• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د مخابراتو وزیر: په افغانستان کې د فېسبوک د تړلو تګلاره وروستۍ شوې ده

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د مخابراتو او ټېکنالوجۍ وزیر اعلان وکړ، چې وزارت یې د فېسبوک په ګډون د ځینو ټولنیزو شبکو د محدودولو یا په بشپړه توګه د بندولو تګلاره نهايي کړی دی.

نجیب الله مهاجر زیاته کړه، چې د ځوانانو د "وخت او پیسو د مصرفولو" او "غیر اخلاقي مسالو" لیدلو لپاره یې فېسبوک بند کړی.

هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل: «زموږ ځوانان په داسې حال کې دي چې له علمي پلوه کمزوري دي او اکثریت یې نالوستي دي او خپل وخت او پیسې په دې شیانو (ټولنیزو شبکو) ضایع کوي، چې د شرکت په ګټه او د ملت په زیان دي.»

که څه هم دغه طالب چارواکي څرګنده نه کړه، چې دا تګلاره به کله عملي کېږي؛ خو ویې ویل چې د دې مسالې د مخنیوي لپاره د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت په افغانستان کې د فېسبوک د بندولو تګلاره جوړه کړې ده.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزیر ټینګار کړی، چې افغان ځوانان زده کړو ته اړتیا لري او باید خپل وخت په ټولنیزو شبکو تېر نه کړي.

څه موده وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې کابینې ته امر وکړ، چې د فېسبوک بندولو پر پلان له سره کتنه وکړي.

په یوه بل اقدام کې د طالبانو کابینې د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ته دنده وسپارله چې ځینې نور سایټونه او چینلونه لکه ټیک ټیک او پابجي بند کړي.

د طالبانو کابینې ویلي، چې د پابجي او ټیک ټاک لوبې "ځوانان ګمراه کوي" او باید منع شي.

طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې د فېسبوک د بندولو هڅې کوي، چې د فېسبوک مالک "میټا" شرکت د امریکا د "ترهګرۍ سره د مبارزې" د قوانینو پر بنسټ د دولتي ادارو او د طالبانو د ځینو غړو د کاروونکو اکاونټونه بند کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو پر ملا هبت الله د داعش برید له وېرې د کندهار عیدګاه جومات څخه دېوالونه تاو کړل

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته ویډیوګانې لېږلي، چې طالبان په کندهار کې د عیدګاه جومات شاوخوا امنیتي دېوالونه جوړوي. طالبان اندېښنه لري، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده به د اختر د لمانځه پر مهال د داعش د برید هدف وګرځي.

په هغه ویډیو کې، چې د یکشنبې په ورځ (د وري په ۱۹مه) د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، لیدل کېږي چې د طالبانو پوځي موټر د کندهار د عیدګاه جومات شاوخوا امنیتي دېوالونه ښکته کوي.

د عیني شاهدانو په وینا، طالبانو د عیدګاه جومات په شاوخوا کې امنیتي دېوالونه جوړوي.

دا ویډیو یوه ورځ وروسته له هغې خپره شوه، چې د افغانستان انټرنشنل د باخبرو سرچینو په حواله په دغه ولایت کې د طالبانو د یوې امنیتي غونډې جزیات خپاره کړل.

د افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ د وري په ۱۷مه، طالب چارواکو په کندهار کې په یوه امنیتي غونډه کې د اختر پر لمانځه د داعش د برید د احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په غونډه کې ویل شوي، چې داعش ښايي په کندهار کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو پر مشر برید وکړي.

په دې لړ کې طالب چارواکو پرېکړه کړې، چې د اختر د لمانځه ځای له اختر یوه شپه مخکې وټاکي.

په دې غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه، چې په کندهار کې به د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره استخباراتي او کشفي تدابیر زیات شي.

زموږ د معلوماتو له مخې، د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده لپاره د لوی اختر د لمانځه لپاره دوه ځایونه ټاکل شوي دي. یو یې د حضرت محمد جامع جومات او بل یې د کندهار عیدګاه جومات دی.

خو په غونډه کې ویل شوي، چې د هبت الله اخندزاده امنیتي ځواکونه به د اختر په شپه د لمانځه د ځای په اړه پرېکړه کوي.

د طالبانو په غونډه کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې داعش خلکو په منځ کې نفوذ کړی دی.

د معلوماتو له مخې، طالب چارواکو د کندهار د مرکزي زندان له مسوولینو په کلکه غوښتي، چې د اختر په ورځو کې د دغه زندان امنیت ته ډېره پاملرنه وکړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې څو اوونۍ وړاندې په کندهار کې د نوي کابل بانک د څانګې مخې ته په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول، چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.

د طالبانو ښار جوړونې وزارت: چین د ۷۱ میلیونه ډالرو په لګښت د 'نیله باغ' پروژې چارې پیل کړې

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۱

د نیله باغ ښار ګوټي پروژې چارې د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت او په کابل کې د چین سفیر له لوري پیل شوې. د دغې پروژې قراداد په ۲۰۱۴ کال کې د تېر جهوري حکومت پر مهال له چین سره شوی و.

طالبان وايي، په دغه پروژه کې ۱۴۰۰ ودانۍ شاملې دي چې ټول لګښت یې د چین له لوري ورکول کیږي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت د مسکن، د زونونو پراختیا مرستیال روح الله احمدي وايي، په یاده پروژه کې ۱۴۰۰ ودانۍ شاملې دي او ۷۱ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي چې د چین له لوري ورکول کیږي.

د چین او افغانستان د هوکړې له مخې به د دغې پروژې چارې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي، او د ځانکړي طرزالعمل له منظوری وروسته به د ملا هبت الله له لوري دولتي کسانو ته وویشل شي.

د طالبانو د کور او‌ ښار جوړونې وزارت چارواکي وایي، په یاده پروژه کې به پنځه زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه واخلي.

د یادې پروژې د چارو د پرانیستي پر مهال د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، د واحد چین له پالیسۍ څخه ملاتړ کوي.

حنفي وايي: «هیله لرو چې چین او افغانستان د یو کمربند په یوې لارې د طرحې او واخان ځمکني دهلیز په بشپړېدو سره نیغ په نیغ له یو بل سره ونښلي.»

د ملکي دولتي کارکوونکو لپاره د کورنو جوړولو دغه پروژه په ۲۰۱۴ کال کې د تېر جمهوري حکومت او چین تر منځ په بیجینګ کې لاسلیک شوې وه.

د افغانستان نامتو خبریال عبدالحمید مبارز ومړ

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۰۸ GMT+۱

وتلی خبریال او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز په کابل کې مړ شو. د ارواښاد مبارز لور نیلاب مبارز د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) په خپله فیسبوک پاڼه د ښاغلي مبارز مړینه تایید کړې ده.

نیلاب مبارز لیکلي، چې ټاکل شوې د عبدالحمید مبارز مړی نن د کابل په «قول ابچکان» سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلی مبارز په افغانستان کې د ژورنالیزم یو له مخکښو او تجربه لروونکو کسانو څخه و. هغه څو کاله د دولتي ورځپاڼې انيس د مرستيال، د باختر اژانس د مسوول او د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديې د مشر په توګه کار کړى دى.

نوموړی یو مهال د تېر حکومت د سولې د عالي شورا غړی و.

عبدالحمید مبارزد خپل عمر په وروستیو کلونو کې له ورپېښې ناروغۍ کړېده.

په زابل کې د ترافیکي پېښي له امله درې کسان مړه شوي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۴۹ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو سیمه یېز چارواکي وايي، یاده ترافیکي پېښه د کندهارـ کابل په لویه لاره په شهرصفا ولسوالۍ کې شوي ده. په پېښه کې لږ تر لږه درې تنه مړه او یو تن ټپي دی.

د زابل ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) سهار مهال د کندهارـ کابل په لویه لاره د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د اسحاقزو مانده په سیمه کې د باروړونکي او یو سورلۍ موټر د ټکر له امله درې تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی.

په زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکې وايي، د ترافیکي پيښې له امله د مړو شویو درېیو تنو جسدونه یې د کندهار میرویس روغتون ته لېږدولي دي.

د کندهارـ کابل په لوی سړک باندې ترافیکي پېښې تر ډیره بریده د سړک د خرابوالي او د موټرچلونکو د بې غورۍ له امله کیږي.

د روغتیا نړېوال سازمان: نږدې ۱۸ میلیونه افغانان په بشري روغتیايي مرستو پايي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتيايي سازمان مسوول د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت ويلي چې له ګانډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راتګ د افغانستان نازک روغتايي حالت نور هم ستونزمن کړی دی. هغه وايي، نږدې ۱۸ میلیونه افغانان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشید ټنولي د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت په یوه خپاره شوي ویډېویي پیغام کې ویلي، چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده.

نوموړی وايي په افغانستان کې میلیونونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري: «نږدې ۱۸میلیونه کسان په نړېوالو بشري روغتیايي مرستو پايي.»

همدارنګه ښاغلی ټنولي وايي له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو ناببره راتګ د افغانستان پر نازک ر روغتیايي سیسټم نور هم منفي اغېزې کړې دي.

ډاکټر جمشید وايي، د روغتیا نړېوال سازمان له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې ټولو ماشومانو او ښځو ته په عادلانه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د روغتیا وزارت یو شمېر کارکوونکي د دغه ډلې د روغتیا وزیر په فساد تورنوي، او خپله یو شمېر طالب چارواکي هم مني چې د روغتیا وزارت له لوري په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو ډیری پيل شوې چارې یوازې تبلیغاتي بڼه لري.