• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه؛ ایا طالبان د دې اراده او توان لري، چې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي؟

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

د افراطیت او تروریزم د ودې لاملونه؛

که څه هم د ترهګریزو ډلو شتون یوازې په افغانستان کې نه دی او اصلي مرکزونه یې په پاکستان، ایران، منځني ختیځ، افریقا او نورو هېوادونو کې دي؛ خو د طالبانو له راتګ سره ټولو افراطي او ترهګریزو ډلو ته انګېزه ورکړل شوه، چې د خپلو موخو لپاره مبارزه ګړندۍ کړي.

په افغانستان، سیمه او نړۍ کې سیالي او رقابتونه، بیوزلي، خرابه حکومتولي او د دیکتاتوري افراطي رژیمونو شتون، د تروریزم او افراطیت لپاره زمینه برابره کړې ده.
بل پلو؛ د تروریزم او افراطیت په ضد مبارزه کې سیمه او نړۍ همغږې هم نه ده. هغه هېوادونه لکه؛ ایران او پاکستان چې افراطي او ترهګریزې ډلې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره استعمالوي، دا ډلې یې په ښو او بدو ډلو ویشلې دي.
په دې توګه د یوه هېواد ښه ډله د بل هېواد لپاره بده ډله ده.

د کندهار وروستی برید د داعش - خراسان ډلې له خوا شوی
100%
د کندهار وروستی برید د داعش - خراسان ډلې له خوا شوی


د افغانستان اوسنی وضعیت؛
اوس پوښتنه دا ده، چې ایا طالبان له ترهګریزو او افراطي ډلو سره د مبارزې توان او اراده لري او که نه؟
د طالبانو په هکله د نړۍ د امنیتي چارو شنونکو نظریات سره توپیر لري.
ځیني په دې عقیده دي، چې طالبان له نورو افراطي او ترهګریزو ډلو سره په کلونو یو ځای همسنګره پاتې شوي او ستونزمنه ده، چې دوی د خپلو همسنګره فکري ملګرو څخه ځانونه جدا کړي.
له دې امله طالبان د دې اراده نه لري، چې د دغه افراطي او ترهګریزو ډلو په وړاندې وجنګیږي او هغوی له افغانستانه وباسي.
یو مشهور متل دی، چې وایي؛ په ناولو اوبو ناولتیا نه پاکیږي، نو همدا شان افراطیت هم په افراطیت له منځه نشي تللی.
که یوه افراطي ډله د بلې افراطي ډلې په وړاندې تقویه شي، افراطیت له منځه نه شي تللی او په اخر کې بیا له افراطي دلې سره مبارزه اړینه ده.
ښه مثالونه د مجاهدینو تقویه کول وو، چې طالبانو له منځه یوړل خو د طالبان په رامنځته کېدو سره افراطیت ختم نه شو بلکې نور هم تقویه شو.
که د مثال په توګه دا وګڼو، چې د طالبانو مشران د دې اراده لري چې د افراطي او ترهګریزو ډلو مخه ونیسي، خو ټيټ پوړي طالبان بیا له دغه ترهګریزو ډلو سره نه شلیدونکي اړیکې لري.
دا ترهګریزې او افراطي ډلې کولی شي، چې د طالبانو ټيټ پوړي د خپلو مشرانو په وړاندې استعمال کړي.
د طالبانو روزونکي افراطي ډلې د طالبانو په منځ کې خورا زیات نفوذ لري‌ او د دوی په نبض پوهیږي، چې څنګه دوی له خپل ځان سره متحد کړي.
له همدې امله طالبان د دې توان او ظرفیت هم نه لري، چې د ټولو افراطي ډلو او د خپل همسنګر په وړاندې ودریږي.
په تېرو څو لسیزو کې طالبانو او د هغوی روزونکو افراطي ډلو ته د پان اسلامیزم او تر یوم القیامه پورې د جهاد کولو انګیزه ورکړې ده، تر څو د خدای دین او حاکمیت په ټوله نړۍ کې حاکم کړي.
په دې توګه افراطي او ترهګریزې ډلې لکه؛ داعش، القاعده، د پاکستان اسلامي‌ تحریک، لښکر طیبه، د ازبکستان اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان اسلامي‌ تحریک، حزب تحریر، فاطمیون،‌ جندالله او نور چې له بېلابېلو هېوادونو تمویل او تجهیز کیږي، جلا موخې لري او که طالبان په یوه ډله فشار راوړي نو بله ډله د نورو سره یو ځای کیږي او د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي.
دا ولیدل شوه، چې طالبان ادعا کوي د داعش په وړاندې مبارزه کې دوی جدي دي، ځکه له دوی سره فکري اختلاف لري، خو د داعش په نوم ډله له یو څه چوپتیا وروسته دا دی بیا سر راپورته کړی دی.
په کندهار، روسیه او ترکیه کې د دوی وروستيو بریدونو وښودله چې دوی بیا منظم شوي دي، خو فکر نه کوم چې دا بریدونه د داعش په نوم ډلې یوازې تر سره کړې وي، بلکې د نورو افراطي او ترهګریزو ډلو افراطي کسان له دوی سره اړیکي نیولي او یو ځای شوي دي، تر څو دا ډول پیچلي بریدونه وکړي.
بل پلو؛ په عمل کې هم داسې نښې او نښانې نه ښکاري چې طالبان دې د افراطي او نورو ترهګریزو ډلو په وړاندې د مبارزې نیت ولري، ځکه طالبانو د عصري تعلیمي نظام په بدلولو او ړنګولو پيل کړی او پر ځای یې پوځي او د نورو مدرسو د جوړېدو او پراختیا ته زور ورکړی دی.
په لسګونه زره هلکان دغو مدرسو ته ځي، د سیاسي، اقتصادي او تعلیمي سیستمونو ویجاړول او له منځه وړل بیوزلي رامنځته کوي او بیوزلي خپله په اوږدمهال کې د تروریزم او افراطیت ودې ته زمینه برابروي.
په دې توګه په اوږمهال کې به ترهګریزو، افراطي او جنایي ډلو ته د ګومارنې او سون توکو کمبود نه وي.

پاکستان ادعا کوي، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي
100%
پاکستان ادعا کوي، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي


حل لار؛
د داخلي مشروعیت او حکومتولۍ په اړه د طالبانو مشران سره د نظر اختلاف لري.
د طالبانو زیات شمېر مشران په دې عقیده دي، چې د داخلي مشروعیت او له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره باید زمینه برابري، خو د دوی په منځ کې د افراطي ملایانو نفوذ او قوت زیات دی او نشي کولی چې د هغوی په وړاندې ودریږي.
د بېلګې په توګه د نجونو د ښوونځیو د بندولو په موضوع کې ولیدل شوه، چې د طالبانو مشران سره د نظر اختلاف لري.
افراطي ملایان چې مرکز یې په کندهار کې دی، زیات په واک کې دي.
د کابل د موقتې ادارې اکثره وزیران چې د کندهار له پرېکړو سره همغږي نه دي، نه شي کولی چې د هغوی‌ په وړاندې ودریږي او د کندهار له مشرانو سره ډغرې ووهي.
دا د نظر اختلاف به نور هم زیاتیږي، ځکه اصلي فشار د حکومتولۍ او د افغانستان د ولس د کابل په موقته اداره کې دی، خو د موقتې ادارې د اکثره خدماتي او کلیدي وزارتونو مشران چې د ولس او له نړۍوالو سره په اړیکه کې دي، ډېر څه په واک کې نه لري او لویې پرېکړې نشي کولی.
ډېری دوستان چې کابل ته تګ او راتګ کوي، هغوی وایي چې د طالبانو ډېر لوړپوړي چارواکي د خپلو افراطي مشرانو د نظریاتو سره موافق نه دي.
که دا ومنو چې طالبان د افراطي او ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د مخنیوی اراده لري؛ خو دوی د دې ظرفیت نه لري، چې له ټولو ډلو سره مبارزه وکړي سمه ده، خو له دې ډلو سره مبارزه د ولس له ملاتړ پرته ناشونې ده.
د ولس ملاتړ یوازې هغه وخت تر لاسه کېدای شي، چې یو قانونمند،‌ مشروع او ولسواکه نظام په افغانستان کې رامنځته شي، چې حکومت ولس ته مسووله وي او ټولو ته خدمات د قانون په چوکاټ کې وړاندې کړي، داسې نه وي چې ملاکراسي‌ حاکمه وي او ولس په پرېکړو کې هیڅ رول ونه لري.
له بده مرغه طالبانو د نظام د داخلي مشروعیت لپاره یو قدم هم نه دی پورته کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، طالبان به په افغانستان کې د نورو د ګټو لپاره د نویو نیابتي جګړو او رقابتونو لړۍ ته زمینه برابره کړي، چې مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي.
په دغه نیابتي جګړو او رقابتونو کې د افغانانو خیر نه شته.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان د امنیتي پېښو له وېرې په کابل کې خپلو وسله والو غړو ته معاشونه په دفترونو کې ورکوي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې د خپلې ډلې امنیتي ادارو کارکوونکو معاشونه په خپلو دفترونو او پوستو کې ورکوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې څو اونۍ وړاندې په کندهار کې نوي کال بانک مخې ته د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه ووژل شول او ۴۵ ټپیان شول.

د طالبانو د مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه یې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره کړې ده.

طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ به یوازې د ملکي کارکوونکو لپاره فعالې وي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: "د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ د ملکي کارکوونکو د تنخوا ورکولو په موخه فعالې دي؛ ترڅو کاري ګڼه ګوڼه را کمه شي؛ د کارکوونکو امنیت خوندي او له کوم ګواښ پرته په بشپړ خوندیتوب خپله تنخوا ترلاسه کړي."
نوی کابل بانک د تېر افغان حکومت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې امنیتي ځواکونو ته معاشونه اجرا کوي.

په کندهار کې له وروستي ځانمرګي برید وروسته په دغه ولایت کې د نوي کابل بانک یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د برید پر مهال د طالبانو د امنیتي ادارو کسان د معاشونو د اخیستو لپاره د دوی نمایندګۍ ته ورغلي وو.

طالبانو له دغه ځانمرګي برید وروسته په کندهار کې امنیتي تابیاوې سختې کړي دي او د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي.

عباس ستانکزی: هغه رهبر چې د خلکو په منځ کې نه وي، منزوي دی او پایښت نه لري

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د نوم له اخیستو پرته د طالبانو پر مشر هبت الله اخوندزاده نیوکه کړې او ویلي یې دي؛ هغه رهبر چې د خپلو خلکو په منځ کې نه وي، منزوي کېږي او حکومت به یې دوام نه کوي.

د طالبانو د دغه چارواکي د خبرو یوه ویډیو خپره شوې، چې په کې یې ټینګار کړی چې مشران، وزیران او واليان باید د خپلو خلکو په منځ کې وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خلکو په منځ کې "د اسلام د پیغمبر حضور" ته په اشارې سره وویل: "هر هغه حکومت چې بنسټ یې پر اسلامي او شرعي احکامو ولاړ وي، باید له خلکو سره ورته چلند وکړي."

هغه ټینګار وکړ، چې مشران او قوماندانان باید د خلکو په منځ کې د هغوی ستونزې هوارې کړي.

د ښاغلي ستانکزي د وینا ویډیويي برخه په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې؛ خو معلومه نه ده چې دا وینا کله او چېرته شوې وه.

تر دې وړاندې ښاغلي ستانکزي په ښکاره د طالبانو د مشر پر سیاستونو نیوکې کولې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په ښکاره د طالبانو د مشر د "انزوا" خبره کوي او د خپل حکومت د بې ثباتۍ په اړه خبرداری ورکوي.

دوه نیم کاله تېر شول چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ؛ تر اوسه هبت الله اخوندزاده چې طالبان یې مشر بولي، هېڅکله هم د رسنیو د کمرې یا د خلکو په مخ کې نه دی څرګند شوی.

تر دې دمه د هبت الله اخوندزاده له پخواني انځور پرته بل کوم انځور نه دی خپور شوی.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د دې ډلې له چارواکو سره د هبت الله اخوندزاده د لیدنې خبر ورکړی؛ خو تر اوسه یې د دغو ناستو عکسونه یا ویډیو نه ده خپره کړې.

نوموړي په دې وينا کې وويل: "افغانستان ستاسو خلکو ته عجيبه پاتې دى، هغه څوک پرېږدئ چې ستاسو خلکو او وينو ته سپکاوى وکړي."

ښاغلي ستانکزي په دې خبرو کې زیاته کړه: "په اسلام کې اقلیت او اکثریت نه شته هر څوک چې د تاجک او پښتون په نوم غږ پورته کوي د هماغو خلکو په څېر دی چې د جاهليت په زمانه کې له اسلام مخکې وو."

د عباس ستانکزي د خبرو دغه ویډیويي برخه د هغه زوی هم پر خپلې اېکس پاڼې خپره کړې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر: د هند د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې ځواب ورکولو ته اماده يو

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د دوی پوځ او امنیتي ادارې پر پاکستان د هند د احتمالي ګواښونو پر وړاندې ځواب ورکولو ته اماده دي.

نوموړي تېره ورځ په اسلام اباد کې له یوې خصوصي رسنۍ په خبرو کې ویلي، چې پاکستان تل د هند د پوځي برتري دعوې په ډاگه کړې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړې ده، چې د ترهګرۍ ټولې ځالې په هند پورې تړاو لري او د هند وزیران او چارواکي سیاسي ویناوې د خپلو سیاسي موخو لپاره کوي.

تېره اونۍ د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په ګډون یو شمېر چارواکو د پاکستان په تړاو د ترهګرۍ د ملاتړ بیانیې کړې وې.

دغې چارې نه یوازې دا چې د پاکستان د یو شمېر چارواکو غوسه راپارولې؛ بلکې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم د یو شمېر کاروونکو تر منځ ناندرۍ پیل کړي دي.

هند تل پر پاکستان تور لګوي، چې په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي؛ خو پاکستان بیا دغه ادعا ردوي.

طالبان: په تېر کال کې موږ دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ بنسټونه امنیتي ادارو ته ور پېژندلي دي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د طالبانو عدليې وزارت اعلان وکړه، چې دوی په تېر ۱۴۰۲ کال کې دوه سياسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې او خيريه بنستونه د «غيرې قانوني» فعاليتونو له امله امنيتي ادارو ته ور پېژندلي دي. طالبانو په افغانستان کې د سياسي ګوندونو پر فعاليت بنديز لګولی دی.

د طالبانو د عدليې وزارت د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې يې د سلګونو مدني ټولنو او خيريه بسنټونو د فعاليتونو څارنه کړې ده.

دغه وزارت لیکلي، چې له دې ډلې یو شمېر سیاسي ګوندونه او لسګونه ټولنیز بنسټونه امنیتي ادارو ته معرفي کړي دي.

د طالبانو عدليې وزارت په خبرپاڼه کې د دغو ګوندونو او ټولنو نومونه نه دي ياد شوي.

د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ دوی په تېر يوه کال کې د ۳۶ نورو خیريه ټولنو فعالیتونه څېړلي، چې له جملې څخه يې له ۱۷ بنسټونو څخه د اصولو سره سم د فعالیت کولو ژمنې اخيستي او د ۱۹ بنسټونو فعالیت د جوازونو د نه نوي کولو امله لغوه کړي دي.

څو ورځې وړاندي د طالبانو د عدليې وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي په يوه ويډيوي پيغام کې افغانانو ته خبرداری ورکړ، چې که چا سياسي فعالیت وکړ له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

هغه ويلي وو، چې اوس مهال يوازي خيريه بنسټونه فعالیت کولای شي.

درې ورځي وړاندي د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ، چې په کندهار کې يې په لومړي ځل دوه کسان د سیاسي فعالیت په تور په ۱۵ - ۱۵ کاله بند محکوم کړل او یو بل کس یې د سیاسي فعالیت له امله ۳۰ دورې وواهه.

د پاکستان پوځ: په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شپږ امنیتي مامورين وژل شوي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د پاکستان پوځ اعلان وکړ، په تېرو څلریشت ساعتونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یو لړ عملیاتو کې شپږ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د خبرپانې له مخې؛ په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.

پوځ د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) په خپله خبرپانه کې لیکلي، چې د دېره اسماعیل خان په کوټ سلطان کولاچي سیمه کې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ۸ وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په وسله واله نښته کې وژل شوي دي.

د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ دغه عمليات په کوټ سلطان کې د وسله والو د شتون په اړه د کشفي راپورونو پر بنسټ ترسره کړل.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغه وسله والو د امنيتي ځواکونو په وړاندي بریدونو او د ملکي وګړو په هدفي وژنو کې لاس درلود.

د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان پوځ ویلي، چې له وژل شویو وسله والو څخه یې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ او شپه وسله والو په کراچۍ کې د امنیتي پوستو بریدونه کړي او درې پولیس یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې په لکي مروت کې پر پوليسو بريد غندلی.

هغه زیاته کړه: «د خیبرپښتونخوا پولیس د ترهګرۍ په وړاندې د یو ځواک په څیر عمل کوي او بزدلانه ترهګریز فعالیتونه نشي کولی د دوی هوډ ګډوډ کړي.»

دغه راز؛ د خيبر پښتونخوا ايالتي وزير علي امين خان ګنډاپور هم د وسله والو بريدونه غندلي او پوليسو ته يې امر کړى، چې د پېښې عاملين دې بې له ځنډه وپېژني او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

پر همدې مهال کې د وړي موسم په رارسیدو وسله والو ډلو په پاکستان او په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې خپلو هدفي بریدونو ته زور ورکړی دی.