د مقاومت جبهه: په کابل کې مو څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه وسله واله جبهه ادعا کوي، چې د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې یې په یوه برید کې یو طالب وسله وال وژلی او درې نور ټپیان دي.

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه وسله واله جبهه ادعا کوي، چې د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې یې په یوه برید کې یو طالب وسله وال وژلی او درې نور ټپیان دي.
دغې جبهې نن یکشنبه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ځواکونو یې ماښام ۷:۳۰ د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې یو طالب وسله وال وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
دغې جبهې ویلي، چې د برید لامل یې د طالبانو له خوا د عامو خلکو ځورول وو.
تر اوسه د دغې پېښې په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو رسنیو کې په کمپنۍ کې د ډزو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې په خپل سر دغه پېښه تایید او یا رد کړي؛ خو په دې وروستیو کې له کابل څخه د امنیتي پېښو خبرونه زیات شوي دي.


د ګجرات ایالت یو چارواکي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې له شپږو افغان محصلینو څخه غوښتل شوي، چې د ګجرات پوهنتون له لیلیې څخه ووځي. د دغه پوهنتون په لیلیه کې د یادو محصلیونو د اوسېدو وخت لا له وړاندې پوره شوی و؛ خو دوی لا هم لیلیه نه ده پرېښې.
د ګجرات پوهنتون مرستیالې نیرجا ګپتا له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي: "له شپږو افغان محصلینو مو وغوښتل چې په لیلیه کې خپلې خونې خالي کړي؛ ځکه چې په لیلیه د دوی د اوسېدو موده لا له وړاندې پوره شوې وه؛ خو دوی لا هم هلته اوسیدل."
هغې ویلي، چې دغو کسانو خپلې زده کړې بشپړې کړې او د ځينو اداري کارونو له امله د پخوانيو محصلينو په توګه په لیلیه کې اوسېدل.
اغلې ګپتا وايي، چې پوهنتون ډاډ ترلاسه کړی چې دوی نور په لیلیه کې پاتې نه شي او خپل هېواد ته د هغوی د ستنیدو لپاره یې بندوبست کړی.
هغه زیاتوي: "موږ لازم اسناد بشپړ کړي او دوی اوس کولی شي چې په خوندي ډول خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي. موږ نه غواړو په خپلې لیلیه کې کوم پخواني زده کوونکي ته ځای ورکړو. موږ د افغانستان کونسلګرۍ ته هم خبر ورکړی دی او هغوی هم دغو زده کونکو ته لارښوونه کړې چې لیلیه خالي کړي. "
په افغانستان کې د پخواني جمهوریت له نسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمن کیېدو وروسته په بهر که د زده کړو له پاره مېشت زرګونه زده کوونکي بېرته افغانستان ته تلو ته زړه نه ښه کوي او هر یو هڅه کوي چې په هماغه هېواد کې پاتې شي.
طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته، ډېری مسلکي کسان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د مدرسو شاګردان او ملایان ګومارلي دي، همدې چارې په بهر کې مېشت افغان زده کوونکي هڅولي چې افغانستان ته له ستنېدو ډډه وکړي.
دا په داسې حال ده، چې د مارچ په ۱۶ مه نېټه په همدې پوهنتون کې په یو شمېر بهرنیو محصلینو د لمونځ د ادا کولو پر مهال برید شوی و.
له برید څو ورځې وروسته یو افغان پلاوی پوهنتون ته ورغلی او د امنیتي تدابیرو په اړه یې له د ګجرات پوهنتون له مرستیال سره کتلي دي.
پولیسو ویلي، چې شاوخوا ۲۰ کسان د مارچ په ۱۶ مه د روژه ماتي پر مهال د ګجرات د دولتي پوهنتون لیلیې ته ننوتلي وو او په یوه بلاک کې د لمانځه پر مهال په بهرنیو محصلینو برید کړی و.
په دغه برید کې یو سريلانکايي او یو تاجکستاني زده کوونکی ټپی شوی و.

د افراطیت او تروریزم د ودې لاملونه؛
که څه هم د ترهګریزو ډلو شتون یوازې په افغانستان کې نه دی او اصلي مرکزونه یې په پاکستان، ایران، منځني ختیځ، افریقا او نورو هېوادونو کې دي؛ خو د طالبانو له راتګ سره ټولو افراطي او ترهګریزو ډلو ته انګېزه ورکړل شوه، چې د خپلو موخو لپاره مبارزه ګړندۍ کړي.
په افغانستان، سیمه او نړۍ کې سیالي او رقابتونه، بیوزلي، خرابه حکومتولي او د دیکتاتوري افراطي رژیمونو شتون، د تروریزم او افراطیت لپاره زمینه برابره کړې ده.
بل پلو؛ د تروریزم او افراطیت په ضد مبارزه کې سیمه او نړۍ همغږې هم نه ده. هغه هېوادونه لکه؛ ایران او پاکستان چې افراطي او ترهګریزې ډلې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره استعمالوي، دا ډلې یې په ښو او بدو ډلو ویشلې دي.
په دې توګه د یوه هېواد ښه ډله د بل هېواد لپاره بده ډله ده.

د افغانستان اوسنی وضعیت؛
اوس پوښتنه دا ده، چې ایا طالبان له ترهګریزو او افراطي ډلو سره د مبارزې توان او اراده لري او که نه؟
د طالبانو په هکله د نړۍ د امنیتي چارو شنونکو نظریات سره توپیر لري.
ځیني په دې عقیده دي، چې طالبان له نورو افراطي او ترهګریزو ډلو سره په کلونو یو ځای همسنګره پاتې شوي او ستونزمنه ده، چې دوی د خپلو همسنګره فکري ملګرو څخه ځانونه جدا کړي.
له دې امله طالبان د دې اراده نه لري، چې د دغه افراطي او ترهګریزو ډلو په وړاندې وجنګیږي او هغوی له افغانستانه وباسي.
یو مشهور متل دی، چې وایي؛ په ناولو اوبو ناولتیا نه پاکیږي، نو همدا شان افراطیت هم په افراطیت له منځه نشي تللی.
که یوه افراطي ډله د بلې افراطي ډلې په وړاندې تقویه شي، افراطیت له منځه نه شي تللی او په اخر کې بیا له افراطي دلې سره مبارزه اړینه ده.
ښه مثالونه د مجاهدینو تقویه کول وو، چې طالبانو له منځه یوړل خو د طالبان په رامنځته کېدو سره افراطیت ختم نه شو بلکې نور هم تقویه شو.
که د مثال په توګه دا وګڼو، چې د طالبانو مشران د دې اراده لري چې د افراطي او ترهګریزو ډلو مخه ونیسي، خو ټيټ پوړي طالبان بیا له دغه ترهګریزو ډلو سره نه شلیدونکي اړیکې لري.
دا ترهګریزې او افراطي ډلې کولی شي، چې د طالبانو ټيټ پوړي د خپلو مشرانو په وړاندې استعمال کړي.
د طالبانو روزونکي افراطي ډلې د طالبانو په منځ کې خورا زیات نفوذ لري او د دوی په نبض پوهیږي، چې څنګه دوی له خپل ځان سره متحد کړي.
له همدې امله طالبان د دې توان او ظرفیت هم نه لري، چې د ټولو افراطي ډلو او د خپل همسنګر په وړاندې ودریږي.
په تېرو څو لسیزو کې طالبانو او د هغوی روزونکو افراطي ډلو ته د پان اسلامیزم او تر یوم القیامه پورې د جهاد کولو انګیزه ورکړې ده، تر څو د خدای دین او حاکمیت په ټوله نړۍ کې حاکم کړي.
په دې توګه افراطي او ترهګریزې ډلې لکه؛ داعش، القاعده، د پاکستان اسلامي تحریک، لښکر طیبه، د ازبکستان اسلامي تحریک، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، حزب تحریر، فاطمیون، جندالله او نور چې له بېلابېلو هېوادونو تمویل او تجهیز کیږي، جلا موخې لري او که طالبان په یوه ډله فشار راوړي نو بله ډله د نورو سره یو ځای کیږي او د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي.
دا ولیدل شوه، چې طالبان ادعا کوي د داعش په وړاندې مبارزه کې دوی جدي دي، ځکه له دوی سره فکري اختلاف لري، خو د داعش په نوم ډله له یو څه چوپتیا وروسته دا دی بیا سر راپورته کړی دی.
په کندهار، روسیه او ترکیه کې د دوی وروستيو بریدونو وښودله چې دوی بیا منظم شوي دي، خو فکر نه کوم چې دا بریدونه د داعش په نوم ډلې یوازې تر سره کړې وي، بلکې د نورو افراطي او ترهګریزو ډلو افراطي کسان له دوی سره اړیکي نیولي او یو ځای شوي دي، تر څو دا ډول پیچلي بریدونه وکړي.
بل پلو؛ په عمل کې هم داسې نښې او نښانې نه ښکاري چې طالبان دې د افراطي او نورو ترهګریزو ډلو په وړاندې د مبارزې نیت ولري، ځکه طالبانو د عصري تعلیمي نظام په بدلولو او ړنګولو پيل کړی او پر ځای یې پوځي او د نورو مدرسو د جوړېدو او پراختیا ته زور ورکړی دی.
په لسګونه زره هلکان دغو مدرسو ته ځي، د سیاسي، اقتصادي او تعلیمي سیستمونو ویجاړول او له منځه وړل بیوزلي رامنځته کوي او بیوزلي خپله په اوږدمهال کې د تروریزم او افراطیت ودې ته زمینه برابروي.
په دې توګه په اوږمهال کې به ترهګریزو، افراطي او جنایي ډلو ته د ګومارنې او سون توکو کمبود نه وي.

حل لار؛
د داخلي مشروعیت او حکومتولۍ په اړه د طالبانو مشران سره د نظر اختلاف لري.
د طالبانو زیات شمېر مشران په دې عقیده دي، چې د داخلي مشروعیت او له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره باید زمینه برابري، خو د دوی په منځ کې د افراطي ملایانو نفوذ او قوت زیات دی او نشي کولی چې د هغوی په وړاندې ودریږي.
د بېلګې په توګه د نجونو د ښوونځیو د بندولو په موضوع کې ولیدل شوه، چې د طالبانو مشران سره د نظر اختلاف لري.
افراطي ملایان چې مرکز یې په کندهار کې دی، زیات په واک کې دي.
د کابل د موقتې ادارې اکثره وزیران چې د کندهار له پرېکړو سره همغږي نه دي، نه شي کولی چې د هغوی په وړاندې ودریږي او د کندهار له مشرانو سره ډغرې ووهي.
دا د نظر اختلاف به نور هم زیاتیږي، ځکه اصلي فشار د حکومتولۍ او د افغانستان د ولس د کابل په موقته اداره کې دی، خو د موقتې ادارې د اکثره خدماتي او کلیدي وزارتونو مشران چې د ولس او له نړۍوالو سره په اړیکه کې دي، ډېر څه په واک کې نه لري او لویې پرېکړې نشي کولی.
ډېری دوستان چې کابل ته تګ او راتګ کوي، هغوی وایي چې د طالبانو ډېر لوړپوړي چارواکي د خپلو افراطي مشرانو د نظریاتو سره موافق نه دي.
که دا ومنو چې طالبان د افراطي او ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د مخنیوی اراده لري؛ خو دوی د دې ظرفیت نه لري، چې له ټولو ډلو سره مبارزه وکړي سمه ده، خو له دې ډلو سره مبارزه د ولس له ملاتړ پرته ناشونې ده.
د ولس ملاتړ یوازې هغه وخت تر لاسه کېدای شي، چې یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام په افغانستان کې رامنځته شي، چې حکومت ولس ته مسووله وي او ټولو ته خدمات د قانون په چوکاټ کې وړاندې کړي، داسې نه وي چې ملاکراسي حاکمه وي او ولس په پرېکړو کې هیڅ رول ونه لري.
له بده مرغه طالبانو د نظام د داخلي مشروعیت لپاره یو قدم هم نه دی پورته کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، طالبان به په افغانستان کې د نورو د ګټو لپاره د نویو نیابتي جګړو او رقابتونو لړۍ ته زمینه برابره کړي، چې مسوولیت به یې د طالبانو په غاړه وي.
په دغه نیابتي جګړو او رقابتونو کې د افغانانو خیر نه شته.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو د مالیې وزارت د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې د خپلې ډلې امنیتي ادارو کارکوونکو معاشونه په خپلو دفترونو او پوستو کې ورکوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې څو اونۍ وړاندې په کندهار کې نوي کال بانک مخې ته د داعش په یوه ځانمرګي برید کې ۴۳ تنه ووژل شول او ۴۵ ټپیان شول.
د طالبانو د مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه یې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره کړې ده.
طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، چې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ به یوازې د ملکي کارکوونکو لپاره فعالې وي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: "د نوي کابل بانک ټولې استازولۍ د ملکي کارکوونکو د تنخوا ورکولو په موخه فعالې دي؛ ترڅو کاري ګڼه ګوڼه را کمه شي؛ د کارکوونکو امنیت خوندي او له کوم ګواښ پرته په بشپړ خوندیتوب خپله تنخوا ترلاسه کړي."
نوی کابل بانک د تېر افغان حکومت په څېر له طالبانو سره هم د تړون له مخې د دې ډلې امنیتي ځواکونو ته معاشونه اجرا کوي.
په کندهار کې له وروستي ځانمرګي برید وروسته په دغه ولایت کې د نوي کابل بانک یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د برید پر مهال د طالبانو د امنیتي ادارو کسان د معاشونو د اخیستو لپاره د دوی نمایندګۍ ته ورغلي وو.
طالبانو له دغه ځانمرګي برید وروسته په کندهار کې امنیتي تابیاوې سختې کړي دي او د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د نوم له اخیستو پرته د طالبانو پر مشر هبت الله اخوندزاده نیوکه کړې او ویلي یې دي؛ هغه رهبر چې د خپلو خلکو په منځ کې نه وي، منزوي کېږي او حکومت به یې دوام نه کوي.
د طالبانو د دغه چارواکي د خبرو یوه ویډیو خپره شوې، چې په کې یې ټینګار کړی چې مشران، وزیران او واليان باید د خپلو خلکو په منځ کې وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د خلکو په منځ کې "د اسلام د پیغمبر حضور" ته په اشارې سره وویل: "هر هغه حکومت چې بنسټ یې پر اسلامي او شرعي احکامو ولاړ وي، باید له خلکو سره ورته چلند وکړي."
هغه ټینګار وکړ، چې مشران او قوماندانان باید د خلکو په منځ کې د هغوی ستونزې هوارې کړي.
د ښاغلي ستانکزي د وینا ویډیويي برخه په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې؛ خو معلومه نه ده چې دا وینا کله او چېرته شوې وه.
تر دې وړاندې ښاغلي ستانکزي په ښکاره د طالبانو د مشر پر سیاستونو نیوکې کولې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په ښکاره د طالبانو د مشر د "انزوا" خبره کوي او د خپل حکومت د بې ثباتۍ په اړه خبرداری ورکوي.
دوه نیم کاله تېر شول چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ؛ تر اوسه هبت الله اخوندزاده چې طالبان یې مشر بولي، هېڅکله هم د رسنیو د کمرې یا د خلکو په مخ کې نه دی څرګند شوی.
تر دې دمه د هبت الله اخوندزاده له پخواني انځور پرته بل کوم انځور نه دی خپور شوی.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې د دې ډلې له چارواکو سره د هبت الله اخوندزاده د لیدنې خبر ورکړی؛ خو تر اوسه یې د دغو ناستو عکسونه یا ویډیو نه ده خپره کړې.
نوموړي په دې وينا کې وويل: "افغانستان ستاسو خلکو ته عجيبه پاتې دى، هغه څوک پرېږدئ چې ستاسو خلکو او وينو ته سپکاوى وکړي."
ښاغلي ستانکزي په دې خبرو کې زیاته کړه: "په اسلام کې اقلیت او اکثریت نه شته هر څوک چې د تاجک او پښتون په نوم غږ پورته کوي د هماغو خلکو په څېر دی چې د جاهليت په زمانه کې له اسلام مخکې وو."
د عباس ستانکزي د خبرو دغه ویډیويي برخه د هغه زوی هم پر خپلې اېکس پاڼې خپره کړې ده.

د طالبانو عدليې وزارت اعلان وکړه، چې دوی په تېر ۱۴۰۲ کال کې دوه سياسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې او خيريه بنستونه د «غيرې قانوني» فعاليتونو له امله امنيتي ادارو ته ور پېژندلي دي. طالبانو په افغانستان کې د سياسي ګوندونو پر فعاليت بنديز لګولی دی.
د طالبانو د عدليې وزارت د یکشنبې په ورځ د (وري ۱۹مه) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې يې د سلګونو مدني ټولنو او خيريه بسنټونو د فعاليتونو څارنه کړې ده.
دغه وزارت لیکلي، چې له دې ډلې یو شمېر سیاسي ګوندونه او لسګونه ټولنیز بنسټونه امنیتي ادارو ته معرفي کړي دي.
د طالبانو عدليې وزارت په خبرپاڼه کې د دغو ګوندونو او ټولنو نومونه نه دي ياد شوي.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ دوی په تېر يوه کال کې د ۳۶ نورو خیريه ټولنو فعالیتونه څېړلي، چې له جملې څخه يې له ۱۷ بنسټونو څخه د اصولو سره سم د فعالیت کولو ژمنې اخيستي او د ۱۹ بنسټونو فعالیت د جوازونو د نه نوي کولو امله لغوه کړي دي.
څو ورځې وړاندي د طالبانو د عدليې وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي په يوه ويډيوي پيغام کې افغانانو ته خبرداری ورکړ، چې که چا سياسي فعالیت وکړ له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.
هغه ويلي وو، چې اوس مهال يوازي خيريه بنسټونه فعالیت کولای شي.
درې ورځي وړاندي د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړ، چې په کندهار کې يې په لومړي ځل دوه کسان د سیاسي فعالیت په تور په ۱۵ - ۱۵ کاله بند محکوم کړل او یو بل کس یې د سیاسي فعالیت له امله ۳۰ دورې وواهه.