• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ستره محکمه: د ملا هبت الله په امر له بندخونو څخه نږدې ۳۰۰۰ بندیان خوشې شول

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یادې ډلې د مشر په امر یې د کوچني اختر په مناسبت ۲۸۵۵ بندیان خوشي کړل او له زرو څخه د ډیرو بندیانو د بند موده یې کمه کړه. تر اوسه پورې خپلواکو بنسټونو دغه شمېرې نه دي تایید کړې.

د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان له مخې یې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له زندانونو ۲۸۵۵ تنه بندیان خوشې کړي.

دغه خبرپاڼه چې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د طالبانو سترې محکمې له لوري خپره شوې پکې ویل شوي چې د ۱۴۲۰ تنه بندیانو د بند موده یې راکمه کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان د خپلواکو او بې پرې ادارو نه شتون او پڅې چارې د دې لامل شوې چې د طالبانو له لوري د ورته شمېرو له خپرېدو وروسته د شمېرو د کره والي تایید نه شي کیدای.

د سترې محکمې له لوري په خبره شوي خبرپاڼه کې له زندانونو د ازادو شویو بندیانو د جرم په اړه جزیات نه دي ورکول شوي.

تر دې وړاندې د څرخي پله، هرات او کندهار له زندانونو د بندیانو د خوشې کېدو راپورونه ورکړل شوي وو. خو دا نه ده معلومه چې په خوشې شویو بندیانو کې څو تنه ښځې له بندخونو ازادې شوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اپراتیفي معلومات؛ د میدان وردګ ځینې سیمو کې «خوارجو» د جلب او جذب پروسه پیل کړې

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د اپراتیفي عملیاتو مدیریت یو سند، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی، په کې لیکل شوي، چې د ميدان وردګو ولايت يو شمېر سيمو کې د خوارجو د جلب پروسه پيل شوې. دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یوه امنیتي اداره د داعش د جلب جذب پروسه تایدوي.

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د اپراتیفي عملیاتو مدیریت په دغه سند کې اندېښنه ښودلې ده، چې «خوارج» په بېلابيلو نومونو د ميدان وردګو ولايت هغه طالبان به چې د تصفيې پروسې له پيلېدو ورسته يې خپلې دندې پرېيښې جلب او د دوی د حکومت پر خلاف به یې د خپلو استخباراتي موخو لپاره استعمال کړي.

طالبان په خپلو مکتوبونو او رسنیو کې د خوارج نوم د داعش لپاره کاروي.

د امنیتي پېښو د رامنځته کېدو په برخه کې ویل شوي، چې د طالبانو په منځ کې د ملګرتيا له سيسټم څخه داعش کولای شي تر طالب مسولينو ځان ورسوي.

د طالبانو په دغه د استخباراتي سند کې راغلي، چې د داعش پرضد د ميدان وردګو ولايت په ولسواليو کې اوپراتيفي استخباراتي عمليات پيل شوي، «ترڅو د دوشمن د شريعت خلاف د موخو مخنیوی وشي.»

په سند کې په ډاکه شوې، چې ددغه عملياتو پر مهال دې د سيمي د جوماتونو د ملا امامانو څخه د همکارۍ غوښتنه شوې.

طالبانو په دغه سند کې یادونه کړې، چې د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ددغو عملياتو اوپراتيفي مسوليت د نرخ ولسوالۍ د چينزايو په سیمه کې مولوي وکيل ته سپارل شوی و، چي تېره شپه ناوخته د داعش له خوا په خپل کلي کې وژل شوی دی.

د میدان وردګو ولایت د استخباراتي ریاست په کابل کې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست ۰۷۴مدیریت څخه غوښتنه کړې ده، چې په دغه ولایت کې دې د اوپراتیفي طالبانو مسوولینو د امنیت لپاره اقدامات ترسره شي.

په دې اړه یو بل مکتوب د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ خلکو ته لیکل شوی، چې د طالبانو د استخباراتي مسوولینو تلفوني شمیرې په کې لیکل شوې. له دې خلکو غوښتل شوي د طالبانو د حکومت د بقا لپاره د خپلو سیمو «د هر ډول غیر شرعي، مشکوکو او غیرقانوني کړنو»په هکله معلومات ور سره شریک کړی.

100%

که څه هم طالبان وايي داعش یې په افغانستان کې ځپلی او د بیا راپورته کېدو توان نه لري، خو د دوی په امنیتي او په ځانګړې توګه د استخباراتي ادارو لپاره داعش د اندېښنې وړ موضوع ده.

په کندهار کې د داعش لخوا پر نوي کابل بانګ له ځانمرګي برید وروسته داسې معلومیږی، چې طالب مشران یې سخت اندېښمن کړي دي.

اوچا: په هرات کې زلزله ځپلې ۲۴ زره کورنۍ لا هم خوندي سرپناوې نه لري

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي په هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لري نه هېروو او هڅه کوو چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورنه جوړ کړو.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، لا هم زرګونه کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي او اوسېدو لپاره خوندي سرپناوې نه لري.

اوچا ویلي چې، شپږ میاشتې وړاندې د زلزلو درېیو زورورو ټکانونو په هرات کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ او دوه لکه ۷۵ زره کسان یې زیانمن کړل.

دغې ادارې ویلي دې له زرګونو زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې او دا بشري مرستې لا هم دوام لري.

اوچا زیاتوي چې دمګړۍ لا هم ۲۴۸۰۰ کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي.

اوچا وايي یادې کورنۍ د اوسیدو لپاره مناسبو کورونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستنېدویه ادارو له لوري سلګونه جوړ شوي کورونه اړمنو کسانو ته سپارل شوي دي خو ويل کیږي لاهم زرګونه کورنۍ د ژوندانه خوندي استوګنځي نه لري.

د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان څخه لسګونه افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۳۳ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي. دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د تورخم له لارې له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري ۲۰مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۹مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت په تازه اعلان کې ويلي چې له کوچني اختر وروسته د روانې اپریل میاشتې له ۱۵نیتې وروسته به یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

د طالبانو ستره محکمه: نن ماښام د کوچني اختر د میاشتې لیدو په موخه ناسته کوو

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر د ورځې د اعلان لپاره خبري ناسته وربللې ده. د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن ماښام د اختر د ورځې د اعلان لپاره ناسته کوي.

طالبانو له رسنیو غوښتي چې په دې اړه ورسره په رسنیز پوښښ کې مرسته وکړي.

د طالبانو سترې محکمي تردې وړاندې له عامو خلکو غوښتي و چې د اختر د میاشتې لیدو هڅه وکړي او د میاشتې د لیدلو سره سم دې د خپلې سیمې د طالبانو محکمې او د هلال کمېټې ته شاهدي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د هلال کمېټه له پرمختلولو وسایلو پرته د اختر او روژې د میاشتو اعلان کوي.

د طالبانو د هلال کمېټې له لوري د شپې ناوخته د سږ کال روژې د میاشتې لیدلو له اعلان وروسته ډیریو کسانو پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د هلال کمېټې په اړه سختې نیوکې او ملنډې وکړلې.

طالبان: د هرات له زندانه له دوه سوه څخه ډیر بندیان خوشې شول

۲۰ وری ۱۴۰۳ - ۸ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۱۸ GMT+۱

د هرات امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) په اېکس پاڼه د یاد ولایت له زندان څخه له دوه سوه څخه د ډیرو بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ. د هرات سیمه ییز طالب چارواکي وايي، له زندانه په خوشي شویو بندیانو کې ښځې هم شاملي وې.

د هرات سیمه ییزو طالب مسوولانو ویلي چې د دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله د فرمان له مخې یې ۲۵۲ تنه بندیان د هرات له زندان څخه خوشې کړل.

دوی وايي په خوشې شویو بندیانو کې ښځې هم شاملې دي.

طالبانو دا نه دي ویلي چې خوشې شوي بندیان د کومو جرمونو په تور بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و چې د دغې ډلې د مشر ملا هیبت الله د فرمان له مخې به د کمکي اختر په مناسبت د هېواد له د بېلابېلو ولایتونو له زندانونو څخه ۲۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

طالبانو د کمکي اختر په مناسبت د بندیانو د خوشې کولو لړۍ دوه ورځې وړاندې له څرخي پله او د کندهار له عمومي زندانونو څخه پيل کړې.