼل کیږي، چې وخت ناوخت په دغه سیمه کې وسلوالو بریدونو راپورونه ورکول کیږي.