طالبان د امنیتي پېښو له وېرې په کابل کې خپلو وسله والو غړو ته معاشونه په دفترونو کې ورکوي

د طالبانو د مالیې وزارت د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې د خپلې ډلې امنیتي ادارو کارکوونکو معاشونه په خپلو دفترونو او پوستو کې ورکوي.

د طالبانو د مالیې وزارت د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې د خپلې ډلې امنیتي ادارو کارکوونکو معاشونه په خپلو دفترونو او پوستو کې ورکوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې څو اونۍ وړاندې په کندهار کې نوي کال بانک مخې ته د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه ووژل شول او ۴۵ ټپیان شول.
د طالبانو د مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه یې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره کړې ده.
طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ به یوازې د ملکي کارکوونکو لپاره فعالې وي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: "د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ د ملکي کارکوونکو د تنخوا ورکولو په موخه فعالې دي؛ ترڅو کاري ګڼه ګوڼه را کمه شي؛ د کارکوونکو امنیت خوندي او له کوم ګواښ پرته په بشپړ خوندیتوب خپله تنخوا ترلاسه کړي."
نوی کابل بانک د تېر افغان حکومت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې امنیتي ځواکونو ته معاشونه اجرا کوي.
په کندهار کې له وروستي ځانمرګي برید وروسته په دغه ولایت کې د نوي کابل بانک یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د برید پر مهال د طالبانو د امنیتي ادارو کسان د معاشونو د اخیستو لپاره د دوی نمایندګۍ ته ورغلي وو.
طالبانو له دغه ځانمرګي برید وروسته په کندهار کې امنیتي تابیاوې سختې کړي دي او د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي.