• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایراني چارواکي خبرداری: د زیات زیان په رسولو سره به اسراییل په خپل کار پښېمانه کړو

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی چې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل برید به بې ځوابه پاتې نه شي. محمد حسین باقري ویلي: «موږ به د عملیاتو څرنګوالی او ډول وټاکو او اسراییل به په خپلو کړنو پښېمانه کړو.»

محمد باقري دغه څرګندونې په سوریه او لبنان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان محمد رضا زاهدي د جنازې په مراسمو کې وکړې.

دغه ایراني چارواکي په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییل برید «لیونتوب» بللی او ویلي یې دي، چې د نړیوالو تړونونو له مخې د اسراییل دغه ګام «ځان وژنه» ده.

ښاغلي باقري د ایران د مشر علي خامنه يي وینا ته په اشارې سره وویل چې، «موږ به دښمن پښېمانه کړو، خو ایران به د عملیاتو وخت، پلان او ځای وټاکي.»

هغه زیاته کړه چې د ایران عملیات به په «مناسب وخت او تر ټولو زیات زیان سره» ترسره شي.

د دوشنبې په ورځ د (وري ۱۳مه) د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د کونسلګرۍ ودانۍ باندې اسراییل ته منسوب بریدونه ترسره شوه.

په دغو بریدونو کې د محمد رضا زاهدي په ګډون د سپاه پاسداران اوه غړي ووژل شول.

ایران وايي، یاد برید اسراییل کړی، خو اسراییل په رسمي توګه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

دغه برید په نړۍ کې غبرګونونه راوپارول او د ایران مشر له دې برید یوه ورځ وروسته خبرداری ورکړ چې اسراییل به په دغه «جرم او ورته نورو کړنو» پښېمانه کړي.

خو رویټرز تر دې مخکې په یوه راپور کې لیکلي وو چې ایران د غچ اخیستو لپاره ډېر انتخابونه لري، خو تهران نه غواړي له اسراییل سره پراخې جګړې ته داخل شي.

د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت، اسراییل ته د ایران له خبرداري وروسته وویل، هېواد یې د اسلامي جمهوریت پر ضد د هر ډول احتمالي سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

ګالانت ټینګار وکړ چې د اسراییل دفاعي سیسټم د اوسني وضعیت په اړه خپله ارزونه بشپړه کړې او د ایران په وړاندې غبرګون ته چمتو دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا استازو جرګې د استخباراتو کمیټې مشر: د ایران کونسلګرۍ د اسراییل لپاره مشروع هدف و

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د امریکااستازو جرګې د استخباراتو کمیټې مشر له سي‌اين‌این سره په مرکه کې په سیمه کې د ایران نیابتي ډلو شتون ته په اشارې سره وويل په دمشق کې د ایران کونسلګرۍ «د اسراییل لپاره یو مشروع هدف و.» مایک ټرنر زیاته کړه: «ایران په سفارتونو د بریدونو تاریخ لري.»

ایران د دوشنبې په ورځ اسراییل تورن کړل چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې یې پر کونسلګرۍ برید کړی، خو تل ابیب تر اوسه پورې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په همدې حال کې، سرچینو ایران انټرنشنل ته وویل چې اسراییل په دمشق کې د دوشنبې په ورځ د وري ۱۳مه د ایران پر کونسلګرۍ په برید کې د محمد رضا زاهدي او د سپاه پاسداران د نورو چارواکو د وژلو مسوولیت په غاړه درلود.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه شنبې په ورځ په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. ایران د دغې غونډې د ترسره کولو غوښتنه کړې وه.

په دغه برید کې د کونسلګرۍ ودانۍ ته سخت زیان اوښتی او خپاره شوي انځورونه ښيي چې یاده ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. په تېرو څو ورځو کې دایران حکومت چارواکو په دوامدار ډول د اسراییل پر ضد د غچ اخیستنې ګوتڅنډنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ګڼو هېوادونو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وغانده.

د روسیې په اورال سیمه کې د سېلابونو له امله زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د روسیې د اورال سیمې په دوو ښارونو کې د سېلاب د اوبو د کچه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه مخ په لوړېدو شوه،‌ د اروپا درېیم ستر سیند د یو بند له ویجاړیدو وروسته ۶۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي او زرګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.‌

د دغه بند د ویجاړېدو له امله د اورال غرونو په سیمه، سایبریا او قزاقستان کې په تېرو لسیزو کې تر ټولو لوی سېلابونه راوتلي دي.

د اورال سیند چې د اورال له غرونو سرچشمه اخلي او د کسپین بحیرې ته بهیږي، کچه یې د جمعې په ورځ په څو ساعتونو کې څو متره لوړ شوه او د مسکو په ختیځ کې د اورسک په ښار کې یې یو بند ویجاړ کړ.

له اورسک ښار څځه د سېلابونو له امله له ۴۰۰۰ څخه زیات کسان ایستل شوي دي. د اضطراري چارو وزارت له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې خلک په اوبو کې ایسار شوي سپي ژغوري او د سېلاب له امله په ویجاړ شوو سړکونو په اوږدو کې سفر کوي.

د روسیې د دولتي خبري اژانستاس دراپور له مخې؛ شپږ کسان او درې ماشومان په اورسک کې روغتون ته لیږدول شوي دي؛ خو وضعیت یې د اندیښنې وړ نه دي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د بېړنیو حالاتو وزیر الکساندر کورینکوف ته امر کړی، چې سیمې ته ورشي. کرملین د یکشنبې په ورځ وویل، چې سېلابونه به د اورال د کورګان او د سایبریا تیومین سیمو ته هم ورسیږي.

کرملین ویلي، چې پوتین د سیمې له والیانو سره د تلیفون له لارې خبرې کړې دي.

روسي رسنیو د اورینبرګ سیمې چارواکو په حواله ویلي، چې په سیمه ییزه توګه د سېلابونو زیان شاوخوا ۲۳۹ میلیونه ډالرو ته رسیږي او د سیلابونو کچه به ان تر دوو اونیو پورې د پام ور راټیټه نه شي.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د شنبې په ورځ ویلي، چې دغه سېلابونه په تېرو ۸۰ کلونو کې دغه د هېواد لپاره تر ټولو لوی طبیعي ناورین دی.

د هند په ګجرات کې شپږو افغانو محصلینو ته ویل شوي چې له لیلیې ووځي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۳۴ GMT+۱

د ګجرات ایالت یو چارواکي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې له شپږو افغان محصلینو څخه غوښتل شوي، چې د ګجرات پوهنتون له لیلیې څخه ووځي. د دغه پوهنتون په لیلیه کې د یادو محصلیونو د اوسېدو وخت لا له وړاندې پوره شوی و؛ خو دوی لا هم لیلیه نه ده پرېښې.

د ګجرات پوهنتون مرستیالې نیرجا ګپتا له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي: "له شپږو افغان محصلینو مو وغوښتل چې په لیلیه کې خپلې خونې خالي کړي؛ ځکه چې په لیلیه د دوی د اوسېدو موده لا له وړاندې پوره شوې وه؛ خو دوی لا هم هلته اوسیدل."

هغې ویلي، چې دغو کسانو خپلې زده کړې بشپړې کړې او د ځينو اداري کارونو له امله د پخوانيو محصلينو په توګه په لیلیه کې اوسېدل.

اغلې ګپتا وايي، چې پوهنتون ډاډ ترلاسه کړی چې دوی نور په لیلیه کې پاتې نه شي او خپل هېواد ته د هغوی د ستنیدو لپاره یې بندوبست کړی.

هغه زیاتوي: "موږ لازم اسناد بشپړ کړي او دوی اوس کولی شي چې په خوندي ډول خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي. موږ نه غواړو په خپلې لیلیه کې کوم پخواني زده کوونکي ته ځای ورکړو. موږ د افغانستان کونسلګرۍ ته هم خبر ورکړی دی او هغوی هم دغو زده کونکو ته لارښوونه کړې چې لیلیه خالي کړي. "

په افغانستان کې د پخواني جمهوریت له نسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمن کیېدو وروسته په بهر که د زده کړو له پاره مېشت زرګونه زده کوونکي بېرته افغانستان ته تلو ته زړه نه ښه کوي او هر یو هڅه کوي چې په هماغه هېواد کې پاتې شي.

طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته، ډېری مسلکي کسان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د مدرسو شاګردان او ملایان ګومارلي دي،‌ همدې چارې په بهر کې مېشت افغان زده کوونکي هڅولي چې افغانستان ته له ستنېدو ډډه وکړي.

دا په داسې حال ده،‌ چې د مارچ په ۱۶ مه نېټه په همدې پوهنتون کې په یو شمېر بهرنیو محصلینو د لمونځ د ادا کولو پر مهال برید شوی و.

له برید څو ورځې وروسته یو افغان پلاوی پوهنتون ته ورغلی او د امنیتي تدابیرو په اړه یې له د ګجرات پوهنتون له مرستیال سره کتلي دي.

پولیسو ویلي، چې شاوخوا ۲۰ کسان د مارچ په ۱۶ مه د روژه ماتي پر مهال د ګجرات د دولتي پوهنتون لیلیې ته ننوتلي وو او په یوه بلاک کې د لمانځه پر مهال په بهرنیو محصلینو برید کړی و.‌

په دغه برید کې یو سريلانکايي او یو تاجکستاني زده کوونکی ټپی شوی و.

د اسراییل پوځ وايي، چې د غزې په سویل کې یې خپل پوځیان کم کړي دي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د اسرایيل د پوځ وياند د يکشنبې په ورځ ویلي؛ د دوی پوځ د غزې له سویلي تړانګې څخه خپل ځمکني ځواکونه ویستلي دي او د عملیاتو له پیله شپږ میاشتې وروسته یې اوس هلته يوازې يوه لېوا پاتې ده.

د اسراییل پوځ د عیسوي کال له پیل راهیسې د خپلو ځواکونو د دمې په موخه په غزه کې د خپلو ځواکونو شمېر کموي.

بل خوا؛ د اسراییل متحد واشنګټن پر دغه هېواد فشار زیات کړی، چې په غزه کې بشري وضعیت ښه کړي.

د اسراییل پوځ د خپلو ځواکونو د کمولو د دلیل او شمېر په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.‌

100%

په همدې حال کې مصر په غزه کې د اوربند او د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو په موخه د خبرو اترو کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي.

اسراییل او حماس دواړو ویلي، چې په دغو خبرو اترو کې به ګډون کوي.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې اسراییل به نړۍوالو فشارونو ته غاړه کې نه ږدي او د حماس "سختو غوښتنو" ته به تسلیم نه شي.

100%

دا لا معلومه نه ده، چې د غزې له سویل څخه د اسراییلي ځواکونو وتل به په رفح ښار د دوی برید وځڼډوي که نه.

نتنیاهو وايي، چې دغه برید د حماس د له منځه وړلو لپاره اړین دی.

د غزې د سویلي ښار خان يونس اوسېدونکي وايي، چې اسراييلي ځواکونه د ښار له مرکزه وتلي او ختيځو ولسواليو ته په شا شوي دي. دغه ښار په وروستيو مياشتو کې د اسرایيل تر سختو بمباريو لاندې راغلى و.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه د حماس له خوا پر اسرایيل له بريد وروسته د اسرایيل پوځي عمليات په تېرو مياشتو کې د غزې د تړانګې پر سویل متمرکز دي.

100%

د اسراییل د شمېرو له مخې؛ د اکتوبر د اوومې نېټې په برید کې تر ۲۵۰ډېر کسان یرغمل شوي او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

په غزه کې د روغتیا وزارت بیا وايي، چې د اسراییل په بریدونو کې تر ۳۳ زره ۱۰۰فلسطینیان وژل شوي دي.

رفح ښار چې له مصر سره په پولې پورت دی، په سیمه کې د څه باندې یو میلیون فلسطینیانو لپاره وروستی پناه ځای بلل کیږي.

ټي ټي پي په خپل اختریز پیغام کې د پاکستان پوځ عسکرو ته ویلي چې وسلې په ځمکه کېږدي

۱۹ وری ۱۴۰۳ - ۷ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان ډلې له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د دغې ډلې د مشر نور ولي محسود په اختریز پیغام کې د پاکستان پوځ عسکرو ته ويل شوي چې خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي او له دوی سره دې یو ځای شي. د ټي ټي پي وسله واله ډله دا مهال د پاکستان پوځ او حکومت په وړاندې جنګیږي.

تحریک طالبان پاکستان تېره ورځ شنبه ناوخته د (وري ۱۸مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان پوځ عسکرو ته سپارښتنه کړې چې د دوی په وړاندې له جګړې لاس واخلي او وسلې په ځمکه کیږدي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې «د څو فاسدو جنرالانو په مخکې د څو زرو روپیو لپاره مه جنګیږئ، هغوی به ټولې شوې پیسې له ځان سره بهر ته یوسي او تاسو به په میدان پریږدي.»

د ټي ټي پي په دغې اعلامیه کې د پاکستان پوځ د کرایې پوځ بلل شوی او لیکلي یې دي چې په پښتنو سیمو کې وژنې کوي او په کلیو کې ناکرارۍ جوړوي.

تر دې وړاندې هم تحریک طالبان پاکستان په ورته خبرپانو کې د پاکستان پوځ او نورو حکومتي ادارو کارکونکو ته ګواښونه کړي چې د پوځ له لیکو او حکومتي ادارو څخه ووځي کنه دوی به یې ووژني.

تېر دوه کلونه په پاکستان کې امنیتي حالت تر بل وخت ترینګلی شوی او د دغه هیواد پر پوځ، پولیسو، پوله ساتو ځواکونو، حکومتي کارکونکو، قومي مشرانو او فعالانو باندې د وسله والو ډلو له لوري ځانمرګي او وسله وال بریدونه، سړک غاړې ماین چاودنې او هدفي وژنې تر پخوا ډیرې شوې او خلک یې اندېښمن کړي.

د پاکستان لوړپوړي چارواکي په دغه هیواد کې د ناامنۍ ټولو پېښو د پړې ګوته په کابل کې د طالبانو حکومت ته نیسي او ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې ټي ټي پي وسله والې ډلې پناه ځایونه ورکړي او دغه ډله له هغه ځايه په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو تل د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.